Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

د بلوڅ قوم متنفذينو او ځوانانو ته د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري وينا يوه برخه. ⟨ شل کاله افغانان په بيلابيلو نومونو ويشل شوي وو، اوس يو ځل بيا د ملي وحدت او يووالي پر ټغر راټول يو⟩

10,975 görüntüleme • 2 yıl önce •via X (Twitter)

3 Yorum

فطرت الله أفغان profil fotoğrafı
فطرت الله أفغان2 yıl önce

ألله ج دی په عمراودین اوصحت کی برکت واچوه وزیرصاحب محترم الله ج تاسومشران زموږدسره نکموی

Wafa profil fotoğrafı
Wafa2 yıl önce

ماشاالله سومره خوګ غګيګي 😘

Abdullah Shahedmal profil fotoğrafı
Abdullah Shahedmal2 yıl önce

زرکن شی ګرانه رهبره

Benzer Videolar

د پاکستاني استخباراتو د پروژو پر مټ د شر او فساد ډلو لخوا د بې لارې شويو ځوانانو اعتراف؛ د ايران له کارګرۍ راوړل شوي، پاکستان کې روزنه ورکول شوې او بيا افغانستان ته رالېږل شوي هندوکش غږ د يو شمېر هغو کسانو اعترافاتو ته لاسرسی پيدا کړی، چې دوه ورځې وړاندې یې نورستان کې د ډيورنډ فرضي کرښې په استقامت له پاکستان څخه د شر او فساد ډلو په لارښوونه افغانستان ته د راوښتو هڅه کوله او بيا د افغان ځواکونو له لوري ونيول شول. د دوی له منځه، يو ځوان چې عزيز نومېږي او د غور ولايت اوسیدونکی دی په خپلو خبرو کې وايي، چې ايران کې په خپله مزدورۍ بوخت و، چې د ځينو کسانو له لوري ورسره د ښه معاش د ورکولو وعده شوې او له هغه ځايه د چابهار او ګوادر بندرونو له لارې پاکستان ته وړل شوی. نوموړی زياتوي، چې پاکستان ته له رسېدو سره سم د پاکستاني استخباراتو تر مستقيمې روزنې او څارنې لاندې بېلابېلو کمپونو‌ ته پېژندل شوي او د نورو ملګرو په ملتیا د زاهد په نوم يوه کمپ ته وړل شوي. هغه وړاندې وايي، چې په کمپ کې له شل ورځو تېرولو وروسته يوه روزنيز مرکز ته وړل شوي او د بېلابېلو اسلحو‌ ابتدايي زده کړه ورکول شوې او له هغې وروسته د شر او فساد ډلو څخه د «فضل ربي» په نوم د يوه کس په لارښوونه تر فرضي کرښې راوستل شوي چې له جګړې وروسته بيا افغان ځواکونو ته تسليم شول. نوموړی په پای کې په نورو ځوانانو غږ کوي، چې له ورانکارو ډلو او ټپلو سره يوځای نه شي او په خبره یې دا بهرنۍ پروژې دي او د وطن د بربادۍ په موخه جوړې شوې دي. #هندوکش‌غږ

VOH (Pashto)

22,240 görüntüleme • 7 gün önce

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ يوه ښځينه ډاکټره «نوم يې نه ذکر کوو» وايي، د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رييس ملا امين شريف ترې جنسي خواهشات لري او د رسمي چارو لپاره د هغې پر ثبت شوي وټس اپ ادرس ورته د خپل جنسي غړي لوڅ عکسونه استوي. نوموړې وايي، دا چې هغې يې غوښتنې رد کړې دي، نو په يوه کال کې يې د قانون او اصولو خلاف څو ځله هغه له يوې ولسوالۍ څخه بلې ته تبديل کړې ده: «ملا امين راته پر وټس اپ دوامداره د خپلې خونې، د خوب ځای او مخصوصې الې لوڅ عکسونه استوي او اخطارونه راکوي، چې ناروا غوښتنو ته يې تسليم شم.» زاويه نيوز ته د ننګرهار په عامې روغتیا رياست کې منابعو وويل، ملا امين شريف په اخلاقي او مالي فساد کې ښکېل دی او د دغو چارو د ترسره کولو لپاره يې يو بانډ جوړ کړی دی: «والي، د والي مرستيال مولوي مصطفی، ځينې ډاکټران او ان د دوی د علماوو شورا يو شمېر غړي پکې شامل دي. بار، بار د دوی د اخلاقي او مالي فساد دوسيې افشا شوي، خو په يو بل پرده اچوي.» همدارنګه معلومات ښيي، چې تېر کال هم دې ته ورته د ملا امين د اخلاقي فساد يوه بله قضيه د يو محلي طالب لخوا پر وټس اپ افشا شوه، چې بيا د موضوع په اړه د طالبانو ولايت مقام معلومات راټول او مستند کړل او کابل ته يې واستول، خو هلته ډاکټر بشير دوسيه د ملا امين په ګټه وتړله: «د ملا امين د اخلاقي فساد د دوسيې افشا کوونکی محلي طالب د ننګرهار لپاره د طالب والي لخوا له دندې ګوښه شو.» دغه ښځينه ډاکټره پخپلو څرګندونو کې د ملا امين د فساد ډلې د ملګري او د روداتو ولسوالۍ د روغتيا مسوول شمشېر نوم هم اخلي: «شمشېر ملا امين ته مورده ګاوي کوي. پخوا د حصارک د روغتيا مسوول و. هلته هم په يوې ورته قضيه کې د استخباراتو لخوا ونيول شو او بيا ملا امين روداتو ته تبديل کړ.» ملا امين شريف دغې ښځينه ډاکټرې ته وايي، چې ورسره واده وکړي يا حد اقل يو ځل خو د ده جنسي خواهش پوره کړي. ښځينه ډاکټرې د ننګرهار د علماوو شورا، د طالبانو امر بالمعروف رياست او اړوندو برخو ته عریضې هم کړي، خو په قضيې خاورې اړول کېږي.
5:59

Sensitive content

ZAWIA NEWS

21,673 görüntüleme • 1 yıl önce