正在加载视频...

视频加载失败

اوس د ازادي او راحت دور دی، ډېر ورک خلک را پیدا شول. رسنیو، منبرونو، سټیج او تلوېزیونونو ته یې لاره پیدا کړې، خو یو د نظام پاليسي ده یو د مشرانو تګلاره ده، داسې ژبه کاروي ته به وا شل کاله له ناټو سره دی جنګېدلی او په...

34,598 次观看 • 2 年前 •via X (Twitter)

10 条评论

Sab 的头像
Sab2 年前

ماشاالله ماشاالله دی ته وایی وینا دی ته وایی رهبر دی ته وایی مسلمان دی ته وایی دخلفای راشدین لاروی سل افرین پداسی وینا مننه👍❤️👑

م انورشاه مجاهد 的头像
م انورشاه مجاهد2 年前

یقینا ډیر لوړ استعداد الله تعالی درکړی باید همدا وینا هر مجاهد ته ورسیږي په علم، عمر او احساس مو برکت شه

مسافر ملال 的头像
مسافر ملال2 年前

@Noorullahn__ri یو جدي او هوښیار شخصیت ده، چې په خپله کړنه او وینا کې بشپړ ډاډ او وقار لري." "د هغه سکون او ارامي د صداقت او باور وړ چلند څرګندونه کوي. محترم مجاهد صاحب په خپلو خبرو او کارونو کې تل ثابت قدم او معقول وي♥️♥️

محمود أفغان 的头像
محمود أفغان2 年前

ددغو کیسونه باید تیر شو قربانی والا خلک الله تعالی ته معلوم دي او مجاهدین یې هم پیژني د ټولو قربانی د الله تعالی قبولي کړي، الله د ټولو مشرانوته توفیق ورکړي چي کماحقه پدغه خاوره د الله تعالی شریعت تطبیق کړي

جمال خوستوال 的头像
جمال خوستوال2 年前

خو کاش دا خبري دیو غونډې د لاري شوې وایه نه د بنډو دروازو ترشاء او د کیمره په مخ

افغانستان = مینه، سوله، اتحاد، پرمختګ او عزت 的头像
افغانستان = مینه، سوله، اتحاد، پرمختګ او عزت2 年前

دا توره دې منم چې ښکېلاک دې مات کړ خو یوه بله توره هم وکړه! دا حکومت بیا ړنکېدو مه پرېږده! زر کاله حکومت وکړه خو په عدل، په تدبیر یې وکړه! ځوان نسل درنه په تېښته ده! ښځینه ته د اسلام په رڼا کې حق د تعلیم ورکړه او پر ټول وګړو یې جبري اعلان کړه!که انسان جوړ نشو، سړک به بیا وران شی!

حاجي مزمل 的头像
حاجي مزمل2 年前

ژوند

farid farary 的头像
farid farary2 年前

@HMuhammad313 ډیر په لوړ انداز غژیدلي ډیر اعلي رب الجلال دي نوره فوه و فصاحت او بلاغت هم ور په نصیب کړي

م احمد 的头像
م احمد2 年前

ماشاءالله ښايسته او په زړه پوري وينا

sadat kun 的头像
sadat kun2 年前

الله د هميشه کامياب لره مشره

相关视频

د خون خوار زبر ځواکو له سترګو پناه؛ خو په یاد کې تلپاتې جهادي سپه سالار نیو یارک ټایمز د اکټوبر پر ۲۴مه، چهارشنبه د خلیفه سراج الدین حقاني حفظه_الله تړاو یو اوږده مقاله خپره کړې ده، چي د سراج الدین حقاني د شخصي ژوند، جهادي مبارزې، د اسلامي امارت د بریا، اسلامي امارت په قیادت او د دوی ترمنځ د ژمنتیا، اطاعت او یوالي پر ټېنګښت او له نن نړۍ سره د جوړجاړي په اړه پکې خبرې او شننې شوې دي. د نیو یارک ټایمز د مقالې عنوان( ایا د #افغانستان ترټولو مطلوب وسله وال، اوس د بدلون تر ټولو غوره امید دی؟ ) ټاکل شوی دی او تبصرې یې له خلیفه سراج الدین حقاني سره پرې ترسره کړې مرکې لیکلې دي. سراج الدین حقاني په دې خپره شوې مقاله کې ویلي، چې له نړۍ سره یې د تعامل نوی باب پرانیستی دی، شل کلنه جګړه یې بریا ته رسولې ده، د تاوتریخوالي او جګړې پړاو پای ته رسېدلی دی او اوس یې د نړۍ سره د مثبت تعامل څپرکی پرانستی دی. بشپړ راپور 👇

