
Abdullah Raihan
@Raihan_093 • 88,338 subscribers
Journalist & Author
Shorts
Videos

د دې ازادۍ تر شا د وینو، قربا.نیو، ستړیاوو او اوږدو مبارزو یو دروند تاریخ پروت دی! کله چې له فتحې مخکې خلیفه صاحب د کندهار او زابل په ولایتونو کې ګرځیده، په لارو کې څو ځله له دښمن سره مخامخ شوی، په سر به یې امریکایي بنګنې ګرځیدې خو د الله تعالی فضل وو چې د دښمن عصري ټیکنالوجي به پرې ړنده وه. دا ویډیو هم له فتحې وړاندې اخیستل شوې ده، خلیفه صاحب، شهید مزمل صیب، حاجي وفا صیب او یو شمیر نورو مشرانو سره کندهار ته سفر کړی، په همدې سفر کې د راتلونکو فتوحاتو په اړه هغه مهال ځینې خبرې او وړاندوینې هم شوې دي او وروسته خلیفه صاحب د مرحوم ملاصاحب د اوسیدو ځای ته تللی دی. دا ویډیو د یوه سخت پړاو ژوندی یاد دی که وخت لرئ ویې ګورئ، بیا به درته روښانه شي چې د دې نظام، دې خاورې او دې ولس لپاره څومره ستړیاوې، دردونه او قربانۍ تیرې شوې دي. #August31مه
Abdullah Raihan15,597 次观看 • 10 天前

خلیف/ه صاحب په خوست کې د یوه ترکي سوداګر له خوا د شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوي روغتون د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ. یاد روغتون کې د لس تنو متخصصو ډاکټرانو پشمول ۶۰ تنه فرسونل کار کوي. د پلان له مخې به ورته روغتونونه د زابل او غزني پشمول څو نورو ولایتونو کې هم جوړ شي.
Abdullah Raihan26,728 次观看 • 24 天前

پر مونږ به ولې د کاڼو باران نه کیږي! د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ د بیشکند کلي یوه مور او د هغې زوی، د خپل خاوند او د هغه د دوهمې ښځې له لوري اووه کاله په یوې تنګې، تیاره او تړلې خونې کې بندیان ساتل شوي وو. نن، له اووه کلن عذابه وروسته، د امنیتي ځواکونو له لوري وژغورل شول او د درملنې لپاره د رستاق ولسوالۍ روغتون ته ولیږدول شول.
Abdullah Raihan43,707 次观看 • 1 个月前

د دغو مظلومو، سوځیدلو شونډو، وچو ستونو او وروستیو اسویلیو پوښتنه به خامخا له مونږ کیږي، غټې تسپې اړول، اوږدې لونګی وهل او ظاهري عبادتونه بسنه نه کوي، که مو بې روزګاره خلکو ته کار پیدا نکړ، که مو د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې نه کړې او که مو د دوی فریاد وا نه ورید، د لوی رب په وړاندې به سخت حساب ورکوو. دا هغه دردمن مسافر دی چې له خپلو څوارلسو ملګرو سره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په هیله له کوره وتلی و، خو د نیمروز په بې پایه دښتو کې لار ترې ورکه شوې وه، له مرګه یوازې څو شیبې مخکې خپلې کورنۍ ته وروستی پیغام کې په ماتېدونکي غږ ویلي: مورې نور له تندې مرم… ټول راته بخښنه وکړئ.💔🥹
Abdullah Raihan29,270 次观看 • 1 个月前

بامیان کې پر یوه لار روان وو، د ماښام لمانځه وخت شو، د یوه لرې پراته کلي په جومات کې د لمانځه لپاره تم شوو، هلته د کلیوالو خلکو له تود هرکلي، اخلاص او مینې سره مخ شوو، د قومي خلکو په خبرو او چلند کې مو د اسلامي نظام له مشرانو سره د زړه له تله مینه او وفاداري ولیدله. دا وطن یو دی، ملت یو دی، درد، مینه او وینه مو شریکه ده، د ولسونو او نظام مسؤلینو ترمنځ دا مینه او ورورولي هغه حقیقت دی چې د وطن دښمنان یې په هیڅ ډول نه شي ماتولی.
Abdullah Raihan11,575 次观看 • 14 天前

