正在加载视频...

视频加载失败

د اسرا.ئیلو په اړه د طالبانو رسمي موقف: ملا نعیم اخوند وایې چې موږ له اسرا.ئیلو سره هیڅ ستونزه نه لرو، څوک چې ستونزه لري هغوی دې یې ور سره حل کړي… سیاست طالبان له دینه خلاص کړل. هغو طالبانو ته تسلیت وایم چې چې پر فلس.طین او غزه...

56,828 次观看 • 1 年前 •via X (Twitter)

10 条评论

Dr Khalil Jalili 的头像
Dr Khalil Jalili1 年前

ته او خدای اندړ صیب دې منافیقت ته څه اړتیا ده ،داکتر صیب واضح ډول ورته وای چې څوک به وایي چې تاسو مریخ سره هم مذاکره غوړي نو معلومه ده چې د هغه هدف دا ده چې وايي مونږ اسرائیل بیخي نه پیژنو چې څوک په دې نوم شته او کنه ، او بله دا چې هغه خبرنګار هم دجل کوي موضوع یو شي دي او دا په

Rahmatullah Andar🇦🇫 的头像
Rahmatullah Andar🇦🇫1 年前

ولاکه یې خبرې ته پرتوګ وګنډي، ولي عناد کوي، هغه د خبریال پوښتنو ته تر اخیره ځېر شه.

حکيم مولوي قدوسي - کراچي - پاکستان 的头像
حکيم مولوي قدوسي - کراچي - پاکستان1 年前

د دوی مشکل يواځي له ښځو سره نور له چا سره مشکل نلري ته اوس دې بې منطقه ته وګوره ههههههه

Rahmatullah Andar🇦🇫 的头像
Rahmatullah Andar🇦🇫1 年前

همداسې ده. ځان به د نړۍ فاتح بولي، تا ته به غلام او جاسوس وایې، خپله به له رسمي دریځه ووایې چې له اسرائیلو سره ستونزه نه لرو.

مصلح حقانى 的头像
مصلح حقانى1 年前

مولوی صېب ستاسو جبه مقاومت والا خو هم اسرئیل ته سه نه وائ... بلکه یهود نه مدد غواړی..

Rahmatullah Andar🇦🇫 的头像
Rahmatullah Andar🇦🇫1 年前

زما جبهه نه شته او ستا د خبرې مطلب دا دی که مقاومت والا څه کول طالب ته هم جواز لري. عناد مه کوه، هرې خبرې ته پرتوګ نه ګنډل کېږي.

عبدالحنان مجروح 的头像
عبدالحنان مجروح1 年前

ستادې په رب قسم وي چې ستا زړه ته لویږي چې دطالبانو دریز به داسي وي څنګه چې ته وایې؟ حقیقت ووایه د نر دښمن غوندي...

Rahmatullah Andar🇦🇫 的头像
Rahmatullah Andar🇦🇫1 年前

د طالب رسمي موقف همدغه دی، ځکه د دوحي قرارداد یې لاسلیک کړی. دلته د افرادو په کچه خبره نه ده.

Amanullah omar 的头像
Amanullah omar1 年前

محترم اندړ، سیاست یو هنر دی، ملا نعیم سمه خبره یی کړی، افغانستان د نیابتی جګړی ښکار نشی کیدای، ملی ګڼي اولیت لری. افغانستان د جکړی په اور کښی سوزیدلی، ویجاړ شوی، وژل شوی، اقتصاد او صنعت یی کمزوری او ولس بیارغونی او بیاجوړنی ته اړتیا لری. جګړه د هیواد په زیان دی.

جلال احمدي 的头像
جلال احمدي1 年前

تا چي په رسميت پېژندلي و، هغه وخت خو دې ډالر جيب ته در روان وه، خوشحالي دې څرګندول، نه دې دين په ياد و، نه سياست او نه هم افغانيت او مسلماني دې په ياد وه، اوس ماته په دې پيغور راکوې چي ولي ستا د بادار سره مشکل نه لرم

相关视频

د پاکستان له لوري د «رژیم» د بدلولو خبره یې اورېدلې ده ډېرو تښتېدلو بیا پاکستان ته لکۍ ښورول پیل کړي دي. ما ویلي وو چې پېغور به نه ورکوو؛ نه نه زه وایم هغوی ته به د تېښتي پېغور هم ورکوو چې د پاکستان ډول ته نڅېږي. د پاکستان پرلاس که له دې هیواده دبۍ جوړېږي موږ یې نه غواړو. اوس چې طالبانو له پاکستان نه د ځان د خلاصون هڅه وکړه؛ ځیني د قدرت عاشقان لګیا دي بیا یې کوښښ کوي چې د افغانستان واګې پاکستان ته ور وسپاري. هر هغه افغان یا د افغانستان هویت استعمالونکی خاین او جاسوس دی چې د پاکستان پر لاس د افغانستان د تغیر هڅه کوي. د هرچا چې طالبان نه دي خوښ په افغاني دودیزو لارو دې مخالفت وکړي؛ په افغاني دودیزو لارو دې واک ترې واخلي نوش جان دي شي. دا یاد ساتئ پاکستان په هیڅ ډول په هغه حالت کې نه دی چې د افغانستان نظام بدل کړای شي. پاکستان په پورونو کې غرق؛ په کورنۍ جګړه او سیاسي بې ثباتي کې ښکېل یو غیري جمهوري هیواد دی چې د افغانستان د نظام د بدلولو توان نه لري. د پاکستان له لاسه د مذهب د کنټرول تناب وتلی؛ ژر به په چیغو او فریاد د طالبانو پښو ته ور ولوېږي. پاکستان چې له طالبانو او پخوانیو مجاهدینو سره هم وفا ونه کړه دا له هیڅ افغان سره وفا نه کوي؛ دوی دربدره؛ وږی او مجبور افغانستان غواړي او دم ګړی ددې کار مخنیوي ته طالبان ولاړ دي او همدا د پاکستان لپاره لوی سر خوږی دی. هغه ټول کسان و غندۍ چې پاکستان ته لکۍ ښوروي؛ د هغه ټولو پخوانیو چارواکو د پخوانیو ظلمونو؛ فساد؛ خپلوي پاللو داستانونه رسوا او را وباسئ چې پاکستان ته لکۍ ښوروي.

