Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

#بل تازه خبر: په ولایتونو کښې د خلاف لاس موټرو لپاره د سټیکرونو د وېش ټولې تخنیکي چارې بشپړې سوي چې د وېش بهیر به یې ژر پیل سي. د ترافیکو لوی ریاست سلام پرېس ته ويلي، چې اوسمهال ددغو موټرونو لپاره یوازې سټېکر ورکوي او پلېټونه نه ورکول کېږي.

24,626 Aufrufe • vor 1 Monat •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

نن په ټوېټر کې د شکنجې یوه وېدیو په مخه راغله، په کتلو سره یی د زندان یادونو رامخې ته کړل. په ریاست ۴۰ کې یې یوه ورځ له ورځو طالبانو له شمالي ولایاتو د افغانستان یو ځوان د مقاومت جبهې د غړي په تور راوړ، له دې ځوانه یې په نورو ریاستونو کې په زور او جبر سره اقرار اخیستې ؤ، خو چې کله یې ریاست ۴۰ ته راوړل نو ځوان خپل کړی اقرار نه منل او هغه یې له شکنجې د ځان خلاصون لپاره منلې بلل. پنجشنبې ورځ چې د بندیانو د ملاقاتیانو ورځ به وه نو موږ به د کورنۍ غړو د لیدو لپاره یوی خاص خونې چې تر شیشی بلی خوابه مو د کورنې غړي ولاړ ؤ د ۵ دقیقو په سیمدار تلېفون خبرو لپاره وروړل کېدلو، له سر لوڅو اطاقونو چې د شکنجې لپاره جوړ شوي ؤ تېرېدلو. په یوه سرلوڅ اطاق کې یې دا ځوان راځړولې ؤ، او دوه کسان چې مخونه یې پټ ؤ په سوکانو یې وهل، په دروازه کې په ظاهري ډول په سنتو ولاړ یو بل کس چې د تحقیق لپاره یې قلم او کاغذ هم په لاس کي نیولی ؤ له بندي اقرار اخیستل. پښتانه وایی چې په زور کلي نه کېږي ایا په زور دا نیمچه کلی چې نه دروازه لري او نه یې وګړي له افتونو او ځلځلو په امان دي سر ونیسئ؟

