正在加载视频...

视频加载失败

تاسې دا جمنظام ووګورئ عجیب خوند کوي! لکه څنګه مو چې وطن ته ازادي راوړه داسې به یې په هر ډګر کې سیال کوو، ان شاءالله. هر پولیس به څلورکلنې زدکړې پشپړې کوي بیابه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کیږي، دا سلسله به همداسې جاري وي تر څو...

17,243 次观看 • 9 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

چې د ښوونځئ او مکتب دروازې بندې وي بیا دغسې احمقانو ته میدان خالي وي هیبتي ځناوران دغسې د نفاق او تعصب تخم شیندي دغسې نفرتونو ته لمن وهي بیا به ځینې وايي چی فلان لنډغر ده او فلان کولابي ده !!! ای خلکو؛ مونږ ټول یو ولس یو دا هیواد زمونږ ټولو هیواد دی دا افغانستان د ټولو هیواد دی دلته مهاجر او کډوال نشته د خدای روی وکړئ د دغسې جاهلانو مخه ونیسئ. دا د دشمنانو دسیسې دي چی افغانستان په اقوامواو مذاهبو تقسیموي همدې ویش او تقسیم ته بهرنی استخبارات ډیر قوي کار کوي چې دغسې جاهلان یې مخته وړي تر څو قومي او مذهبي جنګونو ته لاره هواره کړي. دغسې انسان حقیقت کې د افغانستان اصل دشمنان دي. مونږ ټول قومونه یو ملت یو ، تاسې باور وکړئ چی داسې مجلس به نه وي چې څلور کسان افغان را ټول شوي وي مګر دا چې ټول به د مختلفو قومونو وي خو په یو دسترخوان لکه ورونه ناست وي. دغسې خبرې، اظهارات ، تبعیض او تعصب په شریعت او حتی د نړی هر هیواد قانون کې جرم دی خو طالب ورته بیا مایک په لاس کې ورکوي چې نور هم ووایه. کچیرته نن یو صادق او دلسوز نظام وای حتما به یې دا جاهل زندان ته کړی وو خو متاسفانه چې وحشت او جهالت حاکم دی

Qari Eisa Mohammadi

30,003 次观看 • 1 年前

د دې حالت په لیدو راته د ابو عبیده وینا تر سترګو شوه. موږ یقینن چې مړه یو. ای مړ امته.؟! د قیامت په ورځ به زموږ مدعیان تاسې یاست. سوریه له نړۍ سره د تعامل لپاره له غېرې شرعي او غېرې اسلامي لارو کار اخلي، مؤمن امت چې د سوریې له خپلواکۍ کومي هیلې درلودې هغه واقعن ماتیدونکي دي. د یوې ډمې لپاره په لویه کچه باندې داسې کنسرت برابرول نه یوازې دا چې غیرې شرعي عمل دی، بلکې د ټوټه شوې غزې په شتون کې یو بل داسې لوی درد چې ځان پکې هېڅ مسئول نه ښودل کیږي. د امت مصالح خو دا ایجابوي چې دوی د غزې د مظلوم ولس لپاره باید داسې یو لوی ټولی اماده کړی ږای، که دا یې تر وس نه وای د دوی په دفاع کې یې یو لوی مجلس برابر کړی وای، د سوریې ولس دې په راتلونکي کې د دښمن په وړاندې یو لوی انقلاب ته متوجې کړي وای. موږ له سوریې دا لویه هیله درلوده چې د غزې په دفاع کې به د دوی ونډه له نورو ملتونو جدا وي، دوی به ضرور زموږ له دغو مظلومو ورونو څخه دفاع کوي، خو هغه خوب مو د داسې حالتونو په لید ورو ورو لمنځه زي. تر ټولو زیات مو د سوریې د ازادۍ لپاره هغه ورکړل شوې قربانۍ خپه کړي، چې د یوه شرعي مسیر لپاره ورکړل شوې وې. موږ بیا لومړی ځانته بیا د سوریې مسئولینو ته د هدایت دعا کوو، رب تعالی دې دا خلک د مظلومانو مدافعین جوړ او له هر ډول فتنو دې رب په امان کړي.