Siriajuddin Haqqani سراج الدین حقاني مینوال

15,780 次观看 • 1 年前

د شهید خلیل الرحمن حقاني د جنازې مطهر مراسم د زرګونو ګډونوالو په حضور سره ترسره شول د پکتیا په ګردې څېړۍ کې د ا.ا.ا ګڼ مشران، د کابینې غړي، دیني علما او د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلي زرګونه هیوادوال د شهید حقاني جنازې اداینې لپاره انتظار وو د ا.ا.ا د مشرانو او د شهید د کورنۍ په استازیتوب یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي صیب کبیر د شهید د شخصیت ستاینه وکړه او د هغه د متانت اثبات لپاره یې وویل چې د کندهار په وروستي سفر کې شهید خلیل الرحمن حقاني هم ورسره مل و، دده په وینا شهید حقاني هلته تر بل هر چا مخکې په خورا جرأت سره د ټولو مخکې د ستونزو او ناخوالو تفصیلي یادونه وکړه. په دوام کې د شهید ورور حاجي ابراهیم حقاني د شهید خلیل الرحمن د لارې پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ددوی کورنۍ د قام د هوساینې لپاره د تل په څېر هر راز مالي او ځاني قربانۍ ته چمتو ده. په دې مراسمو کې قدرمن خلیفه صاحب هم د راغلو مشرانو او ولسونو څخه د هغوی د راتللو او غمشریکۍ په پار مننه وکړه خلیفه صیب د شهید حقاني د شهادت له کبله د ا.ا.ا مشرانو او ټول ولس ته تسلیت ووایه، نوموړي شهید حقاني د درې انقلابونو یو مخلص مجاهد او مصلح مشر یاد کړ خلیفه صیب زیاته کړه چې ددوی هره مبارزه د في سبیل الله پر بنسټ وه او هېڅکله د شخصي عقدې او شخصي غچ په فکر کې نه ول، ځکه خو ډاډه دی چې د شهید حقاني شهادت هم د کوم شخصي عناد له کبله نه بلکې د الهي مسیر او دین د دښمنانو عمل دی. مونږ هېڅ شخصي فکر نه لرو هر څه مو د الله ج لره دي او ډاډه یو چې ستر رب عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ رب دی. مونږ د جګړې او مبارزې د لارو چارو مخکښان یو خو هیڅکله دا لارې چارې د الله ج له رضا پرته د شخصي مقاصدو وسیله نه ګرځوو. شهید خلیل الرحمن حقاني د ټولو سختو کړاوونو تر زغم وروسته بیا هم د دومره سترې حوصلې ظرفیت درلود چې که مونږ به کم حوصلې هم شو ده به د ستونزو حل لپاره د هیواد هر ګوټ ته منډه وهله. د خلیفه صیب تر وینا وروسته د بهرنیو چارو وزیر قدرمن امیرخان متقي هم خبرې وکړې متقي صیب د افغان مجاهد ولس نه ماتېدونکی زغم او هوډ بیان کړ او دا یې ویاړ وباله چې د شهید خلیل الرحمن حقاني په څېر یو لوړپوړی مشر داسې حال کې شهادت مقام ته رسیږي چې د ولس پر وړاندې یې د خدمت لپاره دروازې پرانیستې دي دا هر مجاهد، وزیر، والي او د ا.ا.ا هر مشر د الله ج په لاره کې شهادت ستر ویاړ بولي او تل ورته چمتو دي متقي صیب همدارنګه اشاره وکړه چې تېرو ۷میاشتو کې د داعشي خوارجو د ۷ بریدونو له ډلې ۶ هغه یې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له هیواده بهر پلان او ترتیب شوې دي. نو پر هغه هیوادونو چې داسې شریر عناصر ساتي غږ کوو چې داسې عناصرو ته ځای ورکول ددې اور لمن تاسو ته هم رسوي دا یو ګډ دښمن دی د ملاتړ پر ځای یې ګډ مخنیوي کې باید همکار شو. د خبرو د لړۍ پای د قدرمن حافظ صیب انس حقاني د مننې په الفاظو وشو نوموړي د شهید حقاني د شهادت په پار د ټولو کورنیو او بهرنیو اشخاصو او ادرسونو د غمرازۍ څخه د خپلې کورنۍ او اسلامي امارت په استازیتوب مننه وکړه.

