Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

خوست ښار مرکزي چوک یې تربت کړی دی، ورتا لږ نورو چوکونو ته هم لاړ شئ، نور ساتېري هم شته. لا خو ګردۍ شپه پاتې. اسد ۲۴

11,811 Aufrufe • vor 10 Tagen •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

طالبه! ولس درنه دې حالت ته راغلی، ته ورته مخامخ ناست یې خو دا درته وایې چې زما ګل وطن تباه دی. کوچنۍ ماشومانې درته مخامخ اوښکې تویوي، دا د ولس د خپګان اخیري حد دی. له دې وروسته دا ولس مجبور دی چې نور درته لارو کې کښیني. دا هغه میړنی ولس دی چې هغه انګریزي ښکیلاک یې مات کړی چې په امپراطورۍ کې یې لمر نه ډوبیده. ډلې دې د قدرتونو د ماتې دعوې نه کوي، دا مېړانې دې میړني ولس کړي. ته له هیچا زیات قدرتمند نه یې . نن دې ترانې ته چې ستا له واکمنۍ څخه د ژړا لپاره لیکل شوې ستا عسکر هم ورته اوښکې تویوي. دې ولس سره نوره روغه وکړه، دا ولس هم نور نه پوهیږي چې ته ورسره کومه دښمني پالې. په لور یې مکتب تا بند کړی، کار ته یې ته نه پریږدې، د غږ پورته کولو حق ترې تا اخیستی، دوی به اخیر څه کوي. طالبه! اوس هم یو وروستی چانس لرې، ټول افغانان راټول که په کور دننه جرګه وکه، هر چاته خپل حق ورکړه، دا ولس نور مه زوروه. که نه! نو نه به دې نسل وي او فصل. دا واوره!

BILAL SARWARY

25,744 Aufrufe • vor 2 Jahren

ایا داسې نه ده؟ تېر کال مې د احصایې/ تذکرو ریاست باندې څه انتقادي لیکل نشر کړي ؤل، بیا ځینو دوستانو شاید فکر کړی ؤي چې دا خو به مخکېني رئیس ډاکټر فقیر سره شخصي ستونزه لري اؤ یا به یې بل څوک هڅؤي. مګر اوس چې بل رئیس ټاکل شوی دی هم، ښکاري چې د رئیس په بدلؤلو ستونزه نه حلېږي، که سستم اپډېټ نه شي. موږ پرون راهیسې د ځینو مسئولینو ؤټساپ ګروپ کې په دې بحث کاؤه، نه یؤازې عام خلک په عذاب دي، بلکې یارانو ته منسوب خلک هم برګي شکایتونه کؤي. هغه د زړو ښځو متل شو چې، بوره هم ژاړي، ؤراره هم ژاړي اؤ نؤې راؤاده شؤې خو غبرګ تندی ؤهي. یؤه ښه نظر مې په کې دا ؤلؤست چې صلاحیتونه دې ټول مرکزي رئیس سره نه ؤي، بلکې ؤلایتي ادارو ته دې هم یؤ څه صلاحیت ؤرکړل شي تر څو په کابل فشار کم شي اؤ ؤړې غلطۍ حتی ؤلسؤالیو کې حل شي. ستونزې خو به تاسې هم کمېنټونو کې ؤړاندې کړئ، مګر یؤه ستونزه د ظاهر شاه د ؤخت زوړ سستم دی، کاغذپراني ده. اوی سبا ته راشه. فلاني ته امضا لپاره درې ساعته قطار کې انتظار شه بیا درې ؤرځې صبر کؤه بیا چې نابلده هم ؤې اؤ دا مسلکي تجربه‌کار مامورین هم درباندې پوی شي نو خدای دې له ریشخنده ساته. د لرې ؤلایتونو اوسېدونکو چې کرایه یې په قرض رااخیستې ؤي، بیا په کابل کې پر دوستانو فشار راؤړي، ۱۳ شپې هغوی کره کؤي، د اطرافو بې‌چاره مېلمانه خو تاسې ته معلوم دي چې د مرکز یا ښاري دوستانو د بوختیا ارزښت نه دی ؤرمعلوم، بس له ده سره به ګرد تاؤېږي اؤ خپل ماموریت اؤ مزدوري به ترې پاتې ؤي، ګنې نو درپسې غږېږي چې فلاني دغو بازاري شؤي دي، خپلؤي اؤ میلمه نه پېژني. که هوټل کې شپه کؤي هم د خرڅ ؤس نه لري. نن سبا خو دا څو ښېراؤې موډ ګرځېدلې دي، ؤایي که چا ته ښېرا کؤې نو یو دا چې خدای دې سیمکارت ؤرک کړه، ځکه هلته هم د نوبت ستونزه ده اؤ بل دا چې خدای دې په تذکره کې نوم غلط کړه. دا نوم هم هغو تعلیم‌یافتوو پخؤانیو مامورینو املایي غلط کړی دی اؤ سزا یې له عام ؤلس ؤځي، یعنې زر افغانۍ جریمه به هم بانک ته ؤلس داخلؤي. مانا دا چې په تذکره کې یؤ نوم اصلاح کؤې، ۱۰ زره افغانۍ باید نغدې جیب کې ؤلرې اؤ څو هفتې د لغتو مزلونه پسې ؤکړې. اوس به څوک ؤؤایي چې ستاسې خو خپل نظام دی، ؤلې یې مخامخ نه شریکؤئ؟ ؤه یارو، موږ هم ؤالاکه د نیمګړتیا خپرؤلو اؤ نېؤکو شؤقیان یو، باؤر ؤکړئ خپل ؤس مو کړی ؤي، چې له عامو خلکو پټ مسئولینو ته اؤاز ؤرسؤو. خو چې نه کېږي دلته عامې میډیا ته راشو اؤ دا یې ځکه غوره لاره ده چې تېر کال خوست کې د علماؤو شورا ډېر کومک ؤکړ، هم یې د سیم کارتونو نوبت موضوع لږه حل کړه، هم یې د ترافیکو مدیریت کې د پلېټونو ستونزه اؤ هم یې د شبکو غلاؤو په اړه مسئولین راؤغوښتل. مګر دا ځل یې له میډیا پرته بله لاره نه شته. زه ؤالاکه اوس هم خپل ؤرور ته ډاډه ؤیلی شم چې راځه اوس به ستونزه حل ؤي، رئیس بدل شؤی اؤ تذکره کې دې نوم اصلاح کړه. هغه ته چې تېر کال څومره خجالت شؤی ؤم، هغه بس ده، ځکه ؤایي میډیا دې داسې په سر اخیستي ؤي ته ؤا د غورجد میراثي نظام دې دی، خو په خوله دې څوک خوږ پیاز هم نه نیمؤي. پوهېږم په دې جرئت سره اړیکې هم له لاسه ؤرکؤم، دنده هم اؤ نور ګؤاښونه به هم ؤي، مګر قیامت کې هېڅ ملګری اؤ مسئؤل ما له خدای نه شي خلاصؤلی، ځکه رشؤت اخیستونکی اؤ رشؤت ؤرکؤنکی دواړه مجرمین دي. له ما د خپل قلم اؤ مبارزې پوښتنه کېږي صیب. خدای دې چټي ؤټي پر موږ رحم ؤکړي. ټوېټرX کې یؤ یارو کمېنټ راته کړی ؤ، ؤایي زما د پلار نوم امنیا دی خو تذکره کې یې امینه لیکل شؤی، اوس په امینه خور مشهور دی😷

