
JALALZAI
@TheLostJalalzai • 59,069 subscribers
Writer. Maverick. Pacifist. Here, I offer a blend of insight, satire, and political commentary on Afghan society, mostly in Dari and Pashto.
Shorts
Videos

د پښتنو جبهه ختمه سوه! هغه کسان چې نن ورځ په افغانستان کې په قدرت کې دي، د پښتنوجبهه همدا ده. دا چې اوس زما او ستا نه خوښېږي هغه ځان ته خبره ده. موږ به د خپل حق لپاره سوله ایزه مبارزه کوو. د پښتنو یوه جبهه د روس پر ضد وه. د پښتنو یوه جبهه د امریکا پر ضد وه. په افغانستان کې اوسنی وضعیت د افغانانو خپل مشکل دی او باید یې به خپله د مرکو او جرګو له لاري حل کړي. دا چې زه چوکۍ غواړم او زه جبهه شروع کوم نور د هیڅ پښتانه مسولیت نه دی. موږ او تاسو باید د هیڅ چا د جګړې مسولیت وا نخلو! بس خلاص!
JALALZAI38,367 Aufrufe • vor 1 Jahr

در مورد هویت، وطن و افغانیت رای استاد رای من است. نه یک ذره کم، نه یک دره زیاد. ها، خدا کند که زنده باشم و روزی را بیبینم که استاد جلال د صنف حقوق پوهنتون کابل، پیش تخته ایستاده باشه و صحبت کرده بره و این بار اگر بالای بی سلیقه گی لباس مه هم خنده کرد میگم حلالت استاد! افتخار می کنم به استاد و تشکرمیکنم از خاک پاک بدخشان که ای رقم یک فرزند مسلمان، با وجدان، با حیا ، وطندار و وطنپرست را به مردم افغانستان داد!
JALALZAI11,129 Aufrufe • vor 6 Monaten

پر اسلامي امارت نړیوالو بندیزونو د افغانستان د اقتصاد ملا ماته کړې ده. افغانستان ته ملیاردونه تاوان له دې رسېدلی چې پانګه یې کنګل ده، له نړیوال بانکي سیسټمه ایستل سوی او تر اقتصادي بندیز لاندې دی. دا د افغانستان تاوان دی. دا د افرادو ماتې نده. موږ ولي افغانستان ته اکثر په افغانستان کې د حاکمو نظام په سترګه ګورو؟ ولي اکثر د یوه حاکم نظام په اړه زموږ نظر د افغانستان په اړه زموږ دریځ تعریفوي؟ مثلاً، زه مجاهد یم. په افغانستان کې خلق او پرچم حاکم دي. ایا افغانستان باید چپه سي، تاسیسات یې ړنګ سي، اقتصاد یې صفر سي او زیربنايي سیسټمونه یې چپه سي؟ ولي؟
JALALZAI16,222 Aufrufe • vor 11 Monaten

