正在加载视频...

视频加载失败

د مقاومت جبهې د تخیلي منصبونو په اړه به مو لا نه وي اوریدلي. د یو ځانګړي مجلس یو خبره یې په دې کلیپ و ګوری واورئ. هر معیار او هر څه دوی پخوا په خپله خوښه ټاکل او بیا هم څه غواړي؟ #PashtoNews #Afghanistan

13,008 次观看 • 1 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

زه شرمیږم چې د افغانستان یو نظامي جنرال چې ان د جمهوریت د کورنیو چارو آمنیتي معین هم تیر شوی، په امریکا کې غونډې ته د امریکا د کانګریس د یو غړي له لورې د تیلفون وینا د مایک خولې ته نیسې او بیا یې ګډونوالو ته اوروي🤦🏻‍♂️ نیوکه ځکه کوم چې په نظامي کې د یو جنرال حیثیت تر ډیرو کانګریس غړو لوړ وي، دلته که دا کار یو بل شخص کړی وی دا به بهتره خبره وی نه د جمهوریت د ملي ځواکونو یو جنرال😞 لطفآ د خپلو شخصي ګټو او عقدو سړولو لپاره د نورو حیثیتونه په ځمکې مه غورځوئ، د وطن، افغان تاریخ او ملتي حیثیت ساتلو فکر وکړئ. د افغانستان معظله د کانګریس د یو غړي مسئله نه ده او نه د بې حیثیته کرايي جنرالانو معظله ده دا د افغان ملت معظله او د افغانستان د خلکو په شتون کې به د افغانانو په قوت حل کیږي. تاسې هېڅ ونه شرمیدلئ چې یو بهرنی ژورنالیست ستاسې په ناسته کې ولسمشر غني چې د ټولو قواوو سر آعلی قومندان او تاسې ته یې قدرت درکړی وو تر څو له خپل حریم دفاع وکړئ مګر تاسې د سفارتونو په لارښونه وتښتیدۍ نن یې هغه ژورنالیست د تښتیدلې په نوم یادوي؟ هغه ولسمشر وو چې قدرت کې وو تاسې یې چاپلوسان وئ ځکه شخصي ګټې مو وې نن یې په خپله غونډه کې په یو پردي عادي ژورنالیست په بد نوم( تښتیدلي) یادوئ؟ شرم او بیا دې هم لعنت وي د جمهوریت په نمک حرام او د افغان ملت په خوړونکي او دې جعرافیې ته په سپک نظر کتونکي.

Sifat Zwaak

37,229 次观看 • 2 年前

له امریکا سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې اړېکې دا مانا لري لکه سړی ووایې چې د خنځیر غوښه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خورم. طالب فکر کوي چې په هر شي دوی د اسلام نوم کېږدي؛ نو هغه جایز او روا وي او حرام کار هم په اسلامي اصولو کیدی شي. تر پرونه همدغه طالب ویل چې له حربي کافر سره، دوستي، تجارت، ګاونډېتوب، پیر او پلور، بلکې هر ډول تعامل ورسره ناروا او مطلق حرام دی او ټول مذهبونه په دې اړه یو خوله دي. حربې کافر داسې تعریفوي: هر کافر چې له مسلمانانو سره د نړۍ په هر کونج کې په جګړه اخته و، هغه کافر د ټولو مسلمانانو لپاره حربي کافر دی، مسلمانان د نړۍ په هیڅ ځای کې حق نه لري چې له حربي کافر سره سوله او یا کوم تړون وکړي، سر او مال یې روا دي. نن هم همدغه امریکا او ملګري یې د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو پر وړاندې یا په مستقیم او یا په غیر مستقیم ډول په جګړه اخته دي، خو طالب ورته حربي کافر نه وایې، میاشتنۍ ډالرې کڅوړي یې اخلي، هر ډول تعامل ته ورسره تیار دي، بلکې ستانکزی صیب وایې چې پر امریکا لازمه او واجبه ده چې طالبان په رسمیت وپېژني، تر دې لا بده دا چې ویاند یې وایې، موږ له اسرائیلو سره هیڅ ستونزه نه لرو. طالبه! پرون ولي امریکایان او ملګري یې حربي کافران و او نن نه دي؟ پرون ولي هر ډول تعامل ورسره مطلق حرام و او نن نه دی؟ دغه ساده طالبان به وایې چې پرون یې زموږ په خاوره یرغل کړی و او له ماسره په جګړه اخته و او نن وطن ورڅخه پاک دی. لومړی: پورته مې د استاذ یاسر د خولې تعریف نقل کړی، هغه وایې: حربي کافر یواځې دېته نه وایې چې ستا په خاوره یې یرغل کړی وي او ستا په خلاف جګړه کوي، د نړۍ په هر کونج کې چې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کوي، حربي کافر ورته ویل کېږي، ایا امریکا او ملګري یې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه نه کوي؟ ایا چینایان په ایغور کې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه نه دي اخته؟ دوه یم: نن کله موږ د امریکایانو له اشغال او یرغله خلاص یو، ستاسې د دفاع وزیر ملا یعقوب اخوند خپله وایې چې د افغانستان فضاء اوس هم د امریکا له لوري اشغال ده؛ نو بیا څنګه تعامل ورسره کوي او رسمیت ورڅخه غواړي؟ د ملا یعقوب اخوند خبرې واوره، هغه د اصلي اشغالګر پاکستان نوم هم نه شي اخیستلی، وایې بیا ناندرۍ جوړېږي، په خپله خپلواکې، ازادي او فتح لږ شکمن نه یې؟ په دې خبره هم غور درسره وکړه، که پاکستان اشغالګر نه درته ښکارېږي، د اشغالګر ملګری خو دی، ځکه ملا یعقوب په اشاره وایې چې امریکایې ډرون له پاکستانه راځي او زموږ هوایې حریم نقض کوي، بیا څنګه تعامل ور سره کوي؟ شاید طالبان زما د پوښتنې له ځوابه منډه واخلي او ما ته ووایې چې ته د اشغال ملګری وي، مرتد وي، غلام وي، او ...، خو دا زما د پوښتنې ځواب نه دی او نه په دې ټاپو او ښکنځلو پوښتنه ځوابېږي، ځکه هره پوښتنه چې معقول ځواب پیدا نه کړي، د خلکو تر منځ ژوندۍ پاته کېږي، که زه یې ونه کړم بل یې کوي. ځه، ستاسې په اند یې زه له دینه وتلی، خو که همدا پوښتنه له تاسې خپل دینداره او مجاهد ملګری وکړي، څه ځواب ورته لرئ؟ په پای کې کټ مټ هغه خبره درته کوم چې استاذ یاسر ملایانو ته کړي وه. طالبه! له امریکا ډالر واخله، خو د دین په نامه یې مه اخله، دین مه پلوره، په خپله هره ناوړه چاره د دین نوم مه ږده. یادونه: زما د خبرو د تائید لپاره لاندې دوه ویډیوګانې ووارئ، چې استاذ یاسر او ملا یعقوب اخوند څه وایې.

Rahmatullah Andar🇦🇫

34,229 次观看 • 1 年前