
ZAWIA NEWS
@ZawiaNews • 153,729 subscribers
Uncensored news from Afghanistan. Banned by the Taliban, but not silenced. #Resistance #FreePress #AfghanNews #پښتو_خبرونه
Shorts
Videos
1:16
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

دا د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د صوفیانو جامع جومات امام مولوي محمد عيسا دی، چې ده ته د دم او تعويذ لپاره په وړل شوې يوې ځوانې ناروغې ښځې درې ځله د جنسي تېري کيسه کوي. زاويه نيوز د ټولنيزو حساسيتونو له وجې په ويډيو کې د ملا لخوا د جنسي غړو د نومونو اخيستو، ښکنځلو او درې ځله په غليظ ډول د جنسي تېري د اقرار برخې خاموشه کړې دي. #فساد
ZAWIA NEWS47,423 views • 7 days ago

د خوست د صبريو ولسوالۍ په کورړو کلي کې يو ملا چې تازه له پاکستان څخه اخراج شوی، د ورځې سلګونه ناروغان د ۵۰ افغانيو فيس په بدل کې ګوري. نوموړي ادعا کوي، چې د هر ډول ناروغيو د علاج وړتيا لري. دی د پيريانو، سرطان، فلج، معدې، زېړي او ګڼو نورو ناروغيو د علاج ادعا کوي، چې ناروغانو کې يې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د هغه د ناروغانو له منځه دغه ويډيو د زاويه نيوز يو لوستونکي استولې ده.
ZAWIA NEWS20,342 views • 3 days ago
0:21
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

دا په کابل کې د وزير محمد اکبر خان روغتون دی، چې ډاکتران د امر بالمعروف د امر پر اساس ټول په لمانځه ولاړ دي، خو عاجل ناروغ څخه وينې بهېږي او هېڅوک يې د پوښتنې نشته. زاويه نيوز ته په رسېدلې ويډيو کې ليدل کېږي، چې د ناروغ له پښې په شديد ډول وينې روانې دي، هېڅوک د عاجل ناروغ د پوښښ په کيسه کې ندي او ټول ډاکتران په لمانځه ولاړ دي. همدارنګه د دغه روغتون د عملیات خونې مخې ته ناروغان پر ځمکه پراته دي او هېڅ راز اسانتياوې ورته نشته دي. #روغتيا
ZAWIA NEWS22,256 views • 4 days ago

سهار پخير وطنه 🇦🇫 په ۲۰۰۱ کال کې د سي ان ان خبرياله کريسټين امانپور په کندهار کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ماڼۍ ته ورغلې وه او دغه راپور يې پرې جوړ کړی و. په ويډيو کې ليدل کېږي؛ هماغه مهال چې خلکو په کندهار کې د څښاک اوبو او برېښنا ته هېڅ لاسرسی ندرلود، د طالبانو د مشر ماڼۍ هرې خونې ايرکنډېشن درلود او په غوجل کې يې هم خپلو حيواناتو ته چتي پکي لګولي وو. طالبان چې ادعا کوي مشر يې ساده ژوند درلود، دغه راپور ياده ادعا ردوي او هماغه مهال د افغانستان د نورو جنګسالارانو په څېر د ملا محمد عمر د «زرق و برق ژوند» څخه پرده پورته کوي. #تاريخ
ZAWIA NEWS31,905 views • 7 days ago

د پاکستان لخوا له ايران سره د سوداګريزو لارو تړل کېدو په غبرګون کې د ایران د مايع ګازو تر ټولو لویې صادرونکې کمپنۍ «ډاټ وان» مشر بابک زنجاني پر خپل ايکس دغه ويډيو خپره کړې او ويلي يې دي، دا چې پاکستان اعلان کړی چې له عمان څخه يې ګاز پېرلي او اوس په پاکستان کې د ګازو قېمتونه ټيټ شوي، نو دوی هم خپل مسير د پاکستان پر ځای افغانستان، تاجيکستان، چین، ازبکستان، قزاقستان او ترکيې ته اړوي او دې هېوادونو ته د صادراتو لړۍ يې چټکه کړې ده: «سر له سبا به پر پاکستان د پلورل کېدونکو ګازو د هرې ۱۱.۸ کيلوګرامه ګاز ډبې بيه له ۱۰ زره پاکستاني کلدارو څخه ۱۳ زره کلدارو ته ورسېږي، ترڅو پاکستان د ايرانستاني سوداګرو قدرت درک کړي او له ایران سره د پولو تړلو اشتباهي تصميم يې وروستی ځل شي. دا فشار د يو امريکايي نظامي حکومت لخوا پر خپل ملت فشار راوړلو ته ځواب دی.»
ZAWIA NEWS23,923 views • 6 days ago

