Shabnam Khan Dawranشبنم خان دوران 🇦🇫's banner
Shabnam Khan Dawranشبنم خان دوران 🇦🇫's profile picture

Shabnam Khan Dawranشبنم خان دوران 🇦🇫

@shabnamdawran94,321 subscribers

Presenter & Producer at @bbcpashto | Ex-Afghanistan International TV | RTA Pashto, TOLOnews, Shamshad TV, Zhwandoon TV 🇦🇫🇬🇧

Videos

shabnamdawran's profile picture

جوړ پخیر، درنو څارونکو! نن مې له افغانستان انټرنشنل افغانستان اینترنشنال افغانستان انټرنشنل - پښتو سره وروستۍ کاري ورځ ده، او له دې رسنۍ سره خپل دوه‌نیم کلن سفر پای ته رسوم. خو اړینه بولم چې څو مهمو موضوعاتو ته اشاره وکړم. ما له افغانستان انټرنشنل سره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه رسماً د ویاندې او خبریالې په توګه کار پیل کړ. ویاړم چې د دغې دندې په لړ کې مې تل د هغو ارزښتونو په رڼا کې کار کړی، چې ماته لومړیتوب لري او تل به یې پالنه کوم. ژبني او مسلکي لاسته راوړنې سره له دې چې زه یوه پښتنه افغانه یم، وتوانېدم چې په افغانستان انټرنشنل کې په پښتو او فارسي (دري) ژبو ویاندويي وکړم. لکه څنګه چې مې په CV کې لیکلي، دواړه ملي ژبې تر دې حده زده کړي چې، پرې خبرې، لیکل او لوستل کولی شم. په ۲۰۲۳ کال کې، له یو کال ځنډ وروسته، د ټولنیزو رسنیو برخې د ویاندې په توګه بېرته د ټلویزیون پر پردې راڅرګنده شوم. که څه هم په هېواد کې مو د حاکمې ډلې له‌خوا ډېر داسې کارونه وشول چې باید رسنیز کېدل، افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې دا حقایق نړۍ ته ورسوي. خو زما لپاره دا ویاړ و، چې د هغو مهمو خبرونو تر څنګ مې دا هڅه وکړه چې هېرې شوې موضوعګانې لکه د پښتو ژبه، ملي ارزښتونه، او تاریخي ورځې اجنډا کې راشي: •د پښتو ژبې ورځ مو ونمانځله؛ •د ملي بیرغ ورځ مو یاده کړه؛ •د شاه امان‌الله خان تلین مو ولمانځه؛ •د ډاکټر نجیب‌الله تلین ته مو درناوی وکړ؛ •د خان عبدالغفار خان په اړه مستند خپور شو؛ •او مهم‌ترینه دا چې، د زرګونو افغانو ښځو غږ مو اوچت کړ. د نجونو د زده کړو غږ وتوانېدو چې په افغانستان انټرنشنل کې یوازینۍ پښتو خپرونه (سپړنه) ❤️ پیل او تر ننه دوام ورکړو. دا خپرونه مو د شاه امان‌الله خان له یاد سره پیل کړه. زموږ یوه مهمه د تمرکز موضوع د افغان نجونو زده‌کړې وې. هڅه مو وکړه چې له بېلابېلو ولایتونو زده‌کړیالانې خپرونو ته راوبلو، څو نړۍ ته وښیو چې افغان نجونې تعلیم غواړي. په دې برخه کې مو له بېلابېلو شخصیتونو لکه ښاغلي ضیاءالدین یوسفزي، اغلې تورپېکۍ یوسفزۍ، او د ډاکټر نجیب‌الله له مشرې لور سره ارزښتناک بحثونه او مرکې لرلې. ټولنیز، تاریخي، او ملي پوښښ د کډوالو، سیاسي بدلونونو, خیبر جرګو، د پښتونخوا له حالاتو، او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو ته مو پوښښ وکړ. همدارنګه، له یو شمېر مهمو شخصیتونو سره لکه اغلې شکریه بارکزۍ، شفیقه خپلواک، پرستو حکیم، وږمه توخي، وږمه سیال، نظیفه جلالي، شګوفه نورزۍ، فرزانه کوچۍ، شبنم صالحي او …سره مو ارزښتناکې مرکې وکړې. زه د دغو ټولو قدرمنو مېلمنو له ګډون منندویه یم. مسلکي ملګرتیا په ځانګړې توګه غواړم د اغلې نویده جانې خوشبو Naveeda Khoshbo 💜یادونه وکړم، چې زما رښتینې لارښوده، مشره خور، او مهربانه ملګرې شوه/ او وي به. له هغې مې ډېر څه زده کړل، او دا به تل له ځان سره یاد ساتم. په دفتر کې مې له نورو همکارانو هم ډېر څه زده کړل، هم له ښو او هم له هغو تجربو چې ستونزمنې وې، خو راته یې درس راکړ چې رښتیا او یو مخ اوسېدل که څه هم ستونزمن وي، خو بریالی وي. پایله که څه هم لیک اوږد شو، خو د پښتنو متل دی: “خبرې ډېرې، سر یې یو.” زه به تل خپلو ملي ارزښتونو ته ژمنه پاتې کېږم، د افغانستان، ملي 🇦🇫 بیرغ، ملي ژبو، د تعلیم حق، انساني او بشري حقونه او د هېواد پرمختګ زما د کار لارښود او اصول پاتې کېږي. په خورا درناوي او مینه، شبنم خان دوران 📺❤️👩🏻‍💼 ۲۵/۰۶/۲۰۲۵ لندن

Shabnam Khan Dawranشبنم خان دوران 🇦🇫

24,772 просмотров • 1 год назад

Больше нет контента для загрузки