
Rahmatullah Andar🇦🇫
@RahmatAndar1 • 263,413 subscribers
Ex-Religious Affairs Director & Religious Affairs Adviser & Spokesperson @NSCAfghan | Writer. زما خبرې حقیقت نه دی، حقیقت دا دی چې زه خبرې لرم
Shorts
Videos

وایې که مې لیک زده کړ تا ته په شېرینې کې وری درکوم… هغوی چې د نجونو پر زده کړه بندیز د افغانانو په کلتور توجیه کوي، یو ځل دې د دې ماشومې خوږې خبرې واوري چې له لیک او لوست سره څومره بې کچې مینه لري. پر نجونو د زده کړو بندیز ملي خیانت دی او دا خیانت نه توجیه کېدای شي او نه تلافي کېدای شي.
Rahmatullah Andar🇦🇫13,746 Aufrufe • vor 4 Tagen

هغوی ته د زړه له کومي تسلیت وایم چې له طالبانو یې د افغان شموله، ټولشموله یا ګډ حکومت تمه لرله او یا په دي تمه دي چې د نجونو مکاتب او د ښځو پر مخ به د کار او پوهنتون دروازه پرانیستل شي. د ملا دلاور اخوند یې کور ودان چې د مارت دریځ یې په روښانه ډول د ملت مخې ته کېښود، کله نا کله بې پامه واقعیت ور څخه وویل شي. دا چې طالبان او مشران یې په مطبوعاتي کنفرانسونو کې څه وایې، هغه د دوی رسمي دریځونه نه، بلکې تجارتي اعلانونه دي.
Rahmatullah Andar🇦🇫17,342 Aufrufe • vor 16 Tagen

دغسې ویډیوګانې طالبان قصداً خواله رسنیو ته را باسي چې له اصلي مسلې/پاکستاني بمباره د خلکو مخ واوړي او د دوی د امنیت بابولاله څوک ونه ننګوي. د طالب تر واک لاندي دغسې نیول، وهل، ټکول، توهین او تحقیر عادي خبره ده، هره ورځ پېښېږي، خو د مطبوعاتي سانسور له امله یې څوک ویډیویې ثبت نه شي کولای او نه یې خپرولی شي. که بشپړه ویډیو پیدا شي، مالومه به شي چې ویډیو دوی خپله ثبت کړي ده.
Rahmatullah Andar🇦🇫20,918 Aufrufe • vor 1 Monat

دا ورور وایې چې دا شاید زما اخیرې ویډیو یې… دا سړی خپله شکنجه، بندیخانه او حتی مرګ په خپلو سترګو ویني، خو روان وضعیت نور نه شي زغملای. تاسې یې خبرې واورئ، څومره غریو نیولی دی!!؟ طالبان به سبا وایې چې دا ناروغ و، یا به کومه بله ټاپه پرې لګوي، خو حقیقت بیا هم نه بدلیږي که د روغ په خوله وویل شي او که د ناروغ.
Rahmatullah Andar🇦🇫32,985 Aufrufe • vor 2 Monaten

دا د هغه ځوان وروستۍ خبرې او وصيت دي چې د نیمروز په دښته کې له تندي وروستۍ سلګۍ وهي. د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یې دغسې مرګونې لار غوره کړي ده. د دي ولس پوښتنه به الله تعالی له مشر هیبت الله او کشر هیبت الله څخه ونه کړي؟ ذوالجلاله ربه! ته په دي ولس خاص رحم وکړي.
Rahmatullah Andar🇦🇫36,564 Aufrufe • vor 2 Monaten

پنځه کاله وروسته هم محکمه د سړک په سر کېږي او هر طالب څارنوال، قاضي او جلاد دی. خبر وایې چې د هرات ښار په څلورمه ناحیه کې د تېلو ټانک ته نږدې د عبدالقدير پهلوان زاده په نوم يو ځوان د طالبانو لخوا وژل شوی دی او دغه پېښه د تېرې جمعې په ورځ رامنځته شوې ده.
Rahmatullah Andar🇦🇫21,167 Aufrufe • vor 1 Monat

تاسې دا ویډیوګانې او عکسونه وګورئ! ایا موږ رښتیا د دي حالت بدیل نه لرو؟ که په واقعیت کې یې هم نه لرو؛ نو بیا د پنځه زره کلن تاریخ، مېړاني، افغانیت، شجاعت او غیرت دعوي مو تشي باټې دي. او که د دي حالت بدیل لرو او بدلون نه غواړو، بیا نو ویښ وجدان او پاک ضمیر نه لرو او نه د کوم ملت او وطن په تار ګنډلی تړون لرو، بلکې هر سړي ته یوازې خپلي شخصي ګټې او د خپل سر خوندیتوب مهم دی.
Rahmatullah Andar🇦🇫33,574 Aufrufe • vor 3 Monaten