This year, one million trees are planned to be planted in Kabul. If everyone plants just one tree in front of their home, millions of trees could be planted across the city. This simple step would make Kabul greener and help create a cleaner, healthier environment for everyone. 🌱🌳 Who is ready to take part in this initiative?
Abdullah Raihan64,311 次观看 • 4 个月前

بلاخره ستاسو انتظار پای ته ورسید! دادې اتل شهید ملا سنګین فاتح بشپړ مستند دی، تر پایه ووګورئ یو لوی تاریخ او درس پکې پروت دی. زمونږ ددې اتلانو تاریخونه او کارنامې د هیواد فرد فرد وګړي ته باید ورسیږي تر څو دوی پوی شي چې اسلامي نظام او ازادي څومره قیمتي ده او مونږ یې په وړاندې څنګه د سر سړي بایللي. #MullahSangeenFatih
Abdullah Raihan163,802 次观看 • 2 年前

دا د ازادۍ ټانګونه دي، هغه ټانګونه چې د افغانانو د ځپلو لپاره راوړل شوي وو، خو نن د امریکا له سفارت څخه د ازادۍ په شعارونو بدرګه راوځي. افغانانو د خپلې خاورې او آزادۍ لپاره سترې قربانۍ ورکړې او اجازه یې ورنه کړه چې هېواد یې د اشغال تر واک لاندې پاتې شي. نننۍ ورځ ځکه په ویاړ او جوش لمانځل کیږي، چې تر شا یې د زرګونو افغانانو قربانۍ پرتې دي.
Abdullah Raihan10,137 次观看 • 26 天前

د شهید جمال الدین سره د خلیفه صاحب او شهید حافظ بدرالدین د وداع شیبې! شهید جمال الدین په مېړانه، جرأت او زیرکتیا کې دده تر ظاهري عمره ډېر پوخ و دې ويډیو کې شهید حافظ بدرالدین او خلیفه صیب له ده سره خدای پامانی کوي او هغه ماموریت ته روانيږي چې هغسې شرایطو کې یې ارادې هم ډېره مېړانه غوښته. د داسې پيچلو عملیاتو لپاره د نفوذ او لارو چارو حیرانوونکې نقشې د شهید حافظ بدرالدین د نظامي او استخباراتي نبوغ ښکارندویي کوله. شهید جمال الدین د هغه وخت د یوه بهرني مشر د ترور په نیت استول کيږي، خو هغه ورځ هدف شوې غونډې ته نوموړی نه حاضريږي او شهید جمال الدین نه بریالی کيږي. لا هم دی همغسې د استشهاد ډګر ته بې قراره و تر هغه چې د خپل مدبر لارښود شهید حافظ بدرالدین سره یو ځای په ۲۰۱۲ کال کې د یرغلګرو ډرون برید کې شهید کړی شو. دا عهدونه تر شهادت او یا نصرت نه ماتېږي. شهید حافظ بدرالدین لسګونه استشهادیان داسې مغلقو او بریالیو عملیاتو ته چمتو او سوق کړي وو چې څرنګوالي یې دښمن حیران او سربداله کوه. په همدې لړ کې یوځل شهید جمال الدین پوره یو کال د اربکیانو د هغې ډلې ظاهري ملګری شوی وو چې د بګرام هوايي اډې د کانټينرونو انتقالات او تنظیمات یې کول، دی د یوې طرحې په اساس نفوذي شو او بلاخره هوډ وو چې له بارود ډک کانټینر د چاودنې په موخه بګرام ته دننه کړي؛ خو هغه ماموریت یې هم د ځینو تاکتيکي ستونزو له کبله ترسره نه شو. د شهید حافظ بدرالدین له نوم یادېدو سره دا وصف وصل وو چې ان شاالله دښمن هيڅ ځای کې مصئون نه دی ځکه شهید حافظ د دښمن هغه ريښو ته هم نفوذ او پرې برید کړی وو چې هغوی به فکر کوه هلته فوق العاده امنیتي او استخباراتي پوښښ لري. دې ویډیو کې د عطف ټکی د ټولو پر شونډو مسکا او په څیرو کې د الهي لارې د ذوق موجونه دي، هغه استشهادیان به چې له الهي توکل وروسته د خلیفه صاحب له شخصیت او ویناو متاثره او د شهید حافظ بدرالدین پر مظبوطو تاکتیکونو ډاډه ول نو عجیب مطمین حالت به یې خپل کړی وو؛ او تل به یې د وداع شیبې د یو خوږ وصل هغسې ماحول درلود. دا صحنه عجیبه ښکاري خو کله چې د عقیدې په لاره کې د واقعي مینې اوج ته ورسېږې دا درته ډېرې عادي برېښي.
Abdullah Raihan140,415 次观看 • 2 年前

