Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

اې د مفتي خیټو (منیر شاکر) په مرګ غمجنو دروغجنو مدافعینو . تاسو خپل د منحرف عالم دا انحرافي بیان واوری او بیا قضاوت وکړی. الله تعالی سورت البقره ۳۳ أیت کې شیطان ته امر کوي چې انسان ته سجده وکړي خو شیطان تمرد او سرکشي کوي دلته مفتي...

46,908 просмотров • 1 год назад •via X (Twitter)

Комментарии: 11

Фото профиля شهاب لېوال Shahab lewal313
شهاب لېوال Shahab lewal3131 год назад

دا مسلمانانو له تورات څخه کاپي کړی . په دې هم اتکا نکوي بلکه لا انحراف کوي او وای چې زموږ (اسلام) دین له یهودیت او نصارنیت څخه کاپي شوی . یعنې که تاسو هغه ادیان مطالعه کړی فکر به وکړی چې تاسو یا یهود یاست او یا عیسوي. درحالیکه هغه دواړه ادیان د انحراف له وجې منسوخ شوي .

Фото профиля حقاني
حقاني1 год назад

حقه خبره يي کړيده وايي قران کي تحريف نه کيږی او په حديث کي کيږی

Фото профиля UTHMAN xan
UTHMAN xan1 год назад

دَ مفتی شاکر شھید د جنازی مراسم تر سرہ شو، چی زرګونو خلک پکی شریک وو. سرچینی وایی، چي دا دَ پيښور په تاریخ کی تر ټولو سترہ جنازہ وہ.

Фото профиля Kaliwa Tanai
Kaliwa Tanai1 год назад

@RASHID_AHMAD313 تاسی اوستاسوپه شان دکفرفروفوملایانواصلیت یی ښکاره کوه اوخلکوته یی وښودلی چه تاسی څنګه داسلام په نوم تجارت کوی ته وشرمیږی دهیره منډایی اولاذه

Фото профиля A۔(Farhadi)
A۔(Farhadi)1 год назад

دا اپلتی ندی لیوال ګله دا یی زه او ته را ویښ کړې یو چی هر څه د حدیث او د فلانی او بسمدانی په نامه و نه منو د زرندې او جومات فرق وکړو

Фото профиля FANCO
FANCO2 лет назад

NEW OFFICIAL COLLABORATION ALERT! Get your PERSONALIZED @Godzilla_Toho Japanese hanko stamps at for yourself, friends and family! #fanco #godzilla #GodzillaMinusOne 👉

Фото профиля مژگان «تابش»
مژگان «تابش»1 год назад

ته هغه د تابليت کا والا نه يي ؟ چه ستا کورني خو به يي نخوري ؟

Фото профиля Yasir Khan
Yasir Khan1 год назад

هغه چي هر رکم ده خو ستا مخ او څيره خداي سته پر خلکو ډېره بده لګيږي هيڅ نوعه بحبوبيت نه لري

Фото профиля Momin Shah Kakar
Momin Shah Kakar1 год назад

د همدي تشويقي بيان په بدل کې يې دغه خواخوږي او تعزيتي اعلاميه خپره کړه محترم حکمتيار صاحب۔ خو په دغه خواخوږي کې يې دپاکستان مرتد فوج پر خلاف د بلوڅ ازادي غوښتونکي بس او ريل ټرين باندي د مرتد کرای قاتلانو فوجيانو په هلاکت سره هم د خواخوږۍ ډيره واضح ښکاري اوس به بيا حزبيان خپه کيږي

Фото профиля Zakirullah Hamdard
Zakirullah Hamdard1 год назад

منم چی ځینی خبری یی صحیح نه وی خو اخره خاتمه هم معلومه نه وی کیدیشی توبه یی ویستی وی چی دایی هم دمرګ نه پس کرامت

Фото профиля Bilal Zadran
Bilal Zadran1 год назад

اوس د دغی مفتی هر سه غلط ستاسو عقیدوی او اسلام خبره چیشی رښتیا ده د ښځو حقونه او د انجونی مکتبونه مو چی بند دی آیا د اصول او شریعت کی راغلی چی په ښځه دی د فرعون غوندی ظلم وشی

