Sensitive content

This media may contain sensitive content.

Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

توبه خدایه دا مولانا صیب وایی ما ډیر سخت تکلیفونه له طالبانو سره تیر کړی وای دوه ځلی رانه د سهارنی حلوا پاتی شوی او یوه شپه ناوخته ویده شوی یم ډیر تکلیفونه تیر کړی اخ 😭

22,705 views • 11 months ago •via X (Twitter)

0 Comments

No comments available

Comments from the original post will appear here

Related Videos

دا مـو د دادا وطـن په مـونږ باندې ډېر گـران دی دا افغـانسـتان په تېرو میاشتو کې، د پاکستان رسنیو او پوډکاسټونو د افغانستان په موضوع ډېر پام کړی دی. دوی زیاتره د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ او د دې ملاتړ د دلیلونو په اړه خبرې کړې دي. د ډېرو دلایلو په منځ کې، چې زیاتره یې خیالي دي، زما نوم—امرالله صالح—د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې د پاکستان تر اغېز لاندې نه و او نه دی. دوی فکر کوي چې زه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لویه ننګونه وم او یم. دا مهمه نه ده چې دا مبالغه ده که حقیقت—خو که ما هغه څه کړي وي چې دوی یې وایي یا نه—زه خوشحاله یم چې چوپ او بې‌کاره نه وم پاتې شوی. دوی زموږ د کمزوري کولو لپاره لویې سرچینې کارولې دي، خو زما سره یوازې ساده او کم وسایل وو. اوس هم پاکستان ته ډېر زیان نه دی اوښتی. موږ دوی ته وار وار ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سیمه داسې بې‌ثباته او کمزورې کول زموږ او دوی په ګټه نه دي. خو دوی د یوه جعلي استعماري قوت په څېر غرور درلود، پرته له دې چې د دې لپاره کافي سرچینې یا پوهه ولري. د یوه پخواني پاکستاني افسر وروستۍ څرګندونې زما د رول په اړه واورئ. دا به شرم وای که زه په دې میدان کې ناکام بلل شوی وای. ګرانو پاکستانیانو، موږ لا هم دلته یو! زه د طالبانو دښمن یم او زموږ ترمنځ دوه‌اړخیزه کرکه او نفرت موجود دی. سره له دې زه تاریخ نه هېروم چې د طالبانو او ترهګرۍ فابریکه چیرته وه. زه د نامتو شهیدانو لیستونه او انځورونه له ځان سره لرم او کله ناکله یې ګورم. طالب به نسکورېږي. مطمئن اوسئ. دا چې اوس پاکستان د طالبانو له لاسه په ستونزو کې دی، کافي نه ده. پاکستان باید د افغانستان د ملت په وړاندې معذرت وغواړي. اسلام‌آباد دې د افغانستان د ملت په وړاندې د معذرت غوښتنې حق پوره کړي.

Amrullah Saleh

51,453 views • 1 year ago

ویل کېږي چې په کلي کې وبا لګېدلي وه، لوی او واړه مړه کیدل، د ملا صیب مزې وي، هره ورځ به په جومات کې د تبۍ په سر حلوا یا غړی ایښی و. یوه ورځ هلک په منډه د جومات په دراوزه را ننووت او ناره یې کړه چې د ملا صیب لور مړه شوه. ملا صیب له دې غږ سره جګ په محراب کې ودرید، وای مرګي لکه چې اوس خوله ولګوله. نو مرګی هلته مرګی شي چې د ملا صیب نازولی یا نازولې واخلي. شیخ صیب! په دې سیمه کې ۵ لسیزې جګړه ستاسې د فتواو په تېلو بلېږي، څنګه چې په ټوپک خلک وژل کېږي، همدغسې ستاسې د کفر او اسلام په فتواو هم لکونه انسانان ووژل شول، تر څو چې مرګونو او شهادتونو ستاسې دروازې نه وي در ټکولي، تاسې د خپلو استخباراتي فتواو په زیان نه پوهېږی. دا خو پیل دی، جګړه خو به وروسته ګرمه شي، که د پنجاب له ریاست سره شانه به شانه ودریدی، د ټې ټې پې په لاس مو وژني او که مو انکار وکړ ISI مو خپله وژني، تاسي ته یواځې مرګ لیکل شوی او دا ځکه چې ستر ذات تاسې ته د استخباراتي فتواو، د عوامو د تېرایستلو او د ISI د چوپړ بدله او سزا درکوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

15,321 views • 10 months ago

د طالبانو یوه ملاګوټې معین زما یوه پوسټ کې د قرآن کریم یو آیت چې سهوا راڅخه په یوه لفظ کې «الف» حرف پاتې شوی وو، بیا مې وروسته تصحیح کړی هم وو، داسې لیکلي دي: (ظالمانو شعرونه در په در کړل، اوس يې آيتونو سره بې باکي شروع کړې. خانه خرابو خو يو مسلمان سره کېنئ چې اقلا د قرآن کريم ټکي خو در وښيي. ګني راشئ ښه فرصت دی، دا د الله تعالی کتاب خو زده کړئ. امر بالمعروف درنه فيس هم نه غواړي.) ددې خلکو دومره پرېوتي ذهنونه دي چې یوازې خپل ځان ورته مسلمان ښکارې. زه هېڅ مکلفیت نلرم چې د خپلې مسلماني ثبوت درکړم. اما راشه؛ ستا رئیس الوزراء او ته خپله زما په څېر د قرآن کريم تلاوت وکړئ. ستاسو اداره خو امر بالمنکر او نهي عن المعروف دی. زما اساسي زده کړې عصري علوم، اداره او نړېوالې اړېکې دي، اما قرآن او دین مې د اسلامکاري لپاره نه بلکې د یوه مسلمان په توګه دمکلفت پر اساس زده کړی دی. له قرآن کریم سره خو تاسو بې باکې شروع کړې ده چې یوازې د شهوت، شهرت، قدرت او ثروت ذریعه مو ګرځولې ده.

Mohammad Halim Fidai🇦🇫

26,915 views • 1 year ago