
Abdullah Raihan
@Raihan_093 • 87,055 subscribers
Journalist & Author
Shorts
Videos

پر مونږ به ولې د کاڼو باران نه کیږي! د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ د بیشکند کلي یوه مور او د هغې زوی، د خپل خاوند او د هغه د دوهمې ښځې له لوري اووه کاله په یوې تنګې، تیاره او تړلې خونې کې بندیان ساتل شوي وو. نن، له اووه کلن عذابه وروسته، د امنیتي ځواکونو له لوري وژغورل شول او د درملنې لپاره د رستاق ولسوالۍ روغتون ته ولیږدول شول.
Abdullah Raihan43,364 views • 13 days ago

د کابل بره کي څلورلارې او د ولایت مقام مخې ته د هوایي پلونو د جوړولو چارې تر ۷۰ سلنې پورې بشپړې شوې دي چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په کابل ښار کې د نورو هوایي پلونو د جوړولو طرحې هم تر کار لاندې دي، د دغو پروژو په بشپړیدو سره به نه یوازې ترافیکي ګڼهګوڼه کمه شي، بلکې د ښار ښکلا او ښاري نظم به هم لا پیاوړی شي. د کابل ټول سړکونه او لارې به په تدریجي ډول په معیاري بڼه ورغول شي، سربیره پر دې د ښار د ښکلا او پرمختګ لپاره یو شمیر نورې مهمې پروژې هم په پام کې نیول شوې دي، چې په بشپړیدو سره به کابل د نړی د پرمختللو پلازمینو په کتار کې خپل ځانګړی ځای ومومي. چا ویل چې وطن نه جوړیږي؟
Abdullah Raihan11,186 views • 8 days ago

خليفه صاحب د شاپور ځدراڼ کورنۍ ته: که ستاسې خوږمن زړونه په ما ښه کیږي موږ ستاسې په خدمت کې یو او د هر ډول همکاري ډاډ درکوو. د شاهپور مړینه د ټول وطن غم دی، په دې مصيبت او غم کې موږ درسره شریک یو، یوازې مو نه بولو. شاهپور چې په خپل ژوند کې کومې اتلولۍ او افتخارات هېواد ته وربښلي دي، ټول ولس یې تر احسان لاندې دی، الله جل جلاله دې په جنت کې اعلی مقام ورکړي او کورنۍ ته یې صبر جمیل غواړم.
Abdullah Raihan15,879 views • 15 days ago

This year, one million trees are planned to be planted in Kabul. If everyone plants just one tree in front of their home, millions of trees could be planted across the city. This simple step would make Kabul greener and help create a cleaner, healthier environment for everyone. 🌱🌳 Who is ready to take part in this initiative?
Abdullah Raihan64,068 views • 3 months ago

د کورنیو چارو وزارت د شرطې لپاره نوی قانون منظور شو هغه کې د ټولو لپاره خپل مسؤلیتونه او سزاګانې معلومې دي. کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا تکراره وي چې د شخصي کسانو ساتونکي له دولتي او نظامي لباس څخه استفاده نشي کولاى او خبرداری ئې ورکړی چې سرغړوونکي کسان به له قانوني چلند سره مخ شي.
Abdullah Raihan19,044 views • 1 month ago

بلاخره ستاسو انتظار پای ته ورسید! دادې اتل شهید ملا سنګین فاتح بشپړ مستند دی، تر پایه ووګورئ یو لوی تاریخ او درس پکې پروت دی. زمونږ ددې اتلانو تاریخونه او کارنامې د هیواد فرد فرد وګړي ته باید ورسیږي تر څو دوی پوی شي چې اسلامي نظام او ازادي څومره قیمتي ده او مونږ یې په وړاندې څنګه د سر سړي بایللي. #MullahSangeenFatih
Abdullah Raihan160,941 views • 1 year ago