Похожие видео

دا ویډیو کې ملا خلیفه ډېر چټیاټ وایي: وایي یو ځوان وایي چې له یو چینایي مسلمان سره مې ملګرتیا شوه، بیا هغه کور ته بوتلم. بیا د هغوی په کور کې زما د هغه له خور سره ملګرتیا شوه. اوس چې هر وخت چین ته ځم، د هغوی په کور کې مې شپه وي، زما او د همدې جینۍ جلا کوټه وي او شپه ورسره تېروم. بیا سهار غسل ته مې د همدې جینۍ پلار پورته کوي، کله چې هغې پلار مسجد ته سهار لمونځ ته ځي. اوس په دې چټیاټو کې څو پوښتنې را پیدا کېږي: ۱. اول خو دا مسلمان مېلمه څومره نمک‌حرام او بې‌وجدانه انسان وو چې هغوی خپل کور ته مېلمه کړ، خو دا نمک‌حرام یې د خور او لور سره ناروا اړیکې ټینګې کړې دي. ۲. دوهم، تاجر همیشه هوټل کې شپه تیروي تاجر باید خپله شپه په هوټل کې تېره کړي اکثره ورسره پیسی او قیمتي شیان وي. ۳. درېیم، هغه مسلمانې کورنۍ ته دا ملا سپک نظر کوي، یعنې دومره تقوادار پلار یې دی چې د سهار لمانځه لپاره مسجد ته ځي او د لور لونډه غسل ته هم پورته کوي؟ څوک چې د سهار لمونځ پابند وي، هغه دومره بې‌غیرته نه وي. دا خبره د ملا کاملاً دروغ ده. ۴. څلورم، دا چې مسلمانان دومره بې‌ایمانه او بې‌وجدانه دي چې هېڅ اعتماد ورباندې نه شي کېدای، چې څوک یې د اسلامي ورورولۍ یا احترام له مخې کور ته دعوت کړي، بیا دا بې‌وجدان یې د خور یا لور سره شپې تېروي. ۵. پنځم دا چې د جینۍ پلار مې سهار لمونځ ته پورته کوي چې «جګ شه، ناوخته ده، لمونځ مو قضا کېږي» . نو چې څوک زنا کوي، ټوله شپه یې په زنا تېره کړې وي، هغه بیا د سهار لمانځه څه پروا ساتي چې ناوخته ده هاهاها

Qari Eisa Mohammadi

22,395 просмотров • 4 месяцев назад

دیني عالم ښاغلی مولوي رحمت الله اندړ . د طالبانو له لورې د پوهنې او روزنیزو مرکزونو بندیدل غندلي او دا یې د اسلام د مبارک دین او الهي حکم سره په ټکر کې بللي. ښاغلي اندړ همدا راز د ټولو شیوخو او علماوو غوښتي چې د طالبانو د دې ظالمانه پرېکړې په اساس خپل غږونه پورته کړي او د نجونو په حق د تیري مخه ونیسي. د “اقرأ” آیت د قرآن کریم لومړنۍ وحی ده چې په پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوې. دا آیتونه د سورة العلق په پیل کې راغلي او د الله تعالی لخوا د بشریت لپاره د علم او پوهې د ارزښت اعلان دی. لومړي پنځه آیتونه داسې دي: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ۝ خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ ۝ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ ۝ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ۝ عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ۝ ژباړه: 1.ولوله په نامه د خپل رب چې پیدا کړی یې دی. 2.هغه انسان له یو تړلي څاڅکي (علق) څخه پیدا کړ. 3.ولوله، او ستا رب ډېر عزتمند دی. 4.هغه رب چې د قلم په واسطه یې ښوونه وکړه. 5.هغه انسان ته هغه څه وروښودل چې نه یې پوهېده. توضیحات: 1.“اقرأ” (ولوله): دا د پوهې، زده کړې، او تحقیق لپاره لومړنی امر دی چې پیغمبر ته شوی. دا کلمه د اسلام په دین کې د علم او زده کړې د اهمیت څرګندونه کوي. 2.“بِاسْمِ رَبِّكَ”: دا امر په دې ټینګار کوي چې علم باید د الله تعالی په نوم او د هغه د رضا لپاره وي. 3.“خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ”: دا د انسان د ابتدا یادونه کوي چې د الله د قدرت څرګندونه ده، او د انسان عاجزي او ساده پیل بیانوي. 4.“عَلَّمَ بِالْقَلَمِ”: قلم د علم د انتقال وسیله ده، او د دې ذکر په دې آیت کې د لیک او زده کړې ارزښت ښيي. 5.“عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ”: دا د الله تعالی د علم پراخوالی او د انسان د پوهې محدودیت څرګندوي. پیغام: دا آیتونه نه یوازې د علم او زده کړې د ارزښت اعلان کوي، بلکې د اسلام د لومړني پیغام اساس هم دي. په دې کې د الله د قدرت، رحم، او علم یادونه شوې او انسان ته د زده کړې، فکر کولو، او پوهې ترلاسه کولو لارښوونه شوې. Rahmatullah Andar🇦🇫

