Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

بیګا شپه ما ښاغلی راز محمد شیرزاد همداسې ښاغلی ولسوال خیرخوا او نورو ملګرو د ښاغلی جنرال مبین خان په لایف خپرونه کې برخه اخیستې وه , چې یوه مسلمانه تقواداره حیاداره باحجابه باعزته او ملاله افغانه خور راغله هغې د امارت مشرانو او مونږ ټولو افغان نارینو ته...

24,751 views • 1 year ago •via X (Twitter)

10 Comments

jalal amarkhil's profile picture
jalal amarkhil1 year ago

له پردیو ښځو سره خبرې کول او د هغوی غږ اوریدل لویه ګناه ده.

فهیم افغان🇦🇫👊's profile picture
فهیم افغان🇦🇫👊1 year ago

امرخېل صیب ګناه به ملا هبته الله ته وې چې هغه د امیرالمومنین دعوه کړې مونږ او تاسو ته نه شته 😜

فــراهی مبـــــارزMubariZ☔🎤's profile picture
فــراهی مبـــــارزMubariZ☔🎤1 year ago

فهیم صیب دا ویډیو دری ځله داسی په کړس کړس وژړولم څومره رښتنی خور څومره رښتنی خبری اخی ربه😢😢😢😢

ایوبی's profile picture
ایوبی1 year ago

بلکل ریښتیا او خق یی وویلی دی د ټول ملت په لویه کی دوه عمده عوښتنی دی د خویندو د تعلیم او کار ۔ او د ملی دری رنکه بیراع کوچنی مشکلات به د وخت په تیریدلو انشاءالله خل شی

نورنیازی's profile picture
نورنیازی1 year ago

اوس نو يواځي دسیکولرانونه افراطیان اوسیکولرانو دواړه واری

Bilal Ahmed Ahmed's profile picture
Bilal Ahmed Ahmed1 year ago

اهي اهي وطنه څنګه خویندي او څنګه وروڼه مو دبل په هېوادونو کې دخپل وطن ده جوړیو په ارمانونو باندي شپې او ورځې سبا کوي واقعاً چي ده دي خور خبرو زرړه ته ټکان ورکول که یې څوک په احساساتو پوهه شي .

Real afghan ✿'s profile picture
Real afghan ✿1 year ago

دا هوږی وردک ده او انګلستان ته د ټالب له وحشته تښتیدلي په تلویزیون کی خبریاله او نطاقه پاتی شوی.

mootasim's profile picture
mootasim1 year ago

اوف اوف څومره حقیقت یې ویلي دي😭😭😭😭😭 موږ خو مسلمانان یو چي دا د نن عصر شیخان ولي په سترګو کي خاوري راشیندي ولي صیې تګلاره نه راته ټاکي

Khalid Siddiqi's profile picture
Khalid Siddiqi1 year ago

اوس ته ټالب لپاره له خپل لابي نه پښېمانه يې که‌ نه؟ هغه د کولن جلسه دې ولې ورته جوړه کړې وه، او پايلې يې څه وې؟ ما ته خو اوس هم ټالب ښکارې؛ البته په بخښنې سره!

م•شبیرأحمد «ألعثماني»'s profile picture
م•شبیرأحمد «ألعثماني»1 year ago

زه نه پوهیږم څه ولیکم، خو دومره به ووایم مرګ د په هغه بی عزته او بی پدره افغانه وی. چی د عامو خویندو رنګ ور بدوي، دا ملت بی ملالو نه دی. دا ملت اوس هم ملالی لري، ددی خور احساس د قدر وړ دی. باید د هری پتمنی خور قدر او احترام وشئ د هغی عزت لوټ نه کړل شی!