Saeed Baryal | سعید بریال

10,554 次观看 • 12 天前

وه ملته سر خلاص کړه! پاکستان ډیره خطرناکه لوبه درسره شروع کړې؛ پاکستان ټي ټي پي جوړولی شي او په پښتونخوا کې خپل سربازان د خپل اهدافو لپاره په وژلی شي نو طالب چې پاکستان لکه چېچۍ خپل په غیږي کې راغټ کړی اوس دده سره مخالف شو؟ زما د تیري لیکني په دوام پاکستان غواړي دا ځمکه ونیسي نو ځکه یې طالبان دلته راوستل او افغانستان یې په منزوي کړی چې هیڅ څوک یې منحث د یوه هیواد په رسمیت ونه پیژني او په داسي حالت کې به اوس د دوی خپل ملیشې (طالبان) ورته لمړۍ دا بهانه په لاس ورکوي چې موږ دلته د پاکستان ضد عناصر ساتو چې د پاکستان امنیت ګواښي! لکه څنګه چې تاسي ولیدل دوی په پکتیکا کې خپل پر افغانانو یې د وزیرستانیانو نوم پریښود چې د پاکستان برید پرې توجیه کړي؟ پاکستان به بمبار کوي او دوی به د انتقامي برید په نوم یوه ډرامه کوي او داسي بریدونه به نور هم زیاد کړي؛ اخر به پاکستان پر افغانستان حمله کوي چې دا جغرافیه ماته خطر دی او زه باید دا جغرافیه ونیسم. د نیولو لپاره هم هیڅ قانوني خنډ وجود نلري: ځکه افغانستان رسمیت نلري، د افغانستان جغرافیه په نړۍ کې منحث د یوې سیاسي جغرافیې خلګ په رسمیت نه پیژني؛ یوازې نړۍ یې د بشردوستی په نوم په دې جغرافیې کې د انسانانو بشري وضعیت په رسمیت پیژني. روشنفکره او کدرونو یې درڅخه فرار کړل او ملت یې ښه فقیر کړی او لا یې فقیر کوي، مکتبونه یې درباندي وتړل او فردي ازادي یې د ملت څخه واخستل اوس چې پاکستان حمله هم وکړي خلګ د طالب څخه دومره پوزي ته راغلي چې اصلاً د دوی په مقابل کې عکس العمل نه ښيي. نو دا ډرامه ده افغانانو؛ جغرافیه مو په خطر کې ده، د دوی د دومره غټ هداف ته د رسیدلو لپاره د ۵۰،۰۰۰ زره پاکستاني فوجیانو ژوند دوی ته څه ارزښت لري چې د ټې ټې پي په نوم یا نمایشي جنګونو کې یې ووژني؟ تاسي وایاست چې ۱۱ د سپټامبر په نیوریارک کې برید خپله امریکا وکړی نو چې امریکا خپل د اهدافو لپاره په ځان برید کوي نو پاکستان خپل په دومره نفوسو کې یوڅو پوډري سربازان د یوې جغرافیې د نیولو د هدف لپاره نه قرباني کوي؟

NOORZAI

38,437 次观看 • 1 年前

طالبه! ولس درنه دې حالت ته راغلی، ته ورته مخامخ ناست یې خو دا درته وایې چې زما ګل وطن تباه دی. کوچنۍ ماشومانې درته مخامخ اوښکې تویوي، دا د ولس د خپګان اخیري حد دی. له دې وروسته دا ولس مجبور دی چې نور درته لارو کې کښیني. دا هغه میړنی ولس دی چې هغه انګریزي ښکیلاک یې مات کړی چې په امپراطورۍ کې یې لمر نه ډوبیده. ډلې دې د قدرتونو د ماتې دعوې نه کوي، دا مېړانې دې میړني ولس کړي. ته له هیچا زیات قدرتمند نه یې . نن دې ترانې ته چې ستا له واکمنۍ څخه د ژړا لپاره لیکل شوې ستا عسکر هم ورته اوښکې تویوي. دې ولس سره نوره روغه وکړه، دا ولس هم نور نه پوهیږي چې ته ورسره کومه دښمني پالې. په لور یې مکتب تا بند کړی، کار ته یې ته نه پریږدې، د غږ پورته کولو حق ترې تا اخیستی، دوی به اخیر څه کوي. طالبه! اوس هم یو وروستی چانس لرې، ټول افغانان راټول که په کور دننه جرګه وکه، هر چاته خپل حق ورکړه، دا ولس نور مه زوروه. که نه! نو نه به دې نسل وي او فصل. دا واوره!

BILAL SARWARY

25,744 次观看 • 2 年前