
Sahil Pashtun🇦🇫🦅
@SaPashtun1 • 11,847 subscribers
جګړن: افغانستان کې په روانو وحشتونو غږیږو هغه وحشتونه چې نړۍ پرې ځان ړوند،کوڼ او ګونګ کړی دی.#FreeAfghanistan🇦🇫🏏💙اربکی في الله🏴☠️🇦🇫
Shorts
Videos
4:32
Sensitive content
This media may contain sensitive content.
2:14
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

په نورو چې د فحشاء تور لګوئ لږ خپلو فحشاوو او لواطتونو ته هم فکر وکړئ. ملا احمد چې ددوۍ په وینا یوه لسیزه د جهاد سابقه لري په خپل دفتر کې بیا په دا ډول جهادي کارونو کې مصروف دی او د خپل ملګري په پوسته د هشتاد دو ډزې کوي. د ملا، ټالب او چړي اصلیت دغه شی دی، یا به لواطتکار وي یا به زاني وي او یا به بدفعله وي.
Sahil Pashtun🇦🇫🦅23,608 次观看 • 4 天前
2:16
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د لوی قرار شعر د موسی خیل په غږ په اشغال شوي افغانستان کې د قرار نوم اخیستل هم لوي زړه غواړي لکه د جهاد نوم چې په اسرائیلو کې اخلي هوا راوړل که اوبو جنګونه راوړل دلته خلکو د پردو جنګونه راوړل مونږ ور واستول چې دین د سولې زده کړي راستانه چې شول هغو جنګونه راوړل Majeed Qarar
Sahil Pashtun🇦🇫🦅78,023 次观看 • 2 年前

ځاځي میدان صفري نقطې ته دجنګ په نوم T-26 ټانکونه د جنګ نه بلکې په پټه اړول کیدلو لپاره وړل کیږي بله ورځ به یي په مېرانشاه او پړا چنار کې ووینئ. ټالبان لویي وسلې زرې دار ټانکونه د جنګ په نامه صفري نقطو ته انتقالوي او یو څه وخت وروسته یي په ارامۍ سره له ډیورنډ کرښې هاخوا ور اړوي….
Sahil Pashtun🇦🇫🦅44,984 次观看 • 1 年前

ډاکټر نجیب ننګیال وایي: وېره خو دا ده چې د ټالبانو په نامشروع حاکمیت کې د افغانستان حالات هغې خواته ګرځي لکه څو میاشتې مخکې چې سوریه وه، یوه برخه یي له امریکایانو سره وه، یوه برخه یي له روسانو او یوه برخه یي ترکانو نیولي وه. سبا به دا پاکستانیان راشي او د افغانستان څو ولایتونه به ونیسي وایي دلته فتنه خوارج وو ما ځکه دا ولایتونه ونیول، روسان به راشي د شمال یوه برخه به ونیسې او وایي به دلته داعش موجود وو ما ځکه دا ځای ونیوه، ایرانیان او چینایان به یي له بلې خوا نه برید وکړي او له افغانستان په سوریه جوړه کړي….. نو زه وایم یارانو چې ددې حالات له راتګ وړاندې چې له افغانستانه سوریه جوړه شي باید خپله لاس پکار شو او له خپلې خاوري دا خوارج ټالبان وباسو او دا هیواد د راتلونکي بدبختیو او تجزیي څخه وژغورو. #متحدملت #متحد_شئ #اشغال #افغانستان NajeebNangyal
Sahil Pashtun🇦🇫🦅32,063 次观看 • 1 年前
0:32
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د پخوانیو افغان سرتیرو سره د ټالبانو د وحشیانه چلند په اړه پخوانی سرتیری نور آغا صافی غږیږي. نور آغا صافی د افغانستان د وسلوال فوځ یو سرتیری وو هغه په دې ویډیو کې د ټالبانو لخوا ددې سره د شوي وحشیانه چلند په اړه غږیږي. هغه وایي ټالبانو مجبوره کړ چې وطن پریږدې ځکه په وطن کې یي حتا حلالې مزدورۍ ګټلو ته نه پرېښود. وهه او ټکوه به یي وایي زه چې ایران ته راغلې یم د ښې ورځې نه یم راغلې، زه یي بې عزته کړی یم، وهلی یي یم راته ویل یي چې سر به کلوي او نورې ډیرې خبرې🥹 وایي کله چې کور ته راغلم مور مې راته وویل لدې بې عزتئ نه ښه ده چې لاړ شي بل ملک ته دلته مې درباندې دا بې عزتې نه پیرزو کیږي…. صافی وایي زه نغواړم چې مسافر شم ځکه د کور سرپرست زه یم هر څه ماته را تر غاړې دي خو د مجبوریته مسافر شوی یم او دلته چې څومره ګټم همدومره مې هلته هم ګټلې خو هلته یي مزدورې ته نه پرېښودو یادوونه د راتلونکي هر ډول بدبختیو عاملین به ټالبان وي
Sahil Pashtun🇦🇫🦅29,214 次观看 • 1 年前

