
Sonia Niazi
@sonia_niazi6 • 68,660 subscribers
د طلوع نیوز پخوانۍ خبریاله/پرېزنټره او ټولنیزه فعاله!
Shorts
Videos

پاکستاني طالبان: کرمه کې یې د پولیسو مهم مرکز نیولی دی. پاکستاني طالبان یا TTP ادعا کړې، چې د خیبرپښتونخوا کرمې ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې یې د میرباغ په نوم د پولیسو مهم مرکز نیولی دی. دوی زیاتوي؛ له یاد مرکز یې ټول مهمات نیولي او اور یې ورته کړی دی. دوی د مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
Sonia Niazi10,723 Aufrufe • vor 12 Tagen

پاکستاني طالبان: مشر یې پښتونخوا څخه نوې ویډیو نشر کړې ده. پاکستان طالبان یا TTP وایي، چې د دغې ډلې مشر نور ولي محسود د خیبرپښتونخوا یوې سیمې څخه تازه ویډیو نشر کړې ده، چې نوې او پرمختللې وسلې هم ورسره لیدل کېږي. دوی زیاتوي؛ د هوا په ګرمېدو سره به یې بریدونه څو چنده زیات او زورور شي.
Sonia Niazi43,977 Aufrufe • vor 3 Monaten

پاکستاني طالبان: پخپل لاس جوړ کړی توغندی یې توغولی دی. پاکستاني طالبان یا TTP وایي، چې تېره ورځ یې د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د پوځ په مرکز پخپل لاس جوړ کړی توغندی توغولی، چې درانه تلفات یې اړولي دي. دوی زیاتوي؛ دغه توغندی 200 کیلوګرامه وزن لري، چې درانه تلفات اړوي. عیني شاهدان وایي، چې د دغه توغندي غږ تر لرې سیمو اورېدل شوی او درانه تلفات یې اړولي دي.
Sonia Niazi30,795 Aufrufe • vor 2 Monaten

پاکستاني طالبان: د بنو بازار د دوی په کنټرول کې شو. پاکستاني طالبان یا TTP په تازه ویډیویي پیغام کې اعلان کړی دی، چې د بنو ښار بازار د پوځ له کنټروله ووت او د دوی په کنټرول کې راغی. دوی زیاتوي؛ په پاکستاني پوځ به یې بریدونه نور هم سخت شي او نورې سیمې هم ترې نیسي.
Sonia Niazi36,668 Aufrufe • vor 3 Monaten

ملا یعقوب: اوس افغانستان د هر چا د ځواب توان لري. طلوع نیوز سره د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب 40 دقیقهیي مرکه نشر شوه، چې مهمو او ناویلو مسایلو ته یې پکې اشاره کړې ده. نوموړي د پاکستان پوځي رژیم سره د وروستیو جګړو، مذاکراتو، سولې او تجارت اړوند مهم معلومات شریک کړي دي، چې تر دې پخوا نشر شوي نه دي. دلته یې پوره مرکه لیدلی شئ.
Sonia Niazi31,929 Aufrufe • vor 3 Monaten

پخوانی وزیر عبدالباري جهاني: ترایح لمونځ له ځانه جوړ شوی دی. د جمهوریت پر مهال د اطلاعات او کلتور وزیر عبدالباري جهاني وایي، چې د روژې مبارکې پر مهال د ترایح لمونځ کول اسلام کې نشته او دا عمر فاروق له ځان جوړ کړی لمونځ دی. د جهاني دغو څرګندونو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي او نوموړی یې په تحریف تورن کړی دی.
Sonia Niazi34,287 Aufrufe • vor 4 Monaten

مولانا فضل الرحمن: د پاکستان اوسني نظام نسکورول واجب دي. د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، چې 5 لکه علماوو فتوا ورکړې ده چې د پاکستان اوسنی نظام منکر دی او د منکر نظام نسکورول واجب دي. نوموړی زیاتوي؛ دا یوازې د ده فتوا نه ده، بلکې 5 بااثره او تکړه علماوو فتوا ورکړې. بلخوا د پاکستاني طالبان یا TTP هم د پاکستان اوسنی نظام منکر ګڼي او پر وړاندې یې جهاد فرض بولي.
Sonia Niazi25,908 Aufrufe • vor 3 Monaten

سرچینې: طالبانو همدا شېبه کونړ کې د پاکستاني پوځ یوه پوسته انفجار کړه. له سیمې څخه باوري سرچینې وایي، چې شېبه وړاندې طالبانو د کونړ دانګام ولسوالۍ بینشاهي سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم یوه پوسته انفجار کړه، چې په ولسي کورونو او موټرو به یې ډزې کولې. دا دویم ځل دی، چې طالبان د پاکستاني پوځ پوستو ته رسېږي او انفجار ورکوي.
Sonia Niazi17,836 Aufrufe • vor 2 Monaten

د پاکستان پوځي رژیم: د مړو انتقالولو لپاره ځانګړې قطعه جوړه کړه. په پاکستان کې د پاکستاني پوځ پر ضد د TTP او بلوچ بېلتونپالو وسلوالو له جګړو سختېدو او زیاتېدو وروسته د پاکستاني پوځ مرګونه بېمخینې زیات شوي دي. راپورونه وایي، چې اوس په ورځني ډول د پاکستاني پوځ لسګونه کسان وژل کېږي او ټپیانېږي، چې له همدې امله د مړو د انتقال ځانګړې قطعه جوړه شوه.
Sonia Niazi22,260 Aufrufe • vor 3 Monaten