د شهید جمال الدین سره د خلیفه صاحب او شهید حافظ بدرالدین د وداع شیبې! شهید جمال الدین په مېړانه، جرأت او زیرکتیا کې دده تر ظاهري عمره ډېر پوخ و دې ويډیو کې شهید حافظ بدرالدین او خلیفه صیب له ده سره خدای پامانی کوي او هغه ماموریت ته روانيږي چې هغسې شرایطو کې یې ارادې هم ډېره مېړانه غوښته. د داسې پيچلو عملیاتو لپاره د نفوذ او لارو چارو حیرانوونکې نقشې د شهید حافظ بدرالدین د نظامي او استخباراتي نبوغ ښکارندویي کوله. شهید جمال الدین د هغه وخت د یوه بهرني مشر د ترور په نیت استول کيږي، خو هغه ورځ هدف شوې غونډې ته نوموړی نه حاضريږي او شهید جمال الدین نه بریالی کيږي. لا هم دی همغسې د استشهاد ډګر ته بې قراره و تر هغه چې د خپل مدبر لارښود شهید حافظ بدرالدین سره یو ځای په ۲۰۱۲ کال کې د یرغلګرو ډرون برید کې شهید کړی شو. دا عهدونه تر شهادت او یا نصرت نه ماتېږي. شهید حافظ بدرالدین لسګونه استشهادیان داسې مغلقو او بریالیو عملیاتو ته چمتو او سوق کړي وو چې څرنګوالي یې دښمن حیران او سربداله کوه. په همدې لړ کې یوځل شهید جمال الدین پوره یو کال د اربکیانو د هغې ډلې ظاهري ملګری شوی وو چې د بګرام هوايي اډې د کانټينرونو انتقالات او تنظیمات یې کول، دی د یوې طرحې په اساس نفوذي شو او بلاخره هوډ وو چې له بارود ډک کانټینر د چاودنې په موخه بګرام ته دننه کړي؛ خو هغه ماموریت یې هم د ځینو تاکتيکي ستونزو له کبله ترسره نه شو. د شهید حافظ بدرالدین له نوم یادېدو سره دا وصف وصل وو چې ان شاالله دښمن هيڅ ځای کې مصئون نه دی ځکه شهید حافظ د دښمن هغه ريښو ته هم نفوذ او پرې برید کړی وو چې هغوی به فکر کوه هلته فوق العاده امنیتي او استخباراتي پوښښ لري. دې ویډیو کې د عطف ټکی د ټولو پر شونډو مسکا او په څیرو کې د الهي لارې د ذوق موجونه دي، هغه استشهادیان به چې له الهي توکل وروسته د خلیفه صاحب له شخصیت او ویناو متاثره او د شهید حافظ بدرالدین پر مظبوطو تاکتیکونو ډاډه ول نو عجیب مطمین حالت به یې خپل کړی وو؛ او تل به یې د وداع شیبې د یو خوږ وصل هغسې ماحول درلود. دا صحنه عجیبه ښکاري خو کله چې د عقیدې په لاره کې د واقعي مینې اوج ته ورسېږې دا درته ډېرې عادي برېښي.
Abdullah Raihan140,219 views • 1 year ago

سبحان الله دا خبرې له فتحې مخکې ثبت شوې دي خلیفه صیب هغه وخت د مخابرې له لارې مجاهدینو ته هدایت ورکول، یادې خبرې رپیټر کې اوریدل کیدلې چې په یو وخت شلو ولایتونو کې مجا هدین ورته غوږ وه. ټولې داسې خبرې ورته کړې ته به وایي یو څوک مخکې نه هر څه نه خبر وي، بیشکه چې الله امار.ت نه فتحه مبینه ورنصیب کړه. رب دې دا نظام تر اخره محکم او ثابت قدمه لري.
Abdullah Raihan27,628 views • 3 months ago

شاوخوا ۱۵ کاله مخکې! دا ۲۰۰۹ کال وو، خلیفه صاحب له خپلو ملګرو سره د استشهادیانو له یو مرکز څخه لیدنه کوي؛ هغوی ته د الهي توکل انګیزه ورکوي او د مایوسۍ او ګمراهۍ څخه جمعي پناه غواړي. په دې خبرو کې پر الهي توکل د ایمان اوج محسوسوی شئ. دا پياوړي ګامونه او تاریخي ویناوې باید ښکاره او د زرین تاریخ محتوا وګرځي.
Abdullah Raihan102,531 views • 1 year ago