Rahim Sekander

42,493 Aufrufe • vor 1 Jahr

د تراب صیب بشپړ شعر دی چې ملا هبة الله اخوند ته یې د مخ لوڅېدلو ویلي، د کابل بلنه یې ورکړي او دا وړاندوینه یې هم ورته کړي چې بې کابله یې نه شئ شل کولای. خلیفه صیب دین محمد ته یې هم یوه وړه چونډۍ ور لګولي، ورته ویلي یې دي چې د پیر او پیغمبر مقام به نه سره ګډوي. د اوس مهال مسلماني په اړه یې ویلي چې تر ډېره بریده یواځې ظاهري پاتي ده، د باطن خونده یې نه شته، مانا یارانو ږېري تر نامه پرېيښي او اخلاق یې تر نامه ښکته چلېږي. د تعلیم، ملي سرود او بیرغ یادونه یې هم وکړه او دا یې جوته کړه چې په دې ردیف او قافیه نور غږیدل نه دي پکار، ځکه سبا به یې خامخا منئ، خو دغه زور او شور به مو له لاسه وتلی وي. د طالبانو اوسنی حالت یې حکومت ونه بلل او ډېر ښکاره یې ورته وویل چې که حکومت کوئ؛ نو جرګه را وغواړئ او له خلکو پوښتنه وکړئ، کنه نو د تاریخ د ژرنې څرخ به مو سر وګرځوي. په پای کې یې د عدم تشدد فلسفې ته هم لږ لاس ونیو او ویې ویل چې امپراطورۍ پر تشدد ماتېږي او د دوښمن ککرۍ پر ټوپک ورانېږي. په سعر کې نورې وړې او غټې هم وي تاسې یې واورئ او خوند ور څخه واخلئ.

Rahmatullah Andar🇦🇫

48,818 Aufrufe • vor 1 Jahr