Related Videos

د شهید خلیل الرحمن حقاني د جنازې مطهر مراسم د زرګونو ګډونوالو په حضور سره ترسره شول د پکتیا په ګردې څېړۍ کې د ا.ا.ا ګڼ مشران، د کابینې غړي، دیني علما او د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلي زرګونه هیوادوال د شهید حقاني جنازې اداینې لپاره انتظار وو د ا.ا.ا د مشرانو او د شهید د کورنۍ په استازیتوب یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي صیب کبیر د شهید د شخصیت ستاینه وکړه او د هغه د متانت اثبات لپاره یې وویل چې د کندهار په وروستي سفر کې شهید خلیل الرحمن حقاني هم ورسره مل و، دده په وینا شهید حقاني هلته تر بل هر چا مخکې په خورا جرأت سره د ټولو مخکې د ستونزو او ناخوالو تفصیلي یادونه وکړه. په دوام کې د شهید ورور حاجي ابراهیم حقاني د شهید خلیل الرحمن د لارې پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ددوی کورنۍ د قام د هوساینې لپاره د تل په څېر هر راز مالي او ځاني قربانۍ ته چمتو ده. په دې مراسمو کې قدرمن خلیفه صاحب هم د راغلو مشرانو او ولسونو څخه د هغوی د راتللو او غمشریکۍ په پار مننه وکړه خلیفه صیب د شهید حقاني د شهادت له کبله د ا.ا.ا مشرانو او ټول ولس ته تسلیت ووایه، نوموړي شهید حقاني د درې انقلابونو یو مخلص مجاهد او مصلح مشر یاد کړ خلیفه صیب زیاته کړه چې ددوی هره مبارزه د في سبیل الله پر بنسټ وه او هېڅکله د شخصي عقدې او شخصي غچ په فکر کې نه ول، ځکه خو ډاډه دی چې د شهید حقاني شهادت هم د کوم شخصي عناد له کبله نه بلکې د الهي مسیر او دین د دښمنانو عمل دی. مونږ هېڅ شخصي فکر نه لرو هر څه مو د الله ج لره دي او ډاډه یو چې ستر رب عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ رب دی. مونږ د جګړې او مبارزې د لارو چارو مخکښان یو خو هیڅکله دا لارې چارې د الله ج له رضا پرته د شخصي مقاصدو وسیله نه ګرځوو. شهید خلیل الرحمن حقاني د ټولو سختو کړاوونو تر زغم وروسته بیا هم د دومره سترې حوصلې ظرفیت درلود چې که مونږ به کم حوصلې هم شو ده به د ستونزو حل لپاره د هیواد هر ګوټ ته منډه وهله. د خلیفه صیب تر وینا وروسته د بهرنیو چارو وزیر قدرمن امیرخان متقي هم خبرې وکړې متقي صیب د افغان مجاهد ولس نه ماتېدونکی زغم او هوډ بیان کړ او دا یې ویاړ وباله چې د شهید خلیل الرحمن حقاني په څېر یو لوړپوړی مشر داسې حال کې شهادت مقام ته رسیږي چې د ولس پر وړاندې یې د خدمت لپاره دروازې پرانیستې دي دا هر مجاهد، وزیر، والي او د ا.ا.ا هر مشر د الله ج په لاره کې شهادت ستر ویاړ بولي او تل ورته چمتو دي متقي صیب همدارنګه اشاره وکړه چې تېرو ۷میاشتو کې د داعشي خوارجو د ۷ بریدونو له ډلې ۶ هغه یې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له هیواده بهر پلان او ترتیب شوې دي. نو پر هغه هیوادونو چې داسې شریر عناصر ساتي غږ کوو چې داسې عناصرو ته ځای ورکول ددې اور لمن تاسو ته هم رسوي دا یو ګډ دښمن دی د ملاتړ پر ځای یې ګډ مخنیوي کې باید همکار شو. د خبرو د لړۍ پای د قدرمن حافظ صیب انس حقاني د مننې په الفاظو وشو نوموړي د شهید حقاني د شهادت په پار د ټولو کورنیو او بهرنیو اشخاصو او ادرسونو د غمرازۍ څخه د خپلې کورنۍ او اسلامي امارت په استازیتوب مننه وکړه.

