Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

بنو سعد ته راغلي یو چېرته چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ماشومتوب تېر کړی،دلته د حلیمې بی بی د کور نښې هم شته. کاروان بابک په شعر کې د حلیمې کیسه راته کوي

11,636 просмотров • 3 месяцев назад •via X (Twitter)

Комментарии: 16

Фото профиля yahya sinwar
yahya sinwar3 месяцев назад

ولا بسمل صاحب هغه نعت دي سخته خوند راکوي، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ستاينه کې دي جوړ کړی او مولوي محمد امين حيدري ويلی دی، او تر بنو سعد راته په ياد سو

Фото профиля M Farid (م فرید)
M Farid (م فرید)3 месяцев назад

اوښکی می راتلی جانانه.......څه جالب شعر هیڅ نه پی مړیږم

Фото профиля م. صداقت(افغان)
م. صداقت(افغان)3 месяцев назад

بسمل صیب ټول حسنه أعمال مو الله متعال قبول کړه. چې ما هم په دعاوو کې هېر نه کړې!!

Фото профиля جاوید افغان Javidafghan
جاوید افغان Javidafghan3 месяцев назад

ماشاءالله مبارک سفر او پاک ځایونه دي، موږ دعاګانو یاد ساتئ!

Фото профиля Wahid Rahimdil
Wahid Rahimdil3 месяцев назад

مولانا صاحب، الله مو ټول فرضي او نفلي عبادات خپل په دربار کې قبول کا!

Фото профиля يوسف
يوسف3 месяцев назад

مولانا بسمل ته د هر څه رب قبول کړي هملته به بيا يو داسې نعت ونه ليکې لکه (اوښکې مې راتلې جانانه) ؟

Фото профиля Qari Haydar
Qari Haydar3 месяцев назад

بسمل صاحب ادرس یی شریک که، که الله ج برابره کړه مونګ به هم ورشو انشاء الله

Фото профиля Fathullahghazi
Fathullahghazi3 месяцев назад

اواز کمزوري ده بسمل صيب ماته بیا ستا هغه نعت شریف راپه ياد شو چي حيدري صيب ويلی ده مکې ته بیا د بنوسعد قافله راغلې

Фото профиля 𝐀𝐛𝐢𝐝 𝐀𝐡𝐦𝐚𝐝𝐳𝐚𝐢 • عابد
𝐀𝐛𝐢𝐝 𝐀𝐡𝐦𝐚𝐝𝐳𝐚𝐢 • عابد3 месяцев назад

مولانا صیب دعاګانو کې مو ياد ساته

Фото профиля داؤد
داؤد3 месяцев назад

بسم صاحب ټول طاعت او عبادت مو قبول سه په شخصی دوعاګانو کی مو یاد ساته الله ج صحت مند لره

Фото профиля Noosatak Khan
Noosatak Khan3 месяцев назад

مکې ته بيا د بنو سعد قافله راغلي بنو سعد ته د بسمل جان قافله راغلي

Фото профиля جاهد افغان
جاهد افغان3 месяцев назад

بسمل صیب له دعاوو مو مه هېروه یو التماس دادی چې د خپل نازک خیال نه یو ځل بیا په محمد مصطفی ﷺ باندې نازنین الفاظ پیروزو کړه او یو خوندور نعت ولیکه

Фото профиля ANJI
ANJI3 месяцев назад

دددواړو،حج دى قبول او عمرونه مو ډيرشه سره د روغتيا

Фото профиля ياران به منى
ياران به منى3 месяцев назад

بسمل صاحب محترم سلامونه نیکی هیلی مو ومنۍ فرضی اونفلی عبادات موقبول او درته مبارکی وایم په خپلونیکو دعاګانوکی مویادساتۍ هیرمونه کړۍ همسایه ګان یو سره څه موده مخکی موکارت چهار شیرشاه سوری مسجدکې درسره ملاقات وشو تاویل زمونږ کورهم دلته ده فکرکوم حج ته تللی یاست الله ديي قبول کړی

