
Tawab Abdullah
@TawabAbdullah01 • 58,141 subscribers
ريښتيا ويل د قدرت نښه ده 🇦🇫🇸🇦Political analyst, entrepreneur, motivational speaker Languages Eng, Dari, Pashto & Urdu freedom of speech is my human right
Shorts
Videos

تقريباً څه کم يو ساعت مخکې پېنسلوانيا کې ټرمپ باندی وژونکې حمله وشوه خو داسی ښکاري چی سر سري زخمي شويدی.
Tawab Abdullah51,465 görüntüleme • 2 yıl önce

#ريښتيا_ويل_د_قدرت_نښه_ده. مسلمان پر مسلمان حق لري چی په غم او خوشحالۍ کښی ورسره يو ځای ودريږي. لدی ځایه د حزبيانو او د ااا د مجاهدينو دينوي او عقيدوي ورورگلوي ثابتیږي سره د ټولو سياسي اختلافاتو مگر مونږ د مسلمانانو او مجاهدینو په حيث د يو بل په درد دردمند يو همدا وجه ده چی جناب حکمتيار صاحب د پکتيا لری پرتی سيمي ته سفر کړيدي د تسليت او تعزيت پخاطر. خو دی نيږدې والي هم د دوښمن له سترګو خوب وړی دی او د دوښمن ټول ماشين په همدی سفر د پرون راهيسی لگيا دی او بيځايه تبليغات کوي دوی د مسلمانانو نيږدي والی نشي زغملی دوی غواړي مسلمانان تل سره پخپلو کښي خفه وي تر څو دوی ته ميدان خالي وي يو مسلمان پر مسلمان توهین او تحقير کړي او دوی خپل رزالت ته ادامه ورکړي ددی هيواد دوښمنان دی تل شرمنده او مخ توري اوسي. د اسلامي امت د يو ځای کيدو په هيله.
Tawab Abdullah36,964 görüntüleme • 1 yıl önce

#ريښتيا_ويل_د_قدرت_نښه_ده. داسی وخت راغلی چی غلام ابن غلام د مجاهد تعريف کوي زما مجاهد او مؤمن ولس ته. عجيبه ده پلار ئي د شوروي غلام و زوی ئي د ناټو او امريکا مشترک غلام د جهاد او مجاهد څخه کرکه او نفرت اظهاروي او د خپل حکومت د شريکوالو ګنده کړنې په مجاهدينو تاوانوي. نه جنابه مجاهدين تاسی پلچرخي، باگرام او گونتانامو ته وړل همداسی مو د هيواد په ټولو ولايتونو کې په زندانونو کې اچولي و هغه مجاهدين و دا خپل د ټامهوريت ګند مو پر مونږ مه تاوانوئ. مونږ سره مجاهد هغه دی چی د الله تعالی په لار کې د الهي نظام د حاکمیت لپاره قرباني ورکوي نه د ډالرو لپاره خپل هيوادوال وژني لکه ته کمونيست زاده.
Tawab Abdullah11,739 görüntüleme • 1 yıl önce

#ريښتياويل_د_قدرت_نښه_ده. د اشغالگرو د وتلو ورځ دی چی د دوحی د ناکام تړون په اساس له هيواد وتلي ټولو امارتيانو ته مبارک وي. او د هيواد هغه ازادي چی بهرني سرتېري زمونږ د هيواد څخه وتلي دي ټولو ازادي غوښتونکو او سرښندونکو مجاهدينو او جهادپال ملت ته مبارک وي. زه دوه پوښتنی مطرح کوم. ملت له چا سره دی؟ ملت څه غواړي؟ دا هر څه ملت ګوري او د ملت په اعمالو کښی ورسره مينه، محبت کرکه او نفرت له وريه څرګنديږي نه د وخت د حکامو په دعوو، دلته پرون جمهوريتيانو ددی ملت د خپلولو دعوه کوله نن يي امارتيان کوي خو همدی ملت پرون جمهوريتيان په څپیړه وهلي وو نن يي په يوه خاموشه او گونګه لهجه پدی ورځ د نه راټوليدو يوه درنه څپیړه امارت ته هم ورکړه (( وتعز من تشاء وتذل من تشاء)) د نورو په پيسو راوستل شوي په زور او ځواک خبرداريو ورکولو د خلکو راټولول جانبي عواقب لري حتماً نن ورځ د رسنيو له لاری می وليدل چی د لوی پاکستان ۱۴ اګست ورځ لمانځل کيږي په مختلف نوم او عنوان سره خو افغانان به هيڅکله چوده ۱۴ اګست د افغانستان د غیور ملت د ازادئ د ورځی په حيث ونه پيژني تر څو دا جهان وي تر هغی به زمونږ په تاريخ کښی ۱۴ زمونږ د هيواد د ماتيدو او د يو ستر کور د نړيدو ورځ وي. د تاريخ څخه ناخبره د خپل هويت څخه ناخبره د سياست څخه ناخبره به ځانونه د غلامو ملتونو سره په رديف کښی راوړي. د افغانستان په تاريخ کښی ۱۴ اگست ددی هيواد د تقسيميدلو او د سرطان دانی پاکستان د راپيدا کيدلو ورځ ده چی تر ننه ورڅخه دا ملت او دا هيواد زوريږي او په ټوله مانا ورڅخه کرکه او نفرت کوي څوک حال وايي او څوک يي پټوي مګر ځيني د پاکستان ښکاره غلامي او رياست مني خو شعارونه د دښمنئ ورکوي د ملت د تير ويستلو پخاطر..... هسی څه پوری رایاده شوه د مجازي نړئ خياتان دی لګيا وي پرتوگونه دی ګنډي ماته دی کنځلې کوي خو ځمکني حقايق روښانه دي له ورايه ښکاري چی څوک دی ملت استفراق کړي او چا دا ملت يرغمل نيولی دی د بهرنیو ابرقدرتونو په وساطت او مرسته. نوټ: ولس می مخاطب نه د تحريک طالبان افغانستان د ګوند پلويان هغوی به کنځلې کوي او ماته يي د کنځلو پروا نه راځي. خو يو نيم ته کنځل ليکم د هغوی په ژبه ځکه تر څو پوه شي چی نورو ته کنځل کول پريږدي ريښتيا ويل د قدرت نښه ده. لدی وروستيو صحنو معلوميږي د فلسطين د يو ستر مبارز اسماعيل هنيه فاتحه او نن ددوی د ۱۴ اګست لمانځل ښايي چی ملت لدوی ناراضه دی خو ددوی پر سترګو الله تعالی مهر لګولی دی ديته د ملت ناراضي نښکاري ددوی سترګی قدرت زور او ځواک ړندې کړيدي ملت هيڅ نه ګوري چې ملت ورڅخه څه غواړي. اوسنی حکومت چی د دوحی د ننګينی معاهدی په نتيجه کښی رامنځته شویدی د يو ګوند تر کچی هم نشي کولی چی خپل خلک راټول کړي ځکه دوی خلک نلري ددوی خپله ادعا ده چی ټول ۷۰۰۰۰ کسان وو مونږ نو که هغه ټول راټول کړي امنيت په چا ساتي؟ او که هغ راټول کړي وو نو ايله يي غازي سټډيوم پری څه ناڅه ډک کری وو. لاندی ويډيو ګانو کی وګورئ ملت له چا سره دی؟
Tawab Abdullah11,900 görüntüleme • 1 yıl önce
Daha fazla içerik yok.