M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع

188,270 views • 1 year ago

وضاحت د بي سي سي خبریال د زاويه نيوز خبر ريټويټ کړی او ادعا يې کړې، چې خبرې يې تحريف شوي. موږ د نوموړي د خبرو همدغه ويډيو بيا خپروو چې له جرمني د اخراج شويو کډوالو د لاسونو ولچک کولو او د پوښتنو ګروېږنو لپاره نامعلوم ځای ته د انتقال په اړه دقيق معلومات پکې شريکېږي. د بي بي سي خبریال وايي: «... موږ ته که څه هم له نږدې اجازه را نه کړل شوه چې دوی وګورو او له دوی سره خبرې وکړو، ځکه چاته اجازه نه ورکول کېده چې د دوی تصويرونه واخلي يا دوی سره مرکه وکړي يا د دوی ويډيوګانې واخلي، خو موږ له لرې ولیدل چې دوی راښکته شول، له هوایی ډګر څخه په يو ځانګړي بس کې راوړل شول او په يو خاص ځای کې (يو خاص ځای ته) دوی طالب چارواکو يوړل او له هغوی سره يې خبرې کولې. موږ له ځينو سرچینو سره چې په هوايي ډګر کې خبرې وکړې هغوی ويل، اوس له دې خلکو پوښتنې او اښتنې کېږي او معلومه نه ده، چې تر سبا پورې به خپلو کورنيو ته وسپارل شي او که له هغه وروسته به څه ورسره کېږي، خو موږ ځينې تصويرونه وليدل چې لا هم د دوی ولچکونه يې په لاس کې وو او له الوتکو راښکته شوي وو او بيا ځانګړي ځای ته د پوښتنو لپاره يوړل شول، نو رارسېدلي دي، خو د خبرو لپاره هيچاته اجازه نه وه...» زاويه نیوز د خبر امانت په بشپړ ډول ساتلی او ټولو مسلکي اصولو او ارونو ته يو ځل بيا ژمنيا تازه کوي او تکراروي، چې د تېرې ورځې خپور شوي خبر کې يې هېڅ راز تحريف نه دی کړی.

ZAWIA NEWS

33,102 views • 2 years ago

نن په ټوېټر کې د شکنجې یوه وېدیو په مخه راغله، په کتلو سره یی د زندان یادونو رامخې ته کړل. په ریاست ۴۰ کې یې یوه ورځ له ورځو طالبانو له شمالي ولایاتو د افغانستان یو ځوان د مقاومت جبهې د غړي په تور راوړ، له دې ځوانه یې په نورو ریاستونو کې په زور او جبر سره اقرار اخیستې ؤ، خو چې کله یې ریاست ۴۰ ته راوړل نو ځوان خپل کړی اقرار نه منل او هغه یې له شکنجې د ځان خلاصون لپاره منلې بلل. پنجشنبې ورځ چې د بندیانو د ملاقاتیانو ورځ به وه نو موږ به د کورنۍ غړو د لیدو لپاره یوی خاص خونې چې تر شیشی بلی خوابه مو د کورنې غړي ولاړ ؤ د ۵ دقیقو په سیمدار تلېفون خبرو لپاره وروړل کېدلو، له سر لوڅو اطاقونو چې د شکنجې لپاره جوړ شوي ؤ تېرېدلو. په یوه سرلوڅ اطاق کې یې دا ځوان راځړولې ؤ، او دوه کسان چې مخونه یې پټ ؤ په سوکانو یې وهل، په دروازه کې په ظاهري ډول په سنتو ولاړ یو بل کس چې د تحقیق لپاره یې قلم او کاغذ هم په لاس کي نیولی ؤ له بندي اقرار اخیستل. پښتانه وایی چې په زور کلي نه کېږي ایا په زور دا نیمچه کلی چې نه دروازه لري او نه یې وګړي له افتونو او ځلځلو په امان دي سر ونیسئ؟

