Said Sulaiman Ashna's banner
Said Sulaiman Ashna's profile picture

Said Sulaiman Ashna

@sashna111108,724 subscribers

The strongest of all warriors are these two _Time and Patience. Leo Tolstoy | War & Peace 🇦🇫🇺🇸🇺🇳

Videos

sashna111's profile picture

افغانانو کې افراطیت له کومه شو؟ ★★★ که څه هم ترهګرۍ، افراطیت او جګړو ته د افغان ماشومانو روزنه د امریکا او سعودي په پېسو شوې وه خو د پنجاب پوځ د خپلو ایالتي ګټو او افغانانو سره د کرکې او دښمنۍ له وجهې د امریکا همدا پروژه په لس برابره بدتره بڼه مخکې یوړه او د اتیایمې لسیزې د جګړو وروسته یي د مدرسو په نوم تر شل زرو ډیر حربي مرکزونه جوړ کړل چې د افغانانو بی وزله او یتیم اولادونه د قران د حفظ او دوه وخته خوړو (وظیفه لرل) په بهانه پکې جګړو، کرکې او ځان الوزولو ته وروزي. مونږ انسانانو د پیدایښته تر ننه درې ځل د ژوند قوانین بدل او وده ورکړه: ۱. دین مو لمړنی قانون دی. ۲. فقهې مو دویم تدوین شوی قانون. ۳. او د بشري تکامل سره مو اساسي قانون جوړ کړی. تر اساسي قانون (چې د انسانانو لپاره پکې ټول بشري ارزښتونه معلوم، تفکیک او حقوق څرګندیږي) د پیړیو زړو دینونو او فقهو تفسیر شوې مجموعه ده. پدې ټولو تکاملي پړاونو کې یو انسان هیڅکله د جنت د حورو لپاره انتحار ندی کړی، بلکې انسانانو د فامیل، ولس او هیواد ساتلو په مقصد و مرام سربازي کړې چې په انساني کتابونو کې "تاریخي حماسې" بلل کیږي. ناپوهي ګناه نده، خو د هغه پوهې ورکول، ترویج، او عملي کول په هر قانون ګناه او جرم ده چې تنکي ماشومان وحشت، بربریت او انسان وژنې ته هڅوي او خپله پکې مادي ګټه کوي! نن سبا په افغانانو داسی حالت راوړل شوی چې د نبراسکا تعلیمي میتود سره د مقایسې وړ ندی. په توره جنډه توحید کلمه په سپینه جنډه د توحید کلمې قتل کوي. د توحید شنه جنډه د تورې او سپینې قتل روا ګڼي. تاسو پوښتنه او تحقیق وکړئ چې: القاعده ولی ادیان وژني؟ داعش ولی شعیه ګان وژني؟ طالبان ولی داعشیان وژني؟ سلفیان ولی احمدیان وژني؟ او داسی نور...! ... د ویلیمز پوهنتون په انټرنټي پاڼه د نبراسکا پوهنتون او امریکاپرمختیایي نړۍوالې ادارې اړوند ماموریت تحقیقي معلومات د استاد ډیوید اډواردز او نیکو ملهوترا په تیزس کې هم لوستلی شئ.

Said Sulaiman Ashna

33,626 views • 1 year ago

No more content to load