
Rahmatullah Andar🇦🇫
@RahmatAndar1 • 262,172 subscribers
Ex-Religious Affairs Director & Religious Affairs Adviser & Spokesperson @NSCAfghan | Writer. زما خبرې حقیقت نه دی، حقیقت دا دی چې زه خبرې لرم
Shorts
Videos

دا ورور وایې چې دا شاید زما اخیرې ویډیو یې… دا سړی خپله شکنجه، بندیخانه او حتی مرګ په خپلو سترګو ویني، خو روان وضعیت نور نه شي زغملای. تاسې یې خبرې واورئ، څومره غریو نیولی دی!!؟ طالبان به سبا وایې چې دا ناروغ و، یا به کومه بله ټاپه پرې لګوي، خو حقیقت بیا هم نه بدلیږي که د روغ په خوله وویل شي او که د ناروغ.
Rahmatullah Andar🇦🇫32,728 次观看 • 18 天前

تاسې دا ویډیوګانې او عکسونه وګورئ! ایا موږ رښتیا د دي حالت بدیل نه لرو؟ که په واقعیت کې یې هم نه لرو؛ نو بیا د پنځه زره کلن تاریخ، مېړاني، افغانیت، شجاعت او غیرت دعوي مو تشي باټې دي. او که د دي حالت بدیل لرو او بدلون نه غواړو، بیا نو ویښ وجدان او پاک ضمیر نه لرو او نه د کوم ملت او وطن په تار ګنډلی تړون لرو، بلکې هر سړي ته یوازې خپلي شخصي ګټې او د خپل سر خوندیتوب مهم دی.
Rahmatullah Andar🇦🇫33,544 次观看 • 1 个月前

شاهد افریدی باید په پاکستان له چا سره کمپرومایز /جوړجاړی ونه کړي. ځکه پاکستان افریدي ته نوم، حیثیت، شتمنې او هویت ورکړي، خو هر پښتون دا خبره نه شي کولای او نه یې باید وکړي، ځکه پاکستان عامو پښتنو ته شکنجې، بندیخاني او ذلت ورکړی دی. افریدی دي همدا نن د خپل ولس او خلکو لپاره د هغوی حقوق له پنجابي ریاسته وغواړي، چې له ده سره څه کېږي.
Rahmatullah Andar🇦🇫25,689 次观看 • 1 个月前