ډیره پخوانۍ ویډیو ده، یو چا رالیږله… کله مې چې وکتله زړه مې ټوټې ټوټې شو، په دې ویډیو کې چې کومې څهرې ښکاري، اکثره ملګري مې نن د خاورو لاندې ویده دي، یوازې دوه درې تنه لا تر اوسه ژوندي پاتې یوو، هره موسکا، هره خبره او هره شیبه یې اوس د درد یو اوږد داستان ښکاري. پدې ورځ د خوست صحراباغ پر امریکایي اډه، ولایت او قومندانۍ باندې د لویو استشهادي عملیاتو ورځ وه. ۲۶ تنه استشهادیان د قربانۍ لپاره تیار ولاړ وو، دلته مو وروستۍ خدای پاماني اخیسته، داسې خدای پاماني چې بیا هیڅکله خپلو ملګرو ته راستانه نه شول. مونږ د فرضي کرښې ترڅنګ د کوچیانو په خیمو کې څو شپې تیرې کړې وې، څو خپل ټاکلی پلان عملي کړو. هغو بېوزلو کوچیانو په خپلو خیمو او اطاقونو کې ځای راکړی وو، د مسؤلینو په ګډون لسګونه تنه هلته درې شپې دیره وو، شهید حافظ بدرالدین، شهید مولوي نور قاسم او شهید قاري معراج چې د عملیاتو مشري او مسؤلیت یې پر غاړه و، هم راسره موجود وو. نن چې د هغوی نومونه اخلم، سترګې مې له اوښکو ډکې شي. لومړۍ ډله استشهادیان په دعاوو او اوښکو رخصت شول، دوهمه ډله لا د تګ په حال کې وه چې امریکایي بې پیلوټه الوتکو زمونږ ځای کشف کړ، ناڅاپه بمبار پیل شو… څو تنه ګلالي، معصوم او له ارمانونو ډک ځوانان په وینو کې ولمبیدل او شهیدان شول، د شپې مو بل کلي ته پناه یوړه مونږ لا د روژه ماتې څو ګولې ډوډۍ خولې ته نه وه وړې چې بګنو بیا بمبار وکړ هغه شپه هم څو تنه مسؤلین او رهبران شهیدان شول. ځینې ملګري په خوست بازار کې ونیول شول، ځینې د بمبارونو ښکار شول، یوازې د صحراباغ پر اډه عملیات بریالي شول چې هغه همدا ډله ملګري وو، دوی د امریکایانو تر ځالې ورسیدل، تر وروستي سلګۍ پورې وجنګیدل او بالاخره ټول یو په بل پسې شهیدان شول. نن چې دا ویډیو ګورم، داسې احساس کوم لکه د ژوند یوه ټوله زمانه مې چې د سترګو مخې ته تیره شوې وي، هغه ملګري، هغه خنداګانې، هغه دعاوې، هغه وروستۍ غیږې… ټول اوس یوازې تش یادونه پاتې دي. الله دې ټول شهیدان د جنت په لوړو مقامونو ونازوي او مونږ دې رب ددې وینو ته امانتدار لري. لارې ته ګورئ څو زړه پلونه په وینو رنګ دي تورې هغوی وکړې موږ هسې په تیاره راغلو
Abdullah Raihan15,227 views • 2 months ago

هغه څوک به تل یادیږي چې د ملت د راتلونکي لپاره یې رښتینی کار کړی وي.
Abdullah Raihan11,776 views • 1 month ago

