Sensitive content

This media may contain sensitive content.

Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

باک بوج د چمن ملک عنایت لکه خررر داسی ډبولی😂

24,498 görüntüleme • 2 ay önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

دا د ځوانۍ اوښکې دې 💔 دا خورا درنې او وزن لرونکي دي ، تر شاه یې یوه نړۍ وران شوي امیدونه او نړېدلې هېلي پرتې دې. دا ځوان چې تیر کال یې ځوان ورور هم په یوه ترافیکي پیښه کي له لاسه ورکړی دی ، پرون ورځ یې ټوله شتمني چې شاوخوا د یو نیم سل لکه کالدارو د کمپیوټرانو دکان وو ،بشپړ د اور خوراک شوی دی. دا درک هغوی ته ښه لګیږي چې شتمني یې حلاله ، د کلونو کلونو خوارۍ او د لاس په تڼاکو یې سره یؤ ځای کړې وې. د اور لګيدنې دا پیښه د بلوچستان ایالت کویټې ښار په حلیم نامي پلازه کي پرون ورځ رامنځ ته شوه چې دده په شمول د شاوخوا 350 نورو تجارانو دکانونو هم له منځه تللي دي ، او د زیانونو اټکل یې میلیاردونه کالداري کیږي. ډېری تجاران یې د چمن او نور د کویټې ښار اوسیدونکي دي💔 الله تعالی مو غږ واوره الله تعالی مو همکار شه ، هغوی چې توان لري حتما ددې بیچارګانو غږ ته انعکاس ورکړئ. وخخخخخ لله تعالی دي ستا او ستا د ټولو ملګرو همدې ساړه ساړه آهونه ،نمجنو سترګو ، د درنو درنو سلګیو او د درنې ژړا نعم البدل در نصیب کړي

سیداحمد

16,072 görüntüleme • 6 ay önce

د نورستان د محاصرې تر شا توطیه په کابل او نورو ولایتونو باندې د پاکستان د هوایي بمباریو نه وروسته، هغوي داسې ښودله چې د چمن له لارې په کندهار ځمکنې حمله وکړي خو د پاکستان اصلي هدف د چترال د لارې نه د کونړ د ناړې او نورستان د سیمو کنترول دی چې ځینو پخواني قوماندانانو ته چې د شمالي ټلوالې سره اړیکې لري، لاره خلاصه تر څو د اوړي د رارسیدو سره د بدخشان له لارې د طالبانو په ضد عملیات پيل او ځیني سیمې ونیسي. پاکستان د دغه پلان لپاره تقریبا دوه کاله د مخه یو شمیر پخواني مهم قوماندانان اسلام اباد ته غوښتي و او د ځینو سره په دوبۍ او استانبول کې هم غونډې درلودې. هغه وخت ورته شرایط برابر نه و خو اوس ورته شرایط برابر دي ځکه پاکستان ولیدل چې د دوی د ناروا بمباریو په خاطر دنیا او د سیمې هیوادونو منفي عکس العمل ونه ښوده او هم طالبانو هسې هوایي شور ماشور جوړ کړ او عملي اقدام د پاکستان په ضد نشي کولې او که اقدام هم وکړي، موثره به نه وي ځکه د طالبانو حاکمیت د جدي انزوا سره مخامخ دی او ولسي مشروعیت نه لري، نو دا ښه وخت دی چې پاکستان یو ځل بیا افغانستان کې کورنیو جګړو ته زمینه مساعده او خپل ماهیان ونیسي. که څه هم پاکستان ته به دا عملیات ډیر درانده او قیمته تمام شي ځکه زه فکر نه کوم چې د پاکستان داسې پروژوي عملیاتو لپاره، امریکا، چین، روسیه یا عربي هیوادونه مصارف ورکړي. البته دا چې میدان شغالې دی، پاکستان ګډوډي جوړولې شي. خو دا چې د طالبانو مشر ملا او یا خلیفه دین محمد د ښځو او احوال شخصیه په مسایلو بوخت دي او ویاند صیب هم همداسې کورني مصروفیات لري، لکه خلیفه دین محمد چې هم یادونه وکړله چې اکثره طالبانو دوه او درې ښځې کړیدي او مصروفه دي، کوښښ کوي چې هر څه د ولس نه پټ وساتي. لکه مخکې مې چې په کراتو یادونه کړې، تر څو چې ولسي مشروعیت او د یو قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره د یوې واقعې لوی جرګې له لارې زمینه مساعده نشي، طالبان د پاکستان د حملو او تخریبي عملیاتو مخه نشي نیولې. که افغانستان د انزوا حالت نه ووته، ببا ممکنه ده چې د پاکستان د دسیسو مخه په داخل او نړیوال ستیج کې ونیول شي. دا چې طالبان اسانه سیاسي ځواب چې د پاکستان سفیر اخراج او واقعي لویه جرګه راوغواړي، نشي تر سره کولې، نو نظامي ځواب هم هیڅکله ممکن نه دی. د جنګ په دوام سره به د افغانستان نه سوریه یا سوډان جوړیږي او د دې حالت مسوولیت د طالبانو په غاړه دی خو بیا چې هیواد وران، په زرهاو افغانان ووژل شي، خیر به یې افغانستان ته څه وي. په داسې حالت کې به طالبان خامخا له منځه ځي او نورې افراطي ډلې به رامنځته کیږي خو د طالبانو تور مخ به د افغانستان په تاریخ کې د دویم ځل لپاره بیا ثبت شي. بس افغانستان او افغانان د خبیثه مثلثونو په منځ کې راګیر دي. خدای دې خیر پېښ کړي. د یو باثباته او سوکاله افغانستان په هیله

