
Rahmatullah Andar🇦🇫
@RahmatAndar1 • 260,605 subscribers
Ex-Religious Affairs Director & Religious Affairs Adviser & Spokesperson @NSCAfghan | Writer. زما خبرې حقیقت نه دی، حقیقت دا دی چې زه خبرې لرم
Shorts
Videos

تاسې دا ویډیوګانې او عکسونه وګورئ! ایا موږ رښتیا د دي حالت بدیل نه لرو؟ که په واقعیت کې یې هم نه لرو؛ نو بیا د پنځه زره کلن تاریخ، مېړاني، افغانیت، شجاعت او غیرت دعوي مو تشي باټې دي. او که د دي حالت بدیل لرو او بدلون نه غواړو، بیا نو ویښ وجدان او پاک ضمیر نه لرو او نه د کوم ملت او وطن په تار ګنډلی تړون لرو، بلکې هر سړي ته یوازې خپلي شخصي ګټې او د خپل سر خوندیتوب مهم دی.
Rahmatullah Andar🇦🇫33,095 görüntüleme • 5 gün önce

دا څوک دی چې یې کټ ته دومره ډېرې اوږې راغلې دا څوک دی چې هر څوک یـــې جنازه اخلي او ژاړي
Rahmatullah Andar🇦🇫15,539 görüntüleme • 15 gün önce

په هلمند کې د لښکرګاه اړوند زمري کلا سیمه کې طالبان د عامو خلکو کورنه نړوي او ځمکې یې د شهیدانو په نامه ویشي، خو د سیمي سپینږیري او مشران یې نه ورسره مني، ځکه هغوی دغه ځمکې خپل ملکیت ګڼي. ویل کېږي چې طالبانو له تاوتریخوالي کار اخیستی دی، عام خلک یې وهلي او ټپیان کړي او تقریباً ۳۰ تنه یې بندیان کړي دي.
Rahmatullah Andar🇦🇫18,668 görüntüleme • 26 gün önce

د امیرزاده صیب یې کور ودان، ښه روښانه خبره یې کړي ده.
Rahmatullah Andar🇦🇫15,872 görüntüleme • 23 gün önce

د سپین بولدک ویډیو پخوانۍ وه، هغه پوسټ مې ډیلیټ کړ. پر ځای یې د خلیفه صیب دین محمد ملغلرې(!) واورئ. …ټوله شپه یې سا بنده کړي او خر یې په هوا کړی… باید په یاد ولرئ چې خلیفه صیب د علماوو د شورا رئیس او د ډېرو طالبمشرانو پیر دی، ځکه یې څوک نه په خرافاتو او خزعبلاتو اعتراض کوي او نه یې مخالفت کولای شي.
Rahmatullah Andar🇦🇫28,212 görüntüleme • 2 ay önce

حماسي صیب په لسان الحال خرافات وایې او خلیفه صیب دین محمد یې په لسان القال وایې. په خپل مزخرف چورت یې د لسان الحال نوم ایښی دی. یوې خوا ته یې په ۲۱مه پېړۍ او د عصري ټیکنالوژې په دې چټک پېر کې عصري علوم مباح کړي، د هېواد پر نیمایې نفوس یې د زده کړو او کار دروازه تړلي، پر منبر کرۍ ورځ خرافات وایې او بلې خوا ته بیا د اسلامي امت تېر برم او عظمت غواړي. اسلامي امت د علم، پوهي او سیاسي بصیرت په مټ د اموي، عباسي او عثماني خلافتونو په څېر سترو واکمنیو ته رسېدلي و او تاسې بیا د جهالت په مټ د خلافت او اسلامي امت د عظمت چورتونه وهئ.
Rahmatullah Andar🇦🇫15,011 görüntüleme • 1 ay önce