Azeem Azeemi

69,541 views • 1 year ago

پنځه کاله پخوا چې جمهوریت حاکم وو، خو نن په ډېر افسوس سره د غازي امان الله خان روح بیا نارام دی. په امریکا کې د افغانستان د ۱۰۱مې کلیزې په ویاړ جشن دا نن چې موږ دلته په دې وطن کې داسې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسېږو علت یې دا دی چې خپل وطن لرو، که دلته د چا پیغورونه اورو، که په کار ځای کې له یو چا یوه تېره بېره اورو، که په پاکستان کې د ماجره ناره درپسې وشي، که په سعودي کې د اجنبي ناره درپسې کېږي، بیا هم له ځان سره وایاست چې خیر دی، که مې بله هره ځمکه پردی کړي، د خپل پلار نیکه ټاټوبی خو شته. تاسې یې داسې تصور کړئ که ستاسې هېواد نه وي، او لکه د فلسطینیانو، اویغورو، کردانو او بلڅو یا د نړۍ د ځینو نورو ولسونو د سټېټ لیس وګړو په څېر بې وطنه وی. تاسې به څومره لوی اطمینان او څومره لوی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ له لاسه ورکړی وي. که څه هم د افغانستان تاریخ د لر او بر افغانانو د ملی مبارزو او اتلوالیو انداره ده او په دی لاره کې له میرویس نیکه را نیولی تر فقر ایپي وزیریستانی پوری کڼو مشرانو او اتلانو قربانی ورکړی. خو، موږ او تاسې په خپل تاریخ کې د دوو انسانانو د احسان ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات پورهوړی یو. لومړی د احمدشاه بابا، چې د مملکت څښتنان یې کړو، او دوهم، د غازي امان الله چې د مملکت سیاسي استقلال یې بشپړ کړ. د دوی دواړو او د افغان ولس دغه کارونه ‌‌‌‌‌‌ډېر درانه او د سختو مبارزو او قربانیو محصول دی. لکه په لومړی ځل د یو باغ جوړول ‌‌‌‌‌‌او هغه باغ کې د ثمر لررونکې نیالګیو او ګلونو کرل ډېر ګران کار وي، ساتل یې هم زیار او کار غواړي خو دومره ګران نه وی. موږ تاسې ته هغوی دا دروند کار ترسره کړی دی، زموږ دنده د هغوی د میراث ساتنه او پالنه ده. لکه د یوه باغ ساتل چې د هغه باغ د یوې یوې ونې او یوه یوه نهال ساتل وي، د یوه ملت ساتل هم د یوه یوه فرد ساتل، پالل، تربیه کول او پاملرنه غواړی. زموږ آزادي هغه وخت ساتل کېدای شي چې زموږ هر فرد ازاد، په ملي غرور سمبال او د خپلواک نظر او فکر خاوند وي. زموږ د خویندو او میندو آزادي او د خپل برخلیک حق درلودل زموږ د خپلواکي د بشپړتیا یوه مهمه برخه ده. کله چې موږ د غازی امان الله خان د اصلاحاتو د ناتمام فصل یادونه کوو، هدف مو همدا دی چې د دې خاورې انسان په فکري، کلتوري، اقتصادي او امنیتي لحاظ په ځان بسیا او خودکفا شي. راځئ نن ټول د دې پرتمینې ورځې د لمانځلو په مناسبت ژمنه وکړو چې هر افغان به د بل افغان د ځان بسیاینې په برخه کې مرسته کوي. راځئ له خپل کور او کوڅې یې پیل کړو. په کور کې خور، لور، کشر ورور، په کلي کې تربور او کلیوال، او همداسې په هره کچه خپل افغان ته لاس ورکړو.متحد او خودکفا یې کړو، په پښو یې و دروو، غښتلی یې کړو او خپل ملی یووالی او مینه وښایو. د آزاد او خپلواک افغانستان په هیله!✨🇦🇫✨

