ZAWIA NEWS's banner
ZAWIA NEWS's profile picture

ZAWIA NEWS

@ZawiaNews151,417 subscribers

Uncensored news from Afghanistan. Banned by the Taliban, but not silenced. #Resistance #FreePress #AfghanNews #پښتو_خبرونه

Shorts

د طالبانو د استخباراتو غړي محمد داوود افضل جنازه نن مازيګر د مهمندرې ولسوالۍ اړوند ۲۷ ويالې سيمه کې ادا شوه. هغه پرون مارکو بازار ته څېرمه ويشتل شوی و. دوه نور ملګري يې ټپيان دي. زاويه نيوز ته د هغه د جسد دغه ويډيو هم رسېدلې ده. #امنيت

53,294 просмотров

دا د کندهار عينو مېنه ده. د طالبانو مشر ملا هبت الله ته د منسوب شخص د دفتر څو کيلومټره نږدې ساحه؛ دا خلک د يوې وچې ډوډۍ د وېش لپاره راټول دي. د عينو مېنې يو اوسېدونکی چې له تېرې يوې لسيزې په دې سيمه کې ژوند کوي وايي، په کندهار کې د فقر او بېوزلۍ اوج ويني: «ما د فلسطين ويډيوګانې ليدلې وې. دقيق هماغه حالت نن کندهار کې وينو. کار روزګار نشته، ګاونډي هېوادونه هم د کار لپاره افغانان نه قبلوي او په داخل کې هم کاري فرصتونه په يوې ډلې پورې منحصر شوي دي. خلک له بېوزلۍ اړ دي اولادونه وپلوري.» #اقتصاد

29,529 просмотров

د مقاومت په نوم جبهې دغه ويډيو خپره کړې او وايي، د بدخشان د مرکز فيض اباد پنځمې حوزې په مربوطاتو کې يې د طالبانو يو رينجر د سړک غاړې په ماين الوځولی دی. دوی وايي، دغه بريد نن غرمه مهال شوی او پکې د طالبانو ۳ غړي وژل شوي او ۲ ټپيان دي. طالبانو بيا تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي. #امنيت

22,946 просмотров

د کونړ ناړې ولسوالۍ ته د دويم سړک جوړېدو کارونه روان دي او ځايي اوسېدونکو زاويه نيوز ته وويل، چې تر اوسه ازيرګل سيمې ته رسېدلي دي. دغه سړک دوکلام سيمې سره نښلي او له هغه ځايه يې هم پاشنکر سيمې پورې د جوړېدو کارونه رسېدلي دي. خلک يې د چارو د چټکتيا او کيفيت ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

17,619 просмотров

په سعودي کې افغان شرکت لرونکي وايي، د امريکا - ايران جګړې پر مهال د طالبانو لخوا د ايران د ملاتړ له اعلانولو وروسته، سعودي افغان شرکتونه د قراردادونو له لېست څخه اېستلي دي. افغان کارګر وايي، سعودي پر افغان شرکت لرونکو ځينې محدوديتونه لګولي او ښايي چلند کې يې د سياسي وضعيت له وجې نور هم تغييرات راشي: «د نورو هېوادونو لکه پاکستان، هند، مصر او... شرکتونو ته د فعاليت پراخه اجازه شته، خو د افغانانو پر وړاندې محدوديتونه په زياتېدو دي.» د شرکت لرونکو په وينا، دغه دوه ګونی چلند ورسره له تېرو دوه دريو مياشتو پيل شوی دی.

12,620 просмотров

د زابل ولايت د مرکز قلات ښار د بازار په کښتنۍ برخه کې جګړه روانه ده. له دغه ځايه د زاويه نيوز يو لوستونکي دغه ويډيو استولې، خو دا چې دغه ډزې د کومو لوريو تر منځ تبادله کېږي، په تړاو يې تر اوسه معلومات ندي ترلاسه شوي. #امنيت

30,048 просмотров

د کابل د پلچرخي په يوې لېسه کې ښوونکي خپل شاګرد ډبولی دی.

