Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

د سرتيري ملي ورځ دې اسد الله خالد او ملالۍ شینوارې ته مبارک وي. اسد الله خالد د مرحوم جمهوریت پر مهال د د فاع وزیر و او ملالۍ شينوارې بیا د پارلمان غړې وه، په دې غږیزه مکالمه کې دواړه د شپنیو عملیاتو لپاره تابیا نیسي تر څو...

60,715 Aufrufe • vor 2 Jahren •via X (Twitter)

10 Kommentare

Profilbild von Noor Alam Hakimyar
Noor Alam Hakimyarvor 2 Jahren

ماته ېې په اوریدلوحیاراغله اودوی ېې په ویلواوکولوحیانه کوله؟ ایاملت بیاداوګړي غواړي؟دادواړه ېې نسبي ښه وو،بداخلاقوبه ېې څه ګلان کرلي وي؟ دابایددنړۍ ټولوژبوته وژباړل شي چې دنیاوال پوه شي چې بیلیونونه ډالراوخپل بچي ېې ددې حیواناتولپاره سټ کول. زماحیاراځي کنه څلوروژبوته ماژباړه.

Profilbild von 𝑯𝒊𝒋𝒓𝒂𝒏 𝑶𝒎𝒂𝒓𝒊
𝑯𝒊𝒋𝒓𝒂𝒏 𝑶𝒎𝒂𝒓𝒊vor 2 Jahren

لابراتوار یې په خیر کړې🤣

Profilbild von خچ پچ صوفي
خچ پچ صوفيvor 2 Jahren

شکریه بیا له دفاع وزیر نه هم غټه وظیفه اجرا کوله لمسیان یی بیا سم له خیمو په غفا یی

Profilbild von 𝐎𝐬𝐚𝐦𝐚 ོ
𝐎𝐬𝐚𝐦𝐚 ོvor 2 Jahren

نیم مې واورید او نور مې بند کړ مونږ ې په اوریدو شرمیږو او دوي بیا داسې هڅکه غاړه یو بل سره د مینې خبرې کوي لعنت الله علیه

Profilbild von دحق سنګر، ... (عمر ي)
دحق سنګر، ... (عمر ي)vor 2 Jahren

داللهﷻ حمد اوشکر دي وي چې له دي چهارپایانو نه داپاک ملک خلاص شو.

Profilbild von هيښ ويښ
هيښ ويښvor 2 Jahren

توبه توبه دغه د اجنټې او فاسدې ادارې وزيران او وکيلان وو. خدايه شکر چې ترې خلاص شوو

Profilbild von سلطان محمد «صميم»
سلطان محمد «صميم»vor 2 Jahren

الله تعالی ته ټول عمر په سجده تېر کړو بيا به هم يوازې د دې خبيثو خلاصولو نعمت شکرانه به اداء نکړو. رب ذوالجلاله د دې اسلامي نظام په هر حال مرسته وکړې.

Profilbild von Hassan Ali
Hassan Alivor 2 Jahren

چي دملالي شينواري دا حال وو نو دشکريه جاني به سه حال وو

Profilbild von Saeed
Saeedvor 2 Jahren

باور وکړې سی غوښتل می سی ټوېټ ې کړم خو وجدان می اجازه نه راکوئ. طالېب جانه مونږ دې بېخئ زېات مقروض ېو ✊

Profilbild von Real afghan ✿
Real afghan ✿vor 2 Jahren

یعنی ټالب دومره ناموس فروش سپک او بی عزته دی چی کلونه وړاندې یوه خبره تیره شوی نن یی لکه سپی مخی ته کوی

