Said Sulaiman Ashna's banner
Said Sulaiman Ashna's profile picture

Said Sulaiman Ashna

@sashna111109,401 subscribers

The strongest of all warriors are these two _Time and Patience. Leo Tolstoy | War & Peace 🇦🇫🇺🇸🇺🇳

Videos

sashna111's profile picture

آیا این نظر و سیاست رسمی "جبهه مقاومت ملی افغانستان" است؟ ۱. شهادت احمد شاه مسعود چی ارتباط با کوروش۲ [۲۶۰۰ سال قبل] دارد؟ ۲. کلمه "ملی" در قوانین یک کشور وابسته با تمام ارزشهای معنوي و مادي یک کشور منسوب میشود؛ اگر شهید احمدشاه مسعود را "قهرمان ملی افغانستان" قبول دارید، چرا تاکید بر بیاناتش مورد اتحاد، پیشرفت، و نظام مردمسالاری در افغانستان را تاکید نمی کنید؟ ۴. عراق فعلی قلب امپراتوری ساسانیان بنام "ايرانشهر" بود، اما بیش از هزار سال میشود، منافع داخلی کشورش را وقف دوری ساسانیان نمی‌کند، پس شما چرا ارزشهای ملی (که بنام مقاومت ملی افغانستان بر ایشان میرزمید) در مرزهای رسمی امروزی افغانستان وقف نمی‌کنید و به دوره‌ي بیش از ۱۵۰۰ سال قبل به ساسانیان توصل می‌دهید؟ ۵. با موجودیت دها بیانات تصویری و شنوایی شهید احمدشاه مسعود، چرا از تولید بی کیفیت و ساختگی AI استفاده میکنید؟ @NRFMediaCel We Are NRF Ahmad Massoud

Said Sulaiman Ashna

20,817 просмотров • 2 дней назад

sashna111's profile picture

د امریکا حکومت: "طالبان اوس یوه مشخصه نړیواله ترهګره ډله پېژندل کېږي"! ... په کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو په اړه د طالبانو غوښتنې ته د واشنګټن غبرګون! VOA Pashto د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ افغانستان څانګې ته لیکلي دي چې "طالبان اوس یوه مشخصه نړیواله ترهګره ډله پېژندل کېږي او د طالبانو حکومت د «ناعادلانه نیونو ملاتړی دولت» دی. وزارت په کابل کې د متحدو ایالتونو د سفارت د بیا پرانیستلو او په افغانستان کې د پانګونې په اړه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر غوښتنې ته په غبرګون کې لیکلي چې "طالبانو د خپلو اعمالو له لارې څرګنده کړې چې د سیمې د سولې او ثبات په ساتلو کې رغنده رول لوبولو ته لېوال نه دي." د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «اجازه به ورنه کړو چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پېسې د طالبانو د رټل شويو اعمالو ملا وتړي.» دغه وزارت ویلي دي: «متحده ایالات طالبان یا کوم بل بنسټ د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پيژندلی نه دی. متحده ایالتونه به له طالبانو سره هغه وخت-او یوازې هغه وخت- خبرې وکړي چې د امریکا د خلکو په ګټه وي.» ⚫️🔴🟢 مونږ شنبې [١٥اګسټ٢٠٢٦] دا👇 بحث درلود چې: ⬅️د طالب بدیل څوک دی؟ ⬅️ولی پنځه کاله ضایع شوو؟ ⬅️ولی منتخب نظام جوړ نشو؟ ⬅️ولی طالبانو افغانستان د ١٩٩٦ په څېر د اسامه بن لادن په حضور، یو ځل بیا د ترهګرۍ په میدان بدلوي؟ ⬅️او د پاکستاني ملیشو [طالبانو] په وړاندې نوې جګړه په کوم دلیل جواز او مشروع ده؟ Majeed Qarar پیر صاحب

Said Sulaiman Ashna

10,394 просмотров • 24 дней назад

sashna111's profile picture

افغانانو کې افراطیت له کومه شو؟ ★★★ که څه هم ترهګرۍ، افراطیت او جګړو ته د افغان ماشومانو روزنه د امریکا او سعودي په پېسو شوې وه خو د پنجاب پوځ د خپلو ایالتي ګټو او افغانانو سره د کرکې او دښمنۍ له وجهې د امریکا همدا پروژه په لس برابره بدتره بڼه مخکې یوړه او د اتیایمې لسیزې د جګړو وروسته یي د مدرسو په نوم تر شل زرو ډیر حربي مرکزونه جوړ کړل چې د افغانانو بی وزله او یتیم اولادونه د قران د حفظ او دوه وخته خوړو (وظیفه لرل) په بهانه پکې جګړو، کرکې او ځان الوزولو ته وروزي. مونږ انسانانو د پیدایښته تر ننه درې ځل د ژوند قوانین بدل او وده ورکړه: ۱. دین مو لمړنی قانون دی. ۲. فقهې مو دویم تدوین شوی قانون. ۳. او د بشري تکامل سره مو اساسي قانون جوړ کړی. تر اساسي قانون (چې د انسانانو لپاره پکې ټول بشري ارزښتونه معلوم، تفکیک او حقوق څرګندیږي) د پیړیو زړو دینونو او فقهو تفسیر شوې مجموعه ده. پدې ټولو تکاملي پړاونو کې یو انسان هیڅکله د جنت د حورو لپاره انتحار ندی کړی، بلکې انسانانو د فامیل، ولس او هیواد ساتلو په مقصد و مرام سربازي کړې چې په انساني کتابونو کې "تاریخي حماسې" بلل کیږي. ناپوهي ګناه نده، خو د هغه پوهې ورکول، ترویج، او عملي کول په هر قانون ګناه او جرم ده چې تنکي ماشومان وحشت، بربریت او انسان وژنې ته هڅوي او خپله پکې مادي ګټه کوي! نن سبا په افغانانو داسی حالت راوړل شوی چې د نبراسکا تعلیمي میتود سره د مقایسې وړ ندی. په توره جنډه توحید کلمه په سپینه جنډه د توحید کلمې قتل کوي. د توحید شنه جنډه د تورې او سپینې قتل روا ګڼي. تاسو پوښتنه او تحقیق وکړئ چې: القاعده ولی ادیان وژني؟ داعش ولی شعیه ګان وژني؟ طالبان ولی داعشیان وژني؟ سلفیان ولی احمدیان وژني؟ او داسی نور...! ... د ویلیمز پوهنتون په انټرنټي پاڼه د نبراسکا پوهنتون او امریکاپرمختیایي نړۍوالې ادارې اړوند ماموریت تحقیقي معلومات د استاد ډیوید اډواردز او نیکو ملهوترا په تیزس کې هم لوستلی شئ.

Said Sulaiman Ashna

33,649 просмотров • 2 лет назад