Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

د امربالمعروف محتسبین: موټرچلونکي دې د موټر لومړي سیټ کې دوه مېرمنې نه کېنوي. ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپرېږي، چې د یاد وزارت غړي د یو موټر چلونکي ته توسیه کوي، چې مخکې سیټ کې د دوه مېرمنو کېنول د هغوی حیثیت ته زیان رسوي. خپله مېرمنې او...

22,481 görüntüleme • 3 yıl önce •via X (Twitter)

9 Yorum

Aysun Q profil fotoğrafı
Aysun Q3 yıl önce

تشکر ،یک شخص در سیت پیشرو راحت نمیباشد باز ماند 2 ،بسیار بد است . تصمیم عالی . تششکر از اقدام تان علیه این عمل ،خوش شدم واقعآ .

azizi profil fotoğrafı
azizi3 yıl önce

دا مولوي صیب واقعا یو بې جوړې انسان دی په ټولو دیني اخلاقو مزین دی الله ج دی وساتي

nawaz profil fotoğrafı
nawaz3 yıl önce

❤❤❤❤

Nisar Ahmad Mansoori profil fotoğrafı
Nisar Ahmad Mansoori3 yıl önce

Very good

Bahrami5587 profil fotoğrafı
Bahrami55873 yıl önce

چې په څټ سيت کې د پتمنه ښځه درسره ناسته وي، او امربالمعروف والا درته راشي وايي دا ښځه د څه کيږي؟ سړى حيران شي. چې دا اوس اسلام دى، د امارت پاليسي ده که د شيخ صاحب شفاهي امر دى چې له خلکو وپوښتنى چې ورسره ښځه يې څه کيږي. له ما يې چې دا پوښټڼه وکړه ډير چورت مې خراب شو والله

هيواد پرست profil fotoğrafı
هيواد پرست3 yıl önce

هغه په رينجرکي سي کرزوي هغه نه ويني خداي دي هيدايت درته وکړي

Dor Mohammad Zwak profil fotoğrafı
Dor Mohammad Zwak3 yıl önce

توصيه يا توسيه جنابه؟

Shaista Khan Qalandar profil fotoğrafı
Shaista Khan Qalandar3 yıl önce

له همدې خاطره یې د رنجر په مخ سیټ کې دا سري شونډی واله کینولي وه چې امرمعروف ورته وایې چې دوه مه کینوه ړنګه بنګه یاره

Saddam🥀 profil fotoğrafı
Saddam🥀3 yıl önce

جزاک الله خیرا

Benzer Videolar

د سپینې ماڼۍ د مېلمستیا د ډزو شکمن کس څنګه له برید مخکې هوټل څارلی و؟ د پنجشنبې په ورځ نوې شواهد خپاره شوي چې په کې هغه ویډیو هم شامله ده چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ماښامنۍ له مراسمو مخکې شېبې ښيي؛ هغه مراسم چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د حکومت چارواکو د شنبې په شپه د واشنګټن هېلټن هوټل کې ګډون کړی و. په دې ویډیو کې یو شکمن کس چې کول توماس آلن نومېږي، لیدل کېږي چې له یوې دروازې د داسې دهلېز لوري ته ننوځي چې د امنیتي تلاشي ځای ته رسېږي. یوازې یوه ثانیه وروسته، یو پولیس افسر له خپل سپي سره هماغې دروازې ته نږدې کېږي چې دا ځای د بېلابېلو لارو او لفټونو ته تګ لري. افسر شاوخوا ۱۲ ثانیې هلته ولاړ وي او د دهلېز پر لور ګوري، په داسې حال کې چې سپی یې دننه او بهر حرکت کوي. په همدې وخت کې، د کمرې په تصویر کې آلن نه ښکاري. وروسته، افسر او سپی له سیمې لرې کېږي او یوه ثانیه وروسته شکمن کس له شاتګان (Shotgun) سره بېرته له دروازې راڅرګندېږي او د امنیتي تلاشي پر لور منډه وهي. څارنوالان وایي چې په ویډیو کې د آلن او د پټو خدمتونو د یوه افسر ترمنځ د ډزو تبادله لیدل کېږي، که څه هم د دقیقې ډزې شېبه روښانه نه ده. د واشنګټن مشر څارنوال جینین پیرو ویلي چې دا ویډیو ښيي آلن پر هماغه افسر ډزې کړې دي او داسې هېڅ شواهد نشته چې دا پېښه د «خپلو ځواکونو ډزو» له امله رامنځته شوې وي. د هغې په وینا، ویډیو همدارنګه ښيي چې آلن له پېښې مخکې د هوټل په بېلابېلو برخو کې ګرځېده، چې دا د ځای د څارنې او پېژندنې څرګندونه کوي. #سپینه_ماڼۍ #امریکا #واشنګټن #کاخ_سفید #امریکا #تیراندازی #امنیت #واشنگتن

