Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

د #ازادۍ_غږ🥺💔 چې لایې هم د ژوند او مرګ پهٔ ارتباط علم نلرو.

12,492 views • 1 year ago •via X (Twitter)

0 Comments

No comments available

Comments from the original post will appear here

Related Videos

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پښتونخوا د پاکستان برخه ده او دی نه غواړي، چې ولسونه له پاکستاني پوځ سره په جګړه اخته شي. په وروستيو کې ايمل ولي خان هم پښتونخوا د پاکستان برخه ګڼلې ده. د پاکستان پوځ په ټولو سياسي ګوندونو فشار راوړی، چې پښتونخوا د پاکستان برخه وبولي او دا دی يو په بل پسې دوی دوی هم د پاکستاني پوځ د خوښې څرګندونې کوي، خو يوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د دغه غورځنګ غړو د پاکستان له دې وړانديز سره مخالفت کړی دی. داسې معلومات هم شته، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزير ته هم وړانديز شوی، چې که دا غوښتنه ومني، نو له زندان څخه به خوشې شي او پر منظور پښتين لګېدلی بندیز به هم پای ته ورسوي، خو هغوی دا وړانديز ندی منلی او پخپلې مبارزې يې ټينګار کړی دی. پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ سره د وفادارۍ ټول وړانديزونه رد کړي او د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره يې د خپلې مبارزې د پراختيا غږ کړی دی.

ZAWIA NEWS

24,698 views • 10 months ago

هغه طالب چارواکی چې نارنج ګل مشاعره کې یې د سلګونو خلکو پر وړاندې د خبریالانو توهین او سپکاوای کړی، کاش له هغو شپو ورځو هم لږ شرمېدلی وای، چې له پاکستان سره په جګړه اوښتي وو او همدغو خبریالانو په شپه ورځ کار سربېره ان د دوی په ملاتړ د فېک نیوز قرباني هم ورکړه، خو چې د طالب سر لږ هم له بړستنې را ووت د غرور په همغه خره سپور شو په کوم خره چې په اولو ورځو کې سپور و. تریخ حقیقت دا دی چې د افغانستان ټوله مېډیا له سخت سانسور سره مخ ده او دا سانسور له بده مرغه د سیمې په کچه کمساری دی. خبریالان د هم لږ خپل حد وپېژني، طالب چې د جنرال مبین او ورته نورو سلګونو لابیګرانو نه شو ستاسې خو قطعآ نه شي کېدای. طالبانو په یویشتمه پېړۍ کې د حکومتدارۍ داسې یو ماډل نړۍ ته وړاندې کړی چې د میلیونونو انسانانو حقوق تر پښو لاندې کول، د بیان ازادۍ سانسور، د ښځو پر وړاندې نهایي عقدیي چلند، د عصري علومو پر وړاندې کلکه دښمني پکې نورمال خبرې دي.

Abdulhaq Omeri

13,254 views • 3 months ago