Ähnliche Videos

یوه ورځ، دوه سندونه؛ دوحه کې څه لاسلیک شول — او کابل ته څه وویل شول؟ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، په دوحه کې امریکا له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ؛ په همدې ورځ په کابل کې امریکا او د افغانستان اسلامي جمهوریت یوه جلا ګډه اعلامیه خپره کړه. دواړه د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه وو، خو کله چې متنونه څنګ په څنګ کېښودل شي، په ځینو اساسي موضوعاتو کې یوه شان ژبه او یوه شان ژمنې نه لري. تر ټولو څرګند مثال د بندیانو موضوع ده. د امریکا–طالبانو په تړون کې د تر ۵٬۰۰۰ طالب بندیانو او تر ۱٬۰۰۰ د بل لوري بندیانو د خوشې کېدو مشخص شمېر او نېټه لیکل شوې وه؛ خو د امریکا–جمهوریت په ګډه اعلامیه کې یوازې د بندیانو د «د پام وړ شمېر د خوشې کولو د امکان» د ارزونې خبره شوې وه. پوښتنه دا ده: ولې امریکا په یوه تړون کې د هغو بندیانو مشخص شمېر او نېټه وټاکله چې د افغانستان د حکومت په زندانونو کې وو، په داسې حال کې چې افغان حکومت د اصلي تړون لاسلیک کوونکی نه و؟ بل مهم توپیر د جګړې د پای په جوړښت کې و. د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره واضح مهالوېش موجود و: د ځواکونو کمول، له پوځي اډو وتل او په ۱۴ میاشتو کې بشپړ خروج. خو دایمي او هر اړخیز اوربند د تړون مخکېنی شرط نه و؛ هغه راتلونکو بین‌الافغاني خبرو ته پرېښودل شوی و. په ساده ژبه: د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسیر معلوم و، خو د افغانانو د جګړې د ختمېدو مسیر لا نه و معلوم. د افغانستان د راتلونکي په اړه هم دواړه اسناد یو شان سیاسي ژبه نه کاروي. د جمهوریت په اعلامیه کې د موجودو افغان ادارو، ډیموکراتیکو نورمونو، ملي یووالي او د وګړو د حقونو د ساتنې یادونه کېږي؛ په مقابل کې، د امریکا–طالبانو تړون څو ځله د یوه «له جوړجاړي وروسته نوي افغان اسلامي حکومت» یادونه کوي. دا اسناد په خپله نه ثابتوي چې د جمهوریت د سقوط پټه پرېکړه شوې وه؛ خو دا پوښتنه خامخا راپورته کوي چې ولې د یوه هېواد د راتلونکي په اړه، په یوه ورځ، دوه رسمي اسناد دومره متفاوتې ژبې کاروي؟ په دې ویډیو کې موږ قضاوت د شعارونو پر ځای اسنادو ته سپارو. دواړه متنونه سره پرتله کوو او هغه پوښتنې راپورته کوو چې د افغانستان د سقوط د درک لپاره مهمې دي: دوحه یوازې د سولې تړون و، د بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون و، که داسې یوه نقطه وه چې له هغې وروسته د جمهوریت، طالبانو او نړیوالو ترمنځ د قدرت توازن بدل شو؟ اسناد ولولئ. توپیرونه وګورئ. بیا قضاوت وکړئ. حقیقت. ازادي. راتلونکی. #جمهوریت_څنګه_سقوط_شو؟ #FiveYearsAfterTheFall #ABNSpecialCoverage #Afghanistan #Afghanistan2026

ABN Pashto

10,123 Aufrufe • vor 1 Monat

د ظاهر قلندر، د باطن پاچا د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د لمانځه د امامت او تلاوت یو ویډیو کلیپ درلېږم؛ لږ یې په غور واورئ. د هغه په تلاوت کې د اخلاص، خشوع، تواضع او د الله تعالی پر وړاندې د بندګۍ داسې ژور احساس ښکاري چې انسان یې په اورېدو متأثرېږي. رښتینی قائد هغه نه دی چې د دنیا په ظاهري زرق‌وبرق، لوړو ماڼیو او تشریفاتو ځان لوی وښيي؛ رښتینی قائد هغه دی چې په ظاهر کې ساده، متواضع او د خلکو په منځ کې عادي انسان ښکاره شي، خو په باطن کې یې د الله تعالی وېره، تقوا، عزم او د دین د خدمت احساس د یوه لوی غر په څېر ټینګ وي. مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د همدې ډول قیادت یوه بېلګه وه؛ په ظاهر کې قلندر، خو په باطن کې پاچا؛ په لباس کې ساده، خو په اراده کې ستر؛ د خلکو له ستاینې بې‌نیازه، خو د الله تعالی د رضا په لټه کې. د هغه د ژوند تر ټولو ستر درس دا دی چې د انسان اصلي عظمت په ظاهري مقام، شهرت او شتمنۍ کې نه، بلکې په اخلاص، تقوا، تواضع او ثابت‌قدمۍ کې دی. الله تعالی دې د هغه رحمه‌الله مغفرت وکړي، درجات دې یې لوړ کړي، او موږ ته دې د اخلاص، تقوا او د حق پر لاره د ثابت پاتې کېدو توفیق راکړي. آمین.

