
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي
@SamiYousafzaii • 91,444 subscribers
A Journalist Survived Militant’s Attack with Single Bullet Causing Dual Wounds in my chest , Journalist ,RT simply not endorsement
Shorts
Videos

خوږه حاطره : «عبد السمیع یوسفزی ،کنسرت دادن میری، موفق باشی!» له ۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو د لومړي حکومت له نسکورېدو سره، افغانستان د بیا راپورته کېدو یوه هیلهبښونکې دوره پیل کړه. د حامد کرزي صیب په مشرۍ هېواد په چټکۍ د بدلون پر لور روان و. ټاکنې، پوهنتونونه، پارلمان، ازادې مطبوعات، سړکونه، ودانۍ او د خلکو د ژوند بڼه لکه د ټول ملت لاترې چې را خښتلې ږی بدلېدله. د کابل په هوايي ډګر کې به یوه الوتکه کښته کېده او بله به پورته کېده. کرزي صیب به سهار له یوه بهرني ولسمشر سره ناسته درلوده او ماښام به له بل صدراعظم سره. د طلوع ټلویزیون پیل شوی و، ستاره افغان لومړې فثل سیالۍ ته خلک راټول شوي وو، او د افغانستان د هنر، رسنیو او کلتور نوې څپې د هېواد تر پولو هاخوا هم غږ پورته کړی و. ان د هرات عبدالسمیع یوسفزي غږ هم تر نړیوالو رسېدلی و. زما یوه شخصي خاطره لا هم راسره ژوندۍ ده. په غالبا ۲۰۰۵ کال کې د کابل له هوايي ډګره بهر ته روان وم. د هوایی ډګر غرفه کې افسر زما په پاسپورټ د وتلو ټاپه ولګوله، بیا یې په ډېرې نرمۍ او موسکا راته وویل: «عبد السمیع یوسفزی ،کنسرت دادن میری، موفق باشی!» (کنسرت ته ځې؟ بریالی اوسې!) هغه وخت داسې فکر او انځور و چې افغانانو پکې د راتلونکي په اړه هیلې لرلې، ځوانانو د ژوند خوبونه لیدل او د هېواد فضا د بدلون او خوځښت احساس ورکاوه. نن چې د افغان ځوانانو په سترګو کې د راتلونکي پر ځای د تېښتې هیله وینو، د هغه وخت یادونه لا ډېر درد راکوي. ملت یوازې په څو شخصی ودانیو او سړکونو نه جوړېږي؛ ملت هغه وخت وده کوي چې خلک یې د خپل هېواد دننه د ژوند، عزت، زدهکړې او راتلونکي هیله ولري.
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي13,147 Aufrufe • vor 8 Tagen

TTP fighters have entered Makeen, South Waziristan city town , with footage showing fighters relaxing and drinking Sting energy drinks. Pashtuns are devastated and ruined. د ټي ټي پي وسله وال د مکېن ولسوالۍ ته ننوتلي او په ویډیو کې ښکاري چې جنګیالي سټینګ مشروب څښي : Soruce tribal journalists Dat
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي59,418 Aufrufe • vor 1 Monat

An Indian weblogger woman travelling with the Taliban, sipping green tea and discussing geopolitics — and what the Taliban would like to ask Indian PM Modi ?? Watch the video ? Afghanistan’s political landscape has changed dramatically. Pakistan should not have allowed its decades of influence in Afghanistan to turn into such a deep strategic and political setback.
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي29,034 Aufrufe • vor 1 Monat

مظلوم افغان مهاجرین .. امام سیاست مولانا فضل الرحمن ..
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي44,825 Aufrufe • vor 3 Monaten