Azeem Azeemi

69,541 Aufrufe • vor 1 Jahr

وآؤرئ او ویښ شئ شبر زیدي د پاکستان د FBR مشر و د افغانستان په اړه چې کوم فکر لري دغه فکر مکمل پنجابیان لري. کله چې یو پخوانی لوړپوړی پاکستانی چارواکی د کابل او کندهار د بېلتون، د پښتون او غیرپښتون په نوم د افغانستان د وېش، او د افغانانو د «کنټرول» خبره کوي، پوښتنه دا ده چې ولې افغانستان تل د قوم، ژبې، سمت او جغرافیې په کرښو د ټوټه کولو له تصور سره مخ کېږي؟ افغانستان کابل او کندهار نه دی؛ افغانستان یو هېواد دی. کندهار د کابل دی او کابل د کندهار. هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، پکتیا، بامیان، هلمند او ټول ولایتونه د یوه وطن برخې دي. پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، نورستانی، پشه‌یي او د دې خاورې نور ټول خلک د افغانستان ګډ مالکین دي. هېڅ بهرنی سیاستوال حق نه لري چې زموږ د وطن نقشه د قومونو په نوم ووېشي. د تېرو څو لسیزو تر ټولو دردناک درس دا دی چې هر ځل افغانان د قوم، ژبې، سمت، مذهب او سیاسي نومونو پر اساس یو د بل پر وړاندې ودرول شول،تاوان او تباهي یې افغانستان ته ورسېد ګټه یې دشمن ته. کورونه د افغانانو وران شول، اولادونه یې ووژل شول، کډوال افغانان شول او نسلونه یې له تعلیم او پرمختګه پاتې شول؛ خو د سیمې د نفوذ سیاستونه دوام پیدا کړ. نن هم خطر همدا دی. که څوک د پښتون په نوم تاجک ته د دښمن په سترګه ګوري، یا د تاجک په نوم پښتون ته؛ که څوک شمال د جنوب پر وړاندې او کابل د کندهار پر وړاندې دروي، په عمل کې د افغانستان د تجزیې لپاره فکري زمینه برابروي. د افغانستان د سیاست تر ټولو خطرناک شعار هغه دی چې افغان ته وایي: ستا اصلي دښمن ستا بل افغان ورور دی. هغه افغانان چې د بهرنیو قدرتونو د سیالیو لپاره خپل وطنوال د قوم، ژبې او سیمې په نوم پاروي، باید پوه شي چې د دې لوبې پای د هېڅ افغان په ګټه نه دی. که جګړه بیا بلېږي، اور به یوازې د یوه قوم کور نه سوځوي؛ ټول افغانستان به سوځوي. افغانستان په تېرو پنځوسو کلونو کې دومره وینه ورکړې چې نور باید د پردیو د ستراتیژیکو حسابونو د تصفیې میدان نه شي. که نن بیا څوک وسله‌وال، جنګسالاران، افراطي ډلې یا د واک تږي کسان د یوې نوې نیابتي جګړې لپاره راټولوي، افغانان باید د هغوی د شعارونو تر شا هدف وویني. هر څوک چې د بهرني ملاتړ په تمه د افغان پر وړاندې ټوپک پورته کوي، باید وپوښتل شي: د دې جګړې ګټه به چا ته رسېږي او جنازې به د چا کورونو ته ځي؟ د شبر زیدي خبرې ځکه د بحث وړ دي چې موږ ته یو خطرناک تصور راښيي: افغانستان باید کمزوری، متفرق او د نورو تر نفوذ لاندې وي. د دې تصور پر وړاندې ځواب باید بله قومي جګړه نه وي؛ ځواب یې باید ملي یووالی، سیاسي شعور او د افغانستان پر بشپړې خپلواکۍ ټینګار وي. نه کابل د چا تر کنټرول لاندې دی، نه کندهار د چا د ملکیت برخه ده او نه پنجاب حق لري د افغانستان لپاره د واک حدود وټاکي. افغانان د چا غلامان نه دي چې څوک پرې بحث وکړي څومره آزادي باید ورکړل شي!؟ زموږ اختلافات شته، زموږ سیاسي ستونزې شته او زموږ د تېرو حکومتونو او اوسنیو واکمنانو په اړه سختې نیوکې هم شته؛ خو دا ټول د افغانانو خپل بحث دی. هېڅ بهرني لوري ته دا حق نه ورکوي چې زموږ د قومي اختلافاتو په ژورولو سره زموږ د وطن د برخلیک نقشه جوړه کړي. افغان باید بالاخره دا یوه جمله په عمل کې ثابته کړي: له بدخشانه تر کندهاره، له هراته تر ننګرهاره، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ نه یې قومونه د وېش کرښې دي، نه یې ولایتونه جلا هېوادونه، او نه یې راتلونکی د بل هېواد د نفوذ ملکیت دی. پنځوس کاله جګړه بس ده. پنځوس کاله پردۍ اجنډاوې بس دي. پنځوس کاله د افغان په لاس د افغان وژل بس دي. که افغانستان ژغورل کېږي، د پښتون په یوازېتوب نه ژغورل کېږي، د تاجک په یوازېتوب نه ژغورل کېږي، د هزاره او ازبک په یوازېتوب نه ژغورل کېږي؛ افغانستان یوازې د خپلو ټولو خلکو په یووالي ژغورل کېږي. کوم خلک چې د پاکستان لمنې ته ځانونه غورزولي هغوی باید د همدې ویډیو څخه درس او عبرت واخلي