ملا هبة الله اخوند یې دریځ ته په داسې صفاتو را وبلل چې انانسر د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو نومونو سره دومره صفات نه دي یاد کړي. تقریباً دوه دقیقې یې مخ پټی امیر چې ولس یې په وجود اوعدم کې لا هم شکمن دی، په داسې صفاتو وستایل چې د هغه په عملي ژوند کې یا بېخې نه او یا ډېر لږ لیدل کېږي. زه دې ته هک پک شوم چې لږ تر لږه خپله ملا هبة الله اخوند هم دغسې بې ځایه ستاینه مکروه ونه ګڼله او نه یې د تقوا خلاف عمل وبلل، په داسې حال کې چې د مداحي او چاپلوسي په مذمت کې صحیح او صریح احادیث راغلي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اذا رأيتم المداحين فاحثوا في وجوههم التراب/ کله چې تاسې چاپلوسان ووینئ، نو خاورې یې پر مخ وشیندئ. رواه مسلم. له ابو معمر رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې: «قامَ رَجُلٌ يُثْنِي عَلَى أَمِيرٍ مِنَ الأُمَرَاءِ ، فَجَعَلَ الْمِقْدَادُ يَحْثِي عَلَيْهِ التُّرَابَ ، وَقَالَ : أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ نَحْثِيَ فِي وُجُوهِ الْمَدَّاحِينَ التُّرَابَ.» رواه مسلم. یو سړی د یو امیر ستاینه کوله، نو مقداد رضي الله عنه پرې خاورې شيندلې او ویې ویل: رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی چې د چاپلوسانو پر مخ خاورې وشیندو. تاسې ویډیو واورئ، له تعصب او مخالفت پرته ووایاست چې کوم صفات په ملا هبة الله اخوند کې شته، سره له دې چې د هغه هویت هم په بشپړ ډول مالوم نه دی. انانسر ملا هبة الله اخوند د څوارلسم قرن مجدد بللی، تاسې پوهیږئ چې مجدد چا ته ویل کېږي؟ د "تجدید" اصطلاح په حقیقت کې د نبي کریم ﷺ له دې حدیث څخه اخيستل شوې ده: «إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا.» الله تعالی د دې امت لپاره د هرې سلیزې په سر کې یو څوک رالېږي/پیدا کوي، چې د دوی دین تجديد کړي. تجدید په دې مانا چې دین بېرته هغه حالت ته ستون کړي څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې و، که د وخت په تېرېدو په ناسم ډول تفسیر شوی او تعبیر شوی وي، بېرته یې اصلي حالت ته وګرځوي. په اسلامي امت کې هغو علماوو ته چې غوره تصنیفات یې کړي، په دین کې یې د بدعاتو او خرافاتو مخنیوی کړی، د مجدد لقب کار شوی دی. د بېلګې په توګه امام حسن بصري، امام شافعي، امام بخاري، امام غزالي، امام فخرالدین رازي رحمهم الله ته د مجدد لقب کار شوی دی. په څوارلسمه پېړۍ کې شیخ محمد ناصرالدین الباني او شیخ محمد الغزالي رحمهما الله ته هم د مجدد لقب کاریدلی دی. شيخ محمد ناصر الدين الباني تقریباً ۱۱۲ کتابونه تصنیف، تألیف او تحقیق کړي دي. شیخ محمد الغزالي تقریباً تر ۵۰ ډېر کتابونه تصنیف کړي دي. موږ خو تر اوسه د ملا هبة الله اخوند کوم تصنیف نه دی لیدلی؛ نو مجدد په کوم دلیل ورته ویل کېږي؟ البته که تجدید په لفظي مانا واخلو؛ نو بیا امکان لري چې مجدد ورته وویل شي، ځکه په نجونو یې تعلیم حرام کړی، د نورې ټولي اسلامي نړۍ په خلاف یې دغه یو تجدید په دین کې کړی دی. د عصر ستر مفسر او محدث ورته ویل شوي، په داسې حال کې چې نه په تفسر او نه په احادیثو کې د یادوني وړ تصنیف لري. د اسلام ستر فاتح، امام المسلمین او امام المجاهدین، د امت د بقاء او پرمختګ هستي بلل شوی، خو اسلامي امت څه چې، د افغانستان ملت هم تر اوسه دغه هستي په سترګو نه دی لیدلي.
Rahmatullah Andar🇦🇫131,022 次观看 • 1 年前

محسن داوړ صیب ډېره سپینه خبره وکړه! هغه وایې چې TTP د افغان طالبانو تر لاس لاندې کار کوي او افغان طالبان د پاکستان تر کنترول لاندې دي، د هغوی کورنۍ، تجارتونه او شتمنۍ په پاکستان کې دي، په دې مانا چې په حقیقت کې روانه جګړه پاکستان جوړه کړي ده. داوړ صیب زیاتوي: طالبان په دې پوهېږي چې افغانستان یې د دایمي ټیکاو ځای نه دی، که سبا له کومې ستونزې سره مخ کېږي، بېرته به د سر خوندیتوب لپاره پاکستان ته راځې.
Rahmatullah Andar🇦🇫149,652 次观看 • 1 年前

زما په اند بې سواده هغه نه دی چې په ټکې نه یې ککړ، بلکې هر مسلک او هره څانګه خپل بې سودان لري. تاسې دا ویډیو واورئ او د سیاسي شنونکي چټیات مخکې له مارته او وروسته له مارته سره پرتله کړئ. ځیني فکر کوي چې په ږیره پرېښودلو، پټکي او خولۍ سړی طالب کېږي او په لوڅ سر او دریشي له طالبي وځي.
Rahmatullah Andar🇦🇫11,581 次观看 • 1 个月前

