正在加载视频...

视频加载失败

د طالبانو د کندهاري ادارې اسلامي او کندهاری سیاست او تمدن چې نن پر ټول افغانستان حاکم دی.

42,726 次观看 • 1 年前 •via X (Twitter)

8 条评论

نصرت الله 的头像
نصرت الله1 年前

ستاپه خور ټول کندهار بوزم

ګُربُز 🇦🇫 的头像
ګُربُز 🇦🇫1 年前

وردګ ، دټوکوټکالو مجلس وو د ولایاتو نه ټوکیان راغلی و ،هرټوکي ټوکه کوله، وردګ ټوکیمار وویل په وردګو کی یو سړی وو ،خلک واریدل چه په وردګو کی یو سړی وو د خندا نه زاره کفک شول ، وردګ وویل ما خو ټوکه ندی ویلای ،خلک وویل دا چه په وردګو کی یو سړی دی همدا قوی ټوکه ده ،

DR HAKIMI 🌏 的头像
DR HAKIMI 🌏1 年前

اماني صاحب! وردګ ډیر معزز قوم دی ، په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې ورته زیات درناوی کیږي ، کوم جنجالي بحثونه چې نن سبا تاسو نښلولي پر اړیکو ښه اغیز نه ښندي ، هیله ده چې ډیر احتیاط وشي. ..

Daud 的头像
Daud1 年前

امانی ته یوناجایزاولادیه بی پلاره لوی سوی یه تاته ده اخلاقومنطقواستدلال درس چانه دی درکړی اوحرامی هیڅ شرم نه لری ستاپطلون بایدستاپرسردروه تړل سی.

Iqballnoorzai 的头像
Iqballnoorzai1 年前

کندهار د جهالت مرکز دی

Rafi ahmadzai 的头像
Rafi ahmadzai1 年前

دی ولایت نه نور حاکم نه منو

Ahmd 的头像
Ahmd1 年前

دې غولن Racist خر کوس ته ګوره نو ټوله ورز کندهار پسی غاپی غول ماره ګوزو!

Khpalwak Wardak 的头像
Khpalwak Wardak1 年前

ته ملانه یی اول په دین ځان پوه کړه بیادوری وهه

相关视频

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 次观看 • 2 个月前