#ویډیو

#ویډیو: | ټيټيپي د «خیبر عملیات – لسمه برخه» تر نوم لاندې ویډیوګانې خپرې کړې چې پکې د شمالي وزیرستان او بنو په سیمو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د همغږو او کمیني بریدونو صحنې ښودل شوې دي. دغو ویډیوګانو له بریدونو وروسته د وژل شویو امنیتي ځواکونو جسدونه او د وسلهوالو له لوري د هغوی د وسلو د نیولو صحنې هم پکې ښکاري.
Hamasa Media15,733 görüntüleme • 2 ay önce

#ویډیو: په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې یوه ویډیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ویل کېږي دا ویډیو د خیبر پښتونخوا د یوې سیمې ده، چیرې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پوځ له یوې نښتې وروسته بری ترلاسه کړی او سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. په ویډیو کې لیدل کېږي چې ګڼ شمېر ماشومان له خوشحالۍ نه ډک د «مجاهدین به منې، مجاهدین – مجاهدین زنده باد» شعارونه ورکوي او د طالبانو جنګیالیو ته ښه راغلاست وایي.
Hamasa Media24,286 görüntüleme • 9 ay önce

#ویډیو: | د کابل پوهنتون استاد اسماعیل یون وایي، پر افغانستان د پاکستان پرليسې بریدونو وښودله چې لا هم د افغانیت د دعوې ترشاه د " داخلي پنجابیانو" په نوم هم نفوذي خلک شته او لا هم پر افغانستان د پنجابي پوځ تیري د خپلو شخصي عقدو پراساس د توجیح وړ بولي. نوموړي د ثیاق پر نوم یو پادکاست سره په ځانګړې خپرونه کې ویلي چې دوی د چوکیو پر ناروغۍ روږدي دي، او اوس چې ګوښه شوي خپلو عقدو ترې د "مور وطن" په نوم هر څه هیر کړي.
Hamasa Media16,189 görüntüleme • 6 ay önce

#ویډیو د تاریخ له پاڼو! پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح، ۲۰۱۹ کال په کابل کې د امن کنفرانس پر مهال وینا: «چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، پاکستان افغانستان ته ۱۱ شرطونه وړاندې کړي وو چې که ومنل شي، طالبان به جګړه پای ته ورسوي او ټینګار یې کړی چې د جګړې تر شا اصلي مسله د هغو پټو لوریو ده چې له افغانانو قرباني اخلي».
Kabul Podcast13,989 görüntüleme • 5 ay önce