M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع

188,270 次观看 • 1 年前

د طالب مشرانو د پاکستاني پاسپورټونو د افشا کولو په لړ کې، زاويه نيوز د حقاني کورنۍ د يو غړي پاکستانی پاسپورټ او د جعلي پاکستاني پاسپورټونو جوړولو د کاروبار ثبوت او شواهد موندلي دي. دی د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني د کاکا زوی او د ابراهيم حقاني د دويمې ښځې (دغه ښځه يې د تخار د چاه آب ولسوالۍ ده) زوی دی. د افغانستان په اسنادو کې د نوموړي نوم نويد دی، خو پر پاکستاني پاسپورټ محمد خالد نومېږي. د ابراهيم حقاني دغه زوی متقاضيانو ته د جعلي پاکستاني پاسپورټونو جوړولو او له کابل ډګر څخه خليجي هېوادونه ته د ډالرو قاچاق کاروبار کوي. زاويه نيوز ته همدارنګه په سعودي عربستان او نورو خليجي هېوادونو کې د نوموړي د لوکس ژوند، کاروبار او په افغانستان کې د تفريح او ميلو جزئيات، عکسونه او ويډيوګانې هم رسېدلې دي، چې ټول په دې ويډيويي کليپ کې ليدلی شئ. د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس، د حقاني شبکې په ملاتړ او همکارۍ د ابراهيم حقاني دغه زوی متقاضيانو ته د پنځه زره ډالرو په مقابل کې جعلي پاکستاني پاسپورټونه جوړوي او د کابل هوايي ډګر له VIP ترمينل څخه يې دوبۍ ته وباسي. په تازه پېښه کې نوموړي د پنځو افغانانو يو ګروپ ته د ۳۰ زره ډالرو په مقابل کې پاکستاني جعلي پاسپورټونه جوړ کړي او د کابل له وي ای پي ترمينل څخه يې دوبۍ ته استولي دي، خو په دوبۍ کې پوليسو پنځه واړه افغانان نيولي او دا مهال د ابراهيم حقاني زوی (پاکستانی محمد خالد او افغان نويد) د دوبۍ پوليسو له پوښتنو او ګروېږنو سره مخ دی: «په پاکستاني جعلي پاسپورټونو له کابل څخه عربي هېوادونو ته د پاکستانيانو او افغانانو استولو کاروبار د حقاني کورنۍ لپاره يوه عايداتي منبع ده.» د ابراهيم حقاني د زوی نويد - محمد خالد د پاکستاني پاسپورټ واضح عکس پر لاندې ټويټ کتلی شئ. #فساد #قاچاق

ZAWIA NEWS

32,196 次观看 • 6 个月前

حقانیانو له کندهاري طالبانو سره د نصیب خان د واک غځولو په سر د ټانټو ژوول پیل کړي! باخبره سرچینې وایي، چې د کریکټ بورډ له اوسنۍ رهبرۍ کندهاري طالبان په ځانګړې ډول د ملا هبت الله حلقه ناخوښه ده او د عمومي رییس میرویس اشرف او اجرایوي رییس نصیب خان څخه ګڼ شکایتونه ور رسیدلي دي. حقاني شبکه چې دا مهال کندهار له واک ډېره څنډې ته کړې، کوشش کوي چې کریکټ بورډ له ځان سره وساتي. کریکټ بورډ کې د بدلون لپاره د کندهاري طالبانو علاقه تر بل هر وخت زیاته شوې او د بدلون په دغه چاره کې له کندهاریانو سره د کریکټ بورډ ځینې پخواني چارواکي او په کریکټ کې داخل کسان ملګري دي. خوست ته د شپږیزې انتقال د حقاني شبکې هغه تکتیک بلل کیږي چې له مخې یې غواړي د نصیب خان د واک موده وغځوي او په خوست کې د ښې شپږیزې ترسروای د نصیب خان لاس ته راوړنه وبلل شي او یاد کرېډېټ د نصیب خان په اکاونټ کې جمع شي. انس حقاني په حقاني شبکه کې یوازېنی کس بلل کیږي چې نغواړي کریکټ بورډ یې له ګوتو ووځي. وروسته له هغې چې د ملي ستوري راشد خان یوې نهایي شخصي موضوع د کندهاري طالبانو غوسه را وپاروله، نصیب خان په دوبۍ کې له راشد خان سره ناسته کړې او ورته ویلي یې دي چې کندهار نه غواړي چې نور په لوبډلمشرۍ کې پاتې شې او حتې د ځینو نورو بندیزونو خبر یې هم ورکړی. خو راشد خان له کپټانۍ څخه د تیریدو په بدل کې ځینې شرطونه په کریکټ بورډ منلي او تر ټولو مهم شرط یې کپتانۍ ته د ابراهیم ځدراڼ را تګ و. که څه هم افغانستان ته د راشدخان سفر د امربالمعروف وزارت د وزیر له خوا له ستونزو سره مخ دی، خو له تېرو څو ورځو رهیسې نا تایید شوي خبرونه خپریږي او ویل کیږي چي راشد خان د شپږیزې لپاره افغانستان ته ځي. څه چې ډېر روښانه دی هغه دا دي چې راشد خان لا تراوسه په دوبۍ کې دی او په رسمي ډول یې شپږیزې ته د ورتګ اعلان نه دی کړی. ملي اتل راشد خان که د شپږیزې څو لوبو ته افغانستان ته درومي د حقانیانو په خاص ملاتړ به ځي او له دغه کار د حقانیانو هدف دا دی چې په بورډ کې د ادلون، بدلون په وخت د راشد خان مهم کارت له ځان سره ولري او د ځان په ګټه یې وکاروي. د میدان په اړه: سمه ده چي د طبیعي افتونو مخه نیول د انسانانو کار نه دی، خو دا هم منطقي نه ده چې له لوبو څو ورځې وړاندې خېمې او زړې ډنډې راټولې کړه او ویې دروه. واضح خبره دا ده چې د پنځو روپیو همدومره ګوړه کیږي. 😁

Abdulhaq Omeri

15,227 次观看 • 3 个月前