Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

د امريکا کلفورنيا کې د افغانانو کلتوري ټولنې مشر عبدالنصير ياسيني د کرکټ ملي لوبډلې کپتانۍ څخه د راشد خان د لرې کولو تر شا رازونه افشا کړي دي. نوموړی وايي، د طالبانو لخوا په راشد خان بنديز لګول شوی، چې نور به افغانستان ته نه ځي او دغه...

19,042 просмотров • 5 месяцев назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

حقانیانو له کندهاري طالبانو سره د نصیب خان د واک غځولو په سر د ټانټو ژوول پیل کړي! باخبره سرچینې وایي، چې د کریکټ بورډ له اوسنۍ رهبرۍ کندهاري طالبان په ځانګړې ډول د ملا هبت الله حلقه ناخوښه ده او د عمومي رییس میرویس اشرف او اجرایوي رییس نصیب خان څخه ګڼ شکایتونه ور رسیدلي دي. حقاني شبکه چې دا مهال کندهار له واک ډېره څنډې ته کړې، کوشش کوي چې کریکټ بورډ له ځان سره وساتي. کریکټ بورډ کې د بدلون لپاره د کندهاري طالبانو علاقه تر بل هر وخت زیاته شوې او د بدلون په دغه چاره کې له کندهاریانو سره د کریکټ بورډ ځینې پخواني چارواکي او په کریکټ کې داخل کسان ملګري دي. خوست ته د شپږیزې انتقال د حقاني شبکې هغه تکتیک بلل کیږي چې له مخې یې غواړي د نصیب خان د واک موده وغځوي او په خوست کې د ښې شپږیزې ترسروای د نصیب خان لاس ته راوړنه وبلل شي او یاد کرېډېټ د نصیب خان په اکاونټ کې جمع شي. انس حقاني په حقاني شبکه کې یوازېنی کس بلل کیږي چې نغواړي کریکټ بورډ یې له ګوتو ووځي. وروسته له هغې چې د ملي ستوري راشد خان یوې نهایي شخصي موضوع د کندهاري طالبانو غوسه را وپاروله، نصیب خان په دوبۍ کې له راشد خان سره ناسته کړې او ورته ویلي یې دي چې کندهار نه غواړي چې نور په لوبډلمشرۍ کې پاتې شې او حتې د ځینو نورو بندیزونو خبر یې هم ورکړی. خو راشد خان له کپټانۍ څخه د تیریدو په بدل کې ځینې شرطونه په کریکټ بورډ منلي او تر ټولو مهم شرط یې کپتانۍ ته د ابراهیم ځدراڼ را تګ و. که څه هم افغانستان ته د راشدخان سفر د امربالمعروف وزارت د وزیر له خوا له ستونزو سره مخ دی، خو له تېرو څو ورځو رهیسې نا تایید شوي خبرونه خپریږي او ویل کیږي چي راشد خان د شپږیزې لپاره افغانستان ته ځي. څه چې ډېر روښانه دی هغه دا دي چې راشد خان لا تراوسه په دوبۍ کې دی او په رسمي ډول یې شپږیزې ته د ورتګ اعلان نه دی کړی. ملي اتل راشد خان که د شپږیزې څو لوبو ته افغانستان ته درومي د حقانیانو په خاص ملاتړ به ځي او له دغه کار د حقانیانو هدف دا دی چې په بورډ کې د ادلون، بدلون په وخت د راشد خان مهم کارت له ځان سره ولري او د ځان په ګټه یې وکاروي. د میدان په اړه: سمه ده چي د طبیعي افتونو مخه نیول د انسانانو کار نه دی، خو دا هم منطقي نه ده چې له لوبو څو ورځې وړاندې خېمې او زړې ډنډې راټولې کړه او ویې دروه. واضح خبره دا ده چې د پنځو روپیو همدومره ګوړه کیږي. 😁

