正在加载视频...

视频加载失败

د فرعون ملا تره خیل طالب ته عذر او زاری هاهاهاها وايي: مونږ ستا تابعدار او بی معاشه عسکر یو په نیمه شپه غږ وکړه مونږ تابعدار درته را رسیږو د عدلیې وزیر سخت مونږ ته غصه ده نه پوهیږم چې چا ورته زموږ باره کې غلط راپورونه ورکړي...

57,622 次观看 • 2 年前 •via X (Twitter)

9 条评论

HaSEEb 的头像
HaSEEb2 年前

در جمهوریت وزیر حج اوقاف را با سیلی زد امی ملا ترخیل حالی اگر جرات دارین سرک را بند کنین . هر گو را خوردین شما . بدماش دیروز موش امروز

niaziwal 的头像
niaziwal2 年前

دا دعمري دلت نښه ده چي فرعوناني دمحاسبي ميز ته کش کړي دي تل دوي امارت ودان دوي افغانستان

Gul Rahman 的头像
Gul Rahman2 年前

په دغه شلو کلونو کی چی تاسو دغه کوم خلک چی وهل، ځورول،بندیان کول...آیا دغو خلکو عزت،دوست،دوښمن نه درلود...بله خبره دا چی ملاتره خیل خپلو باډیګاردانوته تنخوا نه ورکوله ورته یی ویل چی پسی پیدا کړی یعنی له خلکو به یی په زور پیسی اخیستی... لږ شرم ښه شی وی...

Azmodin Nomani 的头像
Azmodin Nomani2 年前

ته هم زمونږ بی ماشه نافرماني خر يي

Gülab Khan 的头像
Gülab Khan2 年前

دشمالي لنډه غرو سپیه نو تاته ولي زور درکوي؟

Dr. G.M 的头像
Dr. G.M2 年前

پلچرخي ، ارزان قيمت او د کابل ښار په نورو برخو کي چه يي خوارو غریبو ، ريړه چلوونکي او کراچيواناو څخه باج اخیسته د هغوي بي عزتياني به يي کولي ايا هغوي انسانان نه وه ايا هغوي عزت او ناموس نه درلود

Yousof khan 的头像
Yousof khan2 年前

ځویه ته خو هم په دی پو شوې یې چی بهترین نظام دی خو شیطانې غیرت دی نه پریدې چی دی نظام ته غاړه کیدې دی فرعون په جمهوریت کی په خلکو څه نخری ونکړې

khan 的头像
khan2 年前

ټامی دلته اوس عدالت ده دهر شکرور شکرونه ماتشوی

Sam - فضلی 的头像
Sam - فضلی2 年前

خداوند حکومت فعلی را دگه هم قوت بدهد تا فرعونان زمان جمهوریت را یک یک به همین شکل در زندان بی اندازند.