🔶F:Afghan🔶

10,900 просмотров • 1 год назад

جمهوریتیانو غني څومره ژر هېر کړ. وایي، پښتنو ته یو مشر او رهبر په لاس ورغلی چې هغه منظور احمد پښتین دی. زه منظور تر غني ځکه غوره ګڼم چې خپل ولس یې بمبار کړی او زنداني کړی نه دی. د جمهوریتیانو یارانه همدومره وي، تر هغې چې یو څوک په واک کې وي، هغه ورته بې بدیله ښکاري(لکه غني)، خو کله چې بې واکه شي، بیا د بل مشر او رهبر په لټه کې شي. دا ټول دروغجن احساسات دي. بله دا چې شهادت څه ټوکې نه دي. دلته دغه فرد وایي چې موږ دغه بیرغ لپاره یو سل او شل زره شهیدان ورکړي دي؛ دلته دوه خبرې دي؛ یا دا چې دی د شهید په مانا نه پوهېږي، هوا ګز کوي او یا خو دا چې دی ضد او عناد نیولی، د مخالفت له امله د بیرغ قربانیانو ته د شهید خطاب کوي. په صحیح حدیث کې راغلي، هغه څوک (حقیقي) شهید دی چې د الله تعالی د رضا او کلمې د پورته کولو لپاره د رب العلمین په لاره کې قرباني شوی وي. د دغه فرد پورتنۍ خبره او ادعا له قران او احادیثو سره ټکر کې ده؛ د بیرغ شهادت لپاره څه دلیل راوړلی شي؟ ما ډېره پلټنه وکړه چې د بیرغ لپاره قرباني په شهادت کې حسابېږي او که نه؛ کوم ځواب مې پیدا نه کړ. هو! که دود او عرف له مخې یې شهید بولئ؛ دغه کارونه هندوان هم کوي، خپل د پوځ قربانیان شهیدان بولي. یادونه: زه د اردو د لیکو قربانیان مسلمانان ګڼم.

khalid sameer

28,089 просмотров • 2 лет назад

د راشد خان د قضیې په اړه د شیخ صاحب د دریځ د ناسم معلوماتو وضاحت او د اسلامي نظام د دفاع منطق په دې کې هېڅ شک نشته چې شيخ صاحب محترم ډېر ښه انسان دی او که د ده علمي او تحقيقي سابقه وڅېړو نو ډېره پراخه ده خو په همدې مسئله کې زه په بشپړ ډول يقين لرم چې شيخ صاحب ته د موضوع ټول حقیقت نه دی معلوم تر ټولو لومړی که وګورو رشید خان اول دي پېژني نه حتی په ویډیو کې څو څو ځله پوښتنه کوي چې: “راشد څوک دی؟” دا خپله دې ته اشاره ده چې موضوع پرې نه ده روښانه دوهمه خبره دا ده چې که شيخ صاحب ته اصلي حال معلوم وای ښايي ده به د دې پوښتنې ځواب په همدې انداز نه وای ورکړی اوس راځو بعضي پوښتنو او جوابونو ته تر هر څه مخکې: شيخ صاحب مبارک یوه حدیث ذکر کړې ده. شيخ صاحب یې تشریح هم کړې ده، زه به هم لږه تبصره پرې وکړم شيخ صاحب چې کوم حدیث بیان کړی، په هغه کې راغلي چې د خلکو په شاته تجسس مه کوئ، یعنې د دې نیت سره د بل بدۍ پسې مه ګرځئ چې د هغه بد کارونه پیدا کړم او بیا یې خلکو ته ښکاره کړم خو دلته خبره برعکس ده؛ راشد خان خپله مېرمن په بې‌پردګۍ سره رسنیو ته وړاندې کړې ده. دلته چا تجسس نه دی کړی، بلکې دی خپله د دې کار سبب ګرځېدلی دی دوهمه خبره دا ده چې که اسلامپالو مبارزينو د راشد خان خلاف غږ پورته کړی، مقصد دا نه و چې د راشد خان سپکاوی وکړل شي بلکې اسلامپالو ملګرو خپل اسلامي نظام دفاع کړی صرف دا خبره کړې چې راشد خان تاسو ته همدا حکومت تنخوا درکوي همدا حکومت تاسو سپورټ کوي او همدې حکومت د همدې شرعي اصولو لپاره شل کاله جګړه کړې قربانۍ یې ورکړي او شهیدان یې ورکړي دي نو صرف حق ويل شوي تجسس نه دی کړی اوس ځینې خلک د شيخ صاحب ویډیو خکته پورته کوي او وایي چې تاسو غلط وئ، شيخ صاحب داسې وایي. وروره! شيخ صاحب هر څه چې ویلي، هغه د خپل فکر او د هغه حدیث له مخې ویلي چې ده لوستلی. په دې مسئله کې چې د راشد خان ده، ده ته بشپړ حقیقت نه دی معلوم. زه په يقین سره وایم: که شيخ صاحب ته دا ریښتینی حال معلوم شي چې اسلامي نظام، شرعي نظام، او د دې ټولو باوجود راشد خان په نړیوال سټېج داسې کار کړی، نو زه په باور سره ویلی شم چې شيخ صاحب به پر ده فتوی هم ورکړي او له خپل پخواني موقف به هم رجوع وکړي. او زه دا خبره تاسو ته عملاً ثابته کوم. اوس لږ بوخت یم، ان شاءالله چې خپل ځای ته ورسېدم، زه پخپله له شيخ صاحب سره اړیکه نیسم او ټول جزئیات به ورته بیان کړم. بیا به تاسې ووینئ چې څنګه به رجوع کوي او د هغه خلاف فتوی ورکوي