د خوشال سادات نن او پرون؛ هغه چې وړاندې په رسنيو کې طالبان «فراري» او د ښځو په لباس کې جنګېدونکي بلل، نن د هغوی جګړه د عقيدې پر اساس او په خپل مقابل کې صحيح بولي. خوشال سادات د طالبانو يوې رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، طالبان زموږ په مقابل کې د عقيدې پر اساس ولاړ وو.
ZAWIA NEWS52,818 views • 14 days ago

دا د روزګان لپاره د طالبانو د امنيت امر عبدالرحمن مشهور په حاجي اغا دی. دی د کابل لپاره د طالبانو د پخواني امنيه قومندان ولي جان حمزه ورور دی، چې د نوموړي په ملاتړ پر دې دنده ګمارل شوی دی. خلک وايي، د دوی عریضې او کارونه پاتې وي، خو حاجي اغا هره اونۍ د ګنج په مېلو ګرځي او د خپلې چوپانۍ لپاره مالونه اخلي: «موږ اړ شوي يوو د ګنج په ورځو کې د خپلو قانوني کارونو خلاصولو لپاره د ده دفتر ته ورنشو. دی په ګنج ګرځي. همدا اوس ۳۰۰ پسونه لري. يو چوپان يې د امنيت امر کړی دی. نه په دفتر خبر دی، نه په اصولو او قانون. د يو قومندان ورور دی. په همدې امتياز مقرر دی.» #فساد
ZAWIA NEWS42,965 views • 13 days ago
2:19
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د فارياب په دولت اباد کې طالب قاضي عبدالحکیم پوپلزي له يوې نجلۍ څخه د لوڅې ويډيو غوښتنه کړې ده. زاويه نيوز ته په رسېدلي دې ټليفوني تماس کې هغه خپل مقابل لوري ته وايي، يوازې هغه مهال يې په ملګرۍ باور کولای شي چې د مخصوص اندام ويډيو يې وګوري او ژمنه تکراروي چې له هغه وروسته به ورسره واده يا ملګرۍ ته دوام ورکړي. #فساد
ZAWIA NEWS30,912 views • 10 days ago

د طالبانو مبلغ مفتي اسدالله غزنوي د ايکس په يو بحث کې ويلي، په الوتکه کې سفر مباح دی او بايد مسلمانان ترې ډډه وکړي. نوموړی وايي، مسافرين د الوتکو په تشنابونو کې خپل حاجت رفع کوي او بیا یې الوتکه له پاسه د بخار په شکل په جوماتونو او خلکو پاشي، نو په همدې دليل بايد په الوتکه کې له سفر څخه ډډه وشي. نوموړی د بحث جوړونکي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د طالبانو غړو چې په الوتکو کې سفر کاوه، نو دا خو ګنهګار شوي وايي، هلته اړتيا وه. اسدالله غزنوي وايي، امريکا اوس هم طالبانو ته په غرامت کې ۷۸ ميليون ډالري کڅوړې ورکوي. دغه مفتي له لوډسپيګر څخه استفاده هم مباح عمل بولي او وايي، ترې استفاده بدعت دی او بايد ترې ډډه وشي.
ZAWIA NEWS25,686 views • 11 days ago

پر ټولنيزو شبکو خپرې شوې ويډيو کې ليدل کېږي، چې د طالبانو غړي خپله يوه ويجاړه شوې هليکوپټر انتقالوي. د دې ويډيو د ثبت او ځای په اړه دقيق معلومات ندي ورکړل شوي. څلور ورځې وړاندې د طالبانو يوې مخالفې وسله والې ډلې په پنجشېر کې د طالبانو د يوې الوتکې د سقوط ادعا وکړه.
ZAWIA NEWS39,092 views • 17 days ago

