
ShamshadNews
@Shamshadnetwork • 831,402 subscribers
Afghanistan Based Radio and Television, Live Telecasts, News and Current Affairs Programming.
Shorts
Videos

هغه بس چلوونکي سره قانوني چلن شوی چې بې احتیاطي کوله. د ټرافیکو لوی ریاست د دغې ویډیو په خپرولو سره ویلي، هغه چلوونکی چې د بس چلوونې پر مهال یې بې احتیاطي کوله او په ټولنیزو رسنیو کې یې د بې احتیاطۍ ویډیو لاس په لاس کېدله؛نیول شوی او د مسوولینو له لوري ورسره قانوني چلن ترسره شوی دی. #شمشادنیوز #shamshadnews
ShamshadNews29,820 views • 10 days ago

د پاکستان د چترال ولسوالۍ مرکز د تحریک طالبان پاکستان له لوري نیول شوی. سرچینې رسنیو ته وايي، چې په چترال کې ۹۰ تنه پاکستاني پوځیان ژوندي نیول شوي او شاوخوا لس تنه وژل شوي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یاد تحریک له لوري د پاکستاني پوځ پر مرستندویه کاروانونو هم بریدونه شوي او درانه تلفات یې ور اړولي دي. د سرچینې په خبره، پاکستاني رسنۍ د یادو بریدونو له خپراوي منعه کړل شوې دي.
ShamshadNews674,881 views • 3 years ago

له پېښوره راستون شوی پانګه وال بلخ کې د څلور میلیونو ډالرو په پانګونې د اورلګیت او لایټر کارخونه جوړوي. دې افغان پانګه وال پېښور کې له ۲۵ کلن فعالیت وروسته د خپلې کارخونې ماشینونه افغانستان ته را انتقال کړي، چې تر راتلونکو دوو میاشتو به خپل تولید پیل کړي. #ShamshadNews #شمشادنیوز
ShamshadNews16,683 views • 1 month ago