Abdulhaq Omeri

15,205 просмотров • 1 месяц назад

د طالب مشرانو د پاکستاني پاسپورټونو د افشا کولو په لړ کې، زاويه نيوز د حقاني کورنۍ د يو غړي پاکستانی پاسپورټ او د جعلي پاکستاني پاسپورټونو جوړولو د کاروبار ثبوت او شواهد موندلي دي. دی د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني د کاکا زوی او د ابراهيم حقاني د دويمې ښځې (دغه ښځه يې د تخار د چاه آب ولسوالۍ ده) زوی دی. د افغانستان په اسنادو کې د نوموړي نوم نويد دی، خو پر پاکستاني پاسپورټ محمد خالد نومېږي. د ابراهيم حقاني دغه زوی متقاضيانو ته د جعلي پاکستاني پاسپورټونو جوړولو او له کابل ډګر څخه خليجي هېوادونه ته د ډالرو قاچاق کاروبار کوي. زاويه نيوز ته همدارنګه په سعودي عربستان او نورو خليجي هېوادونو کې د نوموړي د لوکس ژوند، کاروبار او په افغانستان کې د تفريح او ميلو جزئيات، عکسونه او ويډيوګانې هم رسېدلې دي، چې ټول په دې ويډيويي کليپ کې ليدلی شئ. د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس، د حقاني شبکې په ملاتړ او همکارۍ د ابراهيم حقاني دغه زوی متقاضيانو ته د پنځه زره ډالرو په مقابل کې جعلي پاکستاني پاسپورټونه جوړوي او د کابل هوايي ډګر له VIP ترمينل څخه يې دوبۍ ته وباسي. په تازه پېښه کې نوموړي د پنځو افغانانو يو ګروپ ته د ۳۰ زره ډالرو په مقابل کې پاکستاني جعلي پاسپورټونه جوړ کړي او د کابل له وي ای پي ترمينل څخه يې دوبۍ ته استولي دي، خو په دوبۍ کې پوليسو پنځه واړه افغانان نيولي او دا مهال د ابراهيم حقاني زوی (پاکستانی محمد خالد او افغان نويد) د دوبۍ پوليسو له پوښتنو او ګروېږنو سره مخ دی: «په پاکستاني جعلي پاسپورټونو له کابل څخه عربي هېوادونو ته د پاکستانيانو او افغانانو استولو کاروبار د حقاني کورنۍ لپاره يوه عايداتي منبع ده.» د ابراهيم حقاني د زوی نويد - محمد خالد د پاکستاني پاسپورټ واضح عکس پر لاندې ټويټ کتلی شئ. #فساد #قاچاق