د خلیفه صاحب د کورنۍ د لسګونو شهیدانو د شهادت واقعې چې وګورو نو دا ارمان به د هر مسلمان شي چې د شهادت داسې سعادت یې کاش نصیب شي قدرمن ملابرادر اخوند د شهید حقاني د فاتحې په مراسمو کې د شهید سره د وروستي دیدن واقعه بیانوي “دا ځل مې چې ولید نو تر څنګ مې خورا خاموشه ناست و او ذکر یې کوه او بلاخره په اخر کې یې بیا هم د یو مریض د لیدو او عیادت وړاندیز راته وکړ” ملا برادر اخوند ټولو ته په صراحت سره وویل چې د ګنګوسو او تبلیغاتو پروا دې نه کوي او دی ټولو ته ډاډ ورکوي چې د مشرانو تر منځ نهايي خلوص او مینه موجوده ده. “زه خپله د داسې مشرانو په لیدو ډېر زیات د خوښۍ احساس کوم له زړه ورته درناوی حس کوم”
Abdullah Raihan70,274 views • 1 year ago

هغه کابل چې لوټې لوټې او کنډر کنډر شو، خو اشغال ته یې ماته ونه منله، نن بیا د جوړېدو او پرمختګ پر لور ګامونه پورته شوي، په هره کوڅه کې د بدلون نښې ښکاري او هره لار یۍ د معیاري جوړونې په حال کې ده. اوس مهال په لسګونو سړکونو د بیا رغونې چارې روانې دي، موخه دا ده چې په راتلونکو دریو کلونو کې د کابل هېڅ لار او کوڅه خامه پاتې نه شي. هو ! کابل د ویاړونو ښار دی، دا ښار هر ځل له کنډوالو راولاړ شوی، خپل هویت یې ساتلی او خپلو خلکو ته یې امید بښلی. نن یې حق دی چې هر دیوال او لار یې په رنګینو او ښایستونو وپوښل شي. د #کابل دشت برچي تازه رغول شوی سړک
Abdullah Raihan68,361 views • 1 year ago

ما څو ورځې وړاندې د شیخ محمد هاشم الطاهري صاحب لیدنه وکړه، چې یو افغان عالم دی او په کویټ هېواد کې مېشت دی. هغه د خپل ملاقات د تأثراتو له جملې څخه د ورور تاجمیر په اړه وویل: «ما په خپل ژوند کې له دوو کسانو څخه زیات د الله تعالی ذکر کوونکی څوک نه دی لیدلی: شیخ ابن باز رحمه الله او ملا تاجمیر حفظه الله. د هغه ژبه به حتی د خبرو پر مهال هم د الله تعالی په ذکر خوځېده، او دا ځانګړنه مې پرته له شیخ ابن باز رحمه الله بل چاته نه ده لیدلې.» همدارنګه، شیخ الطاهري صاحب د امیر المؤمنین حفظه الله د «عقیده أهل السنة والجماعة» کتاب شرح هم کړې ده، خو کتاب لا تر اوسه نه دی خپور شوی.
Abdullah Raihan12,139 views • 1 month ago

دا چې په غرور ډکه لهجه امریکایانو او هغوی ګوډاګیانو ته خبرې کوي، قاري محمد جواد نومیږي، قاري محمد جواد هغه څوک دی چې د ۲۰۰۲ میلادي کال کې یې کابل کې لومړینی مجاهد وو چې د امریکایانو موټرونو ته ګرنټونه ورواچول نوموړی د یوه افغاني ګوډاګي لخوا هماغه صحنه کې ژوندئ ونیول شو او امریکایانو ته په لاس ورکړل شو. محمد جواد ګونتانامو کې نیږدې ۷ کاله اسیر وو او تر ټولو کشر زنداني بلل کیده بلاخره په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په امر ازاد شو. قاري محمد جواد اوس هم ژوندئ دی، وزارت داخله کې امنیتي سلاکار په توګه خدمت ترسره کوي، د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی دی. #ازادي مونږ ته چا په سوال کې نده راکړې
Abdullah Raihan90,496 views • 2 years ago

Ignoring the Taliban’s Advice Could Bring Dangerous Fate for Pakistan.
Abdullah Raihan21,785 views • 4 months ago