
Sonia Niazi
@sonia_niazi6 • 69,568 subscribers
د طلوع نیوز پخوانۍ خبریاله/پرېزنټره او ټولنیزه فعاله!
Shorts
Videos

صالح محمد ریګستانی: د (الله اکبر) ویل مې له وسې نه کېږي. د مقاومت په نوم ډلې نامنهاد قوماندان چې تازه یې افغانستان ته د تلو دعوه کړې، 4 وړاندې یوه ويډیو کې ویلي و چې مقاومت روان دی. نوموړی دومره کمزوری دی، چې وایي د (الله اکبر) ویل مې له وسې نه کېږي. وروستیو کې د دغې ډلې ګڼ مهم غړي ووژل شول او ونیول شول.
Sonia Niazi36,993 просмотров • 7 дней назад

ملاله یوسفزۍ نړۍوالو ته وایي چې افغانستان په رسمیت مه پېژنئ، ځکه طالبان د ښځو حقونه نه ورکوي. خو د پاکستان پر اړه هېڅ نه وایي چې همدا پرون یې 2 افغان ښځې شهیدانې کړې. د مهرنګ بلوچ په اړه هېڅ نه وایي چې زنداني ده. د افغان کډوالو مېرمنو په اړه هېڅ نه وایي، چې د پاکستان زندانونو کې پرتې دي. د مظلومو افغان کډوالو په اړه چوپه خوله ده چې پاکستان یې کورونه ورانوي او په زور او جبر یې باسي. ای دا کږه خوله دې له خاورو ډکه شه.
Sonia Niazi14,369 просмотров • 5 дней назад

پاکستاني طالبان: مشر یې پښتونخوا څخه نوې ویډیو نشر کړې ده. پاکستان طالبان یا TTP وایي، چې د دغې ډلې مشر نور ولي محسود د خیبرپښتونخوا یوې سیمې څخه تازه ویډیو نشر کړې ده، چې نوې او پرمختللې وسلې هم ورسره لیدل کېږي. دوی زیاتوي؛ د هوا په ګرمېدو سره به یې بریدونه څو چنده زیات او زورور شي.
Sonia Niazi44,163 просмотров • 6 месяцев назад

په رسنیز ډګر کې مې یو ناپوره ارمان و، چې هغه هم بېګاه د بيبيسي درنو همکارانو له برکته پوره شو، مننه ترې کوم. له ښاغلي مجاهد صاحب سره مخامخ مرکه او پوښتنه مې ارمان و، چې بېګاه شپه د بيبيسي پښتو په اېکس سپیس کې ورسره مخ شوم. مجاهد صاحب له ډېر وخت وینم او څارم، خو ما یې رسنیز ډګر کې هېڅ ساری نه دی لیدلی. د نجونو د تعلیم او اساسي قانون اړوند مې ترې پوښتنې وکړې، په ډېره نرمه او قانع کوونکې لهجه یې ځوابونه راکړل. مننه ترې کوم. Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
Sonia Niazi131,056 просмотров • 2 лет назад

پاکستاني طالبان: د بنو بازار د دوی په کنټرول کې شو. پاکستاني طالبان یا TTP په تازه ویډیویي پیغام کې اعلان کړی دی، چې د بنو ښار بازار د پوځ له کنټروله ووت او د دوی په کنټرول کې راغی. دوی زیاتوي؛ په پاکستاني پوځ به یې بریدونه نور هم سخت شي او نورې سیمې هم ترې نیسي.
Sonia Niazi36,693 просмотров • 7 месяцев назад

پاکستاني طالبان: پخپل لاس جوړ کړی توغندی یې توغولی دی. پاکستاني طالبان یا TTP وایي، چې تېره ورځ یې د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د پوځ په مرکز پخپل لاس جوړ کړی توغندی توغولی، چې درانه تلفات یې اړولي دي. دوی زیاتوي؛ دغه توغندی 200 کیلوګرامه وزن لري، چې درانه تلفات اړوي. عیني شاهدان وایي، چې د دغه توغندي غږ تر لرې سیمو اورېدل شوی او درانه تلفات یې اړولي دي.
Sonia Niazi30,795 просмотров • 5 месяцев назад

پخوانی وزیر عبدالباري جهاني: ترایح لمونځ له ځانه جوړ شوی دی. د جمهوریت پر مهال د اطلاعات او کلتور وزیر عبدالباري جهاني وایي، چې د روژې مبارکې پر مهال د ترایح لمونځ کول اسلام کې نشته او دا عمر فاروق له ځان جوړ کړی لمونځ دی. د جهاني دغو څرګندونو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي او نوموړی یې په تحریف تورن کړی دی.
Sonia Niazi34,289 просмотров • 7 месяцев назад

ملا یعقوب: اوس افغانستان د هر چا د ځواب توان لري. طلوع نیوز سره د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب 40 دقیقهیي مرکه نشر شوه، چې مهمو او ناویلو مسایلو ته یې پکې اشاره کړې ده. نوموړي د پاکستان پوځي رژیم سره د وروستیو جګړو، مذاکراتو، سولې او تجارت اړوند مهم معلومات شریک کړي دي، چې تر دې پخوا نشر شوي نه دي. دلته یې پوره مرکه لیدلی شئ.
Sonia Niazi32,396 просмотров • 6 месяцев назад