د طالبانو ستونزه یوازې د پاکستان لاسپوڅیتوب نه دی، بلکې د دوی د ښوني او روزني بهیر هم دی چې د دوی په افراطیت او خشونت کې یې لاس کړی دی. په سیمه او اطرافو کې زموږ د لومړنیو دیني زده کړو سنتي سیستم هم له یوه لمن ستونزو او تېروتنو ډک دی چې لا هم په زاړه حال پاتي دی. دا چې وروسته طالب د لوړو دیني زده کړو او دستار بندي لپاره پاکستانۍ مدرسي ته ولاړ شي او هلته په سیستماتیک ډول د خپلي ټولنې، ارزښتونو او خلکو په خلاف وروزل شي او دا هر څه د دین په نامه ور وپېژندل شي، دا بیا بله ستره ستونزه ده. تر ټولو ستره ستونزه بیا دا ده چې دغسې عقده یې، افراطي او غیر عقلاني انسان ته ټوپک په لاس ورشي او د سیمي او نړۍوالو استخبارتو په زور د یو غریب او بې وسه ملت برخلیک ورته وسپارل شي. له دغسې بحرانه وتل اوږده، ملي او عقلاني مبارزه غواړي.
Rahmatullah Andar🇦🇫11,562 Aufrufe • vor 27 Tagen

ملا هبة الله اخوند یې دریځ ته په داسې صفاتو را وبلل چې انانسر د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو نومونو سره دومره صفات نه دي یاد کړي. تقریباً دوه دقیقې یې مخ پټی امیر چې ولس یې په وجود اوعدم کې لا هم شکمن دی، په داسې صفاتو وستایل چې د هغه په عملي ژوند کې یا بېخې نه او یا ډېر لږ لیدل کېږي. زه دې ته هک پک شوم چې لږ تر لږه خپله ملا هبة الله اخوند هم دغسې بې ځایه ستاینه مکروه ونه ګڼله او نه یې د تقوا خلاف عمل وبلل، په داسې حال کې چې د مداحي او چاپلوسي په مذمت کې صحیح او صریح احادیث راغلي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اذا رأيتم المداحين فاحثوا في وجوههم التراب/ کله چې تاسې چاپلوسان ووینئ، نو خاورې یې پر مخ وشیندئ. رواه مسلم. له ابو معمر رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې: «قامَ رَجُلٌ يُثْنِي عَلَى أَمِيرٍ مِنَ الأُمَرَاءِ ، فَجَعَلَ الْمِقْدَادُ يَحْثِي عَلَيْهِ التُّرَابَ ، وَقَالَ : أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ نَحْثِيَ فِي وُجُوهِ الْمَدَّاحِينَ التُّرَابَ.» رواه مسلم. یو سړی د یو امیر ستاینه کوله، نو مقداد رضي الله عنه پرې خاورې شيندلې او ویې ویل: رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی چې د چاپلوسانو پر مخ خاورې وشیندو. تاسې ویډیو واورئ، له تعصب او مخالفت پرته ووایاست چې کوم صفات په ملا هبة الله اخوند کې شته، سره له دې چې د هغه هویت هم په بشپړ ډول مالوم نه دی. انانسر ملا هبة الله اخوند د څوارلسم قرن مجدد بللی، تاسې پوهیږئ چې مجدد چا ته ویل کېږي؟ د "تجدید" اصطلاح په حقیقت کې د نبي کریم ﷺ له دې حدیث څخه اخيستل شوې ده: «إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا.» الله تعالی د دې امت لپاره د هرې سلیزې په سر کې یو څوک رالېږي/پیدا کوي، چې د دوی دین تجديد کړي. تجدید په دې مانا چې دین بېرته هغه حالت ته ستون کړي څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې و، که د وخت په تېرېدو په ناسم ډول تفسیر شوی او تعبیر شوی وي، بېرته یې اصلي حالت ته وګرځوي. په اسلامي امت کې هغو علماوو ته چې غوره تصنیفات یې کړي، په دین کې یې د بدعاتو او خرافاتو مخنیوی کړی، د مجدد لقب کار شوی دی. د بېلګې په توګه امام حسن بصري، امام شافعي، امام بخاري، امام غزالي، امام فخرالدین رازي رحمهم الله ته د مجدد لقب کار شوی دی. په څوارلسمه پېړۍ کې شیخ محمد ناصرالدین الباني او شیخ محمد الغزالي رحمهما الله ته هم د مجدد لقب کاریدلی دی. شيخ محمد ناصر الدين الباني تقریباً ۱۱۲ کتابونه تصنیف، تألیف او تحقیق کړي دي. شیخ محمد الغزالي تقریباً تر ۵۰ ډېر کتابونه تصنیف کړي دي. موږ خو تر اوسه د ملا هبة الله اخوند کوم تصنیف نه دی لیدلی؛ نو مجدد په کوم دلیل ورته ویل کېږي؟ البته که تجدید په لفظي مانا واخلو؛ نو بیا امکان لري چې مجدد ورته وویل شي، ځکه په نجونو یې تعلیم حرام کړی، د نورې ټولي اسلامي نړۍ په خلاف یې دغه یو تجدید په دین کې کړی دی. د عصر ستر مفسر او محدث ورته ویل شوي، په داسې حال کې چې نه په تفسر او نه په احادیثو کې د یادوني وړ تصنیف لري. د اسلام ستر فاتح، امام المسلمین او امام المجاهدین، د امت د بقاء او پرمختګ هستي بلل شوی، خو اسلامي امت څه چې، د افغانستان ملت هم تر اوسه دغه هستي په سترګو نه دی لیدلي.
Rahmatullah Andar🇦🇫131,030 Aufrufe • vor 1 Jahr