خليفه صاحب د شاپور ځدراڼ کورنۍ ته: که ستاسې خوږمن زړونه په ما ښه کیږي موږ ستاسې په خدمت کې یو او د هر ډول همکاري ډاډ درکوو. د شاهپور مړینه د ټول وطن غم دی، په دې مصيبت او غم کې موږ درسره شریک یو، یوازې مو نه بولو. شاهپور چې په خپل ژوند کې کومې اتلولۍ او افتخارات هېواد ته وربښلي دي، ټول ولس یې تر احسان لاندې دی، الله جل جلاله دې په جنت کې اعلی مقام ورکړي او کورنۍ ته یې صبر جمیل غواړم.
Abdullah Raihan16,010 次观看 • 2 个月前

د کورنیو چارو وزارت د شرطې لپاره نوی قانون منظور شو هغه کې د ټولو لپاره خپل مسؤلیتونه او سزاګانې معلومې دي. کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا تکراره وي چې د شخصي کسانو ساتونکي له دولتي او نظامي لباس څخه استفاده نشي کولاى او خبرداری ئې ورکړی چې سرغړوونکي کسان به له قانوني چلند سره مخ شي.
Abdullah Raihan19,108 次观看 • 2 个月前

شاوخوا ۱۵ کاله مخکې! دا ۲۰۰۹ کال وو، خلیفه صاحب له خپلو ملګرو سره د استشهادیانو له یو مرکز څخه لیدنه کوي؛ هغوی ته د الهي توکل انګیزه ورکوي او د مایوسۍ او ګمراهۍ څخه جمعي پناه غواړي. په دې خبرو کې پر الهي توکل د ایمان اوج محسوسوی شئ. دا پياوړي ګامونه او تاریخي ویناوې باید ښکاره او د زرین تاریخ محتوا وګرځي.
Abdullah Raihan102,619 次观看 • 2 年前

سبحان الله دا خبرې له فتحې مخکې ثبت شوې دي خلیفه صیب هغه وخت د مخابرې له لارې مجاهدینو ته هدایت ورکول، یادې خبرې رپیټر کې اوریدل کیدلې چې په یو وخت شلو ولایتونو کې مجا هدین ورته غوږ وه. ټولې داسې خبرې ورته کړې ته به وایي یو څوک مخکې نه هر څه نه خبر وي، بیشکه چې الله امار.ت نه فتحه مبینه ورنصیب کړه. رب دې دا نظام تر اخره محکم او ثابت قدمه لري.
Abdullah Raihan27,707 次观看 • 5 个月前

