Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

الله اکبر! دا ماشوم څوک او په کندهار کي د چا د کور دی؟

38,252 views • 2 years ago •via X (Twitter)

10 Comments

حيدر غزنوي's profile picture
حيدر غزنوي2 years ago

اخ‌زړه‌مي‌ورته‌ټوټه‌ ټوټه‌کيژي

Haji Abdul Samad's profile picture
Haji Abdul Samad2 years ago

اوف. زموږ د ټولني د وګړو زیاته برخه یې همدا حال دی. پرموږ خپله دغسي یاتردې ستړي تیري سوي دي. پر موږ درې یتیمانو او مور مو سختي خواری تیري سوي دي او هیڅوک مو د غوّرنه درلودله، یو الله (ج) مو درلود. سختي دیتیم والي او بېوزلی ګړاونه مو وګالل. الحمدالله چي تېرېده لري.

لومړی مرستیال's profile picture
لومړی مرستیال2 years ago

دادی ماشوم ادرس که هر چا راته پیده کی الله ج به یی دین دونیا شایسته کړی 🙏😭

Aziz ullah's profile picture
Aziz ullah2 years ago

پر توله افغانستان دا رقم حال دی بغیر د هغو چی خوندوری وظیفه لری

خالداحمد's profile picture
خالداحمد2 years ago

الله تعالى دى دى رحم باندى وکړى هغه خلګو ته مو توصيه ده چى دنورو ولايتو ميلى کوى ځانونه مرګ ته ورکوى ددى پر ځاى ددغه سى بي وﺯلو لاس نيوى وکړى

🇵🇸Khan Orya🇦🇫's profile picture
🇵🇸Khan Orya🇦🇫2 years ago

دا ټول زمونږ دی مشرانو او رابرانو (رهبرانو) دی وجهی. همیشه مو خپل ملت تباه کړی دی. ټول رهبران مو جاهلان او فاسد تیر شوی دی. دا پنځه زره کلن تاریخ آور واخلی په دا بی بسی او تباهی.

حاجي نعمت الله هاشمي's profile picture
حاجي نعمت الله هاشمي2 years ago

الله ته په غریب ولس رحم وکړی صرف دغه یوماشوم نده چی داسی غریب وسی دافغانستان ۶۰ فیصد خلق داسی غریبان شول

Atal's profile picture
Atal2 years ago

ددې آدرس او نمبر که څوک راته پيدا کړي

Abbu Abbas Shinwari's profile picture
Abbu Abbas Shinwari2 years ago

الهي سخت امتحان کې راګېر یو مونږ افغانان ته په مونږ خاص رحم وکړه ربه

Nazir's profile picture
Nazir2 years ago

🥲

Related Videos

په جمهوریت کي د کرزيانو کونیانو په شاولیکوټ ولسوالۍ کي پر خلګو دغسي ظلمونه کول، تاسي ښه په غور ورته وګورﺉ دا د سربند پوسته وه او دا سپین ږری د چنار ؤ. لېکن د کوتریانو او چوبکیانو یې اوس هم خوا په بدیږي، وايي ملي مشر دی، خدمت یې کړی دی. افغانستان یې شل کاله اشغالکرو، خپلو کونیانو او لوطیانو ته سپارلی ؤ، اربکیان یې تولیدول او ملت یې د هغوی تر جبر او وحشت لاندي ساتلی ؤ. خو هغو بې ننګو علماو او چارواکو ته شرم په کار دی، چي په کندهار کي د حاجي بهاوالدین پر کور باندي د محمود کرزي خوټي ورلنګروي. ایا تاسي پدې نیاست خبر چي حاجي بهاالدین د خرکار د زامنو کرزیانو یو مخکښ کوتری او رویبار دی، د طالب چارواکو او خرکار د زامنو ترمنځ منځګړیتوب او د تېر شل کلن وحشت سپیناوی یې کوي. یاره زه هغو طالب چارواکو او علماو ته حیران یم، چي په جمهوریت کي یې پر همدې لوطیانو او د هغوی پر حامیانو پټاونه او استشهادي بریدونه کول، لېکن نن د پیسو په خاطر د محمود کرزي د غله زوی ته چاپلوسي کوي او د لږ امتیاز لپاره یې په مړو سترګو په دفتر او کور کي د غولو په تمه ناست وي. زه و دغسي علماو او چارواکو ته فقط یو پیغام لرم هغه داچي په هغه علم مو مخ تور سه چي تاسو کړی خو عمل نه پرې کوﺉ.

Mohammad Sharifi

147,681 views • 3 months ago

الله، الله الله اکبر! تاسي د سر په سترګو ورته وګورﺉ ډېر د اب او د عزت خلګ لوږي او فقر پر سر اخستي دي دا نجلۍ وايي، تراوسه مې روژماتی هم ندی کړی، ځکه په کور کي یې د خوړو لپاره څه نه درلودل، لومړی ورځ یې ده د خپلي خور سره د کوره راوتلي ده، ترڅو د نانوايي ومخي ته کښېني او که خدای وکړي یوڅوک مرسته ورسره وکړي. ګورﺉ مشرانو دا نجوني د کړو، وړو او لباس څخه د عزت، شرف او درنې کورنۍ نجوني معلومیږي، وايي موږ په کور کي دوې خوېندي یو او یوه مو مور ده، نه پلار لري او نه هم ورور، د خبرو څخه ډیري تعلیمیافته معلومیږي، دوی ته موږ په اسلامي حجاب او قانون کي د کار کولو او تعلیم فرصت ندۍ ورکړی. ځکه په کار کولو او تعلیم یې شرمېږو او ننګ یې بولو. لېکن کله چي د ناوايي ومخي ته د یوې ډوډۍ لپاره خلګو ته لاس نیسي پدې کار یې بیا نه شرمېږو. موږ او تاسو ټوله د یوې سنتي ټولني زېږنده یو، عزت او ناموس لرو، هر مسلمان دي پر خپل زړه لاس کښېږدي او دا دي د ځانه سره وسنجوي، چي که چیري دا سبا زه مړ وم او زما د کور ښځي ودغسي حالت ته راووتلې؟ ګورﺉ زه په دیني مسایلو ډېر نه پوهېږم هیله کوم ټاپې مو په جېب کي کښېږدﺉ، لېکن د هغه الله په ذات قسم خورم چي زما پر ایمان دی، چي ددغو ټولو حساب به راسره کیږي، د دنیا او خیرت دلت به زموږ او تاسو په برخه وي. تاسي دا غفلت کوﺉ، نتیجه به یې وګورﺉ.

Mohammad Sharifi

60,660 views • 5 months ago