相关视频

ډیر افسوس ده ! اول خو یې په عربي ژبې سلام غلط وویلو د نړۍ علمآء چې ناست دي هغوی پوهیږي چی سلام یې غلط وویل، ال یې ورسره تلفط نکړ بله دا چې داسې عربي یې ویلې لکه یو بنګالی کاریګر چې خبرې کوي ځان شیخ القرآن او شیخ الحدیث بولي خو د عربي ژبې په ماضي ، حال او مضارع نه پوهیږي د ذال او ضآد په مخرج او تلفظ والله باالله چې نه پوهيږي د ضآد پر ځای زا استفاده کوي آیضا یې ایزن وویل. دوهم دا چی کوم عربي علمآء ناست دي دا هغه خلک دي چی اکثره یې په اسلامي زدکړو کې PDH لري خو دا بیسواده چی د ځان سره شیخ القرآن او شیخ الحدیث لیکلي د خبرو شروع یې تر آخره داسې احمقانه ده چی اصلا څه پیغام او مفهوم نه ورکوي ، حتی ویې نشو کولی چی په ښه او مناسبو الفاظو همدا علمآء کرامو ته ښه راغلاست ووايي ، دا عربي ملایان به ورته حیران شوي وي چی دا شیخ القرآن او شیخ الحدیث یې داسې بیسواده او احمق ده چی دا نور ساده ملایان به یې لا څنګه وي؟! دوی لیکلي چی د نړۍ علمآء راغلي بیا همدا علمآوو ته داسې لګیا ده خبرې کوي لکه د موسوي ولسوالې کلیوالو ته چې خبرې کوي ، په ډیر جیګ غږ ، په چوکې کې غیر نورمال ناسته ، ډیر بی معنی او بی مفهومه خبرې ، هره جمله یې څو څو ګرامري غلطیانې ، د ځان کاذبانه صفتونه او لافی پقاقي هاهاهاهاها واه هیبتي ځناورانو ! چې دغسې لویې غونډې ته دا بیسواده بوځې خو لږ مشوره هم ورکوئ ، لږ ورته دا د مجلس آداب هم زده کوئ ، لږ ورته دا بیانیه هم لیکئ چې سم د انسان غوندې خبرې وکړي. هلته عربي علمآوو ته لګیا ده وايي: دلته پنځوس کاله مخکې ستاسې مشهور علمآء راغلي وو مونږ افتخار کوو چې هغوی زمونږ هیواد ته د ارض الغزات نوم ورکړی یعنی د جنګونو خاوره هاهاهاهاها بیا وايي ؛ دلته ستاسې علمآء راغلي وو په کابل کې یې دوه دوه رکعته د ویرې او ډار لمونځ کړی وو صلات الخوف هاهاهاها یعنې زمونږ هیواد د وېرې او وحشت هیواد وو . بیا آخر کې وایی؛ زمونږ د افغانستان ټول خلک بدو یعنی اطرافي او چوپانان دي مونږ دوه کلونو کې دوی ته قناعت ونشو ورکولی چې آرام یې کړو واه احمقه! تاسې باید د نړی علمآء کرامو ته د افغانستان د خلکو فقر ، غربت ، بی کاري او بی روزګاري باره کې خبرې کړې وای ، تاسې باید هغوی ته ویلی وای چی ستاسې د هیوادونو د پرمختګ راز څه ده چې مونږ هم ستاسې په قدمونو لاړ شو ؟! تاسې ولی هیڅ جنګونه نه کوی ؟ تاسې څنګه د ټولو نعمتونو خوندونه اخلی ؟ تاسې څنګه حکومت داری کوی ؟ مونږ سره تاسې څه مرستې کولی شې چې انسانان او سم شو؟

Qari Eisa Mohammadi

50,983 次观看 • 3 年前

چې د ښوونځئ او مکتب دروازې بندې وي بیا دغسې احمقانو ته میدان خالي وي هیبتي ځناوران دغسې د نفاق او تعصب تخم شیندي دغسې نفرتونو ته لمن وهي بیا به ځینې وايي چی فلان لنډغر ده او فلان کولابي ده !!! ای خلکو؛ مونږ ټول یو ولس یو دا هیواد زمونږ ټولو هیواد دی دا افغانستان د ټولو هیواد دی دلته مهاجر او کډوال نشته د خدای روی وکړئ د دغسې جاهلانو مخه ونیسئ. دا د دشمنانو دسیسې دي چی افغانستان په اقوامواو مذاهبو تقسیموي همدې ویش او تقسیم ته بهرنی استخبارات ډیر قوي کار کوي چې دغسې جاهلان یې مخته وړي تر څو قومي او مذهبي جنګونو ته لاره هواره کړي. دغسې انسان حقیقت کې د افغانستان اصل دشمنان دي. مونږ ټول قومونه یو ملت یو ، تاسې باور وکړئ چی داسې مجلس به نه وي چې څلور کسان افغان را ټول شوي وي مګر دا چې ټول به د مختلفو قومونو وي خو په یو دسترخوان لکه ورونه ناست وي. دغسې خبرې، اظهارات ، تبعیض او تعصب په شریعت او حتی د نړی هر هیواد قانون کې جرم دی خو طالب ورته بیا مایک په لاس کې ورکوي چې نور هم ووایه. کچیرته نن یو صادق او دلسوز نظام وای حتما به یې دا جاهل زندان ته کړی وو خو متاسفانه چې وحشت او جهالت حاکم دی

