دغه شاعر نو بیخي بیا حد کړی. 🤭 ژر... به خبر شئ چې پنجاب نه مو اټک وګاټهshow more

Saeed Baryal | سعید بریال
15,625 views • 1 year ago
بيخ مو بوټ ووزه په دې ناديده توب آښه... ددفاع دوزيريې دديپلوماسۍ له مهماندارۍ سره څه؟ دغه ضيافت به مو دمولوي کبير ددفتر له خوا ترتيب کړی وو خپله ملا مداسن به دغه کارکړی واي که دا نه وای نوکابل ښاروال به دکابل دښاري ميلمستيا په دود داکار کړی وای اخ شرميدلوshow more

Esmat Qani
37,631 views • 2 years ago
پلان داسې دی چې کومې پوستې ترې نېول شوې... دي، بیا یې د جوړېدو اجازه نه ورکوي. ځکه اغزن تار یې ترې راټول کړی دی او سیمه به دوامداره تر کنټرول لاندې وي. ان شاءاللهshow more

Rahim Sekander
71,511 views • 6 months ago
ته وا نو دا خلک په ناز نه ارزي؟!... 😍 و د ښادۍ افغانان شئ که داسې ویډیو په پاکستان کې شوې وای اوس به میلینونو کسانو کتلې وه. لږ کششش ورکړئ چې د افغانستان تر هر دښمن ورسېږي.show more

عباسي ازره وال/ Azrawall
20,572 views • 1 year ago
ټالب چې د لاهور سپی نه وي ټالب نه... دی په ویډیو کې نبي عمر او د سراج حقاني شاته ولاړ ټالب ته ځیر شئ، پدې ویډیو کې لیدلی شئ نبي عمر د پاکستاني وزیر محسن نقوي ته د روغبړ لپاره لاس اوږدوي خو هغه لا ور ګوري نو بیا د خجالت څخه لاس په سینه ږدي. لدې سره یو بل لنډکی ټالب چې د اکاني شاته پټ دی خوشحاله خوشحاله کیږي لکه پلار چې یي له لس کلنې مسافرۍ راغلې وي او بیا نقوي ته د رکوع په ډول روغبړ ته را مخکې کیږي او د نقوي لاسونو ته ورښکته کیږي. د غرور خاوره شوه د سپیو په لاس په ممبر ناست د لاهور سپی وخاتهshow more

Sahil Pashtun🇦🇫🦅
13,908 views • 1 year ago
"عبدل د طالبانو مشر ؤ وس هم دی" پخواتی... صدر او وسنی کاندید ډانلډ ټرمپ د ای بي سي نیوز په صدارتي مناظره کې دعوا وکړه چې د افغان طالبانو مشر عبدل ته یې اخطار ورکه چې سم شه، بیا طالبان قلار شو: ټرمپ: "عبدل دطالبانو مشر ؤ، وس هم دی، ما عبدل ته اووې نور قلار شئ، که بیا مو وکړل، ستونزې سره به مخ شئ، هغه راته وې زما د کور عکس دې ولې رالېږلی، ما ورته وې ځان پوه که عبدله، بیا تر اتلسو میاشتو څوک مړه نه وو" فېکټ چېک: عبدل نوې تن دطالیانو مشر ندی پاتې شوی، وسنی مشر یې ملا هبت الله اخندزاده دی. ویډیو ای بي سي نیوزshow more

Rahman Bunairee | BCAST
38,023 views • 2 years ago
دا رسا غږ د تل لپاره خاموش شوی، نور... به په دې نیمګړې دنیاګۍ کې نه وي. خدای تعالی مو ستړی وجود وبښه، خدای تعالی مو دا ستړیاوي، تکلیفونه ټول قبول او منظور کړه! ملګري ټول پوښتنه کوي، نو ترلاسه شوي معلومات مې دا شول، چې نور عبدالله سعید د تل لپاره وکوچېد.show more