د کابل بره کي څلورلارې او د ولایت مقام مخې ته د هوایي پلونو د جوړولو چارې تر ۷۰ سلنې پورې بشپړې شوې دي چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په کابل ښار کې د نورو هوایي پلونو د جوړولو طرحې هم تر کار لاندې دي، د دغو پروژو په بشپړیدو سره به نه یوازې ترافیکي ګڼهګوڼه کمه شي، بلکې د ښار ښکلا او ښاري نظم به هم لا پیاوړی شي. د کابل ټول سړکونه او لارې به په تدریجي ډول په معیاري بڼه ورغول شي، سربیره پر دې د ښار د ښکلا او پرمختګ لپاره یو شمیر نورې مهمې پروژې هم په پام کې نیول شوې دي، چې په بشپړیدو سره به کابل د نړی د پرمختللو پلازمینو په کتار کې خپل ځانګړی ځای ومومي. چا ویل چې وطن نه جوړیږي؟
Abdullah Raihan11,390 次观看 • 1 个月前

له خپلو خلکو سره په غولي ناسته د مینې، یووالي او درناوي ښکلی انځور دی! خلیفه دميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ له يو شمير سيمه ييزو مسؤلينو، قومي مشرانو، سپن ګيرو او ځوانانو سره وکتل. د سيمې اوسيدونکي او قومي مشر حاجی عین الدین ستانکزي، جهادي بهير کې د ميدان وردګ په ځانګړې توګه د نرخ ولسوالۍ د اوسيدونکو د قربانيو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د میدان وردګ ټول ولس د اسلامي امارت له پرېکړو هرکلی کوي او ملاتړي يې دي. خليفه صاحب دې غونډې ته په وينا کې د ميدان وردګ د خلکو قربانۍ وستايلې او مجاهدينو ته يې له خلکو سره د نرم چلند سپارښتنه او ټينګار وکړ.
Abdullah Raihan12,016 次观看 • 2 个月前

د خلیفه صاحب د کورنۍ د لسګونو شهیدانو د شهادت واقعې چې وګورو نو دا ارمان به د هر مسلمان شي چې د شهادت داسې سعادت یې کاش نصیب شي قدرمن ملابرادر اخوند د شهید حقاني د فاتحې په مراسمو کې د شهید سره د وروستي دیدن واقعه بیانوي “دا ځل مې چې ولید نو تر څنګ مې خورا خاموشه ناست و او ذکر یې کوه او بلاخره په اخر کې یې بیا هم د یو مریض د لیدو او عیادت وړاندیز راته وکړ” ملا برادر اخوند ټولو ته په صراحت سره وویل چې د ګنګوسو او تبلیغاتو پروا دې نه کوي او دی ټولو ته ډاډ ورکوي چې د مشرانو تر منځ نهايي خلوص او مینه موجوده ده. “زه خپله د داسې مشرانو په لیدو ډېر زیات د خوښۍ احساس کوم له زړه ورته درناوی حس کوم”
Abdullah Raihan70,321 次观看 • 1 年前

هغه کابل چې لوټې لوټې او کنډر کنډر شو، خو اشغال ته یې ماته ونه منله، نن بیا د جوړېدو او پرمختګ پر لور ګامونه پورته شوي، په هره کوڅه کې د بدلون نښې ښکاري او هره لار یۍ د معیاري جوړونې په حال کې ده. اوس مهال په لسګونو سړکونو د بیا رغونې چارې روانې دي، موخه دا ده چې په راتلونکو دریو کلونو کې د کابل هېڅ لار او کوڅه خامه پاتې نه شي. هو ! کابل د ویاړونو ښار دی، دا ښار هر ځل له کنډوالو راولاړ شوی، خپل هویت یې ساتلی او خپلو خلکو ته یې امید بښلی. نن یې حق دی چې هر دیوال او لار یې په رنګینو او ښایستونو وپوښل شي. د #کابل دشت برچي تازه رغول شوی سړک
Abdullah Raihan68,364 次观看 • 1 年前