ZAWIA NEWS

32,057 просмотров • 4 месяцев назад

د طالبانو په تېره دوره کې په افغانستان کې د پاکستان سفير عمر خان شېرزی له يوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې پر طالبانو د پاکستان له نفوذ، د طالبانو پخواني مشر ملا عمر سره د اړيکو او د پاکستان لخوا د طالبانو د بهرنۍ پالیسۍ کنټرول په اړه ځينې رازونه بيان کړي دي. نوموړی وايي، ملا عمر ډېر سختدريځه مشر و او هېڅکله يې په اسلامي شعايرو معامله نه کوله، له پاکستان سره يې ډېره مينه درلوده او هغه پوهېده چې واک ته په رسولو کې يې د پاکستان کافي لاس و. نوموړی وايي، کله به چې د پاکستان لخوا نوموړي ته کوم حکم کېده، نو ده به پخپله ملا عمر ته رساوه او ملا عمر به هم ژر تطبيق کوه. دی له افغان سېکانو سره د طالبانو د چلند او د پاکستان د مداخلې او اوامرو کيسه کوي، چې د طالبانو لخوا افغان سېکانو ته د زېړ رنګه جامو اغوستو امر شوی و، خو ما د پاکستان حکومت پيغام ملا عمر ته ورساوه، چې له نړيوالو انتقادونو څخه د خلاصون لپاره دې د زېړ رنګه کاليو پر ځای د پېژندلو او له نورو سره د تفاوت لپاره په کالیو کې زېړ رنګه تڼۍ يا دکمې/ بټنې ولګوي او ملا عمر سمدستي دغه امر تطبيق کړ: «هر پيغام به چې ما د پاکستان لخوا رسوه، هغه به له لږ بحث وروسته سمدستي عملي کاوه.» نوموړی پخپله کندهار ته د اسامه بن لادن د سپارلو په تړاو د پاکستان لخوا د امريکا د پيغام شريکولو کيسه داسې کوي: «ملا عمر راته وويل، چې موږ پښتانه يوو او کله چې مېلمه ته پناه ورکړو، نو بيا يې د ساتلو لپاره هرې قربانۍ ته حاضر يوو. امريکا ته د هغه د سپارلو پوښتنه نه پيدا کېږي. ما ورته وويل، چې نه حواله کول به يې سختې پايلې ولري، خو هغه راته وويل؛ عمر خان صاحب، که يو څوک په چپرکټ يا تخت ويده وي، نو ته به يې لاندې وغورځوې، خو که يو څوک له وړاندې پر ځمکه او فرش ويده وي، نو ته به يې چېرته وغورځوې؟ موږ سره به امريکا څه وکړي؟ ملا عمر د قوي ايمان خاوند و. ويل به يې زموږ الله له موږ سره دی.» نوموړی په هغه جګړه کې له امريکا سره د پاکستان د هغه وخت مشر جنرال پروېز مشرف په درېدو هم انتقاد کوي او وايي، تر ټولو ښه لاره دا وه، چې پاکستان هم د ايران په څېر د طالبانو ـ امريکا په جګړه کې بې طرفه پاتې شوی وای.

ZAWIA NEWS

34,095 просмотров • 1 год назад

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو جګپوړي غړي مولوي عبدالحق حماد د طلوع نيوز د «تودې خبرې» په يو بحث کې ويلي، د دوی مخپټي مشر ملا هبت الله د يو طالب جنګيالي لخوا د ۷ وژل شويو پاکستانيانو کورنيو ته ديت ورکړی دی. نوموړی وايي، څه موده وړاندې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ د سپين بولدک جګړه کې د يو طالب جنګيالي لخوا په ويشتل شوي راکټ د نوموړي په ادعا، د پاکستان لوري ته په يو کور کې ۷ پاکستانيان ووژل شول، چې دغو پاکستانيانو بيا په کندهار کې عريضه وکړه، موضوع محکمې ته ولاړه او ملا هبت الله د محکمې د پرېکړې پر اساس د دغو ۷ وژل شويو پاکستانيانو کورنيو ته د نفر پر سر ۲۵ لکه روپۍ ديت ورکړ. نوموړی چې د خپل مخپټي مشر دغه عمل د شريعت د تطبيق يو مثال يادوي همدارنګه زياتوي، چې د هغوی د ټپيانو او د ويجاړو شويو کورونو د جوړولو تاوان هم ورکړل شوی دی. نوموړی وايي، د طالبانو نظام او طالب جنګيالي له پاکستانيانو سره ډېره مينه او خواخوږي لري. د نوموړي تر دې اعتراف وروسته اوس دا بحث راپورته شوی، چې طالب مشر، چې د خپل طالب جنګيالي لخوا وژل شويو پاکستانيانو ته ديت ورکړی اوس کولی شي له پاکستان څخه د هغو افغانانو ديت هم واخلي، چې د پاکستان په وروستي بمبار کې شهيدان شويدي!؟ د پاکستان دغه خواخوږي به له پاکستان څخه د عامو افغانانو ديت واخیستلی شي!؟

ZAWIA NEWS

46,455 просмотров • 10 месяцев назад

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 просмотров • 1 месяц назад