65,727 просмотров

د بدخشان يفتل ولسوالۍ د طالب مخالفينو لخوا د جمعې په ورځ سقوط شوه او هغوی پرې خپل بيرغ پورته کړ. په خپرو شويو ويډيوګانو کې ليدل کېږي، چې طالب ضد وسله وال پرلپسې ډزې کوي، د الله اکبر شعارونه ورکوي او ادعا کوي، چې ولسوالۍ يې له طالب جنګياليو پاکه کړې او وسلې او مهمات يې ترې قبضه کړي دي. تر اوسه طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه ندي ويلي.

25,377 просмотров

دا موټرسايکل والا مفتي عصمت الله عاصم نومېږي او د کابل ښار د نهمې تعليمي حوزې اړوند د بي بي مهرو د هلکانو لېسې برحاله مدير دي. عيني شاهدان وايي، نوموړی دوه ځايه دنده ترسره کوي او هره ورځ يو ساعت مخکې ځکه له ښوونځي تښتي، چې د کابل ښار په کمپنۍ کې ځان د‌ جومات امامت ته ورسوي. نوموړی په جومات کې د دولتي او ولسي تنخوا د نه قضا کولو لپاره ځان اړ بولي، چې له ښوونځي څخه مخکې ووځي. د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس، د دغه ښوونځي د رخصتېدو وخت ۵ او ۳۰ دقيقې دی، خو دی په ۴ بجو، چې په ويډيو کې ليدل کېږي، د ښوونځي څارندوی ولاړ دي، او دی له ښوونځي څخه تښتي. نوموړي له څلورم بست څخه دريم بست ته د ارتقاء په موخه ځان له پغمان ولسوالۍ د دې ښوونځي مديريت ته تبديل کړی دی او پخوانی مدير يې د همدې امتياز ترلاسه کولو لپاره منفک کړی دی. #فساد

31,168 просмотров

دا د کابل د بګراميو ولسوالۍ مومن اباد کلی دی او د يو عيني شاهد په وينا، دلته خلک وروسته له هغه له طالبانو سره لاس او ګرېوان شول، چې نوي جوړ شوي کورونه يې ورته ونړول. خلک ادعا کوي، چې طالبان د دوی کورونو ته ننوتلي دي او د دوی ښځو ته يې بې عزتي اړولې ده.

27,460 просмотров

په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالي له وجې پرلپسې درسي ساعتونه خالي پاتې وي. د کندهار په يو ښوونځي کې د استادانو نشتوالی له وجې د زده کوونکو ساعتېري. #تعليم

15,370 просмотров

په بدخشان کې د طالبانو د يو قومندان تر بغاوت وروسته، دغلته اضافي جنګيالي او نظامي تجهيزات ځای پر ځای کېږي. دغه ويډيو د زاويه نيوز يو لوستونکي بدخشان ته د طالبانو د روان نظامي کاروان په تړاو استولې ده. د طالبانو دفاع وزیر مولوي يعقوب مجاهد هم د بدخشان‌ د وضعيت ارزولو لپاره دې ولايت ته سفر کړی دی. #امنيت

21,591 просмотров

د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې يو اوسېدونکی وايي، په جمهوري دولت کې د دندې له وجې د دويمې حوزې لپاره د طالبانو امر قاري عبدالله لخوا شکنجه شوی دی. نوموړی زاويه نيوز ته وويل، ده په جمهوري دولت کې د يو څارنوال موټر چلولو او د هماغې دندې په تړاو حوزې ته غوښتل شوی، تحقيقات ترې شوي، ۳۸ ساعته هلته تړل شوی او وهل شوی دی. په دې وروستيو کې د جمهوري دولت د ملکي او نظامي کارکوونکيو د نيول کېدو او شکنجې ورته پېښې زياتې شوې دي.

11,680 просмотров

د کابل ښار پنځمې ناحيې باغ داوود؛ په نظامي پوستو کې د طالب جنګياليو د ساعتېرۍ يو ډول.

46,357 просмотров

دا د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ «ده حيات» سيمه ده او د طالبانو د ټولپلازې کسان د شل افغانيو پر سر له يو موټر چلوونکي سره لاس او ګرېوان شوي دي. د عيني شاهد په وينا، د کابل - کندهار پر لويه لاره د ټولپلازا پر ايښودو سربېره اوس د نرخ ولسوالۍ او ميدانښار تر منځ هم ټولپلازا جوړه شوې، چې له تېز رفتاره موټرو څخه پيسې ټولوي او د ځايي اوسېدونکو تر منځ دغه ځای په «پاټک» مشهور دی. د عيني شاهد په وينا، دې موټر چلوونکي د دې پاټک پيسې نه درلودې او په موټر کې د ناستو ښځو او ماشومانو د سترګو پر وډبول شو.

