Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

د جهالت ابۍ دې مړه شي چې نور بې علمه بچي نه راوړي مينه

373,005 görüntüleme • 2 yıl önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

د ملا برادر اخوند دعا دې خدای په خپل دربار کې قبوله کړي او الله دې ټول طالب مشران شهیدان کړي. تر پرله پسې اعتراضونو وروسته اوس په انتهایي امنیتي تدابیرو کې کندهاري طالبانو د خلیل حقاني د فاتحې خواته مخه کړه. داسي ښکاري چې کندهاریان د حقانیانو له قهره وډار شول. د طالبانو حقاني شبکه چې په افغانستان کې د انتهایي خطرناکو بریدونو طراحان وو اوس د خپل وژل شوي مشر خلیل حقاني د غچ اخیستلو په پلان بوخت دي. دواک او ځواک پر سر را ولاړه شوې جګړه اوس تر دې کچې رسېدلې چې فاتحې ته د ننوتلو پرمهال برادر اخوند هم تلاشي شوی دی. د شهادت شوقي ملابرادر له ځان سره خپل ځانګړي ساتونکي بیولي وو چې حقانیان یې شهید نه کړي. نو که ملابرادر اخوند یا نور طالبان رښتیا هم شهادت غواړي بیا دې بارډیګاډان لیري کړي او په ضد مرمۍ موټرو کې دې نه ګرزي دا دعا به یې ډېره ژر قبوله شي. د ټولو طالب مشرانو لپاره د شهادت یوه یوه دعا وکړئ او خدای ته لاسونه پورته کړئ چې د ملا برادر دعا قبوله شي..

Mirwais Afghan

30,122 görüntüleme • 1 yıl önce

دا پیغام ورسوئ👋 موږ همدا نارې وهو چې کونړ کې غرني کلیوال راښکته کړئ او خېمو کې د اوسېدو ترتیب ورته جوړ کړئ. ځکه هغه کورونه خطرناک دي منې که د هوا مارغان داسې ځای کې واوسي دا اوس بیا زلزله وشوه او بیا به کېږي، ښه چې دوی پوهېږي او بیا هم نه راښکته کېږي دا خون د چا پر غاړه دی؟ د تربورګیرۍ دې مخ ورک شي. زیاتره پښتانه نه دي غریبان، په دې خاطر دغسې خطرناکو ځایونو کې اوسي چې تربور سبا پېغور ورکوي، وایي ډارنه او بېغیرته، لکه چې بازاري شوې خپله ځمکه کې نه شې اوسېدلی/ کور کلی نه شې پاللی. هغه نو نتیجه د پکتیکا او کونړ غوندې شي. د هرات والا په داسې کورونو کې اوسېدل چې پر بامونو یې لرګي او ګاډر نه ول اچولي، همداسې لکه تنور غوندې یې تیږې سره پورته کړې وې. هغه نو چې د خدای ورکړي عقله یې ګټه وانخیسته، یو څو نورو سرټمبه‌ګانو هم د زلزلې پړه په خدای ورواچوله. موږ ټول داسې یو چې د خپل جهالت پړه پر تقدیر وراچوو. وایو د خدای داسې خوښه وه وه ګوګوشتو، خدای تا ته عقل درکړی کنه چې ته د بغلان سیلاب‌ځپلو غوندې د اوبو مخه کې کور جوړوې نو اوبه چېرې لاړې شي؟ چې ته د پکتیکاوالو غوندې موټر او جلغوزي ولرې بیا هم مناسب ځای کې کور نه شې جوړولې، نو خدای به باران درباندې وکړي چې دا کاږه دېوالونه پاسته شي او بیا لږ ډیچکه/ ړچ درکړي نو نه به زر تنه شهـیدانېږي؟ ښه چې ته په یوویشتمه پیړۍ کې د متمدن هرات غوندې تنورونو کې اوسې نو خدای په تا ملامت دی؟ همدا ۶.۳ درجې زلزله د هرات په ولایت مقام هم شوې وه، فقط یو دېوال کې نری چاود تللی و، خو د کوټنیو اوسېدونکي یې ټول چیت کړي ول. بس خو رب تعالی دې موږ سرزوري اصلاح کړي په خدای له غمه یې وایو

Rahim Sekander

11,328 görüntüleme • 11 ay önce