Spozhmay Maseed

16,487 views • 1 year ago

جوړ پخیر، درنو څارونکو! نن مې له افغانستان انټرنشنل افغانستان اینترنشنال افغانستان انټرنشنل - پښتو سره وروستۍ کاري ورځ ده، او له دې رسنۍ سره خپل دوه‌نیم کلن سفر پای ته رسوم. خو اړینه بولم چې څو مهمو موضوعاتو ته اشاره وکړم. ما له افغانستان انټرنشنل سره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه رسماً د ویاندې او خبریالې په توګه کار پیل کړ. ویاړم چې د دغې دندې په لړ کې مې تل د هغو ارزښتونو په رڼا کې کار کړی، چې ماته لومړیتوب لري او تل به یې پالنه کوم. ژبني او مسلکي لاسته راوړنې سره له دې چې زه یوه پښتنه افغانه یم، وتوانېدم چې په افغانستان انټرنشنل کې په پښتو او فارسي (دري) ژبو ویاندويي وکړم. لکه څنګه چې مې په CV کې لیکلي، دواړه ملي ژبې تر دې حده زده کړي چې، پرې خبرې، لیکل او لوستل کولی شم. په ۲۰۲۳ کال کې، له یو کال ځنډ وروسته، د ټولنیزو رسنیو برخې د ویاندې په توګه بېرته د ټلویزیون پر پردې راڅرګنده شوم. که څه هم په هېواد کې مو د حاکمې ډلې له‌خوا ډېر داسې کارونه وشول چې باید رسنیز کېدل، افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې دا حقایق نړۍ ته ورسوي. خو زما لپاره دا ویاړ و، چې د هغو مهمو خبرونو تر څنګ مې دا هڅه وکړه چې هېرې شوې موضوعګانې لکه د پښتو ژبه، ملي ارزښتونه، او تاریخي ورځې اجنډا کې راشي: •د پښتو ژبې ورځ مو ونمانځله؛ •د ملي بیرغ ورځ مو یاده کړه؛ •د شاه امان‌الله خان تلین مو ولمانځه؛ •د ډاکټر نجیب‌الله تلین ته مو درناوی وکړ؛ •د خان عبدالغفار خان په اړه مستند خپور شو؛ •او مهم‌ترینه دا چې، د زرګونو افغانو ښځو غږ مو اوچت کړ. د نجونو د زده کړو غږ وتوانېدو چې په افغانستان انټرنشنل کې یوازینۍ پښتو خپرونه (سپړنه) ❤️ پیل او تر ننه دوام ورکړو. دا خپرونه مو د شاه امان‌الله خان له یاد سره پیل کړه. زموږ یوه مهمه د تمرکز موضوع د افغان نجونو زده‌کړې وې. هڅه مو وکړه چې له بېلابېلو ولایتونو زده‌کړیالانې خپرونو ته راوبلو، څو نړۍ ته وښیو چې افغان نجونې تعلیم غواړي. په دې برخه کې مو له بېلابېلو شخصیتونو لکه ښاغلي ضیاءالدین یوسفزي، اغلې تورپېکۍ یوسفزۍ، او د ډاکټر نجیب‌الله له مشرې لور سره ارزښتناک بحثونه او مرکې لرلې. ټولنیز، تاریخي، او ملي پوښښ د کډوالو، سیاسي بدلونونو, خیبر جرګو، د پښتونخوا له حالاتو، او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو ته مو پوښښ وکړ. همدارنګه، له یو شمېر مهمو شخصیتونو سره لکه اغلې شکریه بارکزۍ، شفیقه خپلواک، پرستو حکیم، وږمه توخي، وږمه سیال، نظیفه جلالي، شګوفه نورزۍ، فرزانه کوچۍ، شبنم صالحي او …سره مو ارزښتناکې مرکې وکړې. زه د دغو ټولو قدرمنو مېلمنو له ګډون منندویه یم. مسلکي ملګرتیا په ځانګړې توګه غواړم د اغلې نویده جانې خوشبو Naveeda Khoshbo 💜یادونه وکړم، چې زما رښتینې لارښوده، مشره خور، او مهربانه ملګرې شوه/ او وي به. له هغې مې ډېر څه زده کړل، او دا به تل له ځان سره یاد ساتم. په دفتر کې مې له نورو همکارانو هم ډېر څه زده کړل، هم له ښو او هم له هغو تجربو چې ستونزمنې وې، خو راته یې درس راکړ چې رښتیا او یو مخ اوسېدل که څه هم ستونزمن وي، خو بریالی وي. پایله که څه هم لیک اوږد شو، خو د پښتنو متل دی: “خبرې ډېرې، سر یې یو.” زه به تل خپلو ملي ارزښتونو ته ژمنه پاتې کېږم، د افغانستان، ملي 🇦🇫 بیرغ، ملي ژبو، د تعلیم حق، انساني او بشري حقونه او د هېواد پرمختګ زما د کار لارښود او اصول پاتې کېږي. په خورا درناوي او مینه، شبنم خان دوران 📺❤️👩🏻‍💼 ۲۵/۰۶/۲۰۲۵ لندن