ټیکټاک کې زما د شپږ کالو مخکنۍ ویډیو مخې ته راغله، زه یې بېرته پخوانیو یادونو ته یووړم. دا وخت زه د کابل پوهنتون پښتو ادبیاتو په دویم ټولګي کې وم. ځینې د انسانانو په جامه کې شرمښان مو استادان وو، د نجونو عفتونو اخیستلو ته په دوه پښو ناست وو. بېچاره او بېخولې نجونې به یې دام کې ګیرېدلې او زما غوندې بدمعاشو نجونو ته یې کاږه هم نه شو کتلی. د هغو له ډلې یو د فضلي دلال محبوب شاه او بل محمود مرهون وو، چې د نجونو منځ کې په سرو لېوانو مشهور وو.
Sonia Niazi86,998 просмотров • 2 лет назад

احمد مسعود: هېڅکله هغه برېښنایي تذکره نه اخلم، چې د افغان کلمه پکې وي. نوموړی زیاتوي؛ برېښنایي تذکره د افغان کلمې له امله د ملي وحدت پر ضد ده او هېڅکله یې نه اخلي. د احمد مسعود ډله ځان افغانان نه ګڼي او وایي هر کس باید د خپل قوم په نوم یاد شي. مسعود وایي، داسې کار یې پلار او رباني هم نه کاوه.
Sonia Niazi69,286 просмотров • 1 год назад

طالبانو بدخشان کې د ISI مهم جاسوس نیولی دی. طالبانو پورې تړلې رسنۍ هندوکش د دغه جاسوس کلېپ خپور کړی دی، چې نوموړی پخپل جرم اعتراف کوي او ISI سره د کار په اړه تشریح کوي. دغه جاسوس اعتراف کوي، چې د ISI لخوا د واخان د ناامنه کولو دنده ورکړل شوې وه. د ده په وینا؛ پاکستان او تاجکستان د افغانستان د ناامنه کولو او اقتصادي اهدافو باندې د بریدونو نیت لري.
Sonia Niazi71,797 просмотров • 2 лет назад

پخوانی افسر امین الله رنجبر: د جمهوریت پر مهال امنخونې د جنسي استفادې په مرکزونو بدلې شوې او د حکومت لومړۍ درجه مشران پکې ښکېل وو. نوموړی زیاتوي؛ د امنخونو مېرمنو ورته ویلي دي، چې هره شپه د حکومت لوړپوړي مشران امنخونو تر ورتلل او ښایسته نجونې یې له ځان سره وړلې. د رنجبر په وینا؛ په دغو چارواکو کې وزیران، د ملي امنیت رییسان، د حوزو امرین او نور چارواکي شامل وو.
Sonia Niazi86,109 просмотров • 2 лет назад

مولانا فضل الرحمن: د پاکستان اوسني نظام نسکورول واجب دي. د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، چې 5 لکه علماوو فتوا ورکړې ده چې د پاکستان اوسنی نظام منکر دی او د منکر نظام نسکورول واجب دي. نوموړی زیاتوي؛ دا یوازې د ده فتوا نه ده، بلکې 5 بااثره او تکړه علماوو فتوا ورکړې. بلخوا د پاکستاني طالبان یا TTP هم د پاکستان اوسنی نظام منکر ګڼي او پر وړاندې یې جهاد فرض بولي.
Sonia Niazi25,934 просмотров • 6 месяцев назад

ډونالډ ټرمپ: بیا هېڅکله په افغانستان کې مداخله او چارو کې یې لاسوهنه نه کوو. د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه وینا کې زیاته کړې، چې افغانان حق لري پخپله نظام جوړ کړي او ویې چلوي. د ټرمپ په وینا؛ دوی په افغانستان کې د راغلې سولې ملاتړ کوي او د دوام هیله یې لري.
Sonia Niazi61,454 просмотров • 1 год назад
0:30
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د سرحدي پولیسو ریاست: چین سره د واخان دهلېز پوځي څارنه وشوه. د اوسني افغان حکومت د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال وایي، چې د چین تر پولې یې د واخان دهلېز پوځي څېړنه وکړه. نوموړی زیاتوي؛ سرحدي ځواکونو دلته د امن فضا قایمه کړې او د هېڅ ډول ستونزې درک نه لیدل کېده.
Sonia Niazi15,614 просмотров • 3 месяцев назад

رحمت الله نبیل: حنیف اتمر او میرویس یاسیني د ISI لومړۍ درجه جاسوسان وو. نوموړی زیاتوي؛ د پاکستان سفارت یو پاکستانی جاسوس یې ونیوه، خو د ننګرهار ولایتي شورا غړي میرویس یاسیني او ملي امنیت مشاور حنیف اتمر زنګونه ووهل، چې د ISI مشر زنګ ورته وهلی او دا کس خوشې کړه. رحمت الله نبیل پخپله تازه مرکه کې د تېر جمهوري حکومت لوړپوړو چارواکو کې د ISI درې جاسوسان افشا کړل، چې احمدضیاء مسعود، حنیف اتمر او میرویس یاسیني دي.
Sonia Niazi78,139 просмотров • 2 лет назад