Qari Eisa Mohammadi

30,003 次观看 • 1 年前

غالباً د تراب صیب شعر دی چې وایي: افغان په زور جنت ته نه ځي خو په رضا تر دوزخو درسره ځینه مونږ په تیرو څو لسیزو کې هم سختۍ تجربه کړې دي او هم اسانۍ خو دا مو ولیدل چې نرمي تر زور ډیر اغیز لري ان د دښمن زړه ته هم لار کوي. مونږ شل کاله د کابل ادارې سره جګړه وکړه خو په وروستیو ورځو کې مو د دوی له عسکرو سره د زور پر ځای نرمي وکړه. ددوی جنګیالي مو ونیول، نه مو زندان ته یووړل او نه مو وویشتل پر ځای مو نرمه توصیه ورته وکړه، خوشاله مو کړل او له لارې کرایې سره یو ځای مو خپلو کورونو ته واستول. نتیجه دا شوه چې په یوه اوونۍ کې مو ټول افغانستان تر پښو لاندې کړ. که مو د کار د زور له لارې کړی وای، ښايي تر ننه به لا وینه بهیدله او بریا به لا هم لرې یا ناشوني وه. مونږ ولیدل چې د فتحو اولو ورځو کې زرګونه خلک له هیواد په تیښته وو، کور په کور د شخصي دښمنیو ویره وه خو د امیرالمؤمنین د عفوې یوه فرمان دا ټولې ستونزې ختمې کړې، د خلکو د تیښتې لړۍ ودریده، ان تر دې چې خلک‌ یې دې ته وهڅول چې خپلې پخوانۍ شخصي دښمنۍ هم وبښي. نن چې مونږ واکمن یوو، ولس مو رعیت دی، باید له هغوی سره هماغه شان نرمه رویه وکړو. پر ولس د زور او جبر پر ځای، له نرمۍ، حوصله ‌مندۍ او ښو اخلاقو کار واخلو. که څوک بد کوي نو پیغور ورنه‌ کړو، بلکې په ښه سلوک یې سمې لارې ته رهبري کړو. په ټولو ادارو کې باید له ولس سره ښه چلند وشي، څو خلک وپوهیږي چې مونږ د دوی یوو او دوی زمونږ دي. همداسې لکه نن چې امربالمعروف وزارت له شیرعلي سره ښه چلند وکړ. یاد ټیک‌ ټاکر نه یوازې توبه وکړه، بلکې دومره متأثر شوی چې ځان د امربالمعروف ملاتړی بولي او خلکو ته‌ دا ډاډ ورکوي چې افغانستان کې هیڅ ستونځه نشته هر څوک کولی شي دلته خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او کار وکړي، ځکه دا وطن د دوی دی او دا نظام یې خپل دی. مونږ ته پکار ده چې له داسې پیښو، که څه هم کوچنۍ وي لوی درس واخلو. ستر نظامونه تل د لویو سینو په وسیله ژوندي پاتې کیږي.

Abdullah Raihan

18,435 次观看 • 1 年前

د‌ اسلامي نظام دښمنان دې په دې پوه شي چې تبلیغات حقایق نه شي بدلولای؛ تاریخ د خبرو نه، بلکې د عمل قضاوت کوي، او عمل د عبدالباري عمر تر ټولو روښانه پېژندپاڼه ده. عبدالباري عمر چې د مسؤلیت په هر پړاو کې یې په امانت، نظم او تدبیر خدمت کړی، او په پریکنده دریځ يې د خپلې ادارې د نظم او صلابت ساتلو په موخه د هر بې نظمه او چپاولګر په مخکې لکه سپر ولاړ دی ځکه یې خفاشان او خناسان بد يادوي. دښمنان دې پوه وي چې نوموړی د ډيرو قوي او پيچلو عملياتو رهبر پاتې شوی، هغه مهال یې په کابل کې عمليات رهبري کول چې ډيرو نورو کفر ته کفر او اسلام ته اسلام نشو ویلی، که څوک يې خدمت نشي زغملی يا شخصي عقده ور سره لري نو د مهرباني له مخې دې خپل مشکل په شخصي کې ور سره حل کړي. دا د وقاحته ډک فرهنګ زمونږ نه وو چې يو مسؤل د وظيفې لري شي او مونږ ور پسې خوله خلاصه کړې وي او شخصيت يې داغ داره کړو. د دې نظام هر مشر د اعتماد وړ دی او دفاع يې په مونږ حق ده.

Jawad sargar جواد څارګر

20,037 次观看 • 8 个月前