Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د تېر امارت یوه تاریخي ویډیو: د وخت ولي الله ټوله پاچاهي د يو مهاجر مېلمه لپاره قربان کړه، خو مېلمه یې تسلیم نه کړ. دواړه د خپل رب حضور ته ورغلل، او الله جل جلاله په خپل امتحان کې کامیاب...

14,867 просмотров • 2 месяцев назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

د ظاهر قلندر، د باطن پاچا د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د لمانځه د امامت او تلاوت یو ویډیو کلیپ درلېږم؛ لږ یې په غور واورئ. د هغه په تلاوت کې د اخلاص، خشوع، تواضع او د الله تعالی پر وړاندې د بندګۍ داسې ژور احساس ښکاري چې انسان یې په اورېدو متأثرېږي. رښتینی قائد هغه نه دی چې د دنیا په ظاهري زرق‌وبرق، لوړو ماڼیو او تشریفاتو ځان لوی وښيي؛ رښتینی قائد هغه دی چې په ظاهر کې ساده، متواضع او د خلکو په منځ کې عادي انسان ښکاره شي، خو په باطن کې یې د الله تعالی وېره، تقوا، عزم او د دین د خدمت احساس د یوه لوی غر په څېر ټینګ وي. مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د همدې ډول قیادت یوه بېلګه وه؛ په ظاهر کې قلندر، خو په باطن کې پاچا؛ په لباس کې ساده، خو په اراده کې ستر؛ د خلکو له ستاینې بې‌نیازه، خو د الله تعالی د رضا په لټه کې. د هغه د ژوند تر ټولو ستر درس دا دی چې د انسان اصلي عظمت په ظاهري مقام، شهرت او شتمنۍ کې نه، بلکې په اخلاص، تقوا، تواضع او ثابت‌قدمۍ کې دی. الله تعالی دې د هغه رحمه‌الله مغفرت وکړي، درجات دې یې لوړ کړي، او موږ ته دې د اخلاص، تقوا او د حق پر لاره د ثابت پاتې کېدو توفیق راکړي. آمین.

Dr. Hatef Mokhtar الدكتور هاتف مختار

34,208 просмотров • 29 дней назад

ډاکټر نجیب الله: د یووالي شهید، د سولې اتل او د تاریخ ګټونکی ولسمشر! ډاکټر نجیب الله یو داسې مشر و چې د قدرت د تږو سیاستوالو له چوکاټ څخه لوړ و. هغه د زر او زور په نشه مستو مشرانو کې نه و! نه یې ماڼۍ وې، نه یې برجونه، نه یې پټې خزانې. مزار یې هم د خاورې یو ساده ټپه ده، خو زړه یې د خپل مظلوم ملت لپاره د یو سمندر په څېر پراخ و. 💔 د ډاکټر نجیب الله او د هغه د مخکینیو مشرانو – نور محمد تره کي، حفیظ الله امین او ببرک کارمل – ترمنځ توپیر خورا ژور دی. نور په ایډیالوژیو کې غرق وو، هغه د وطن د ژغورنې لپاره خپله ایډیالوژي تر پښو لاندې کړه! هغوی د "خلق" او "پرچم" په نومونو ویشل شوي وو، هغه د ملي یووالي بیرغ پورته کړ! هغوی د واک لپاره وینې تویولې، هغه د وینې د بندولو لپاره خپله وینه نذرانه کړه! 🩸 د داکتر نجیب الله لومړۍ پاڼه یې تیاره وه، خو وروستۍ یې د ملي روښانتیا لمر شو! خوشال خان خټک هم لومړۍ برخه د ژوند کې د مغولو افسر و خو د ژوند په دوهمه برخه کې کله چې د افغان په ننګ یې وتړله توره،‌ننګیالۍ د زمانې شو او همدا مثال د نجیب الله هم دی.‌‌په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د افغان سولې دښمنه وه، هغه په ​​یوازې سر د "سولې، عزت، افغانستان" ناره پورته کړه! 📢 تېروتنې یې کړې، خو زړه یې د وطن په مینه سرشار و! اراده یې د غرونو په څېر کلکه وه! سر یې د خپل ولس په لاره ټیټ شو! تاریخ لږ داسې زړور زامن زېږوي! 🦅 نن چې زموږ ځوانان د جګړې په اور کې سېځل کیږي، حقیقت روښان دی: که د نجیب د یووالي غږ مو منلی وای، دا د بې عزتۍ او کډوالۍ ژوند به مو نه تېراوه! ✊ ډاکټر نجیب الله، ستا له ارام قبر څخه د پکتیا تر لرې پرتو پولو پورې تر پښتونخوا، ستا د وطن پالنې بوی د افغان خاوره کې خپریږي. ستا روح د زرکو په زړو سندرو کې، د څپو په تلپاتې تال کې او د میوند په بادونو کې ژوندی دی. د افغانستان خلک به په خپل وخت کې د سولې د هغه طلایی فرصت ژوره ارزښت درک کړي چې تا په ډیره لیوالتیا وړاندیز کړ – یو داسې خزانه چې په غمجن ډول د ناپوهۍ په تیاره کې ورکه شوه. ستا روح دې ښاد وي، د افغانستان وفادار او سرښندونکی زویه!🔥

𝐊𝐡𝐚𝐥𝐢𝐝 𝐖𝐚𝐫𝐝𝐚𝐠🇦🇫

17,258 просмотров • 1 год назад