RANA TV (رڼا ټلوېزیون)'s banner
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)'s profile picture

RANA TV (رڼا ټلوېزیون)

@RANATVAF7,131 subscribers

RANA TV (https://t.co/lA3KmzzGfz) is an independent Afghan media network based in London, UK, Broadcasting across all major social media platforms, YouTube, satellite.

Shorts

په کابل ښار کې څو قصابان د اسونو، خرو او نورو حرامو حیواناتو د غوښې د پلور په تور نیول شوي دي. سرچینې وايي، دغه کسان د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې نیول شوي، چې ادعا کېږي، د حرامو حیواناتو غوښه یې د نورو غوښو په نوم پر خلکو پلورله. د سرچینې په وینا، یادو قصابانو د شخصي ګټې لپاره د خلکو روغتیا له جدي خطر سره مخ کړې وه او په بازار کې یې د حرامو او مردارو حیواناتو غوښه خرڅوله.

99,852 次观看

Videos

RANATVAF's profile picture

خلیل‌زاد: له طالبانو سره د نفت او ګاز تړون مهم او مثبت تحول دی د امریکا پخوانی ډیپلومات زلمی خلیل‌زاد وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت او د نړۍوال ډیلټا شرکت ترمنځ د نفت او ګازو د تړون لاسلیک کېدل یو مهم، مثبت او لوی تحول دی. خلیل‌زاد دا څرګندونې په کابل کې د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې کړې دي. نوموړي ویلي، افغان ولس له کلونو جګړو وروسته اوس له اقتصادي محرومیتونو او ستونزو سره مخ دی. هغه زیاته کړې، چې د افغانانو اړتیاوې ډېرې دي او د هېواد د خلکو اقتصادي وضعیت یې له نږدې لیدلی او د هغوی له اړتیاوو خبر دی. خلیل‌زاد ویلي، په وروستیو کلونو کې ځینې پرمختګونه شوي، خو اړتیاوې ډېرې دي او د هغوی پوره کول به وخت ونیسي. د امریکا پخوانی ډیپلومات وايي، د دغه تړون لاسلیک ښيي، چې طالبان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره لېوالتیا لري او توانېدلي چې د افغانستان د طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول د ګازو د پراختیا او نړیوالو بازارونو ته د هغې د لېږد په برخه کې د پام وړ پانګونه راجلب کړي. د نوموړي په وینا، له څه مودې راهیسې دا لیدلوری موجود دی چې افغانستان کولای شي د منځنۍ اسیا، چې له پراخو طبیعي سرچینو برخمنه سیمه ده او جنوبي اسیا، چې ګڼ نفوس او د انرژۍ او طبیعي سرچینو لوړه تقاضا لري، ترمنځ په یوه مهم ځمکني دهلېز بدل شي. خلیل‌زاد زیاته کړې، چې اوس دا تمه هم شته چې افغانستان خپله د نړۍ، په ځانګړي ډول د جنوبي اسیا هېوادونو، د طبیعي سرچینو د برابرولو په یوه مهم مرکز بدل شي. زلمی خلیل‌زاد په وروستیو ورځو کې کابل ته تللی دی.

RANA TV (رڼا ټلوېزیون)

50,449 次观看 • 8 天前

没有更多内容可加载