Qari Eisa Mohammadi

14,958 Aufrufe • vor 2 Monaten

د استخباراتي ګوډاګيانو اصلي څېره: په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د هغو ډلو له لاسه تباه او ویجاړ شو چې ځانونه یې مجاهدین، طالبان او نورې اسلامکارې ډلې بللې. دغو ډلو نه یوازې د دین او جهاد له نومه ناوړه استفاده وکړه بلکې د بهرنیو قدرتونو ګوډاګیان وو چې سیمه کې د دوی د موخو د پوره کولو لپاره یې خپل ولس قرباني کړ. وطن یې ټوټې ټوټې کړ او میلیونونه بې‌ګناه افغانان یې شهیدان، معیوب او دربدره کړل. دوی چې ځانونه د اسلام او مقدس جهاد مدافعین ګڼل په حقیقت کې د پردیو مزدوران وو. د دوی جګړه نه د اسلام لپاره وه نه د ملت د آزادۍ لپاره بلکې یوازې د خپلو بادارانو د ګټو د تأمین لپاره. د دوی اصلي څېره تاسو په دې ویډیو کې ګورئ چې د دوی تش په نوم جهادي رهبران د امریکا د وخت ولسمشر رونالډ ریګن په دفتر کې لاس په نامه ولاړ وو تر څو د افغانانو د وژلو او د وطن د ورانولو په بدل کې امریکایي ډالر، وسلې او مرستې تر لاسه کړي. دوی ورته ډاډ ورکوئ چې بېغمه اوسه مسټر پرزیډنټ ولاکه یو افغان هم را څخه ښه ورځ وګوري…… دا ډلې د استخباراتي شبکو کرایه‌ شوي ګلټېر سپیان وو چې د اسلام سپېڅلی نوم یې د خپلو شخصي ګټو لپاره وکاراوه. دوی نه اسلام ته ژمن وو نه وطن ته بلکې یوازې د خپلو بهرنیو بادارانو د امرونو تابع وو. تاریخ به دا هېڅکله هېر نه کړي چې څنګه دغو ملي خاینانو د خپل ولس وینه وبهوله د ملت برخلیک یې د پردیو د سیاسي لوبو قرباني کړ او افغانستان یې د نسلونو لپاره برباد کړ. نن هم هماغه ډرامه د تالب په نوم روانه ده سبا به داعش او بل سبا به په بل نوم ادامه ولري …. خبره دا ده چې خره هماغه خره دي فقط کتې یې بدلیږي نو دا د دوئ د جهاد اصلې څېره او ماهیت دی ښه سم یې وپېژنئ چې د کفارو ګلټېر سپیان دي نور څه نه دي…. دا د افغانستان د خلکو مسؤلیت دی چې نور د دغو کرایه‌شوو ګلټېر سپیانو تر اغېز لاندې رانشي د دوی اصلي څېرې او دروغ وپېژني او خپل وطن د دغو ملي خاینانو له منګولو ازاد کړي چې د اسلام د سپېڅلې دین تر نامه لاندي په جنایتونو ، خرافاتو او شرکیاتو بوخت دي…. #Afghanistan 🇦🇫♥️

وطن جار WatnJar 🇦🇫

11,835 Aufrufe • vor 1 Jahr

وضاحت د بي سي سي خبریال د زاويه نيوز خبر ريټويټ کړی او ادعا يې کړې، چې خبرې يې تحريف شوي. موږ د نوموړي د خبرو همدغه ويډيو بيا خپروو چې له جرمني د اخراج شويو کډوالو د لاسونو ولچک کولو او د پوښتنو ګروېږنو لپاره نامعلوم ځای ته د انتقال په اړه دقيق معلومات پکې شريکېږي. د بي بي سي خبریال وايي: «... موږ ته که څه هم له نږدې اجازه را نه کړل شوه چې دوی وګورو او له دوی سره خبرې وکړو، ځکه چاته اجازه نه ورکول کېده چې د دوی تصويرونه واخلي يا دوی سره مرکه وکړي يا د دوی ويډيوګانې واخلي، خو موږ له لرې ولیدل چې دوی راښکته شول، له هوایی ډګر څخه په يو ځانګړي بس کې راوړل شول او په يو خاص ځای کې (يو خاص ځای ته) دوی طالب چارواکو يوړل او له هغوی سره يې خبرې کولې. موږ له ځينو سرچینو سره چې په هوايي ډګر کې خبرې وکړې هغوی ويل، اوس له دې خلکو پوښتنې او اښتنې کېږي او معلومه نه ده، چې تر سبا پورې به خپلو کورنيو ته وسپارل شي او که له هغه وروسته به څه ورسره کېږي، خو موږ ځينې تصويرونه وليدل چې لا هم د دوی ولچکونه يې په لاس کې وو او له الوتکو راښکته شوي وو او بيا ځانګړي ځای ته د پوښتنو لپاره يوړل شول، نو رارسېدلي دي، خو د خبرو لپاره هيچاته اجازه نه وه...» زاويه نیوز د خبر امانت په بشپړ ډول ساتلی او ټولو مسلکي اصولو او ارونو ته يو ځل بيا ژمنيا تازه کوي او تکراروي، چې د تېرې ورځې خپور شوي خبر کې يې هېڅ راز تحريف نه دی کړی.

ZAWIA NEWS

33,102 Aufrufe • vor 2 Jahren