Shahmahmood Miakhel

48,753 görüntüleme • 4 ay önce

د مجاهدینو ننگین معامله او د افغانستان د نظامي-هوایي ځواک پاکستان ته پلورل! د 1992 کال په ترڅ کې د داکتر نجیب‌الله حکومت د سقوط سره، افغانستان د نظامي او سیاسي تحولاتو نوې مرحلې ته داخل شو. مجاهدین چې څو کاله د مشروع او ولسي حکومت پر ضد د پاکستان په امر جګړه کړې وه، د هېواد مختلفو سیمو ته د تسلط په ترڅ کې د جګړې پراخ غنائم ترلاسه کړل. د کابل د سقوط وروسته، د مجاهدینو په لاس کې د "خوست پخوانی هوایي میدان" یو له مهمو نظامي پایګاه ګانو څخه و چې پرمختللي نظامي تجهیزات، جنګي الوتکې او مختلف ډولونه درنې او سپکې وسلې پکې موجودې وې. د یوې قوي مرکزي حکومت د نشتوالي او د مجاهدینو په صفونو کې د ګډوډۍ له امله، ډېری تجهیزات د افغانستان د دفاعي جوړښت پر ځای، ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي توګه پاکستان ته وپلورل شول. الف- د خوست نظامي پایګاه او موجود تجهیزات: د خوست هوایي میدان د داکتر نجیب‌الله حکومت یو له مهمو نظامي پایګاه ګانو څخه و چې په کې مختلفې عصري وسلې، جنګي الوتکې، ټانګونه او مخابراتي تجهیزات ساتل کېدل. دا پایګاه د داکتر نجیب په حکومت کې د شوروي په مرسته د نظامي ځواک د تقویت لپاره تجهیز شوې وه او د افغانستان د ملي اردو د هوایي او ځمکني ځواک د تأمین لپاره کلیدي رول درلود. د 1991 کال په ترڅ کې د خوست د سقوط او بیا د حکومت د سقوط سره، دا پایګاه په بشپړه توګه د مجاهدینو په لاس کې راغله. راپورونه ښیي چې په دې پایګاه کې لاندې تجهیزات موجود وو: 1. جنګي او ترانسپورتي الوتکې: • MiG-21 جنګي الوتکې: 12 فروند • Su-22 الوتکې: 8 فروند • Mi-8 او Mi-24 هلیکوپترونه: له 10 څخه زیات • An-26 او An-32 ترانسپورتي الوتکې: ۶ فروند 2. درنې وسلې: • T-55 او T-62 ټانګونه: شاوخوا 40 عدد • ZSU-23-4 شیلکا ضد هوایي توپونه: 10 عدد • 122 او 130 ملي متري توپونه: 20 عدد • استرلا-2 (SA-7 Grail) راکټي سیستمونه: نامعلوم شمېر 3. سپکې او نیمه درنې وسلې: • کلاشنیکوف تهاجمي تفنګونه (AK-47 او AK-74): له 5000 څخه زیات • PKM او DShK سپک او درانه مسلسلونه 200 څخه زیات له • RPG-7 ضد ټانګ راکټونه: له 300 څخه زیات • 82 او 120 ملي متري مرمۍ: شاوخوا 100 عدد 4. مخابراتي او راداري تجهیزات: • د شوروي جوړې نظامي مخابراتي سیستمونه • د غږونو