13,373 просмотров

پر کرکټ لوبې بنديز؛ کندهار او يو شمېر ولایتونو کې ځوانان له کرکټ لوبې منع شوي دي. زاويه نيوز ته په رسېدلې ويډيو کې ليدل کېږي، چې دوه طالب جنګيالي د بېټونو ماتولو په حال کې دي. #کرکټ

19,224 просмотров

په جلال اباد ښار کې هغه طالب جنګيالی خلکو ډېر زيات وستايه، چې د پاکستاني پيلوټ په نوم يې يو عادي پراشوټ لرونکی کس نيولی و. د هغه په وياړ ډزې وشوې او خلکو له خوښۍ اوږو ته پورته کړ، خو وروسته د جيټ الوتکو غورځولو او د پاکستاني پيلوټ نيولو خبرونه جعلي ثابت شول.

35,072 просмотров

دا د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز روغتون دی او زاويه نيوز ته په رسېدلو عکسونو کې ليدل کېږي، چې ډاکتر د درملنې په موخه د ناروغ چپرکټ ته له چپلکو سره پورته شوی دی. دغه راز، له درملو ډکه هغه پيچکاري هم د نوموړي تر چپلکې لاندې پرته ده، چې لږ څه شېبه وروسته ناروغ ته تطبيق شوې ده. دا عکسونه د دولتي روغتونونو د بد وضعيت، د حفظ الصحې نه رعايتولو او له ناروغانو سره د چلند د يوې بېلګې په توګه مطرح کېږي. #روغتيا

20,244 просмотров

دا د کندهار عينو مېنې سيد جمال الدين افغان لېسه ده، چې زده کوونکي د يو ښوونکي له ناسم چلند شکايت کوي.

15,382 просмотров

د کابل - جلال اباد پر لويه لار سروبي ته نږدې نن يو موټر سيند ته غورځېدلی دی. يو عيني شاهد زاويه نيوز ته وويل، دې پېښه کې د يوې کورنۍ يو تن مړ او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

16,060 просмотров

Videos

ZawiaNews's profile picture

زاويه نيوز د نورستان ولايت لپاره د طالبانو د استخباراتو رييس قاري ضياء الحق ياسر د دوو هغو کارکوونکو د اقرار دغه ثبت شوی غږيز کليپ ترلاسه کړی، چې د پارون پشکي کلي کې يې د سيند پر غاړه پر نورستاني نجونو د جنسي تېري هڅه کړې ده. د طالب استخباراتو دغه دواړه غړي «همدرد او اسرار» پر مقابل لوري فشار راوړي، چې سيرلي، غوايان او هر څه چې غواړي ورته به يې ورکړي، خو دوی دې دغه قضيه نه افشا کوي. اسرار د نورستان د استخباراتو رياست کې د تحليل او تجزيې مدیریت مرستيال دی او همدرد بيا د لويې لارې امر دی. نورستانيان وايي، د نورستان د استخباراتو رياست هڅه کوي دغه قضيه د زور له لارې حل کړي او دغه غږ، چې د جنسي تېري هڅه کوونکي طالبان پکې وايي، «دغومره به هم بېغېرته پښتانه نه وي، چې سبا له شويو ژمنو پر شا شي»، اوس له خپلو ژمنو پر شا شوي او قربانيان يې ګواښلي دي. د پشکي کلي ځوانانو زاويه نيوز ته وويل، د طالبانو د استخباراتو دغو غړو د کلي شورا ته خبر استولی، چې په پټ ډول به يوه اندازه مال يا يو سېرلی يا غوا دوی ته ورکړي او دوی دې دغه قضيه پټه حل کړي او له هغه پرته به په زور موضوع چوپ کړي او بيا د ټولو لاس خلاص. پر نورستاني نجونو د طالبانو د استخباراتو دغو غړو د جنسي تېري هڅو په تړاو زاويه نيوز څو ورځې وړاندې خبر خپور کړی دی.

ZAWIA NEWS

36,516 просмотров • 23 дней назад