Dr. Hatef Mokhtar الدكتور هاتف مختار

34,069 Aufrufe • vor 23 Tagen

زه د یو افغان په توګه د خلیفه صیب بې وسې وځورولم چې هغه د پاکستان د تجاوز او یرغل په مقابل کې حتی په تنده لهجه خبرې نه شي کولی، یو روښانه دریځ هم نه شي لرلی، بلکې دومره مجبور دی چې د پاکستان څلویښت کلنه افغان ضد تګلاره او سیاست، ښېګڼه او خدمت بولي، ستاینه یې کوي او څو ځله یې یادوي. هغه سیاسیون چې له بهرنیو استخباراتو سره بلک میل دي او یا نه یو ډول یې څادر د هغوی تر پښو لاندې دی، په افغانستان کې هیڅکله او هیڅ ډول مستقل او ازاد سیاست نه شي کولی. په حقیقت کې نیابتي ډلې د ازاد سیاست او خودمختارۍ جوګه نه دي، که څه هم د موقت وخت لپاره د قدرت څښتنان شي او د واک پر ګدۍ کېنول شي. ملي احزاب او ملي ګوندونه چې د ولس له متنه جوړ شوي وي، سیاسي تګلاره یې د ولس په اراده، رایه او جمهوري ارزښتونو ولاړه وي، د افغانستان د معضلي حل کیدی شي چې له بده بخته موږ هیڅ داسې ملي ګوند نه لرو. شل کلن جمهوریت د ملي ګوندونو د جوړښت لپاره یو ښه فرصت و، خو د جمهوریت بانیانو هیڅ دې مسلې ته پام ونه کړ، دوی هم یواځې د جمهوریت تمثیل کاو، جمهوري تګلارې او په ټولنه کې د جمهوریت بنسټیز کیدلو ته ژمن نه و، ځکه له ملي ګوندونو پرته څنګه کیدی شي چې جمهوریت په ټولنه کې بنسټیز شي. څلور کاله تېرېږي، جمهوریت غوښتونکي یا په بله اصطلاح روڼ اندي په یوه ملي روایت متفق شوي نه دي، ملي روایت یې ایجاد کړی نه دی، بلکې په تېر جمهوري روایت هم نه شي سره را یوځای کیدی. زما خبرې به نهیلې کونکي وي، خو دا یو سپین حقیقت چې موږ یې وینو او یوه روښانه ستونزه ده چې موږ یې تجربه کوو. چورت مه خرابوئ! د ستونزې پېژندل هم د ستونزې د له منځه وړلو لپاره اړین دي، ځکه حلا لارې د ستونزې تر تشخیص ورسته مطرح کېږي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

46,942 Aufrufe • vor 1 Jahr

(۱ برخه) جمهوریت او ښځینه زده کړیالانې! د تېرې ادارې پر مهال د ښځینه زده کړیالانو حال.! د تېرې ادارې پر مهال د ښځینه زده کړیالانو حالت هغه څه نه و چې کورنیو یې تمه درلوده؛ دوی به د لوړو زده کړو په نوم پوهنتونونو ته استول کېدې، خو له بده مرغه ډېر شمېر یې د تعلیم پر ځای په اخلاقي او ټولنیزو انحرافاتو کې ښکېلې وې. د کورنیو دا هیلې چې لورګانې به یې د تعلیم په وسیله د خدمت سرچینه شي، په ناوړه کړنو اخته وې. ځینې زده کړیالانې به د زده کړو پر ځای د نشه‌يي توکو (چرسو) په استعمال بوختې وې او د پوهنتونونو پر ځای به هوټلونو او پارکونو ته تللې. دا یوازې د هغه مهال د ښځینه زده کړیالانو د حالت یوه کوچنۍ بېلګه ده، خو حقیقتونه تر دې ډېر ترخه او ژور وو؛ په پټه به داسې کړنې ترسره کېدې چې نه یوازې د زده کړو سپیڅلتیا یې زیانمنه کړې وه، بلکې د ټولنې په اخلاقي بنسټونو یې هم بد اغېز کړی و. د دې حالت اصلي عامل د هغه مهال بې‌مسؤلیته اداره او د ښوونې او روزنې سیستم کې شته فساد و، چې نه یې زده کړو ته جدي پاملرنه کوله او نه یې د اخلاقي روزنې لپاره هڅې کولې.

نقاب | Niqab

59,891 Aufrufe • vor 1 Jahr