زما د واده یو اساسي شرط 😁 زما پلار د خپل کلي له پخوانیو سپينږیرو سره عجبه مینه لري. وايي، سږکال چې وطن ته ولاړ سي، په کلي کې په ټولو سپينږیرو پسې چې وفات سوي خیرات کوي. زه ورته وام بابا خیرات به د قوش تیپې کوې او خلکو ته به وایې چې په سپينږیرو پسې مي کړی دی. موږ بېچاره ګان خو د قوش تیپې ملاتړ نه سو کولائ. زمو بیچاره ګانو وطن خو یو څو تښتېدلو اجاره کړی دی. هغوي دا فیصله کوي چې د کومې پروژې ملاتړ وکړو او دکومې پروژې مخالفت وکړو. موږ که د وطن خبره وکړه بیا خو تښتېدلي ناموسي اتهامات راباندي لګوي. مګر که خداي د طالبانو پالیسې بدله کړه اودې خلکوته یې چوکۍ ورکړې چې دوي بیا په سپاټو مصروف سي او موږ بیچاره ګان خپل غم ته خلاص سو 😂 به هر حال، موږ چې له پلار سره مجلس کوو، د خپل کلي پخواني سپینږیري یادوي، کیسې راته کوي، بیا افسوس کوي چې مړه سوي دي. په خپلو ورځنیو مکالمو کې هم موږ ته ګاهي - ګاهي د هغو خلکو متلونه کوي. دا متل اکثر ما ته وايي: عقل دي خپل خوښ دی، کار دي د بل خوښ دی. دا خبره ځکه کوي چې زه په عمومي ډول زحمتکشه نه یم. ما ته دا خوند نه راکوي چې ځان ته زحمت ورکړم. مثلاً، یو شی که پر ځمکه پروت وي، زه یې په پښه را پورته کوم، دا چې په ملا ور ټيټه سم او په لاس یې را واخلم زما لپاره سخت کار دی. که یو کار بل څوک کولائ سي، زه رهنمايي ورته کوم خو دا مي نه ده په وس پوره چې زه خپله ورسم او کار وکړم. مثلاً، له کله چې کار کوم او خپلې پیسې لرم، هېڅ وخت مي نه را په یاد کېږي چې خپل کالي مي په خپله پیرولي یا اوتوکړي وي. زه یې خشکه شوي ته وړم. کور مي هم په خپله نه دی پاک کړی. د کور پاکولو ښځه را غواړم . دا په دې معنی نه ده چې زه اصراف کوم. زه قیمتي کالي نه اخلم. زاړه کالي اغوندم او هغه پیسې صفا کارې او خشکه شوي ته ورکوم. زما زاړه کالي خوښ دي خو زحمتکشي مي نه خوښېږي. پر دې منطق، زما موټر چلول نه دي زده. په امریکا کې ډېر خلک راته حیران سي چې ولي مي موټر نه دی زده. په امریکا چې د چا موټر نه دی زده یعنې له کوره دباندي نه سې وتلائ. زما یو اساسي دلیل چې په نیویارک کې اوسېږم دا دی چې ښاري موټر لري. یا هغه د افغانستان په سیسټم، سرویسونه لري. زه په سرویس کي ګرځم خو دا زحمت مي له لاسه نه کیږي چې موټر به چلوم، پاکوم، ترمیموم. دلته ټکسي سته خو ګرانه ده. نو زه پیسې نه پر ضایع کوم. په سرویس کي ځم. چیرته چي سرویس نه ځي، پیاده ځم. نو ما ولي موټر نه زده کول؟ د دې لپاره چې زه وام هره ښځه باید له داسي سړي سره واده وکړي چې موټر وچلوي. حد اقل زه له داسي چا سره واده نکوم چې موټر نه چلوي. او چې بل څوک موټر راته چلوي، زه یې ولي تکلیف پر ځان واخلم؟ زما د ژوند فلسلفه دا ده چې موږ خداي پاک د دې لپاره نه یوو پیدا کړي چې پر ځان زحمت او مشقت تېر کړو. موږ یې د دې لپاره پیدا کړي یوو چې ښه ژوند وکړو، په مینه او محبت کي او ځان ته ژوند اسان کړو. موټر ته شپيګ ټیرونه واچوه شین راکیټ ویلوړ دی چې ته پیره کړې زه اوربل جوړ کړم په مینه ملګری وايي چې شین راکیټ د خوست له ډېرو مشهورو سندرو ده. خیست/شرۍ/شورۍ/لغات 😁
JALALZAI25,892 Aufrufe • vor 2 Jahren