محسن داوړ صیب ډېره سپینه خبره وکړه! هغه وایې چې TTP د افغان طالبانو تر لاس لاندې کار کوي او افغان طالبان د پاکستان تر کنترول لاندې دي، د هغوی کورنۍ، تجارتونه او شتمنۍ په پاکستان کې دي، په دې مانا چې په حقیقت کې روانه جګړه پاکستان جوړه کړي ده. داوړ صیب زیاتوي: طالبان په دې پوهېږي چې افغانستان یې د دایمي ټیکاو ځای نه دی، که سبا له کومې ستونزې سره مخ کېږي، بېرته به د سر خوندیتوب لپاره پاکستان ته راځې.
Rahmatullah Andar🇦🇫149,667 Aufrufe • vor 1 Jahr

د ملا هبت الله اخوند باور په دې دی چې رزق او روزې الله تعالی ورکوي، بنده په دې چاره کې دخیل نه دی، ځکه خو ملا محمد حسن اخوند ویل چې خدای پاک ته بغارې ووهی. فکر نه کوم که له فقر او غربته د ولس ژړا او فریاد، ملا هبة الله اخوند د غفلت له خوبه را ویښ کړي او یا یې پام یوې عقلاني تګلارې ته را وګرځوي. زوړ ملا زړې تراویح.
Rahmatullah Andar🇦🇫14,316 Aufrufe • vor 1 Monat

شاهد افریدی باید په پاکستان له چا سره کمپرومایز /جوړجاړی ونه کړي. ځکه پاکستان افریدي ته نوم، حیثیت، شتمنې او هویت ورکړي، خو هر پښتون دا خبره نه شي کولای او نه یې باید وکړي، ځکه پاکستان عامو پښتنو ته شکنجې، بندیخاني او ذلت ورکړی دی. افریدی دي همدا نن د خپل ولس او خلکو لپاره د هغوی حقوق له پنجابي ریاسته وغواړي، چې له ده سره څه کېږي.
Rahmatullah Andar🇦🇫25,748 Aufrufe • vor 3 Monaten

په محمدي صیب وضعیت اغېز کړی، د (خدشه دار ) او (خرچه دار) په توپیر نه دی پوه شوی. سبقت لساني هم نه شو ورته ویلی، ځکه دوه ځله یې ښه په خوند قرائت کړی دی. البته جذبه یې بللی شو، چې کله سړي ته د ده تر توقع زیات خلک ناست یې او یا ورته کېنول شي، خامخا جذبه کېږي او تر خوله تېرېږي.
Rahmatullah Andar🇦🇫13,073 Aufrufe • vor 1 Monat

دا یوازې زما انګېرنه نه ده، بلکې هر څوک چې روان حالت ویني او د اختناق له فضا وتلی وي، هغوی په ښکاره وایې چې طالبان د ولس او خلکو په خوندې ساتنه کې ناکام شوي دي او ملا هبة الله اخوند ته ځان دومره غیر مسؤل واجب الاحترام ښکارېږي، چې حتی ملت ته د خواخوږۍ یو لنډ پیغام هم نه ورکوي.
Rahmatullah Andar🇦🇫11,275 Aufrufe • vor 1 Monat

طالب یوې خوا ته له افغانو نجونو او ښځو د ستر او عورت په نامه ټول حقوق تروړلي او بلې خوا ته له بهرنیو ښځو سره ګډ غومبر وهي، نه ستر شته او نه عورت. د طالبانو په دې ډله کې دوه تنه مسؤلان هم شته چې یو یې منیر نومېږي په هوایې ډګر کې د بهرنیو میلمنو د ښه راغلاست مسؤل دی او بل یې سالارزی نومېږي د کورنیو چارو په وزارت کې دنده لري. که د ښځو په وړاندي رښتیا هم طالبان حساس وي او د ښځو تعلیم او کار د ټولنې په زیان بولي حتی غږ یې هم عورت بولي؛ نو له بهرنیو ښځو سره دغسې غومبر او ازادي څه مانا؟ تاسې یې پوښتنو ته ځېر شئ، څنګه پوښتنې ورڅخه کوي.
Rahmatullah Andar🇦🇫89,695 Aufrufe • vor 1 Jahr

د سپین بولدک ویډیو پخوانۍ وه، هغه پوسټ مې ډیلیټ کړ. پر ځای یې د خلیفه صیب دین محمد ملغلرې(!) واورئ. …ټوله شپه یې سا بنده کړي او خر یې په هوا کړی… باید په یاد ولرئ چې خلیفه صیب د علماوو د شورا رئیس او د ډېرو طالبمشرانو پیر دی، ځکه یې څوک نه په خرافاتو او خزعبلاتو اعتراض کوي او نه یې مخالفت کولای شي.
Rahmatullah Andar🇦🇫28,475 Aufrufe • vor 5 Monaten