Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

د غيرتي اميرالمؤمنين حفظه الله دا غيرتي وينا راسره ضرور واورئ او دومره يې نشر کړئ چې د ټولي دنيا تر مسلمانانو او کفارو پوري ورسيږي. موږ د چا د فرمايشاتو نه يو👊

57,423 görüntüleme • 7 ay önce •via X (Twitter)

10 Yorum

Hedayatullah ibrahimkhil profil fotoğrafı
Hedayatullah ibrahimkhil7 ay önce

الحمدلله داسی با وقار او با اقتدار رهبر دی چی لکه مبارک نوم یی

janat khan profil fotoğrafı
janat khan7 ay önce

الله ج دی راته ژوندی لره مشره

Afghan Milie Mubarezine profil fotoğrafı
Afghan Milie Mubarezine7 ay önce

دا څنګه امیر المومینین دی چې هیواد د پاکستان تر مستقیم برید لاندې دی هغه اوس هم پټ دی، یوه خبره لا نه کوي. شته، موجود دی؟ او که ګونګ دی، خبرې نه شي کولای؟

Iman profil fotoğrafı
Iman2 ay önce

دقيقأ برادر واقعأ درست ميگوهي الحمدالله 🤲🤲🤲

Arman profil fotoğrafı
Arman7 ay önce

دا خو حامد کرځۍ دی خدای دی تباه کړه درواغجنه.

Eng m. y. a profil fotoğrafı
Eng m. y. a7 ay önce

په پاکستان کی جهاد اعلان کړه امیر صاحب

Zalmai Shakiba profil fotoğrafı
Zalmai Shakiba7 ay önce

بی پدر های بیسواد جنگ را گسترش ندهید همین جچند تاسیساتی هم که داریم ویران میشود با پاکستان گفتوگو کنید تروریستانش را بیرو کنید و صلح کنید