Shabnam Khan Dawranشبنم خان دوران 🇦🇫

24,820 views • 1 year ago

دا مـو د دادا وطـن په مـونږ باندې ډېر گـران دی دا افغـانسـتان په تېرو میاشتو کې، د پاکستان رسنیو او پوډکاسټونو د افغانستان په موضوع ډېر پام کړی دی. دوی زیاتره د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ او د دې ملاتړ د دلیلونو په اړه خبرې کړې دي. د ډېرو دلایلو په منځ کې، چې زیاتره یې خیالي دي، زما نوم—امرالله صالح—د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې د پاکستان تر اغېز لاندې نه و او نه دی. دوی فکر کوي چې زه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لویه ننګونه وم او یم. دا مهمه نه ده چې دا مبالغه ده که حقیقت—خو که ما هغه څه کړي وي چې دوی یې وایي یا نه—زه خوشحاله یم چې چوپ او بې‌کاره نه وم پاتې شوی. دوی زموږ د کمزوري کولو لپاره لویې سرچینې کارولې دي، خو زما سره یوازې ساده او کم وسایل وو. اوس هم پاکستان ته ډېر زیان نه دی اوښتی. موږ دوی ته وار وار ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سیمه داسې بې‌ثباته او کمزورې کول زموږ او دوی په ګټه نه دي. خو دوی د یوه جعلي استعماري قوت په څېر غرور درلود، پرته له دې چې د دې لپاره کافي سرچینې یا پوهه ولري. د یوه پخواني پاکستاني افسر وروستۍ څرګندونې زما د رول په اړه واورئ. دا به شرم وای که زه په دې میدان کې ناکام بلل شوی وای. ګرانو پاکستانیانو، موږ لا هم دلته یو! زه د طالبانو دښمن یم او زموږ ترمنځ دوه‌اړخیزه کرکه او نفرت موجود دی. سره له دې زه تاریخ نه هېروم چې د طالبانو او ترهګرۍ فابریکه چیرته وه. زه د نامتو شهیدانو لیستونه او انځورونه له ځان سره لرم او کله ناکله یې ګورم. طالب به نسکورېږي. مطمئن اوسئ. دا چې اوس پاکستان د طالبانو له لاسه په ستونزو کې دی، کافي نه ده. پاکستان باید د افغانستان د ملت په وړاندې معذرت وغواړي. اسلام‌آباد دې د افغانستان د ملت په وړاندې د معذرت غوښتنې حق پوره کړي.