احمد ریان زرمتی
22,087 views • 4 months ago
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی... وايي، پښتونخوا د پاکستان برخه ده او دی نه غواړي، چې ولسونه له پاکستاني پوځ سره په جګړه اخته شي. په وروستيو کې ايمل ولي خان هم پښتونخوا د پاکستان برخه ګڼلې ده. د پاکستان پوځ په ټولو سياسي ګوندونو فشار راوړی، چې پښتونخوا د پاکستان برخه وبولي او دا دی يو په بل پسې دوی دوی هم د پاکستاني پوځ د خوښې څرګندونې کوي، خو يوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د دغه غورځنګ غړو د پاکستان له دې وړانديز سره مخالفت کړی دی. داسې معلومات هم شته، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزير ته هم وړانديز شوی، چې که دا غوښتنه ومني، نو له زندان څخه به خوشې شي او پر منظور پښتين لګېدلی بندیز به هم پای ته ورسوي، خو هغوی دا وړانديز ندی منلی او پخپلې مبارزې يې ټينګار کړی دی. پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ سره د وفادارۍ ټول وړانديزونه رد کړي او د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره يې د خپلې مبارزې د پراختيا غږ کړی دی.show more

ZAWIA NEWS
24,698 views • 11 months ago
په دنیا کي مي د لرګي د دود بوي... خوښیږي. په دنیا کي مي د مازدیګر او ماښام ترمنځ وخت خوښیږي. مازدیګر، د اور بوي او دود ما ته کلی را په یاد کوي. دا وخت به د کلي ښځو په تنرونو کي اورونه بل کړي ول، پاستي به يي پاخه کړي ول. چړي یا کوچنی طالب به راغی دروازې ته، ږغ به يي کړ: وظیفه راوړئ. ما به ور ږغ کړ: وظیفه نسته! ما فکر کول چي وظیفه یعنې دولتي کار غواړي. بیا چړیانو په جومات کي شکایت کړی و چي په چهاردیوال کي يوه نجلۍ میلمنه راغلې موږ ته وظیفه نه راکوي. بیا ملاصاب زما انا ته شکایت کړی و. ول، لمسۍ دي شیطانه ده، چړي را شړي. بیا مي انا ورته ویلي و: "شمشه دينه شيرينه، لمسۍ مي دغه شیان نه دي لیدلي، نا ولده ده. چړي ځوانيمرګ ته ووايه سي د کوچنۍ نجلۍ په خبره مه منع کیږه." زما د انا د کلي ملا شمشه دین (شمس الدین) ملاصاب نومیدل. زما انا به په غیاب کي غوځن ورته ویل. وای، د ملا شمش دین ملاصاب پلار ، ملا شیراب دین ملاصاب (سهراب الدین؟) ډير عالم او ډير نازنین سړی و. په اصل کي هغه د کلي ملا و. شمشه دین ملاصاب يي په ټولو اولادونو کي بیکاره و. ملا شیراب دین ملاصاب بیا خلق و پرچم شهید کړی و. د پلار تر شهادت وروسته بیا ملاشمش دین ملاصاب مجاهد سوی و. زما انا به ویل، له ښو واښه زیږي. په اصل کي زما د انا له مجاهدینو سخت بد راتلل. زما د انا یو ورور و. ډير پر ګران و. انا به مي له نازه "لنډی" ورته ویل. د ظاهر شاه پاچا په زمانه کي په چخانسور کي مامور و. مجاهدینو حلال کړی و. زما انا به په کور کي تیره چړه نه پریښوده. زما انا به مجاهدینو ته اشرار ویل. اشرارو به زما انا ته خلقۍ ویل! انا مي وفات سوه. ملا شمش دین ملاصاب هم وفات سو. خداي پاک دي دواړه وبخښي. خدایه! زموږ په کیسو کي کیسې دي نو سړی يي څنګه په لنډیز وليکي؟ دا مي د انا لنډۍ ده: سي تور ماښام سي غم دي راسي لکه مرغۍ سي تور ماښام ونو ته ځینهshow more

JALALZAI
14,138 views • 2 years ago
ویډیو: د سپېس ایکس د فالکن ۹ توغندي برخه... له سپوږمۍ سره ټکر شوې ایلن ماسک پر خپل اېکس دغه ویډیو خپره کړې خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. نړۍوالې رسنۍ راپور ورکوي چې د ایلن ماسک د سپېس ایکس شرکت د فالکن ۹ توغندي کارول شوې پورتنۍ برخه له سپوږمۍ سره ټکر شوې ده. راپورونه وایي، دا برخه د یوه پخواني فضایي ماموریت له بشپړېدو وروسته په فضا کې بې کنټروله پاتې وه او په پای کې له سپوږمۍ سره ولګېده. ساینسپوهان وایي، دې ټکر ځمکې ته کوم ګواښ نه دی پېښ کړی خو د فضایي کثافاتو په اړه یې اندېښنې یو ځل بیا راپورته کړې دي. #طلوعنیوزshow more