د اورېدو او استراق سمع وسایل • تاکتیکي رادارونه او د هوایي تعقیب سیستمونه ب- د مجاهدینو ننگین معامله له پاکستان سره: د داکتر نجیب د حکومت د سقوط وروسته، مختلفو مجاهدینو ډلو چې د خوست په سیمه کې تسلط درلود، د مالي منابعو د کمښت او د نغدو پیسو اړتیا له امله، د پاکستان سره د نظامي تجهیزاتو پلورلو ته مخه کړه. دا معاملې عمدتاً د محلي رهبرانو او میداني قوماندانانو له خوا ترسره شوې او د پاکستان حکومت د خپل نظامي استخباراتو (ISI) له لارې په دې خریدونو کې مهم رول درلود. د تجهیزاتو پاکستان ته د انتقال لارې: ډیری تجهیزات د "خوست - میرانشاه" لارې له لارې د پاکستان قبایلي سیمو ته انتقال شول. • ځینې جنګي الوتکې او هلیکوپترونه د پاکستانی پيلوټانو او د مجاهدینو له منځه استخدام شویو پيلوټانو له خوا د پاکستان هوایي پایګاهونو ته انتقال شول. • ټانګونه او زره‌پوشونه د درنو موټرو له لارې قبایلي سیمو ته او بیا د پاکستان لویو ښارونو ته، لکه راولپندي او کراچي ته انتقال شول. • سپکې او نیمه درنې وسلې د تورخم او چمن له لارې قاچاقي پاکستان ته داخل شوې او یوه برخه یې افراطی اسلامي ډلو ته وپلورل شوه. د دې ننگین معامله عواقب: 1. د دفاعي ځواک کمزوري: د دې تجهیزاتو د پلور له امله، افغانستان د قوي هوایي او زره‌ي ځواک څخه محروم شو چې دا د داخلي جګړو او نوو مسلحو ډلو د ظهور لامل شو. 2. د پاکستان او افراطی ډلو نظامي پیاوړتیا: پاکستان د دې تسلیحاتو په ترلاسه کولو سره خپل نظامي ځواک زیات کړ او ځینې تجهیزات یې افراطي ډلو ته، لکه طالبان، انتقال کړل چې د افغانستان پر امنیت منفي اغیزه وکړه. 3.د داخلي جګړو زیاتوالی: د تسلیحاتو د پلور څخه ترلاسه شوې عایدات د هېواد د بیا رغونې پر ځای د مجاهدینو مختلفو جناحونو د پیاوړتیا لپاره ولګیدل چې داخلي جګړې یې زیاتې کړې. 4. د تسلیحاتو د بازار تاسیس: د دې تسلیحاتو یوه برخه د بازار سیاه ته لاړه او افراطي ډلو ته وپلورل شوه چې د خشونت د زیاتوالي لامل شوه. پایله: د پاکستان سره د نظامي تجهیزاتو پلور د مجاهدینو له خوا د دې ملت اوسرزمین په وړاندې ننگین خیانت و، چې نه یوازې دهېواد دفاعي ځواک له منځه یووړ، بلکې دپاکستان د نفوذ اوافراطي ډلو دپیاوړتیا لامل شو. که موږ له تاریخ څخه درس ونه زده کړو، ددې ننگینو پیښود تکرار لپاره زمینه برابره کړې ده! ژوندی دې وي افغانیت! 💚❤️🖤