د طالبانو هغه شعار چې “جنګ مو ختم کړ” نور اعبتار له لاسه ورکړی. د هغوی پالیسۍ، له پاکستان سره شخړې، بمبارۍ او روان وضعیت نه یوازې د افغانستان دننه خلک، بلکې افغان کډوال هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. تر ټولو مهمه دا چې د طالب نظام پر وړاندې پاکستان هېڅ ډول جدي فشار نه احساسوي او نه یی د انزوا ښکار ملایانو طالبی نظام نه سترګه سوزي اوس پاکستان ان د افغانستان پر خاوره بمباریو ، مداخلې او اشغال جرأت کوي. که څه هم دا ویډیو د AI په مرسته جوړه شوې، خو پیغام یې واضح دی: د افغانستان ۳۲ کیلومتره مربع خاوره رسمأ “ قبضه” شوې بلل کېږي. د راپورونو له مخې، پاکستاني ځواکونه د بلوچستان د قمر دین کاریز په امتداد کې د افغانستان شاوخوا ۳۲ کیلومتره مربع خاورې ته ننوتلي او سیمه یې کټاره کړې ده. همدارنګه، د ډیورنډ کرښې په ګڼو سیمو کې تر یو لک زیات افغانان د بمباریو له امله اړ شوي چې خپل کلي پرېږدي. دا سیمې تقریباً د عامو خلکو له حضوره خالي شوې دي او پاکستان غواړې دغه سیمې د “ بفر زون ‘ په بڼه له خلکو خالې وساتې . په نورستان کې هم مهم سړکونه د پاکستاني پوستو له لوري تر ډزو لاندې دي، چې له امله یې څو ولسوالۍ له مرکز څخه پرې شوې او په یو ډول محاصره کې دي. د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ شخړې هم د سرحدي سیمو افغانان له خپلې خاورې او د اوسېدو له حق څخه محروم کړي دي. یوه قوي، ملي او مسووله اداره کولی شي د هېواد له خاورې دفاع وکړي او د خلکو امنیت تأمین کړي. متاسفانه طالبانو حکومت له نړیوال او هیواد دننه د هر ډول مشروعیت نه یی برخې دې . د پاکستان سره تر ټولو ښه حل یو باعزته او سیاسي مفاهمه ده. جګړه نه د افغانستان په ګټه ده او نه د سیمی . منوً، د پاکستان سره جوړ جاړې مشکل دې خو د طالبانو مشر د نجونو په تعلیم د بندیز لری کولو سره یو حکم صادره ولو سره نړیوال رسمیت ته لاره پرانستلی شې ، یو منل شوي ملې او ټول شموله افغان حکومت د پاکستان د مداخلو مخه ډب کولې شي .
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي92,121 Aufrufe • vor 7 Monaten

Mullah Najib, head of the Afghan delegation and Deputy Interior Minister, said: “Pakistan was insisting that the Taliban’s Supreme Leader issue a fatwa against the TTP. We told them that he is an Amir, not a Mufti — he issues orders ), not fatwas. We have a Dar al-Ifta (religious authority) for that. The Pakistani government can send a written request for a fatwa. Our Dar al-Ifta will consider and review Pakistan’s request.
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي133,583 Aufrufe • vor 11 Monaten

حجره یی شته , شاپور جان نشته …. دملې ټیم لوبغاړي د شاپور زدران په حجره کې . 😢 😢 😢
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي37,535 Aufrufe • vor 4 Monaten

مولوي صیب احمد جان بلال صیب! ۳۰زرو د کابل ښاریانو ته د ۳۰ میلیونه افغانیو په بودجه د اوبو رسولو پروژه افتتاح په خپل دست مبارک وکړه او د مجلس له ستیج نه اعلان کوې چې مصرف او بودجه یې هم یونیسف ورکړې. نو پوښتنه دا ده: که بودیجه یې یونیسف ورکړې وي، افتتاح یې ولې تاسو کوئ؟ خو د پروژی افتتاح هم باید کوم سور انګریز وکړې ، تاسو ولې ځانونه اوته کړې د بل په خیرات کې لسټونې غوړه وئ ؟؟ رشتیا یو بل تشویش هم راته پیدا شو ، دا اوبه چې د انګریزانو یعنې یونیسیف په کومک برابرې شوې، ستاسو طالبانو اودس، لمونځ او تهجد به پرې صحیح وي که نه؟ 😂
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي23,261 Aufrufe • vor 2 Monaten

د شملو وطن کې پاتې اخري شمله ور ، ملې مشر او شخصیت .. جناب حامد کرزي ..
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي25,220 Aufrufe • vor 2 Monaten

