Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

د اتلولۍ غرور مو له راتلونکي امتحانه غافله نه کړي تنګ نظري مو اصل او نسل ژوبلوي پیغام ډېر مهم ځای کې په مهمه خوله رسول شوی دی.

13,575 views • 10 months ago •via X (Twitter)

0 Comments

No comments available

Comments from the original post will appear here

Related Videos

محترم حبیب هوتکي صاحب له امریکا څخه راغلی او نن فرانکفوزت جرمني کې زموږ قدرمن مېلمه دی. ډېرې خبرې مو وکړې، مجلس مو وکړ او په بېلابېلو سیاسي او تاریخي موضوعاتو مو بحثونه وکړل. دا چې هوتکي صاحب ډیر کلونه د شهید سردار داود خان دفتر کې همکار پاتې شوی دی د هغه دورې د ارګ تاریخي کیسې یې خورا شیرنې او خوږې وی. تېر کال مو په میډیا کې یو له بل سره سخت بحثونه، جنجالونه او حتی قوي لفظي جګړې هم کړې وې؛ خو هغه ټول د میډیا **«زرګري جنګونه»** وو. د میډیا جنګ تل د زړونو دښمني نه وي. کله چې د سکرین او میډیا له شور څخه راووځې او بیا له هماغه انسان سره مخامخ کښېنې، خبرې ورسره وکړې، چای ورسره وڅښې او یو بل له نږدې وپېژنئ، نو ډېر شیان بل رنګ پیدا کوي. تر ټولو جالبه دا ده چې له دومره میډیایي جنګونو وروسته، کله چې مخامخ سره کښېنو، یار او دوست لا ډېر شیرین درباندې لګېږي او ملګرتیا بیا بېخي بله مزه کوي. **اختلاف دې په نظر کې وي، نه په زړونو کې؛ بحث دې وي، خو دوستي او احترام دې تل پر خپل ځای پاتې وي.** محترم حبیب هوتکي صاحب ته یو ځل بیا ښه راغلاست وایم؛ زموږ کور یې خپل کور دی.

Qari Eisa Mohammadi

17,803 views • 1 month ago