د سپین بولدک ویډیو پخوانۍ وه، هغه پوسټ مې ډیلیټ کړ. پر ځای یې د خلیفه صیب دین محمد ملغلرې(!) واورئ. …ټوله شپه یې سا بنده کړي او خر یې په هوا کړی… باید په یاد ولرئ چې خلیفه صیب د علماوو د شورا رئیس او د ډېرو طالبمشرانو پیر دی، ځکه یې څوک نه په خرافاتو او خزعبلاتو اعتراض کوي او نه یې مخالفت کولای شي.
Rahmatullah Andar🇦🇫28,414 次观看 • 3 个月前

په هلمند کې د لښکرګاه اړوند زمري کلا سیمه کې طالبان د عامو خلکو کورنه نړوي او ځمکې یې د شهیدانو په نامه ویشي، خو د سیمي سپینږیري او مشران یې نه ورسره مني، ځکه هغوی دغه ځمکې خپل ملکیت ګڼي. ویل کېږي چې طالبانو له تاوتریخوالي کار اخیستی دی، عام خلک یې وهلي او ټپیان کړي او تقریباً ۳۰ تنه یې بندیان کړي دي.
Rahmatullah Andar🇦🇫18,668 次观看 • 2 个月前

طالب یوې خوا ته له افغانو نجونو او ښځو د ستر او عورت په نامه ټول حقوق تروړلي او بلې خوا ته له بهرنیو ښځو سره ګډ غومبر وهي، نه ستر شته او نه عورت. د طالبانو په دې ډله کې دوه تنه مسؤلان هم شته چې یو یې منیر نومېږي په هوایې ډګر کې د بهرنیو میلمنو د ښه راغلاست مسؤل دی او بل یې سالارزی نومېږي د کورنیو چارو په وزارت کې دنده لري. که د ښځو په وړاندي رښتیا هم طالبان حساس وي او د ښځو تعلیم او کار د ټولنې په زیان بولي حتی غږ یې هم عورت بولي؛ نو له بهرنیو ښځو سره دغسې غومبر او ازادي څه مانا؟ تاسې یې پوښتنو ته ځېر شئ، څنګه پوښتنې ورڅخه کوي.
Rahmatullah Andar🇦🇫89,695 次观看 • 1 年前

طالبان په خپل رژیم کې د مقرري لپاره دری معیارونه لري: کندهاریتوب، ښه ځواني/ښایست او واسطه. شاعر له لهجې وردګ مالومېږي او وردګ طالبانو ته یې پېغور ورکړی چې د ملا هبة الله اخوند په رژیم کې ستاسې دنده یواځې د قره ولونو ساتنه ده، د ریاست خوبونه مه وینئ… دغه معیارونه د طالبانو په رژیم کې ډېر ښکاره دي، خو څوک پرې د انتقاد جرئت نه لري، دغه طالب هم کشر دی، د خپلې خبرې او انتقاد په اهمیت نه پوهېږي چې څه وایې، که دغه خبره لږ داسې مطرح چا کړي وای اوس به خامخا د تورو تمبو شاته پروت و. د طالبانو په لیکو کې اخلاقي انحطاط ورځ تر بلي زیاتېږي، دوی فکر کوي چې په هر څه د دین نوم کېښودل شي؛ نو نور خلک به هم دین ورته وایې، هیڅ نیوکه او اعتراض به نه کوي. دا دوهمه ویډیو یې د اخلاقي انحطاط بله بېلګه ده، له دې کشر طالب څخه ویډیو اخیستل څه مانا لري او هغه خندول څه مانا لري او بیا له ویډیو سره نغمې ثبتول او په خواله رسنیو خپرول څه مانا لري؟ ایا دغسې ترانه او بکګروانډ به د ټولنې اخلاق لوړ کړي او که به په ټولنه کې فحشاء او فساد خپور کړي؟
Rahmatullah Andar🇦🇫72,457 次观看 • 1 年前

خلیفه صیب مبالغه کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مبارک حدیث شریف یې له یاده وتلی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “ابغوني الضُّعفاءَ، فإنَّما تُرزَقونَ وتُنصَرونَ بضُعفائِكُم” ابوداود، ترمذي او نسائي دری واړو روایت کړی دی. ما ته کمزوري او فقیران را وغواړئ، ځکه تاسې ته رزق هم د دوی له امله درکول کېږي او مرسته هم د دوی له امله در سره کېږي.
Rahmatullah Andar🇦🇫26,809 次观看 • 5 个月前