Tawab Abdullah's banner
Tawab Abdullah's profile picture

Tawab Abdullah

@TawabAbdullah0158,141 subscribers

ريښتيا ويل د قدرت نښه ده 🇦🇫🇸🇦Political analyst, entrepreneur, motivational speaker Languages Eng, Dari, Pashto & Urdu freedom of speech is my human right

Shorts

دا هم نن د شکاګو ښار کی د فلسطین په حق کی ستر لاریون ان شاء الله نړئ نوره د راویښیدو په حالت کی ده. دوستانو د کاپي پوسټ پر ځای ریپوسټ وکړئ اسانه دی. 🇵🇸🇵🇸🇵🇸🇵🇸

دا هم نن د شکاګو ښار کی د فلسطین په حق کی ستر لاریون ان شاء الله نړئ نوره د راویښیدو په حالت کی ده. دوستانو د کاپي پوسټ پر ځای ریپوسټ وکړئ اسانه دی. 🇵🇸🇵🇸🇵🇸🇵🇸

12,269 Aufrufe

Videos

TawabAbdullah01's profile picture

#ريښتياويل_د_قدرت_نښه_ده. د اشغالگرو د وتلو ورځ دی چی د دوحی د ناکام تړون په اساس له هيواد وتلي ټولو امارتيانو ته مبارک وي. او د هيواد هغه ازادي چی بهرني سرتېري زمونږ د هيواد څخه وتلي دي ټولو ازادي غوښتونکو او سرښندونکو مجاهدينو او جهادپال ملت ته مبارک وي. زه دوه پوښتنی مطرح کوم. ملت له چا سره دی؟ ملت څه غواړي؟ دا هر څه ملت ګوري او د ملت په اعمالو کښی ورسره مينه، محبت کرکه او نفرت له وريه څرګنديږي نه د وخت د حکامو په دعوو، دلته پرون جمهوريتيانو ددی ملت د خپلولو دعوه کوله نن يي امارتيان کوي خو همدی ملت پرون جمهوريتيان په څپیړه وهلي وو نن يي په يوه خاموشه او گونګه لهجه پدی ورځ د نه راټوليدو يوه درنه څپیړه امارت ته هم ورکړه (( وتعز من تشاء وتذل من تشاء)) د نورو په پيسو راوستل شوي په زور او ځواک خبرداريو ورکولو د خلکو راټولول جانبي عواقب لري حتماً نن ورځ د رسنيو له لاری می وليدل چی د لوی پاکستان ۱۴ اګست ورځ لمانځل کيږي په مختلف نوم او عنوان سره خو افغانان به هيڅکله چوده ۱۴ اګست د افغانستان د غیور ملت د ازادئ د ورځی په حيث ونه پيژني تر څو دا جهان وي تر هغی به زمونږ په تاريخ کښی ۱۴ زمونږ د هيواد د ماتيدو او د يو ستر کور د نړيدو ورځ وي. د تاريخ څخه ناخبره د خپل هويت څخه ناخبره د سياست څخه ناخبره به ځانونه د غلامو ملتونو سره په رديف کښی راوړي. د افغانستان په تاريخ کښی ۱۴ اگست ددی هيواد د تقسيميدلو او د سرطان دانی پاکستان د راپيدا کيدلو ورځ ده چی تر ننه ورڅخه دا ملت او دا هيواد زوريږي او په ټوله مانا ورڅخه کرکه او نفرت کوي څوک حال وايي او څوک يي پټوي مګر ځيني د پاکستان ښکاره غلامي او رياست مني خو شعارونه د دښمنئ ورکوي د ملت د تير ويستلو پخاطر..... هسی څه پوری رایاده شوه د مجازي نړئ خياتان دی لګيا وي پرتوگونه دی ګنډي ماته دی کنځلې کوي خو ځمکني حقايق روښانه دي له ورايه ښکاري چی څوک دی ملت استفراق کړي او چا دا ملت يرغمل نيولی دی د بهرنیو ابرقدرتونو په وساطت او مرسته. نوټ: ولس می مخاطب نه د تحريک طالبان افغانستان د ګوند پلويان هغوی به کنځلې کوي او ماته يي د کنځلو پروا نه راځي. خو يو نيم ته کنځل ليکم د هغوی په ژبه ځکه تر څو پوه شي چی نورو ته کنځل کول پريږدي ريښتيا ويل د قدرت نښه ده. لدی وروستيو صحنو معلوميږي د فلسطين د يو ستر مبارز اسماعيل هنيه فاتحه او نن ددوی د ۱۴ اګست لمانځل ښايي چی ملت لدوی ناراضه دی خو ددوی پر سترګو الله تعالی مهر لګولی دی ديته د ملت ناراضي نښکاري ددوی سترګی قدرت زور او ځواک ړندې کړيدي ملت هيڅ نه ګوري چې ملت ورڅخه څه غواړي. اوسنی حکومت چی د دوحی د ننګينی معاهدی په نتيجه کښی رامنځته شویدی د يو ګوند تر کچی هم نشي کولی چی خپل خلک راټول کړي ځکه دوی خلک نلري ددوی خپله ادعا ده چی ټول ۷۰۰۰۰ کسان وو مونږ نو که هغه ټول راټول کړي امنيت په چا ساتي؟ او که هغ راټول کړي وو نو ايله يي غازي سټډيوم پری څه ناڅه ډک کری وو. لاندی ويډيو ګانو کی وګورئ ملت له چا سره دی؟

Tawab Abdullah

11,900 Aufrufe • vor 1 Jahr

Keine weiteren Inhalte verfügbar