Amrullah Saleh

51,469 views • 1 year ago

ډیر افسوس ده ! اول خو یې په عربي ژبې سلام غلط وویلو د نړۍ علمآء چې ناست دي هغوی پوهیږي چی سلام یې غلط وویل، ال یې ورسره تلفط نکړ بله دا چې داسې عربي یې ویلې لکه یو بنګالی کاریګر چې خبرې کوي ځان شیخ القرآن او شیخ الحدیث بولي خو د عربي ژبې په ماضي ، حال او مضارع نه پوهیږي د ذال او ضآد په مخرج او تلفظ والله باالله چې نه پوهيږي د ضآد پر ځای زا استفاده کوي آیضا یې ایزن وویل. دوهم دا چی کوم عربي علمآء ناست دي دا هغه خلک دي چی اکثره یې په اسلامي زدکړو کې PDH لري خو دا بیسواده چی د ځان سره شیخ القرآن او شیخ الحدیث لیکلي د خبرو شروع یې تر آخره داسې احمقانه ده چی اصلا څه پیغام او مفهوم نه ورکوي ، حتی ویې نشو کولی چی په ښه او مناسبو الفاظو همدا علمآء کرامو ته ښه راغلاست ووايي ، دا عربي ملایان به ورته حیران شوي وي چی دا شیخ القرآن او شیخ الحدیث یې داسې بیسواده او احمق ده چی دا نور ساده ملایان به یې لا څنګه وي؟! دوی لیکلي چی د نړۍ علمآء راغلي بیا همدا علمآوو ته داسې لګیا ده خبرې کوي لکه د موسوي ولسوالې کلیوالو ته چې خبرې کوي ، په ډیر جیګ غږ ، په چوکې کې غیر نورمال ناسته ، ډیر بی معنی او بی مفهومه خبرې ، هره جمله یې څو څو ګرامري غلطیانې ، د ځان کاذبانه صفتونه او لافی پقاقي هاهاهاهاها واه هیبتي ځناورانو ! چې دغسې لویې غونډې ته دا بیسواده بوځې خو لږ مشوره هم ورکوئ ، لږ ورته دا د مجلس آداب هم زده کوئ ، لږ ورته دا بیانیه هم لیکئ چې سم د انسان غوندې خبرې وکړي. هلته عربي علمآوو ته لګیا ده وايي: دلته پنځوس کاله مخکې ستاسې مشهور علمآء راغلي وو مونږ افتخار کوو چې هغوی زمونږ هیواد ته د ارض الغزات نوم ورکړی یعنی د جنګونو خاوره هاهاهاهاها بیا وايي ؛ دلته ستاسې علمآء راغلي وو په کابل کې یې دوه دوه رکعته د ویرې او ډار لمونځ کړی وو صلات الخوف هاهاهاها یعنې زمونږ هیواد د وېرې او وحشت هیواد وو . بیا آخر کې وایی؛ زمونږ د افغانستان ټول خلک بدو یعنی اطرافي او چوپانان دي مونږ دوه کلونو کې دوی ته قناعت ونشو ورکولی چې آرام یې کړو واه احمقه! تاسې باید د نړی علمآء کرامو ته د افغانستان د خلکو فقر ، غربت ، بی کاري او بی روزګاري باره کې خبرې کړې وای ، تاسې باید هغوی ته ویلی وای چی ستاسې د هیوادونو د پرمختګ راز څه ده چې مونږ هم ستاسې په قدمونو لاړ شو ؟! تاسې ولی هیڅ جنګونه نه کوی ؟ تاسې څنګه د ټولو نعمتونو خوندونه اخلی ؟ تاسې څنګه حکومت داری کوی ؟ مونږ سره تاسې څه مرستې کولی شې چې انسانان او سم شو؟

Qari Eisa Mohammadi

50,983 views • 3 years ago

حقانیانو له کندهاري طالبانو سره د نصیب خان د واک غځولو په سر د ټانټو ژوول پیل کړي! باخبره سرچینې وایي، چې د کریکټ بورډ له اوسنۍ رهبرۍ کندهاري طالبان په ځانګړې ډول د ملا هبت الله حلقه ناخوښه ده او د عمومي رییس میرویس اشرف او اجرایوي رییس نصیب خان څخه ګڼ شکایتونه ور رسیدلي دي. حقاني شبکه چې دا مهال کندهار له واک ډېره څنډې ته کړې، کوشش کوي چې کریکټ بورډ له ځان سره وساتي. کریکټ بورډ کې د بدلون لپاره د کندهاري طالبانو علاقه تر بل هر وخت زیاته شوې او د بدلون په دغه چاره کې له کندهاریانو سره د کریکټ بورډ ځینې پخواني چارواکي او په کریکټ کې داخل کسان ملګري دي. خوست ته د شپږیزې انتقال د حقاني شبکې هغه تکتیک بلل کیږي چې له مخې یې غواړي د نصیب خان د واک موده وغځوي او په خوست کې د ښې شپږیزې ترسروای د نصیب خان لاس ته راوړنه وبلل شي او یاد کرېډېټ د نصیب خان په اکاونټ کې جمع شي. انس حقاني په حقاني شبکه کې یوازېنی کس بلل کیږي چې نغواړي کریکټ بورډ یې له ګوتو ووځي. وروسته له هغې چې د ملي ستوري راشد خان یوې نهایي شخصي موضوع د کندهاري طالبانو غوسه را وپاروله، نصیب خان په دوبۍ کې له راشد خان سره ناسته کړې او ورته ویلي یې دي چې کندهار نه غواړي چې نور په لوبډلمشرۍ کې پاتې شې او حتې د ځینو نورو بندیزونو خبر یې هم ورکړی. خو راشد خان له کپټانۍ څخه د تیریدو په بدل کې ځینې شرطونه په کریکټ بورډ منلي او تر ټولو مهم شرط یې کپتانۍ ته د ابراهیم ځدراڼ را تګ و. که څه هم افغانستان ته د راشدخان سفر د امربالمعروف وزارت د وزیر له خوا له ستونزو سره مخ دی، خو له تېرو څو ورځو رهیسې نا تایید شوي خبرونه خپریږي او ویل کیږي چي راشد خان د شپږیزې لپاره افغانستان ته ځي. څه چې ډېر روښانه دی هغه دا دي چې راشد خان لا تراوسه په دوبۍ کې دی او په رسمي ډول یې شپږیزې ته د ورتګ اعلان نه دی کړی. ملي اتل راشد خان که د شپږیزې څو لوبو ته افغانستان ته درومي د حقانیانو په خاص ملاتړ به ځي او له دغه کار د حقانیانو هدف دا دی چې په بورډ کې د ادلون، بدلون په وخت د راشد خان مهم کارت له ځان سره ولري او د ځان په ګټه یې وکاروي. د میدان په اړه: سمه ده چي د طبیعي افتونو مخه نیول د انسانانو کار نه دی، خو دا هم منطقي نه ده چې له لوبو څو ورځې وړاندې خېمې او زړې ډنډې راټولې کړه او ویې دروه. واضح خبره دا ده چې د پنځو روپیو همدومره ګوړه کیږي. 😁