Yunas khan Popal profil fotoğrafı
Yunas khan Popal7 ay önce

حفظه الله

حافظ یعقوب profil fotoğrafı
حافظ یعقوب1 ay önce

سنګه یی کولی شی چی شخصی ته راسی

Iman profil fotoğrafı
Iman2 ay önce

الحمدالله

Benzer Videolar

دا خپله ايماني دنده بولم زړه درد دی، خو دا صرف یو احساساتي غبرګون نه دی؛ بلکې دا یو ايماني مسئوليت دی. کله چې د نبوي محبت، د دين نوم، او د عقيدې د تقدس تر نامه لاندې بدعات، جعليات، او خرافات خپرېږي، نو زموږ ايمان دا غوښتنه کوي چې ودريږو، خبره وکړو، او له حق نه دفاع وکړو. محترم لخوا يوه ټوټه پيدا کول... ادعا کول چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قبر مبارک سره لګېدلې ده. وايي چې يو خادم، د يوه باچا په اجازه، د نبوي قبر ته ننوتی، هلته خپل پټکی يې وهلی، او دا ټوټه هماغه ده! بيا دا ټوټه سلسله کېږي، له يو بل سره نښلول کېږي، خلکو ته وېشل کېږي، او بازار يې ګرمېږي: "دا د موي مبارک سلسله ده، دا د قبر مبارک لمس شوې ټوټه ده، دا د حضور عليه السلام د پښو چاپ دی..." يوه مذهبي سوداګري ده، يو ډول تقدس‌سازي ده، چې له ديني غوښتنو نه، بلکې له جذباتو او بي ځایه احساساتو نه تغذيه اخلي. هو، دا سمه ده چې د عثماني خلافت له دورې څخه ځينې توکي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عصر پاتې شوني دي، او په رسمي ډول د "توپ‌کاپي" موزيم او د مديني موزيم کې ساتل کېږي. خو هلته دا توکي د علمي، تاریخي، او مستند ارزښت لپاره دي او خلافتونو لخوا مستند تر اوسه پاتي دي ليکن نه خلک پرې لاس ږدي، نه يې ښکلوي، نه چغي او ژړا ګاني کوي نه يې عبادت کوي، او نه ورته دعا کوي. خو د قبر د ټوټې سره د تماس ادعا يوه جعلي داستان دی، نه تاريخي ثبوت لري، نه عقلي امکان. ولې دا ادعا دروغ ده؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم، حضرت ابوبکر او حضرت عمر رضي الله عنهما د حضرت عایشې رضي الله عنها په حجره کې خاورو ته سپارل شوي. دغه ځای څخه چاپیره د اموي خليفه حضرت عمر بن عبدالعزيز په امر يو کلک ديوال پرته د دروازې شوی، چې له هغې وروسته تر نن پورې هيچا ته دا اجازه نشته چې دغه قبرونو ته ننوځي. نو که څوک وايي چې دی قبر ته ننوتی، دا يو ښکاره دروغ دي. ځکه دا ديوال هيڅ وخت له منځه ندي تللي ،نه خلافتونو دا اجازه ورکړې، او نه د سعودي دولت چې اوس يې ساتنه کوي، دا ډول کوم استثنا منلې پرته د يوال د نړولو هيڅ امکان نلري چې هلته ورسيږي. که موږ دا دروغمن تقدسات ومنو، نو زموږ عقيده د جذباتو بازار ته وړاندې کوو. د ايمانياتو په نامه د خرافاتو پيرودل، د عقل وژنه ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته ښوونه کړې چې: «لا تجعلوا قبري عيداً» "زما قبر د اختر (مذهبي مراسمو) ځای مه ګرځوئ." (احمد، ابوداود) د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاداتو په اساس اصل ځای د ژړا او چغو چيرته دي؟ چې مظلوم ته عدالت نه رسيږي. چي غريب، خالي لاس خپل کور ته ستنيږي. چي د ملت مال چور کېږي. چي خلک د فقر، بيمارۍ، بيکارۍ له امله ځان وژني. چي رشوت او فساد عام شي چي د مسلمان توهين او تحقير کيږي چي د استبداد او ظلم پر وړاندې خبره جرم ګڼل کيږي چي د دين فتوا ګاني او منیر خرڅ شي چې ګناهونه عام شي چي يهود او نصارا علمي ارتقا په اساس سپوږمۍ ته وخيژي او مونږ لا پدي جګړه يو چې عصري علوم واجب دي که مباح چي په وړو وړو خبرو يو بل د دين اسلام څخه وباسو چي د علم او روزنې بندي دروازي وګورو دا د امت د غمونو قبر دی، دلته ژړا پکار ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «لعن الله اليهود والنصارى، اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد» "الله دې لعنت وکي پر يهودو او نصارا چې د خپلو پېغمبرانو قبرونه يې عبادت ځايونه کړل." (بخاري، مسلم) بل حدیث: «فَإِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَٰلِكَ» "زه تاسې له دې کاره منع کوم!" نو دا ديني لارښوونه ده چې قبر لګيدلي څيزونو ته تقدس ورنه کړو، عبادت ورباندې ونه کړو، او نه يې لمس برکت ومنو. عبدالله بن عبدالله بن أبی، يو صحابي و. د خپل منافق پلار لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم کمیس وغوښت، هغه ورکړ، حتا جنازه يې ورباندې وکړه. خو د آسمان حکم نازل شو: ﴿وَلَا تُصَلِّ عَلَىٰ أَحَدٍۢ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًۭا وَلَا تَقُمْ عَلَىٰ قَبْرِهِ﴾ "ته هېڅکله د دوی له مړو باندې جنازه مه کوه، او د دوی پر قبر مه درېږه..." (توبه: 84) يعني جامې، لمس، دعا او ښخونه؛ دا ټول بې‌فایده شي، که عقيده خرابه وي. دا آیت په واضح توګه درس موږ ته دا راکوي چې حتی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جامو اغوستل هم د نافرمانه کس لپاره ګټه نه لري. اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه و ارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه لیکنه: عبدالحمید جلیلي

Abdulhaq Omeri

18,685 görüntüleme • 1 yıl önce