عبدالحق الأفغاني

16,671 просмотров • 9 месяцев назад

د لال جومات خطیب د افغانستان د ښې حکومتولۍ څلور مثالونه پاکستان ته د پېغور په ډول وړاندې کوي. نوموړی د افغان خارجه وزیر متقي صیب د وینا هغه څلور خبرې تشریح کوي چې میډیا کې نشر شوې دي. وایي اول، په ټول افغانستان کې هیڅوک ښکاره ډول نه شراب خرڅولی شي او نه یې څښلی شي. دوهم، په ټول افغانستان کې هېڅوک ښکاره ډول زنا نه شي کولی. درې‌یم، په ټول افغانستان کې هېڅ بدمعاش او غل ښکاره ډول سرک ته نه‌شي راوتلی چې خلک لوټ کړي. څلورم، ټول افغانستان کې هېڅوک په چا ظلم نه شي کولی، بې‌ګناه قتل نه شي کولی، ګنې په سزا رسېږي. وایي دا هغه خبرې دي چې ایمان تازه کوي او زړه ته سکون ورکوي. مفتي ظفرالله هاشمي په خوست ولایت کې د آبلې ورځې قصاص په مثال کې وړاندې کوي. وایي د ټولې نړۍ د اعتراضونو او مخالفت باوجود یې د لسګونه زره خلکو تر مخه د الله تعالی حکم قصاص په یو قاتل تطبیق کړ/ دېته جرئت او دېته اسلامي نظام وایي. وایي نړۍ چې په فلسطین او نورو اسلامي هېوادونو کې بې‌ګناه ښځې او ماشومان وژني هغه ته بې‌عدالتي او د نړیوالو اصولو سرغړونه نه وایي، خو په یو قصاص اعتراض لري. مګر اسلامي امارت یې هیڅ پروا نه لري او خپل شریعت پلی کوي. نور هم ډېر ښه غږېدلی ما یې لنډیز را واخیست. مانا میډیا ده چې په یو هېواد کې د دوی د خلکو په خوله فکري جګړه ورسره کولی شې. البته عملي مواد به ورته لرې، لکه دا مفتي صیب چې واقعي مثالونه وړاندې کوي. کوم څه چې مفتي صیب ښودلي/ افغانستان کې نه‌شي ترسره کېدلی، خو په پاکستان کې سرعام ترسره کېږي او حتی قانوني اجازه یې ورکړې ده. مګر بیا هم د پاکستان کرایي او درباري ملایان پاکستان کې د جهاد اعلان نه شي کولی. حساب به کېږي قیامت شته دی جانان له بدو نه ګیډي تړلي دینه

Rahim Sekander

18,159 просмотров • 8 месяцев назад