TOLOnews
39,654 views • 1 month ago
نن په کندهار ښار کې طالب جنګياليو د شنې... چادري والا يوه ښځه له دې وجې په زور موټر ته پورته کوله او حوزې ته بيوله، چې ولې له محرم پرته بازار ته په سودا پسې وتلې ده. زاويه نيوز ته په رسېدلې دې ويډيو کې اورېدل کېږي، چې مېرمن د ځان خلاصون لپاره چيغې وهي، د صحنې ليدو لپاره ګڼ کسان راټول دي، خو د طالبانو غړي ورته لاس اچوي او هڅه کوي هغه موټر ته پورته کړي. (د ويډيو غږ د استونکو د خونديتوب لپاره خاموشه شوی دی.) په ويډيو کې نه ليدل کېږي، چې دغه مېرمن به حوزې ته وړل شوې وي او کنه. د طالبانو د امر بالمعروف قانون پر اساس، ښځو ته، ان که حجاب يې هم مراعات کړی وي، اجازه نه ورکول کېږي له محرم پرته په سودا پسې بازار ته ولاړه شي. #امربالمعروفshow more

ZAWIA NEWS
13,914 views • 5 months ago
په رياض الجنة کې مو خدای پاك د ماسختن... د جماعت نصيب کړی و، په لومړي صف کې مو جماعت ادا کړ، د لمانځه وروسته په لومړي صف کې د مدينې منورې يو سپين ږيری عالم او شيخ هم ولاړ و چې د مسجدِ نبوي ﷺ امامانو يې ډير قدر کاوه او هر يو يې مصافحې ته راتلی. د جماعت وروسته يې ماته را ږغ کړه وايي د افغانستان يې؟ ماویل هو، د څنګ يو بل قاري ته يې ويل: راشه دا افغان دی او دا عجبه خلک دي که يې وس ورسيږي د ټولې نړۍ د مسلمانانو کومک ته ور دانګي، وروسته يې ويل: په عربي پوهيږې؟ ما ويل: هو، ويل يې: د الله تعالی په ذات دي مې قسم يې چې زه ستاسو افغانانو سره مينه لرم، زه په دغه عمر په الله قسم غواړم چې د دې ځايه افغانستان ته ولاړ شم، خو صحت او حالات اجازه نه را کوي. تاسو تاريخ قايم کړ او د ټولې نړۍ د مومنانو درته سترګې دي. زه ستاسې ټول مشران لکه يونس خالص او جلال الدين حقاني او نور ټول پيژنم. ويل يې: دغه يو پيغام ستاسو حکومت ته لرم چې د هوايي حريم د ساتلو ډيره هڅه دي وکړي. او وصيت مې دادی چې «سورة الحجرات» د قرطبي له تفسير سره ښه مطالعه او عملي کړئ، او دغه دعا هميشه کوئ: رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.show more

سید جمال آغا
51,182 views • 1 year ago
دا ویډیو پر دې خپروم چي په تاسي ډیر... زما پر سر تور سر خوا بدوئ. ستاسي هر یوه دا خوا بدون ماته داسي احساس راکوي لکه سکه ورور چي مي خوا بده کړې وي. داسي نده چي ما پوړنی بیخي غورځولی دی. خو زه وام اوس د وطن لپاره د مبارزې وخت دی او موږ باید ټول لکه عسکر داسي سپیره او ساده وه اوسو. له عبدالله مقري مرحوم سره طلوع تلویزیون مرکه لرله ، ول مقری صاحب بریتونه دي ولي ووهل؟ مقري صاحب ورته وویل، اوس د بریتو وخت ندی، په کوم مخ به بریت لرم؟ نو زموږ خويندي پر لارو او سړکونو فقر او احتیاج کوي، هغه سرتوري دي. هغه ملیونونه نجوني چي له حق حلال تعلیم څخه منع دي، سپي او سړي ته اوښکي تویوي او احتیاج کوي، هغه هم سرتوري دي. په کمپونو کي، د پاکستان او ایران او نورو وطنونو خیرات او ترحم ته ناستي دي، هغه هم سرتوري دي. زه به څه ددروغو پوړنی پر سروم؟ اوس نه له نارینه سره لنګۍ لازمه ده او نه له ښځي سره چکن! بیا چي حالات سم سول، رواجونه به کوو. هو؟ دا دی په امریکا کي خیښه سوم. دولت کره باغي ویل: د اوبو غړپ کولائ نسم په زړه مي لیک د اشنا نوم دی وران به سينه خداي پاک دي بیا په وطن کي د ډولونو او اتڼونو وخت کړي ، بیا به زه يو مخ چکن پر سروم.show more