Фото профиля محمد علیم بسمل
محمد علیم بسمل3 месяцев назад

حتما🌹

Фото профиля Ali Baba
Ali Baba3 месяцев назад

ته ورته شعر شروع نه کړې چې ډمانو ته دې ورکړی و. ګناه لري

Похожие видео

ملا هبة الله اخوند یې دریځ ته په داسې صفاتو را وبلل چې انانسر د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو نومونو سره دومره صفات نه دي یاد کړي. تقریباً دوه دقیقې یې مخ پټی امیر چې ولس یې په وجود اوعدم کې لا هم شکمن دی، په داسې صفاتو وستایل چې د هغه په عملي ژوند کې یا بېخې نه او یا ډېر لږ لیدل کېږي. زه دې ته هک پک شوم چې لږ تر لږه خپله ملا هبة الله اخوند هم دغسې بې ځایه ستاینه مکروه ونه ګڼله او نه یې د تقوا خلاف عمل وبلل، په داسې حال کې چې د مداحي او چاپلوسي په مذمت کې صحیح او صریح احادیث راغلي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اذا رأيتم المداحين فاحثوا في وجوههم التراب/ کله چې تاسې چاپلوسان ووینئ، نو خاورې یې پر مخ وشیندئ. رواه مسلم. له ابو معمر رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې: «قامَ رَجُلٌ يُثْنِي عَلَى أَمِيرٍ مِنَ الأُمَرَاءِ ، فَجَعَلَ الْمِقْدَادُ يَحْثِي عَلَيْهِ التُّرَابَ ، وَقَالَ : أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ نَحْثِيَ فِي وُجُوهِ الْمَدَّاحِينَ التُّرَابَ.» رواه مسلم. یو سړی د یو امیر ستاینه کوله، نو مقداد رضي الله عنه پرې خاورې شيندلې او ویې ویل: رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی چې د چاپلوسانو پر مخ خاورې وشیندو. تاسې ویډیو واورئ، له تعصب او مخالفت پرته ووایاست چې کوم صفات په ملا هبة الله اخوند کې شته، سره له دې چې د هغه هویت هم په بشپړ ډول مالوم نه دی. انانسر ملا هبة الله اخوند د څوارلسم قرن مجدد بللی، تاسې پوهیږئ چې مجدد چا ته ویل کېږي؟ د "تجدید" اصطلاح په حقیقت کې د نبي کریم ﷺ له دې حدیث څخه اخيستل شوې ده: «إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا.» الله تعالی د دې امت لپاره د هرې سلیزې په سر کې یو څوک رالېږي/پیدا کوي، چې د دوی دین تجديد کړي. تجدید په دې مانا چې دین بېرته هغه حالت ته ستون کړي څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې و، که د وخت په تېرېدو په ناسم ډول تفسیر شوی او تعبیر شوی وي، بېرته یې اصلي حالت ته وګرځوي. په اسلامي امت کې هغو علماوو ته چې غوره تصنیفات یې کړي، په دین کې یې د بدعاتو او خرافاتو مخنیوی کړی، د مجدد لقب کار شوی دی. د بېلګې په توګه امام حسن بصري، امام شافعي، امام بخاري، امام غزالي، امام فخرالدین رازي رحمهم الله ته د مجدد لقب کار شوی دی. په څوارلسمه پېړۍ کې شیخ محمد ناصرالدین الباني او شیخ محمد الغزالي رحمهما الله ته هم د مجدد لقب کاریدلی دی. شيخ محمد ناصر الدين الباني تقریباً ۱۱۲ کتابونه تصنیف، تألیف او تحقیق کړي دي. شیخ محمد الغزالي تقریباً تر ۵۰ ډېر کتابونه تصنیف کړي دي. موږ خو تر اوسه د ملا هبة الله اخوند کوم تصنیف نه دی لیدلی؛ نو مجدد په کوم دلیل ورته ویل کېږي؟ البته که تجدید په لفظي مانا واخلو؛ نو بیا امکان لري چې مجدد ورته وویل شي، ځکه په نجونو یې تعلیم حرام کړی، د نورې ټولي اسلامي نړۍ په خلاف یې دغه یو تجدید په دین کې کړی دی. د عصر ستر مفسر او محدث ورته ویل شوي، په داسې حال کې چې نه په تفسر او نه په احادیثو کې د یادوني وړ تصنیف لري. د اسلام ستر فاتح، امام المسلمین او امام المجاهدین، د امت د بقاء او پرمختګ هستي بلل شوی، خو اسلامي امت څه چې، د افغانستان ملت هم تر اوسه دغه هستي په سترګو نه دی لیدلي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

131,022 просмотров • 1 год назад