ملا هبة الله اخوند یې دریځ ته په داسې صفاتو را وبلل چې انانسر د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو نومونو سره دومره صفات نه دي یاد کړي. تقریباً دوه دقیقې یې مخ پټی امیر چې ولس یې په وجود اوعدم کې لا هم شکمن دی، په داسې صفاتو وستایل چې د هغه په عملي ژوند کې یا بېخې نه او یا ډېر لږ لیدل کېږي. زه دې ته هک پک شوم چې لږ تر لږه خپله ملا هبة الله اخوند هم دغسې بې ځایه ستاینه مکروه ونه ګڼله او نه یې د تقوا خلاف عمل وبلل، په داسې حال کې چې د مداحي او چاپلوسي په مذمت کې صحیح او صریح احادیث راغلي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اذا رأيتم المداحين فاحثوا في وجوههم التراب/ کله چې تاسې چاپلوسان ووینئ، نو خاورې یې پر مخ وشیندئ. رواه مسلم. له ابو معمر رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې: «قامَ رَجُلٌ يُثْنِي عَلَى أَمِيرٍ مِنَ الأُمَرَاءِ ، فَجَعَلَ الْمِقْدَادُ يَحْثِي عَلَيْهِ التُّرَابَ ، وَقَالَ : أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ نَحْثِيَ فِي وُجُوهِ الْمَدَّاحِينَ التُّرَابَ.» رواه مسلم. یو سړی د یو امیر ستاینه کوله، نو مقداد رضي الله عنه پرې خاورې شيندلې او ویې ویل: رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی چې د چاپلوسانو پر مخ خاورې وشیندو. تاسې ویډیو واورئ، له تعصب او مخالفت پرته ووایاست چې کوم صفات په ملا هبة الله اخوند کې شته، سره له دې چې د هغه هویت هم په بشپړ ډول مالوم نه دی. انانسر ملا هبة الله اخوند د څوارلسم قرن مجدد بللی، تاسې پوهیږئ چې مجدد چا ته ویل کېږي؟ د "تجدید" اصطلاح په حقیقت کې د نبي کریم ﷺ له دې حدیث څخه اخيستل شوې ده: «إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا.» الله تعالی د دې امت لپاره د هرې سلیزې په سر کې یو څوک رالېږي/پیدا کوي، چې د دوی دین تجديد کړي. تجدید په دې مانا چې دین بېرته هغه حالت ته ستون کړي څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې و، که د وخت په تېرېدو په ناسم ډول تفسیر شوی او تعبیر شوی وي، بېرته یې اصلي حالت ته وګرځوي. په اسلامي امت کې هغو علماوو ته چې غوره تصنیفات یې کړي، په دین کې یې د بدعاتو او خرافاتو مخنیوی کړی، د مجدد لقب کار شوی دی. د بېلګې په توګه امام حسن بصري، امام شافعي، امام بخاري، امام غزالي، امام فخرالدین رازي رحمهم الله ته د مجدد لقب کار شوی دی. په څوارلسمه پېړۍ کې شیخ محمد ناصرالدین الباني او شیخ محمد الغزالي رحمهما الله ته هم د مجدد لقب کاریدلی دی. شيخ محمد ناصر الدين الباني تقریباً ۱۱۲ کتابونه تصنیف، تألیف او تحقیق کړي دي. شیخ محمد الغزالي تقریباً تر ۵۰ ډېر کتابونه تصنیف کړي دي. موږ خو تر اوسه د ملا هبة الله اخوند کوم تصنیف نه دی لیدلی؛ نو مجدد په کوم دلیل ورته ویل کېږي؟ البته که تجدید په لفظي مانا واخلو؛ نو بیا امکان لري چې مجدد ورته وویل شي، ځکه په نجونو یې تعلیم حرام کړی، د نورې ټولي اسلامي نړۍ په خلاف یې دغه یو تجدید په دین کې کړی دی. د عصر ستر مفسر او محدث ورته ویل شوي، په داسې حال کې چې نه په تفسر او نه په احادیثو کې د یادوني وړ تصنیف لري. د اسلام ستر فاتح، امام المسلمین او امام المجاهدین، د امت د بقاء او پرمختګ هستي بلل شوی، خو اسلامي امت څه چې، د افغانستان ملت هم تر اوسه دغه هستي په سترګو نه دی لیدلي.
Rahmatullah Andar🇦🇫130,999 görüntüleme • 1 yıl önce

محسن داوړ صیب ډېره سپینه خبره وکړه! هغه وایې چې TTP د افغان طالبانو تر لاس لاندې کار کوي او افغان طالبان د پاکستان تر کنترول لاندې دي، د هغوی کورنۍ، تجارتونه او شتمنۍ په پاکستان کې دي، په دې مانا چې په حقیقت کې روانه جګړه پاکستان جوړه کړي ده. داوړ صیب زیاتوي: طالبان په دې پوهېږي چې افغانستان یې د دایمي ټیکاو ځای نه دی، که سبا له کومې ستونزې سره مخ کېږي، بېرته به د سر خوندیتوب لپاره پاکستان ته راځې.
Rahmatullah Andar🇦🇫149,638 görüntüleme • 1 yıl önce

ماه رنګ بلوچ د خپل مظلوم ولس لپاره د ریښتېنی مبارزي سپېڅلی نوم دی. د هغې د سپېڅلې او مؤثري مبارز پر وړاندې پاکستانې ریاست له وحشت او بربریت پرته بله لار نه لرله، ځکه یې عمري قیدا سزا ورته واوروله. هلته نور ډېر شمله ور ګرځي، د سیاسي مبارزې اوږده مخینه لري، خو د پاکستانې ریاست د سترګو خار نه دي او نه یې کوم اغېز شته او نه ورته څوک سزا ورکوي. سل ولاړ ډنډونه دې لوگی له هغه څاڅکي شي هغه چې د سيند لمنه نيسي سمندر ته ځي د ازادۍ دا رسا غږ به یوه نه، یوه ورځ بریالی کېږي او هر جبر او ستم ته به د پای ټکی ږدي.
Rahmatullah Andar🇦🇫10,746 görüntüleme • 1 ay önce