اوه! اغای لشکری 😂 زه په خداي نه پوهیږم چي دې خلکو ملا تړلې چي له تعلیمه د ولس زړه د ابد لپاره ور تور کړي که څه کیسه ده؟ امریکا ږغ، د خداي روي دی، لږ توجه وکړئ چي داسي خلک د نجونو پر تعلیم خبري کوي، عواقب يي څه دي. داسي نه چي خلک دا ګوري او ووايي چي موږ تیر یو له تحصيل او له مکتبه؟ البته، امریکا ږغ شاید ووايي چي د يوي خبري ادارې په توګه د افغانستان په وړاندي دا اخلاقي مسولیت نلري او هغه شی خپروي چي خلک یي ګوري او د خبري اصولو په چوکاټ برابر وي. خو زه فکر کوم چي هر ژورنالیست په نهایت کي انسان دی او انسانان اخلاقي مسولیتونه لري، د خپلې ټولنې په اړه اخلاقي تعهد لري، حتی که هغه ورڅخه پاته او تباه وطن افغانستان وي. به هر حال، د مخکنۍ ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د وکیلانو شهرت موجود دی. مال، ته راځه چي دې ښځي څه تحصيلات لري. البته، تاسو ته دي معلومه وي چي زه تر یوې مودې وروسته د خبریالي په وخت کي زیاته د شرقي اروپا او منځني ختيځ پر حالاتو متمرکزه وم. په اخر کي خو باور وکړئ چي د ګډوډي له لاسه يو حمدالله محب او اشرف غني چوکۍ راته معلومه وه . خیر ، د ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د ټولو وکیلانو سوانح سته او لیکلي يي دي چي چا کوم مکتب ویلی او د څه شي يي پوهنتون ویلی دی. د دې ښځې په اړه لیکل سوي چي دا د ١٣٦١ کال متولده ده . يعني دا اوس د ٤٢ کالو ده. دې په ٢٠١١ کال کي د ولسي جرګې په نتایجو کي د جنجال له کبله اعتصاب کړی و. يعني هغه وخت دا ٢٨ کلنه وه 😂 تاسو يي د اعتصاب د وخت عکس وګورئ! به هر حال، خیر دی. تر عمر به يي ور تېر سو. خو حقیقت ؟ اوس نو د دې له نوم سره لیکل سوي چي د زورنالیزم لیسانس لري. مګر دا نسته چي مکتب يي چیرته لوستي او لیسانس يي له کومه اخیستی دی. دا وايي چي په ایران کي مهاجره وه. نو څنګه يي مکتب وویل؟ ایران خو مهاجرو ته اجازه نه ورکوله . ښه دا به استدلال وکړي چي استثنايي مکتب يي ويلی دی. مګر کوم مکتب؟ او د کوم پوهنتون لیسانس ؟ په وروستیو دوو لسیزو کي ډير خلک چي داسي ګومان کیږي چي د ايران ول، په افغانستان کي مقرر ول. تاسو به د ارګ د هغې مشاورې کیسه اوریدلي وي چي ول له ایرانه راغلې او راساً په ارګ کي مقرره سوې وه او اشرف غني لا نه سول برطرفه کولائ ؟ به هر حال، دا ښځه اوس په کاناډا مبارکه کي اوسېږي. وايي زړه مي ډیر درد لري ځکه حکومت خاین و. يعني د افغانستان داسي "قدرونه" له لاسه ولاړل. کاناډا سره ګلونه وړې 😂 کاناډا زوي مړي به څومره پیش رفته سي 😂 اوس نو لکه هندي فلم چي په اخر کي سړی و نه پوهیږي چي هلک مړ سو که يي له نجلۍ سره واده وکړ، څومره انسان سوختي سي، هو؟ سوال: زه ونه پوهیدم چي دا يي وژړل که يي ادا وکړه ؟ بل سوال، د افغانستان خلک چي دا نن انتخاباتو ته ولاړ سي، صادقانه ووایاست چي سیمین بارکزۍ ته رایه ورکوي که یوه بیخي معمولي طالب ته چي مکتب يي هم بند کړی دی؟ ملت بل رنګ په مخمسه کي دی!
JALALZAI23,863 Aufrufe • vor 2 Jahren

ملګرو تاسو به هم حیران یاست چې د ژورنالیست کار څه شی دی؟ اساسي کار یې دا دی چې له چارواکو، حاکمانو، زورمندانو او هغو خلکو سوال وکړي چې دملت د برخلیک په اړه پرېکړې کوي. سوال باید د خلکو د حق لپاره وي او حقیقت ته له نږدې کېدوسره مرسته وکړي. خو ژورنالیستان باید د سوال کولو ازادي ولري. دا د حکومتونو مسولیت دی چې ژورنالیستانو ته د کار ازادانه فضا برابره کړي. ژورنالیستانو ته باید امنیت ورکړي او معلومات ورکړي او خبرې ورسره وکړي. ما په تېر یوه کال کې څو واره له امیرخان متقي صاحب سره د مرکې تقاضا وکړه خو زما تقاضا رد سوه. شاید پدې خاطر چې زه اندړه یم؟ واي، د سلیمانخېل وزه مړه سوې وه. روژه وه. سلیمانخېل روژه خوړلې وه. ول، خدای ګله ته مي وزې وهه ، زه به دي روزې وهم. خیر: خپلې خبرې به دلته وکړم:
JALALZAI15,044 Aufrufe • vor 1 Jahr