ته د افغان په حیث څنګه ځانته دا اجازه ورکوي چې لاړ شي هلته او د پنجابیانو په پښو کې ولویږي. په #AI جوړه شوي دا ویډیو چې د شهید ولسمشر چپ اړخ ته پکې احمد شاه بابا او ښي اړخ ته یي اعلیحضرت شاه غازی امان الله خان ناست دی ضرور درسره وګورئ هیره دي نه وي چې پدې ویډیو کې د دوه لویو مجرمانو او افغان وژونکو تروریستانو او جاسوسانو قصاب کابل ګلبدین او احمد شاه مسعود محکمه ده او هغه دواړه هم په یو څنډه کې ښودل کیږي.
Sahil Pashtun🇦🇫🦅19,051 次观看 • 10 个月前

ډاکټر نجیب ننګیال؛ څوک چې له ټالبانو سره کار کوي وظیفه ورته پیغور ده افغانان ورته په ښه سترګه نه ګوري او یو تعداد ټالبان هم پوهیږي چې افغانان دوې ته په ښه سترګه نه ګوري. ټالب عسکر دي که پولیس دي او که نور یي دي لکه څنګه چې په غزه کې اسرائیلي فوځیانو ته فلسطینیان ګوري همغسې افغانان ټالبانو ته ګوري هیڅوک یي خپل ساتونکی نه بولي که څه هم وسلې ټانکونه او هر څه درسره دي خلک دا نه بولي چې ته ددوې ساتونکی یي، خلک در څخه ځان ساتې او ستاسې د شر څخه د ځان ساتنې لپاره درباندې سلام اچوي ترڅو ستاسو له شره په امان وي NajeebNangyal
Sahil Pashtun🇦🇫🦅26,589 次观看 • 1 年前

مجید قرار؛ که ټالبان د پاکستان اجیر جنګیالي نه وي ولې متقي پاکستان ته په لومړي سفر کې دا خبره وکړه چې افغانستان لویي اوردو ته ضرورت نلري او بله یي دا وه چې مونږ په خپل رژیم کې د پخوانې دولت سرتیري او پاکستان ضد فکرونه نه پریږدو. د پاکستان ستراتیژیک مقاصد، افراد او اهداف یي په افغانستان کې حاکم دي….. مونږ په ټوله نړۍ کې له پاکستان سره دښمني لرو او د پاکستان شناختي کارډ لرونکې مونږ ته خطرناک دي نور هیڅوک مونږ ته دومره خطرناک نه دي لکه پاکستانې شناختې کارډ والا Majeed Qarar
Sahil Pashtun🇦🇫🦅25,226 次观看 • 1 年前