ټیکټاک کې زما د شپږ کالو مخکنۍ ویډیو مخې ته راغله، زه یې بېرته پخوانیو یادونو ته یووړم. دا وخت زه د کابل پوهنتون پښتو ادبیاتو په دویم ټولګي کې وم. ځینې د انسانانو په جامه کې شرمښان مو استادان وو، د نجونو عفتونو اخیستلو ته په دوه پښو ناست وو. بېچاره او بېخولې نجونې به یې دام کې ګیرېدلې او زما غوندې بدمعاشو نجونو ته یې کاږه هم نه شو کتلی. د هغو له ډلې یو د فضلي دلال محبوب شاه او بل محمود مرهون وو، چې د نجونو منځ کې په سرو لېوانو مشهور وو.
Sonia Niazi86,072 Aufrufe • vor 1 Jahr

اوزبېکستان: افغانستان یې پینځم ستر سوداګریز شریک شو. د اوزبېکستان د احصایې کمېټې اعلان کړی، چې په تېرو درې میاشتو کې یې افغانستان سره سوداګري 508 میلیونه ډالرو ته لوړه شوې او په دې سره افغانستان د اوزبېکستان پینځم ستر سوداګریز شریک شو. دوی زیاتوي؛ افغانستان سره یې سوداګري ګټوره وه او لا نوره به پراخه شي.
Sonia Niazi11,980 Aufrufe • vor 1 Monat

احمد مسعود: هېڅکله هغه برېښنایي تذکره نه اخلم، چې د افغان کلمه پکې وي. نوموړی زیاتوي؛ برېښنایي تذکره د افغان کلمې له امله د ملي وحدت پر ضد ده او هېڅکله یې نه اخلي. د احمد مسعود ډله ځان افغانان نه ګڼي او وایي هر کس باید د خپل قوم په نوم یاد شي. مسعود وایي، داسې کار یې پلار او رباني هم نه کاوه.
Sonia Niazi69,272 Aufrufe • vor 1 Jahr

طالبانو بدخشان کې د ISI مهم جاسوس نیولی دی. طالبانو پورې تړلې رسنۍ هندوکش د دغه جاسوس کلېپ خپور کړی دی، چې نوموړی پخپل جرم اعتراف کوي او ISI سره د کار په اړه تشریح کوي. دغه جاسوس اعتراف کوي، چې د ISI لخوا د واخان د ناامنه کولو دنده ورکړل شوې وه. د ده په وینا؛ پاکستان او تاجکستان د افغانستان د ناامنه کولو او اقتصادي اهدافو باندې د بریدونو نیت لري.
Sonia Niazi71,745 Aufrufe • vor 1 Jahr

جیونیوز: پاکستاني رسنۍ جیونیوز یو ځل بیا جعلي ویډیو جوړه کړې ده. جیونیوز د ګلبدین حکمتیار پر غږ جعلي او د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ ویډیو جوړه کړې ده، چې نوموړی طالبان د هند تر اغېز لاندې ګڼي. جیونیوز تر دې مخکې د افغان مېرمنو په نوم جعلي ویډیو جوړه کړې وه، چې ګوندې افغان مېرمنې په افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د هوایي بریدونو ملاتړ کوي. د هغې ويډیو پر سر هم دغه رسنۍ ډېره رټل شوې او په جعل تورنه شوې وه.
Sonia Niazi18,131 Aufrufe • vor 3 Monaten

ډونالډ ټرمپ: بیا هېڅکله په افغانستان کې مداخله او چارو کې یې لاسوهنه نه کوو. د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه وینا کې زیاته کړې، چې افغانان حق لري پخپله نظام جوړ کړي او ویې چلوي. د ټرمپ په وینا؛ دوی په افغانستان کې د راغلې سولې ملاتړ کوي او د دوام هیله یې لري.
Sonia Niazi61,429 Aufrufe • vor 1 Jahr

پخوانی افسر امین الله رنجبر: د جمهوریت پر مهال امنخونې د جنسي استفادې په مرکزونو بدلې شوې او د حکومت لومړۍ درجه مشران پکې ښکېل وو. نوموړی زیاتوي؛ د امنخونو مېرمنو ورته ویلي دي، چې هره شپه د حکومت لوړپوړي مشران امنخونو تر ورتلل او ښایسته نجونې یې له ځان سره وړلې. د رنجبر په وینا؛ په دغو چارواکو کې وزیران، د ملي امنیت رییسان، د حوزو امرین او نور چارواکي شامل وو.
Sonia Niazi86,087 Aufrufe • vor 2 Jahren
0:30
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

رحمت الله نبیل: حنیف اتمر او میرویس یاسیني د ISI لومړۍ درجه جاسوسان وو. نوموړی زیاتوي؛ د پاکستان سفارت یو پاکستانی جاسوس یې ونیوه، خو د ننګرهار ولایتي شورا غړي میرویس یاسیني او ملي امنیت مشاور حنیف اتمر زنګونه ووهل، چې د ISI مشر زنګ ورته وهلی او دا کس خوشې کړه. رحمت الله نبیل پخپله تازه مرکه کې د تېر جمهوري حکومت لوړپوړو چارواکو کې د ISI درې جاسوسان افشا کړل، چې احمدضیاء مسعود، حنیف اتمر او میرویس یاسیني دي.
Sonia Niazi78,106 Aufrufe • vor 2 Jahren