Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

د غزني ولايت اوسېدونکی او خبریال سيف الله مفتون وايي، د طالبانو امر بالمعروف په ګيلان ولسوالۍ کې له ځايي ځوانانو شاوخوا دوه زره بېډۍ «لوب توکي/ د مردکيو په څېر» ټولې کړې دي او هغوی ته يې د دغې لوبې د نه ترسره کولو سپارښتنه کړې ده. د...

19,618 görüntüleme • 1 yıl önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

د ولس لوږه او د وسله‌والو نندارې؛ کله به مسؤلیت پېژندل کيږي؟ د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ددې ويډيو په خپرولو سره وایي؛ د افغانستان عام ولس چې د سهار او ماښام ډوډۍ ته حیران دی او د بې‌وزلۍ تر ټولو سختې ورځې تېروي، د بیت المال له وسلو سره دا ډول لوبې کول د ملت پر زخمونو مالګه اچول دي. دوی وايي؛ په یو هېواد کې چې خلک یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره محتاج وي، د زرګونو افغانیو په ارزښت مهمات په هوا کې دودول نا انساني او نااسلامي عمل دی. د دوی په وينا؛ هره مرمۍ چې هوا ته ویشتل کېږي، بېرته ځمکې ته راګرځي. دا "سرګردانه مرمۍ" اکثراً د بې‌ګناه هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د ټپي کېدو او مړینې لامل ګرځي. ځينې نور بيا وايي؛ دغه وسله‌وال چې له جنګونو وزګار شوي، د دې پر ځای چې د ولس خدمت او امنیت ته پام وکړي، خپل پخوانی جګړه‌ییز عادت د ملت په شتمنۍ پالي. دوی زیاتوي، د یو مسؤل نظام لومړیتوب باید د ملت نس مړول او د هغوی سر خوندي کول وي، نه دا چې د بیت المال وسلې د شخصي نندارو او ولسي ګواښونو لپاره وکارول شي. دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم د طالبانو غړو له لوري ورته نندارې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي چې يو شمېر هېوادوالو ته پکې ځاني او مالي زیانونه هم اوښتي دي.

ABN Pashto

20,558 görüntüleme • 6 ay önce