Pajhwok Afghan News

10,860 görüntüleme • 4 ay önce

د کویټې دیني عالم، نورالدین آغا ته کندهار کې د خطبې اجازه ورنه کړل شوه د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو ویلي، چې د بلوچستان له کویټې ښار کندهار ته تللي دیني عالم، نورالدین آغا ته د جمعې ورځې د لمانځه او خطبې اجازه نه ده ورکړل شوې. راپورونه وايي، چې هغه د طالبانو د امربالمعروف ریاست د غړیو له لوري نه دی پرېښودل شوی، چې د عینو مېنې په جامع جومات کې بیان وکړي او د جمعې لمونځ ورکړي. که څه هم تراوسه د دې کار لامل نه دی ښودل شوی، خو دغه دیني عالم په ټولنیزو رسنیو کې له بیانونو او تقریرونو ښکاري، چې د ښځو کار، تعلیم او بنسټیزو آزادیو پر وړاندې د طالبانو پالیسو سره مخالف دی. طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي. مولانا نورالدین آغا د کویټې ښار دیني عالم دی، چې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو کې د خپلو بیانونو او منځلاري شرعیت تفسیرولو له امله د خلکو منځ کې محبوبیت لري. نوموړی څو ورځې وړاندې کندهار او سویلي زون ته په سفر تللی دی. #ABN #Kandahar #NooruddinAgha #KPK #Balochistan

ABN Pashto

16,301 görüntüleme • 11 ay önce

ایټالیا کې درې افغانان ژوندي په اور کې سوځېدلي؛ دوه پاکستانيان نیول شوي ایټالوي چارواکو ویلي چې د ایټالیا په سوېل، د کوزنزا ولایت اړوند د امېندولارا په سیمه کې، درې افغانان او یو پاکستانی وګړی په یوه خونړي برید کې د موټر دننه ژوندي سوځېدلي او مړه شوي دي. د ایټالیا څارنوالۍ ویلي چې دوه پاکستاني وګړي د دغو څلورو کډوالو کارګرانو د عمدي قتل په تور نیول شوي دي. د چارواکو په وینا، قربانیان او تورن کسان ټول د کرنې په برخه کې د موسمي کارګرانو په توګه کار کاوه. دا پېښه د دوشنبې په ماښام په یوه تېل‌پمپ کې رامنځته شوې ده. د امنیتي کمرو د انځورونو له مخې، بریدګرو پر موټر د اور اخیستونکو موادو تر شیندلو وروسته موټر ته اور ورته کړی دیاو له عاملانو څخه یوه هڅه کړې وه د موټر دروازې تړلې وساتي، څو سپرلۍ ونه شي کولای له موټره ووځي. د دې برید په پایله کې څلور کسان د موټر دننه مړه شوي او یو بل کس د سختو سوځېدنو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی. د قربانیانو له ډلې د څلور کسانو هویت د افغانانو په توګه تایید شوی دی. له ایټالیا څخه یوه پاکستاني وګړي په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې په دې پېښه کې وژل شوي ۴ واړه افغانان وو او د علي حسن او بټ په نومونو د دوو پاکستاني وګړو له‌خوا په ژوندۍ بڼه سوځول شوي دي. د هغه په وینا، یو ټپي افغان ځان پولیسو ته رسولی دی. #ایټالیا #افغانان #کډوال #پاکستانيان #تېل_پمپ #اورلګېدنه #کرونده#موسمي_کارګران #ایټالیايي_پولیس

Pajhwok Afghan News

16,903 görüntüleme • 2 ay önce

د شیخ ادریس د وزې بيا ژوندي کېدو" روایت او په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګونونه! په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو استاد شیخ ادریس، یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې په کې نوموړی د رسول الله ﷺ په ژوند پورې اړوند یوه عجیبه قصه بیانوي. دغه روایت نه یواځې په مذهبي کړیو کې د بحث موضوع ګرځېدلې، بلکې عامو افغانانو هم پرې نیوکې کړي دي. د حدیثو پوهان او عام منتقدین وايي چې دا ډول کیسې په معتبرو دیني سرچینو کې هیڅ اساس نه لري او یواځې د "وضعي" یا جوړ شویو کیسو په لړ کې راځي. ډېری کاروونکو په پېغور سره ویلي چې که په اوسني وخت کې طالبان او د افغانستان ملايان په خپلو بیانونو کې دروغ وايي او خلکو ته ناسم مالومات ورکوي، دا یې له خپلو داسې استادانو زده کړي دي. منتقدین وايي چې د مبالغې له لارې د داسې غیر مستندو معجزو بیانول د اسلامي حقایقو اعتبار ته زیان رسوي او د دیني عالمانو حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي. که څه هم د جابر بن عبدالله (رض) په کور کې د خوراک د برکت معجزه په صحیح بخاري او مسلم کې ثابته ده، خو د وزې بېرته ژوندي کېدل په یوه معتبر حدیث کې هم نه دي راغلي. دا لومړی ځل نه دی چې د شیخ ادریس په څېر د طالبانو د فکري مشرانو بیانونو د خلکو غوسه راپارولې ده؛ تر دې وړاندې هم د ځینو نورو ادعاوو په اړه ورته غبرګونونه ښودل شوي وو چې ډېری یې پر غیر علمي او غیر مستندو روایتونو ولاړ وو. #ABN | #SheikhIdris | #Afghanistan | #Taliban | #FactCheck | #Misinformation

ABN Pashto

13,220 görüntüleme • 4 ay önce