ویدیو وګورئ : د بدخشان قیصه لا ختمه نده ؟؟. “ ولس را جګ شوې ټول یی را وشړلو ، د دولت شاهي معدنو سقوط وکړو “. د بدخشان د کانونو کیسه لا هم دوام لري. د راپورونو له مخې، پرون د بدخشان اندرابو ـ سرک دولتشاهي په سیمه کې د کانونو پر ضد د خلکو اعتراضونه تر سختې کچې رسېدلي دي. یو ډرېور ادعا کوي چې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان جګ شوي وو؛ خلک د کانونو له سیمې څخه راوتلي، یو شمېر کسان یې شړلي او د ماشینونو ښیښې یې ماتې کړې دي. دا پېښه د خلکو د پراخې ناخوښۍ څرګندونه کوي. اړینه ده چې د سیمې د خلکو غږ واورېدل شي او د کانونو د استخراج په اړه د ولس حقونه، چاپېریال او د سیمې ګټې په پام کې ونیول شي. د ولس رضا د هرې پرېکړې مهم بنسټ دی.
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي23,893 Aufrufe • vor 2 Monaten

د پاکستان نامتو ژورنالیست نجم سیټهي وايي، په افغانستان کې د پاکستان هوايي بمبارۍ اغېزمنې نه دي ثابتې شوې. د هغه په وینا، هند او افغانستان به د پاکستان لپاره دوامداره ستراتیژیک سردرد پاتې شي. هغه زیاتوي چې امریکا او بریتانیا په ملګرو ملتونو کې د بلوچانو عورځنګ د تروریستی ډلو ګرځولو قرار داد ویتو کړې . د هغه په اند، افغانستان هم خپله سیمهییزه لوبه ښه پر مخ وړي، روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، او د چین هڅې هم تر اوسه د پام وړ پایله نه ده ورکړې. د نجم سیټهي په باور، پاکستان په یوه ستونزمن وضعیت او لومو کې کې بند پاتې دی. هغه وايي، پاکستان ښايي نورې بمبارۍ هم وکړي، خو د پاکستان بمباری څه کولې شي ، د پوځي فشار اغېز محدود دی. د هغه په اند، تر هغو چې پاکستان له هند سره د تفاهم کومې پایدارې هوکړې ته ونه رسېږي، د هېواد اساسي امنیتي ستونزې به حل نه شي. هغه دا هم وايي چې پاکستان د سختو پرېکړو او قاطع اقداماتو خبرې ډېرې کوي، خو په عملي ډګر کې یې پایلې هغومره نه تر سترګو کېږي.
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي29,572 Aufrufe • vor 3 Monaten

در تخار - خواجه بهالدین - لاله گذر ، شیر توغی . کدگجر حقیقت و عدالت بل آخر سرانجام عملی شد. از سال ۲۰۰۷، صدها خانواده برای بازپسگیری زمینهای زراعتی خود که در دهه ۱۳۶۰ (۱۹۸۰ میلادی) توسط زورمندان و غاصبان زمین به زور تصرف شده بود، از هر حکومت از راه قانونی پیگیری کردند ، در تمام محاکم برنده شد . اکنون، پس از سالها انتظار، محکمه ویژه طالبان با بررسی اسناد و مدارک، حکم تخلیه و بازگرداندن زمینها به مالکان اصلی را صادر کرده است. حدود ۴۰۰ خانواده از این تصمیم متأثر هستند. اکنون غاصبان زمین تلاش میکنند تا این حکم را تضعیف کنند، اما عدالت باید اجرا شود و حقوق مالکان واقعی باید رعایت گرد.
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي23,887 Aufrufe • vor 3 Monaten

«د اپیمو له عشره جهاد روا و؛ خو چې حکومت مو جوړ شو، افیوم ناروا شول!» د افغانستان په پښتنو سیمو د عام خلکو اقتصادی فقر کې د خلکو شکایتونه، بېوسي او اقتصادي ستونزې په دې ویډیو کې وګورئ. پوښتنه دا ده: که خلکو د کښت بدیل نه وي، یوازې د بندیز له لارې به د دوی اقتصادې ستونزه څنګه حل شي ؟؟
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي12,827 Aufrufe • vor 1 Monat

Moeen Akhtar the best How can these Afghans refugees wearing a 14-meter shalwar, still manage to eat an entire lamb in such dire circumstances یہ کیسے افغان مهاجرین ہیں جو ۱۴ میٹر شلوار پہنتے ہیں اور اتنی پریشان حالات میں پورا ایک دنبه کھا جاتے ہیں .
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي54,014 Aufrufe • vor 1 Jahr