
S S Rahamanzai
@RahamanzaiS • 5,625 subscribers
Visionary Thinker | Leadership | Governance | 2.0 Generation |Strength ,Prosperity,Resilience,Integrity and Vision for Afghanistan 🇦🇫 - Transitional Justice
Shorts
Videos

زما خبره ډېره سپینه او بېپردې ده. د طالبانو ګومارل شوي لابیګران ټوله ورځ په ټولنیزو رسنیو کې افغانان تکفیر کوي. د دوی د رسنیو فعال غړی چې ځان ته علما او مفتیان هم خطاب کوی د تېر جمهوریت ټول کارکوونکي واجب الدوزخ ګڼی او وايي چی هغوی مسلمانان ندی او منکر الجهاد دی. (ته به وايي چی جنت، العیاذ بالله، د طالب د پلار ميراثي ملکیت دی!) په لنډه، په خلاصو غوږونو واورئ: موږ افغانان جهاد یوه الهي فریضه ګڼو او په پوره یقین سره یې د قرآن او سنتو په ټاکل شویو شرایطو کې خپله وجیبه بولو. خو د طالبانو جګړه موږ جهاد نه ګڼو، ځکه دا یوه استخباراتي جګړه وه او ده، پایله یې د ملا او دین تر سپېڅلي نامه لاندې یو استخباراتي اشغالي تش په نوم حکومت شو. ملا، عالم، دین، قرآن، سنت، عِرضي تمامیت، او ملي ارزښتونه د هر افغان لپاره سرې کرښې دي. که ملا صاحب ځان سپېڅلی بولي او نورو ته د کافر خطاب کوي، نو میدان ته دې راووځي چې حساب ورسره وکړو. بسم الله! کرایي خولې مو درټولې کړې، مشران مو مخې ته کړئ. که جراات لری، یوازې یوه ورقه اسناد راوړاندي کړی چې ستاسو د جګړې مصارف د چا لخوا تمویلېدل؟ بس! په یقین سره دا جګړه د افغانانو د وژلو او د اسلام د مبارک دین د بدنامولو لپاره ډیزاین شوې وه. اوس ستاسو پرده له مخې لیرې شوې، او اصلي څېره مو بربنډه ده. اوس مو افغانان مو په ژوره توګه پیژنی او نور ستاسو په درواغو نه غولیږي. طالبه ! ستا هېڅ عمل له اسلامیت او افغانیت سره تړاو نه لري. #TranstionalJusticeAfghanistan #Afghanistan Hamasa Media Hamid Karzai Tawab Abdullah habiburrahman hekmatyar حبیب الرحمن حکمتیار Ashraf Ghani Tamim Asey Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
S S Rahamanzai29,011 次观看 • 1 年前

دا پیغام هغو ته دی چی د اسلام د بړستنی لاندی پټ شوی او نور افغانان ورته کافر ښکاری! په خلاصو غوږو یی واوری : په راتلونکی کی "عمومی عفوه" وجود نلری!!! دمره یی وکرهی چی بیا یی یوه ورځ ریبلی وشی !!! مسجد ، د الله کور یا شعارالله دی. مقدس مکان دی او د الله ج عبادت و د اسلام د مبین دین د زدګړو مکان دی. په تاسف سره تاسو ورڅخه د خپلو غیر انسانی او غیر اخلاقي اعمالو لپاره استفاده کوی. افغان واړه ماشومان د تعلیم په نوم پکښی بی عزته کوی او یا یی هم په وحشیانه ډول شکنجه کوی. زمونږ اختار تاسو ته دا دی! چی د مظالمو څخه مو لاس واخلی. هر څه تل پاتی ندی. د افغانانو او د اسلام سپيڅلي او ویاړلی تاریخ دنیاوالو د وحشت په پرده کی مه معرفی کوی. دا لاندی ویدیو وګوری تر څو مو خپل وحشت درښکاره شی. مونږ به د ټولو ډلو سره محاسبه لرو. بإذن الله Eng. Tawab Abdullah #TransitionalJusticeAfghanistan #Afghanistan
S S Rahamanzai28,435 次观看 • 1 年前

شهید ډاکټر نجیبالله د افغانستان یو باعزته رهبر او خاورې ته ژمن زوی و. هغه د هېواد خاوره خپل ناموس ګڼله او د حراست لپاره یې خپل سر قربان کړ. شهید ډاکټر نجیبالله یو فکري مکتب و، او درې لسیزې وروسته د هغه له شهادت څخه لا هم په میلیونونو ځوانان د هغه د ملی فکر او تعهد څخه متاثره دي. دا د شهید نجیبالله حقانیت او د سپېڅلې وینې نښه ده چې ټول حریفان یې یا د حقارت او بدبختۍ په حال کې ژوند کوي، او یا هم په خپلی داعیه سره شرمېدلي مړه شول. د شهید نجیبالله محبین به د هېواد د بربادۍ په اړه له ټولو هغه تش په نوم سیاسونو او مسؤولینو سره محاسبه وکړی د شهید داکتر صاحب ژمنتیا تر ټولو غوره مثال یې دا دی : چې تر شهادت وروسته هم هېڅوک نشي کولای پر هغه د خیانت، اداري فساد یا د لوړپوړو ماڼیو تور ولګوي. خو مخالفین یې، چې ځانونه یې د اسلام سپین کوتري بللی، څومره شرمېدلي شول. ﴿وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ﴾ #TranstionalJusticeAfghanistan #Afghanistan Hamasa Media Hamid Karzai Tawab Abdullah habiburrahman hekmatyar Ashraf Ghani Tamim Asey Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
S S Rahamanzai13,106 次观看 • 1 年前
没有更多内容可加载