ځوان خلیفه صیب دین محمد. تېر ځل یې خوب بیان کړی و او دا ځل واقعیت بیانوي.
Rahmatullah Andar🇦🇫27,750 görüntüleme • 3 ay önce

دا زموږ د وطن حال دي. مخ پټو نظامیانو له دې امله چې غیر اخلاقي غوښتنه یې نه ده منل شوي، په غزني ولایت کې د یوې کورنۍ انګړ ته لاسي بمونه ور اچولي. په وطن کې یوازې طالب په امن دی، نور خلک له دغسې لنډغریو سره مخ دي. د طالبانو په محکمو کې یې څوک غږ هم نه اوري. له یوې مظلومې کورنۍ سره د مرستې په خاطر دا پوسټ در سره شېر کړئ.
Rahmatullah Andar🇦🇫11,511 görüntüleme • 1 ay önce

خلیفه صیب مبالغه کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مبارک حدیث شریف یې له یاده وتلی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “ابغوني الضُّعفاءَ، فإنَّما تُرزَقونَ وتُنصَرونَ بضُعفائِكُم” ابوداود، ترمذي او نسائي دری واړو روایت کړی دی. ما ته کمزوري او فقیران را وغواړئ، ځکه تاسې ته رزق هم د دوی له امله درکول کېږي او مرسته هم د دوی له امله در سره کېږي.
Rahmatullah Andar🇦🇫26,809 görüntüleme • 3 ay önce
0:43
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

په دغسې وحشت او تنګ نظري نظام نه جوړېږي. له دي خلکو د نظام جوړولو او سیاسي ثبات تمه، د ط ټکی دی.
Rahmatullah Andar🇦🇫10,130 görüntüleme • 1 ay önce

طالب یوې خوا ته له افغانو نجونو او ښځو د ستر او عورت په نامه ټول حقوق تروړلي او بلې خوا ته له بهرنیو ښځو سره ګډ غومبر وهي، نه ستر شته او نه عورت. د طالبانو په دې ډله کې دوه تنه مسؤلان هم شته چې یو یې منیر نومېږي په هوایې ډګر کې د بهرنیو میلمنو د ښه راغلاست مسؤل دی او بل یې سالارزی نومېږي د کورنیو چارو په وزارت کې دنده لري. که د ښځو په وړاندي رښتیا هم طالبان حساس وي او د ښځو تعلیم او کار د ټولنې په زیان بولي حتی غږ یې هم عورت بولي؛ نو له بهرنیو ښځو سره دغسې غومبر او ازادي څه مانا؟ تاسې یې پوښتنو ته ځېر شئ، څنګه پوښتنې ورڅخه کوي.
Rahmatullah Andar🇦🇫89,687 görüntüleme • 1 yıl önce

شیخ صاحب عزیز الله مظهري ډېره سپینه وینا کړي. هغه په دې اعتراف کوي چې لا هم په افغانستان کې داسې مجتهد عالم نه شته چې په دیني مسالو کې د عوامو او علماوو وروستۍ مرجع وي او د نه شتون بده پایله یې دا ده چې موږ په یوه وړه مسله کې هم اتفاق ته نه رسېږو… خو زما په اند اجتهادي مسايل په هر عصر کې اختلافي یې حتی د استاذ او شاګردانو تر منځ یې هم اتفاق نه وي، امام ابو حنیفه رحمه الله او مشهور شاګردان یې امام ابو سف او امام محمد رحمهم الله هم په ډېرو مسایلو کې یو له بل سره اختلاف کړی دی. اصلي ستونزه دا ده چې اوس په اجتهادي مسایلو کې اختلاف د بې احترامي، نفاق او شقاق تر کچې رسېږي. که موږ زغم او تحمل ولرو، په اجتهادي مسایلو کې اختلاف ته د فرعي اختلاف په سترګه وګورو، له تعصب فی المذهب څخه لاس واخلو مسله حل کېږي، خو له بده بخته ملاهبة الله اخوند ته اوس هم حق مذهب یواځې حنفي مذهب ښکارېږي، علم یواځې په مدرسه کې ویني او دیني تفسیر او تعبیر یې یواځې له دیوبنده سرچینه اخلي. نو چې امیر دغسې وي، له مامورینو به یې څه ګیله وي. داسې ښکارې چې ملاهبة الله اخوند به د بهرنیو او کورنیو فشارونو په نتیجه کې له خپل دریځه واوړي او یا به …
Rahmatullah Andar🇦🇫25,214 görüntüleme • 3 ay önce