Video yükleniyor...
Video Yüklenemedi
الله اکبر. د کور څلور دېوالونه، خو د یوې ښځې سل دردونه… مور، خور، ښځه او ورېندار وهل یوازې د یوه انسان وهل نه دي؛ دا د یوه زړه ماتول، د یوه عزت وژل او د یوې کورنۍ د سکون جنازه کول دي. هغه مور چې شپه او ورځ... show more
12,497 görüntüleme • 20 gün önce •via X (Twitter)
20 Yorum

هغه ښځه چې خپل کور او خپل ژوند یې درسره شریک کړی، او هغه ورېندار چې د خپل پلار له کوره ستاسې کور ته په هیلو راغلې ده— د هېڅ یوې په مخ د لاس نښه مه پرېږدئ. یاد ولرئ! لاس پورته کول اسانه دي، خو د هغه لاس له امله د مات شوي زړه رغول ډېر سخت دي.

ښځه که غلطي وکړي، په خبرو یې پوه کړئ؛ که غوسه شي، په حوصله یې آرامه کړئ؛ که تېروته شي، په مینه یې اصلاح کړئ؛ خو په وهلو یې مه روزئ، ځکه وهل انسان نه اصلاح کوي، یوازې یې له دننه ماتوي. کور باید هغه ځای وي چې ښځه پکې ځان خوندي احساس کړي؛ نه هغه ځای چې هره دروازه یې د وېرې غږ کوي

غیرت دا نه دی چې کمزوری ووهې؛ اصلي غیرت دا دی چې د خپل لاس زور کنټرول کړې. د ښځې پر مخ لاس مه پورته کوئ؛ کېدای شي ستا لاس یوازې یوه شېبه درد ورکړي، خو ستا هغه ګوزار به د هغې په زړه کې کلونه ژوندی پاتې شي. افسوس صد افسوس.

څلور نوری ورته وګوری. دا بیهوده انسان دی راونیسی ځلورسره یی دی دسی ښه وټکوي.

حمار ده انسان نه ده.

داسی ډیر شته کاشکی چی همدا یو وای.

داسی خلک نه وجدان لری نه انسانیت دحیوان نه هم بد تره دی .

سخت دې ودردولم ورور ددغسي حيواناتو ويډيو مه خپره وئ ۔ بلکي کوښښ وکړئ ۔ که يې پيژنئ مسؤلينو ملګرو ته يې معارفي کړئ تر څو د خپل نامرده نارواه او حيواني عمل سزا وڅکي ۔ که خپله کيږي نه دغه ويډيو دې ډيليټ کړه ورور ۔ بيخي نه زغمونکي ده

😭😭😭😭😭😭😭😭

لاسونی ماته شه هغه چی هر سوک وی خدای دی ورته لاس مات کری چی مورجانی باندی به سوک لاس جیگ کوی 😢

دا چیری دی معلومات که یه راته راکوی

اخخخخخ بیچاره

الله تعالی تباه کړه مور ده آخر ولی

🥲موږ کله روس کله کمونستان کله مجاهدین او کله امریکا ملامتوو. دا پنځه لسیزې چې کوم عذابونه زمونږ پر ملک اوخلکو رانازل شوي دي ، دا ټول زمونږ خپل عمل دی. په والله چې دې زړه له صدق نه توبه ونه باسو او دخدای او رسول احکامو ته رجوع ونکړو ، تل به د الله ج په عذاب اخته وو.

په ټول ژوند مې کنځل چاته نه دي کړي خو ددغو داخر کوستزن کافر که افغانستان کې باید دعمر ابد بندخانه شي

💔💔😭😭

دا څه موردګاو دى

نعلت دی پر دغه نامرده، دی باید مجازات سی.

قصه چي ده

الله اکبر علیک یاظالم