Mirwais Afghan

24,174 次观看 • 10 个月前

له امریکا سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې اړېکې دا مانا لري لکه سړی ووایې چې د خنځیر غوښه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خورم. طالب فکر کوي چې په هر شي دوی د اسلام نوم کېږدي؛ نو هغه جایز او روا وي او حرام کار هم په اسلامي اصولو کیدی شي. تر پرونه همدغه طالب ویل چې له حربي کافر سره، دوستي، تجارت، ګاونډېتوب، پیر او پلور، بلکې هر ډول تعامل ورسره ناروا او مطلق حرام دی او ټول مذهبونه په دې اړه یو خوله دي. حربې کافر داسې تعریفوي: هر کافر چې له مسلمانانو سره د نړۍ په هر کونج کې په جګړه اخته و، هغه کافر د ټولو مسلمانانو لپاره حربي کافر دی، مسلمانان د نړۍ په هیڅ ځای کې حق نه لري چې له حربي کافر سره سوله او یا کوم تړون وکړي، سر او مال یې روا دي. نن هم همدغه امریکا او ملګري یې د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو پر وړاندې یا په مستقیم او یا په غیر مستقیم ډول په جګړه اخته دي، خو طالب ورته حربي کافر نه وایې، میاشتنۍ ډالرې کڅوړي یې اخلي، هر ډول تعامل ته ورسره تیار دي، بلکې ستانکزی صیب وایې چې پر امریکا لازمه او واجبه ده چې طالبان په رسمیت وپېژني، تر دې لا بده دا چې ویاند یې وایې، موږ له اسرائیلو سره هیڅ ستونزه نه لرو. طالبه! پرون ولي امریکایان او ملګري یې حربي کافران و او نن نه دي؟ پرون ولي هر ډول تعامل ورسره مطلق حرام و او نن نه دی؟ دغه ساده طالبان به وایې چې پرون یې زموږ په خاوره یرغل کړی و او له ماسره په جګړه اخته و او نن وطن ورڅخه پاک دی. لومړی: پورته مې د استاذ یاسر د خولې تعریف نقل کړی، هغه وایې: حربي کافر یواځې دېته نه وایې چې ستا په خاوره یې یرغل کړی وي او ستا په خلاف جګړه کوي، د نړۍ په هر کونج کې چې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کوي، حربي کافر ورته ویل کېږي، ایا امریکا او ملګري یې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه نه کوي؟ ایا چینایان په ایغور کې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه نه دي اخته؟ دوه یم: نن کله موږ د امریکایانو له اشغال او یرغله خلاص یو، ستاسې د دفاع وزیر ملا یعقوب اخوند خپله وایې چې د افغانستان فضاء اوس هم د امریکا له لوري اشغال ده؛ نو بیا څنګه تعامل ورسره کوي او رسمیت ورڅخه غواړي؟ د ملا یعقوب اخوند خبرې واوره، هغه د اصلي اشغالګر پاکستان نوم هم نه شي اخیستلی، وایې بیا ناندرۍ جوړېږي، په خپله خپلواکې، ازادي او فتح لږ شکمن نه یې؟ په دې خبره هم غور درسره وکړه، که پاکستان اشغالګر نه درته ښکارېږي، د اشغالګر ملګری خو دی، ځکه ملا یعقوب په اشاره وایې چې امریکایې ډرون له پاکستانه راځي او زموږ هوایې حریم نقض کوي، بیا څنګه تعامل ور سره کوي؟ شاید طالبان زما د پوښتنې له ځوابه منډه واخلي او ما ته ووایې چې ته د اشغال ملګری وي، مرتد وي، غلام وي، او ...، خو دا زما د پوښتنې ځواب نه دی او نه په دې ټاپو او ښکنځلو پوښتنه ځوابېږي، ځکه هره پوښتنه چې معقول ځواب پیدا نه کړي، د خلکو تر منځ ژوندۍ پاته کېږي، که زه یې ونه کړم بل یې کوي. ځه، ستاسې په اند یې زه له دینه وتلی، خو که همدا پوښتنه له تاسې خپل دینداره او مجاهد ملګری وکړي، څه ځواب ورته لرئ؟ په پای کې کټ مټ هغه خبره درته کوم چې استاذ یاسر ملایانو ته کړي وه. طالبه! له امریکا ډالر واخله، خو د دین په نامه یې مه اخله، دین مه پلوره، په خپله هره ناوړه چاره د دین نوم مه ږده. یادونه: زما د خبرو د تائید لپاره لاندې دوه ویډیوګانې ووارئ، چې استاذ یاسر او ملا یعقوب اخوند څه وایې.

Rahmatullah Andar🇦🇫

34,229 次观看 • 1 年前