Abdulhaq Omeri

15,227 views • 3 months ago

غالباً د تراب صیب شعر دی چې وایي: افغان په زور جنت ته نه ځي خو په رضا تر دوزخو درسره ځینه مونږ په تیرو څو لسیزو کې هم سختۍ تجربه کړې دي او هم اسانۍ خو دا مو ولیدل چې نرمي تر زور ډیر اغیز لري ان د دښمن زړه ته هم لار کوي. مونږ شل کاله د کابل ادارې سره جګړه وکړه خو په وروستیو ورځو کې مو د دوی له عسکرو سره د زور پر ځای نرمي وکړه. ددوی جنګیالي مو ونیول، نه مو زندان ته یووړل او نه مو وویشتل پر ځای مو نرمه توصیه ورته وکړه، خوشاله مو کړل او له لارې کرایې سره یو ځای مو خپلو کورونو ته واستول. نتیجه دا شوه چې په یوه اوونۍ کې مو ټول افغانستان تر پښو لاندې کړ. که مو د کار د زور له لارې کړی وای، ښايي تر ننه به لا وینه بهیدله او بریا به لا هم لرې یا ناشوني وه. مونږ ولیدل چې د فتحو اولو ورځو کې زرګونه خلک له هیواد په تیښته وو، کور په کور د شخصي دښمنیو ویره وه خو د امیرالمؤمنین د عفوې یوه فرمان دا ټولې ستونزې ختمې کړې، د خلکو د تیښتې لړۍ ودریده، ان تر دې چې خلک‌ یې دې ته وهڅول چې خپلې پخوانۍ شخصي دښمنۍ هم وبښي. نن چې مونږ واکمن یوو، ولس مو رعیت دی، باید له هغوی سره هماغه شان نرمه رویه وکړو. پر ولس د زور او جبر پر ځای، له نرمۍ، حوصله ‌مندۍ او ښو اخلاقو کار واخلو. که څوک بد کوي نو پیغور ورنه‌ کړو، بلکې په ښه سلوک یې سمې لارې ته رهبري کړو. په ټولو ادارو کې باید له ولس سره ښه چلند وشي، څو خلک وپوهیږي چې مونږ د دوی یوو او دوی زمونږ دي. همداسې لکه نن چې امربالمعروف وزارت له شیرعلي سره ښه چلند وکړ. یاد ټیک‌ ټاکر نه یوازې توبه وکړه، بلکې دومره متأثر شوی چې ځان د امربالمعروف ملاتړی بولي او خلکو ته‌ دا ډاډ ورکوي چې افغانستان کې هیڅ ستونځه نشته هر څوک کولی شي دلته خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او کار وکړي، ځکه دا وطن د دوی دی او دا نظام یې خپل دی. مونږ ته پکار ده چې له داسې پیښو، که څه هم کوچنۍ وي لوی درس واخلو. ستر نظامونه تل د لویو سینو په وسیله ژوندي پاتې کیږي.

Abdullah Raihan

18,435 views • 1 year ago