
سمیر مجاهد
@samirmujahid1 • 130,246 subscribers
له دې پرته بل ستر نعمت نشته چې مونږ رب ج ته د سجدې کولو توان لرو .
Shorts
Videos

د بدخشان د نسۍ ولسوالۍ بشپړ او مستند راپور! په دې مستند راپور کې د نسۍ د خلکو د تېر ژوند سختۍ، محرومیتونه، ورځني مشکلات او هغه ناویلې حقیقتونه را برسېره کېږي چې تر اوسه یې ډېرې برخې پټې پاتې وې. د خلکو له خولې به داسې جالبې او زړهبوږنوونکې خبرې واورئ چې ښايي ډېرو ته د باور وړ هم نه وي. نسۍ؛ د خلکو له سترګو، د خلکو په ژبه، د خلکو ریښتینې کیسه. ویډیو تر پایه وګورئ او له نورو سره یې هم شریکه کړئ؛ ځکه د محرومو خلکو غږ باید واورېدل شي.
سمیر مجاهد56,499 次观看 • 13 天前

په بدخشان کې ستر امنیتي کشف! افغان امنیتي ځواکونو د بدخشان د نسي ولسوالۍ په تصفیوي عملیاتو کې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د جوړولو یوه کارخونه کشف کړې ده. دا یوازې یوه کارخونه نه؛ بلکې د هغو پټو فعالیتونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د جدي څار او پرېکنده اقدام څرګند ثبوت دی. له بدخشان څخه تر هرې سیمې؛ د هېواد د امنیت، ثبات او د خلکو د هوساینې پر وړاندې د هر ډول ګواښ د له منځه وړلو مبارزه روانه ده. افغانستان باید د ناامنۍ له پټو شبکو پاک او د امن او ثبات پر لور لاړ شي.
سمیر مجاهد21,308 次观看 • 15 天前

که دا ځای افغانستان وي، نو ښکار د قانون له مخې منع دی. که رښتیا هم دغه پېښه په افغانستان کې شوې وي، نو اړونده ادارې باید موضوع په جدي ډول وڅېړي او که سرغړونه ثابته شي، د قانون له مخې دې له عاملینو سره مناسب چلند وشي، ترڅو قانون پر ټولو یو شان پلی شي او د هېواد وحشي ژوي او طبیعي شتمني خوندي پاتې شي.
سمیر مجاهد15,409 次观看 • 2 个月前

دا ویډیوګانې وګورئ، د اسحاق دار د کورنۍ د کړنو په اړه به ډېر څه درته څرګند شي. همدارنګه، د اوسنیو راپورونو له مخې په پاکستان کې د ډېرو خلکو لپاره د امنیت او عزت په اړه جدي اندېښنې موجودې دي. Adil Raja Watch these videos; much will become clear to you regarding the actions of Ishaq Dar's family. Furthermore, according to current reports, there are serious concerns regarding the safety and dignity of many people in Pakistan
سمیر مجاهد13,701 次观看 • 2 个月前

دیته څوک ژورنالیست وایي ؛ هغه خاین او وطنفروش ژورنالیستان باید پوه شي چې ژورنالیزم د خلکو د غولولو نوم نه دی. څوک چې د خپل وطن پر ضد دریځ نیسي، هغه د ژورنالیست نوم مستحق نه دی. مننه، میرویس افغان صاحب! ستاسو پر دریځ ویاړو. آفرین، چې دین او وطن ته مو لومړیتوب ورکړی. ستاسو دا خبره چې “اولیت ماته افغانستان لري” د هر بااحساسه افغان غږ دی. کور مو ودان🤲❤️🏳️❤️
سمیر مجاهد21,212 次观看 • 5 个月前