تریخ حقیقتونه/ حقایق تلخ

28,456 görüntüleme • 1 yıl önce

امریکا له خپل راتګ مخکې د افغانستان له ګاونډیانو سره ځینې وعدې کړی وې، چې له هغې جملې یوه یې زموږ جنوبی او شرقی همسایه (پاکستان)، غربي همسایه ایران او شمالی همسایه تاجکستان سره کړی وه چې امریکا به د افغانستان په اوبو سرمایه‌گذاری نه کوي او نه به افغان دولت ته دا اجازه ورکوي چې د افغانستان سیندونه له همسایه‌ګانو راوکرځوي. د همسایه‌ګانو د رضایت لپاره کرځي صیب له ۲۰۰۴ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۳ میلادی کال پورې پخوانی جهادی قوماندان اسماعیل خان د اوبو او انرژی وزیر وټاکل تر څو د افغانستان پر اوبو د سرمایه‌گذاری مخه ونیسي. اسماعیل خان ته هم موقع په لاس ورغله او څومره بودیجه به چې د اوبو د مدیریت او انرژی د تولید لپاره منظوریدله نو هغه به راسن زموږ له غزبی همسایه ایران ته وړله او له ایران څخهبګ به یی زاړه ډیزلی ماشینونه او ډیزل پری پلورل تر څو موقتاً يو ګروپ روښانه کړي. پاکستان سره چې کله هم ېموږ د اوبو او انرژی بحث راځي نو پاکستان غواړي زموږ توجه له کونړ سیند څخه واړوي او بحث لمریزی انرژی ته یوسي. ځکه که پاکستان سره موږ د کونړ پر سیند مذاکره هم وکړو او حد اقل ۳۰٪ اوبه هم ترې راوګرځو، پاکستان ته یې زور رسیږي او پاکستان نه غواړي چې د کونړ سیند ۱۰٪ اوبه هم په افغانستان کې مصرف شي. پاکستان یواځې له افغان نوم سره دوښمني نلری یلکی، هغوی د هر هغه چا سره دښمني لری چې په افغانستان کې د پاکستان د ګټو مخه نیسي، عین که جاپانی هم یې وژني دی ( ناکامورا). نن مې د افغان میلیاردر Mirwais Azizi خبرې واوریدې. عزیزی وایی چې غواړم په افغانستان کې ۱۰ میلیارده ډالره سرمایه‌گذاری وکړم د انرژی په برخه کې، خو شروع یې له لمریزی یا سولری پروژې له افتتاح کوم. د عزیزی دا خبره داسی معنا لری لکه په بستر شدید زخمی ته چې ته د سر درد ګولی ورکوی، چې صبر وکړئ، لومړی یې دا سر درد ښه شي، له نورو زخمونو سره به بیا ګورو. یو سروی ښیي چې د افغانستان د انرژی تولید ذخایر د ۲۴۰۰۰ مګاواټه د انرژی د تولید ظرفیت لري، چې له هغې جملې ۲۳۰۰۰ مګاواټه یې د اوبو انرژی ده او پاتې ۵۱۴-۵۲۴ مګاواټه یې زغال سنګ، ۳۵۰-۵۰۰ طبعی ګاز او ۱۲۵-۳۰۰ خام نفت تولیده وي. عزیزی صیب پر ځای د دې چې د مریض شدید زخم پانسمان کړي او وینې د بهیدو مخه ونیسي، په سینه د مالږی پلاستیک ګدی چې صبر ټوخۍ یې ښه شي یا د پرستامول ګولۍ ورکوي چې د سر درد یې ښه شي. عزیزی صیب، که د افغانستان په اوبو سرمایه‌گذاری نشي کولی، نو افغانانو مخ د له هغو سیندونو څخه مه اړوئ چې له موږ یې سل‌هاو زره زلمی خوړلی. که اوس مو له وس او توان برابر نه وي، ۵۰ یا ۱۰۰ کاله وروسته به یو څوک پیداشي چې د بهیدونکو سیندونو مخه به ونیسي او په خپلو شاړو دشتو به یې راخېژوی، کورونه به مو روښانه کړی له ایراني ډیزلی ماشینونو څخه به بی غمه کړی. په افغانستان کې په داسې حال کې چې سیندونه مو نورو مملکتونو ته بهیږي په سولریزه انرژی سرمایه‌گذاری خدمت نه بلکې ظلم دی د دې وطن او ملت سره. از مه را ګفتن است Mirwais Azizi

Azeem Azeemi

19,823 görüntüleme • 1 yıl önce