#امنيت

د نيمروز په زرنج کې نن مازيګر د عبدالخالق نورزي په نوم يو قومي مشر له خپلو ساتونکو سره يو ځای ترور شو. زاويه نيوز ته محلي سرچينو تاييد کړه، چې له هغه سره ساتونکي «يو زوی او دوه ورېرونه» هم وژل شوي دي. تر اوسه د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات ندي ترلاسه شوي. #امنيت
ZAWIA NEWS15,925 views • 2 months ago

پرون دوه تنه غلو په چل او دوکه، د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ له يو صراف څخه په رڼا ورځ يو نيم ميليون افغانۍ وړې دي. زاويه نيوز ته په رسېدلې ويډيو کې ليدل کېږي، چې د غلو يو ملګری د پلاستيکي چوکۍ په وړلو سره صراف له هټۍ څخه وباسي او بل ملګري يې داخلېږي او نغدې پيسې تښتوي. #امنيت
ZAWIA NEWS16,448 views • 5 months ago
No more content to load