Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

تېر کال مکه کې یو عالم راته ویل، چې امیرالمؤمنین صیب مونږ ته وې، چې ما د ناسمو رواجونو په اړه ځکه فرمان صادر کړ، چې که همدا مسایل زمونږ علماو خپل ولس ته بحث کولای، نو شل او سل ټاپې به پرې لګیدې. د سقاط مسله کې هم...

37,153 просмотров • 2 месяцев назад •via X (Twitter)

Комментарии: 5

Фото профиля محمد حمزه
محمد حمزه2 месяцев назад

شیخ صاحب رشوت باره کی هم سه وا وایه او شیخ صاحب دی غصب کونکی واسطه سنګه ده ؟

Фото профиля صديق الله الحقانی - S. al-Haqqani
صديق الله الحقانی - S. al-Haqqani2 месяцев назад

جزاکم الله خيرا

Фото профиля Mohmmad Amir zadran
Mohmmad Amir zadran2 месяцев назад

الله دي اجر درګړی

Фото профиля Sayedyahya Faizi
Sayedyahya Faizi2 месяцев назад

دحنفی فقه په مقابل کې شهابو مهابو دیو توت ارزښت هم نلرې اسقاط ته ناروا ویل دیهودو دنسل وهابیانو اوهم دا راز دشبه وهابیانو نیمچه ملا یانو کار ده پاته شوه داخبره چه طریقه یې سمه نه وې نو دا دعلماوو کارده چه طریقه یې عوامو ته وښیې که یو څوک په مسجد کې ډول وهې نوبیا مسجد به

Фото профиля ابو عبیده الفغانی
ابو عبیده الفغانی2 месяцев назад

عمل پری نه کیګی

Похожие видео

غالباً د تراب صیب شعر دی چې وایي: افغان په زور جنت ته نه ځي خو په رضا تر دوزخو درسره ځینه مونږ په تیرو څو لسیزو کې هم سختۍ تجربه کړې دي او هم اسانۍ خو دا مو ولیدل چې نرمي تر زور ډیر اغیز لري ان د دښمن زړه ته هم لار کوي. مونږ شل کاله د کابل ادارې سره جګړه وکړه خو په وروستیو ورځو کې مو د دوی له عسکرو سره د زور پر ځای نرمي وکړه. ددوی جنګیالي مو ونیول، نه مو زندان ته یووړل او نه مو وویشتل پر ځای مو نرمه توصیه ورته وکړه، خوشاله مو کړل او له لارې کرایې سره یو ځای مو خپلو کورونو ته واستول. نتیجه دا شوه چې په یوه اوونۍ کې مو ټول افغانستان تر پښو لاندې کړ. که مو د کار د زور له لارې کړی وای، ښايي تر ننه به لا وینه بهیدله او بریا به لا هم لرې یا ناشوني وه. مونږ ولیدل چې د فتحو اولو ورځو کې زرګونه خلک له هیواد په تیښته وو، کور په کور د شخصي دښمنیو ویره وه خو د امیرالمؤمنین د عفوې یوه فرمان دا ټولې ستونزې ختمې کړې، د خلکو د تیښتې لړۍ ودریده، ان تر دې چې خلک‌ یې دې ته وهڅول چې خپلې پخوانۍ شخصي دښمنۍ هم وبښي. نن چې مونږ واکمن یوو، ولس مو رعیت دی، باید له هغوی سره هماغه شان نرمه رویه وکړو. پر ولس د زور او جبر پر ځای، له نرمۍ، حوصله ‌مندۍ او ښو اخلاقو کار واخلو. که څوک بد کوي نو پیغور ورنه‌ کړو، بلکې په ښه سلوک یې سمې لارې ته رهبري کړو. په ټولو ادارو کې باید له ولس سره ښه چلند وشي، څو خلک وپوهیږي چې مونږ د دوی یوو او دوی زمونږ دي. همداسې لکه نن چې امربالمعروف وزارت له شیرعلي سره ښه چلند وکړ. یاد ټیک‌ ټاکر نه یوازې توبه وکړه، بلکې دومره متأثر شوی چې ځان د امربالمعروف ملاتړی بولي او خلکو ته‌ دا ډاډ ورکوي چې افغانستان کې هیڅ ستونځه نشته هر څوک کولی شي دلته خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او کار وکړي، ځکه دا وطن د دوی دی او دا نظام یې خپل دی. مونږ ته پکار ده چې له داسې پیښو، که څه هم کوچنۍ وي لوی درس واخلو. ستر نظامونه تل د لویو سینو په وسیله ژوندي پاتې کیږي.

Abdullah Raihan

18,435 просмотров • 1 год назад