JALALZAI
91,050 views • 2 years ago
ذبيح الله مجاهد مه شوروه! 😁 پۀ ياد مو... دي؟ د ۱۳۹۶ ل کال د جدي په ۲۵مه د جمهوريت استخباراتو د ملا عبدالرؤف پۀ نوم يو کس چې پۀ يوۀ خليجي هيواد کې يې د شهدو/ شاتو کاروبار درلود؛ استخدام کړی وو، چې ګواکې د طالبانو استازی دی او پۀ ترکيه کې به د افغان سولې په تړاو غونډه دائروي. غونډه د هيواد مشهورو تلويزيوني چينلونو پۀ لايف بڼه خپرېدله، مجاهد صاحب دا غونډه استخباراتي دسيسه وګڼله او د خپلو استازو ګډون يې رد کړ، خو ملا عبدالرؤف ويل چې زۀ د طالبانو استازی يم. غونډې ته خلک پۀ انتظار وو، چې ملا عبدالرؤف راڅرګند شو، خبريال ترې د غونډې د اجنډا پۀ اړه پوښتنه وکړه خو دۀ تشريح نشوه کړای. بيا ترې خبريال پوښتنه وکړه چې تاسې د چا پۀ استازولۍ راغلي ياست، ذبيح الله مجاهد خو د خپلو استازو شتون رد کړی دی؟ د شاتو دوکاندار ورته ويل: ذبيح الله مجاهد مه شوروه 😁 هماغه وو، چې غونډه يوه طنزيه موضوع شوه او پۀ ټولنيزو رسنيو کې سخته پسخند شوه. فيض محمد ځلاند طنزيه ټپې ويلې، ميوند جمال ليکلي وو: «د شاتو ډیر خوړل سړی ګنګس کوي. نور یې مه ښوروه». د نوموړې اشاره د ملاعبدالروف هغې څرګندونې ته ده، چې د خبریال یوې پوښتنې ته یې په ځواب کې وویل: «ذبیح الله مجاهد مه ښوروه». ژورنالیست او لیکوال (نعمان دوست) بیا د ترکیې د ناستې او هغې پیښې ترمینځ تړاو ورکړی وو، چې کلونه وړاندې د کویټې یو دوکاندار د جعلي ملا اختر محمد منصور په نامه له ارګ څخه د سولې په پلمه پیسې وهلې وې. نوموړي لیکلي وو: «ډېر خوږ خبر دا دی چې ترکیه کې مخامخ د سولې خبرې روانې دي؛ ربه شکر. خو تاسو د [ کوټې دوکانداران] وشمیرئ؛ کم شوي خو به نه وي. احتیاط ښه شی دی». لیکوال او شننونکي (ذاکر جلالي) د ناستې له پای ته رسیدو وروسته ولیکل: «او څه مو چې نن له تُرکیې واورېدل، یوه سوداګریزه خبرتیا وه!». حلیميار فطرت د طنز له مخې ناستې ته د «ناشتې» کلمه کارولې وه، د ترکیې د غونډې لنډه ویډیو یې تر دې سرلیک لاندې خپره کړې وه: «تازه خبر: په ترکیه کې د سولې اړوند ناشته». دې غونډې يو بل بعد هم درلود، چې په لومړيو کې د سولې شوروا ويل چې غونډه د حزب اسلامي په ابتکار رابلل شوې ده او حکمتيار ته نږدې سرچينو هم تائيدوله خو له جعل پېژندلو وروسته د سولې شوروا او حکمتيار ډلو غونډه پر يو او بل ور تپله. لۀ دې هر څۀ معلوميږي، چې جمهوريت د سولې نوم د ابزار پۀ توګه استفاده کاوو او دوکانداران يې استخدامول، پۀ داسې حال کې چې لۀ واقعيتونو يې تېښته کوله او د اشغال د خاتمې او پۀ هيواد کې د سرتاسري امنيت قائمېدو هڅی يې سبوتاژ کولې.show more

ارشیف | Archive
23,136 views • 8 months ago