ددغه هلمندي ماشوم په اختطاف او قتل کې د هلمند د استخباراتو رئیس لاس لري په هلمند ولایت کې دا ماشوم د ښوونځې له مخې نهه ورځې وړاندې وتښتول شو او په بدل کې یي له پلار څخه ۱۵۰ زره امریکایي ډالر وغوښتل چې د نه ورکړې په صورت کې یي دا ګلالی ماشوم په بې رحمۍ سره قتل کړ، لومړی یې په بوجۍ کې واچوه او بیا یې برمې ته وغورځاوه. ایا دا د انسانیت، اسلامیت او عدالت نښه ده؟ د دا ډول وحشیانه کارونو تر شاه د ټالبانو د استخباراتو د کارمندانو لاس دی او هغوۍ د پیسو لپاره اختطافونه ترسره کوي. دا اول ځل نه دی، بلکې لدې وړاندې هم د ټالبانو د استخباراتو کارمندان په ننګرهار، کنړ، کابل، خوست، فاریاب او هرات ولایتونو د اختطاف په مسالو کې په لاس لرلو تورن شوي وو. ما ډیر مخکې ویلي وو چې په اختطافونو کې د ټالبانو د استخباراتو ریاست ولایتي رئیسان او کارمندان لاس لري. هغه ځکه چې له ننګرهاره تر هلمند او له هلمنده تر فراه هرات او تر بدخشانه پيژندل شوي ټول اختطافچیان د دوې د استخباراتو کسان وو او دي چې یو یي تېرکال په کابل کې د خپلو نورو ملګرو لخوا په نښه او وویشتل چې په جیب کې یي د استخباراتو ریاست کارډ پروت وو. په اختطافونو کې عموماً د استخباراتو د کارمندانو سره ددوې د ولایاتو د استخباراتو رئیسان شریکان وي تاجران او سرمایه داران ورته د استخباراتو رئیسان په نښه کوي او ټیټ رتبه کارمندان یي اختطاف کوي او د پیسو غوښتنه ترې کوي او د پیسو د نه ورکړې په صورت کې یي وژني او له منځه یي وړي.
Sahil Pashtun🇦🇫🦅14,171 次观看 • 9 个月前

نن ۳۱م اګسټ دی په قاري سعید د بېلچې د برید دري کاله پوره کیږي د قاري صیب د ټپ د جوړېدو په اساس ملګري اظهر افغان خاص پېرزوینه کړي او پخپل خواږه غږ یي دا کاکړۍ قاري Qari Saeed Khosty ته ډالۍ کړي دي. ما وی ملګری افغان چې تا پخپل خواږه غږ دا کاکړۍ ډالۍ کړي نو نشرول او قاري صیب ته د بېلچې د ټپ د جوړېدو مبارکې خو زه نپریږدم.
Sahil Pashtun🇦🇫🦅10,697 次观看 • 9 个月前

افغان ولسمشر اشرف غني د هغه شاهي مسجد په لټه کې وو چې د کابل بالاحصار سره د تیمور شاه په وخت کې جوړ شوی وو او د افغان انګلیس د دویمې جګړې پرمهال انګلسیانو د غچ اخیستو په موخه له ډیرې کینې نړولائ وو. یادوونه؛ افغان حکومت په ټول افغانستان کې زر مسجدونه جوړ کړل خو د انګلیس لمسیانو ټالبانو به بیرته همدا مسجدونه په بمونو الوځول.
Sahil Pashtun🇦🇫🦅11,774 次观看 • 1 年前

د۲۳ پاکستاني سرتیرو هلاک کیدو په اړه د میرویس ستانکزي لنډه وینا خو زما باور دا دی چې دا برید د پاکستاني استخباراتو خپله لوبه ده ترڅو امریکا ته په سفر تللی د فوځ مشر یي امریکایانو ته ووایي چې دوې د ترهګرۍ قرباني دي او امریکا دي باید ددوې ترڅنګ ودریږئ او هر ډول مرستې دي ورسره وکړي
Sahil Pashtun🇦🇫🦅14,896 次观看 • 2 年前
没有更多内容可加载