د مدرسې له کم عمره هلکانو څخه د ساعتېرۍ استفادې د يوې بېلګې په توګه، دغه ويډيو له پکتيا پوهنتون څخه د زاويه نيوز يو لوستونکي استولې او وايي، دغلته نږدې د يوې مدرسې استاد هر مازيګر يو کم عمره هلک د پوهنتون احاطې ته بوځي او په ساعتونو يې له ځان سره بوخت ساتلي وي. #مدرسه
ZAWIA NEWS228,568 views • 3 months ago

د طالبانو غړي عبدالحمید حماسي پر کونړ او پکتيکا د پاکستان د تېرې شپې بمبار او تجاوز ته په غبرګون کې د پاکستان پر ضد د جهاد پيلولو خبرداری ورکړی دی. نوموړي په يو پيغام کې ويلي، دوی د انتقام اخيستو لپاره د پاکستان خلاف جهاد پيلولو په موخه د خپل مشر ملا هبت الله امر ته منتظر دي. ملا حماسي وايي، دوی پوهېږي چې په دې جګړه کې د پاکستان او افغانستان عوامو ته زيان رسېږي، نو ځکه بايد د دغه زيان مخنيوي لپاره د پاکستان علماء او سياسيون منځګړتوب ته را ودانګي. نوموړی وايي، پاکستان د پرديو په اشاره پر افغانستان دغه بمبار پيل کړی دی.
ZAWIA NEWS65,384 views • 1 month ago

د عمران خان د ګوند غړی او د خېبر پښتونخوا اعلی وزير سهيل افريدي د خپل لوی لاريون پر مهال د پاکستان حکومت د طالبانو پروژې په رامنځته کولو تورن کړ. نوموړی د «پنجابي طالبان» کتاب په حواله وايي، پاکستان په ۲۰۰۵ کال کې په ټول پاکستان کې د طالبانو لپاره ۲۲۹ روزنيز مرکزونه جوړ کړي وو، چې له هغو څخه ۲۱۹ يې يوازې په پنجاب کې وو. سهيل افريدي د همدې کتاب په حواله زياتوي، چې پاکستان په دې مرکزونو کې يو سل او پنځوس زره وسله والو ته روزنه ورکوله. نوموړی دغه ادعا داسې مهال کوي، چې د پاکستان کورنيو چارو وزير او برحاله مسوولينو د عمران خان ګوند له پاکستاني طالبانو سره په اړيکو لرلو تورن کړی او ان دغه ګوند يې د همدې وسله والو يوه څانګه بللې ده. عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال قبايلي سيمو ته د طالبانو پر لېږد هماغه مهال اعتراف کړی و. دغه څرګندونې، اعترافونه او معلومات يو ځل بيا ثابتوي، چې طالبان د پاکستان روزل شوي عسکر دي او په سيمه کې يې د خپلو اهدافو لپاره کاروي.
ZAWIA NEWS32,461 views • 20 days ago

د ټولنيزو شبکو کاروونکي وايي، د پاکستان او طالبانو جګړې ډرامې دي او دواړه لوري د خپلو سیاسي اهدافو لپاره له عامو خلکو قرباني اخلي. د طالبانو غړی «مبين» تاييدوي، چې خپلو مشرانو د پاکستان پر ضد د څرګندونو له امله بندي کړی او په همدې شرط خوشې شوی، چې نور به د پاکستان پر ضد هېڅ نه وايي. دی زياتوي: «که پاکستاني عسکر مې د کور مخې ته زاړه هم شي، که څه ورته ووايم او د شيدو چای هم پرې څښم.» د نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان پر وړاندې د طالبانو هغه پټه ستراتېژي روښانه کوي، چې پر اساس يې؛ که پاکستان پر افغانستان زر ځله نور هم بمبار وکړي، طالبان نه غواړي ورسره اړيکې خرابې کړي.
ZAWIA NEWS48,223 views • 1 month ago

د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو يو مسوول سميع الله محمدي اقرار کوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر وړاندې موټر بم او ځانمرګو بريدونو کې ورسره پاکستان همکاري کوله. نوموړی وايي، چې د دوی روزنيز مرکزونه په پاکستان کې وو او هغه وخت د پاکستان «ملي ګټو» ايجابوله، چې د اسلامي جمهوري دولت خلاف د طالبانو همکاري وکړي. خو اوس دغه ډله د جګړو په ډرامو خلکو ته داسې ښيي، چې ګنې پاکستان يې دښمن شوی دی.
ZAWIA NEWS27,164 views • 22 days ago